کابل کې له امنیتي ګواښونو سره سره د میلاد النبي ورځ ونماځل شوه
که څه هم د همدې اوونۍ په لړ کې کابل د دوه چاودنو شاهد وو، خو بیا هم د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د میلاد النبي ورځ ونمانځل شوه. نور جزئیات د فرید الله سعادت په دې راپور کې.
که څه هم د همدې اوونۍ په لړ کې کابل د دوه چاودنو شاهد وو، خو بیا هم د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د میلاد النبي ورځ ونمانځل شوه. نور جزئیات د فرید الله سعادت په دې راپور کې.
د افغانستان جمهور رئیس وايي، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړی تړون له قران او شریعت نه پورته ګڼي. هغه تور چې طالبانو ورته تر اوسه ځواب نهدی ویلی. محمد اشرف غني د اسلام پیغمبر حضرت محمد "ص" د میلاد په مناسبت جوړې شوې ناستې ته په وینا کې، پر طالبانو غږ وکړ چې که ځانونه د دین ملاتړي ګڼي، رادې شي او د افغانستان له دیني عالمانو سره دې بحث وکړي. ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۸» په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت په تالار کې جوړې شوې غونډې ته وویل: "د اسلام او ترورېستي اعمالو په منځ... Читать дальше...
په هند کې نن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت. تر اوسه پورې په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه نفوس لري، یو لک او ۲۰ زره تنه په دې وبا مړه شوي. اوس تر هند یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا پېښې ډېرې دي. د امریکا حکومت د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې د کرونا ۹ میلیونه او ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ټاکل شوې چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران نن په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د مېنسک ډلې په مشرۍ جوړېږي. د امریکا متحده ایالات، فرانسه او روسیه په ګډه د مېنسک ډلې مشري کوي. د نګورنو قرهباغ د بېلې شوې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې مرګژوبلې په زیاتېدو دي. دواړه خواوې یو بل د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند په سرغړونې تورنوي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. د محمد نعیم په وینا په دې کتنه کې چې پرون ماښام په دوحه کې وشوه، دواړو خواوو د امریکا او طالبانو د موافقې د تطبیق، د طالبانو د نورو بندیانو د خلاصون، له تورو لېستونو د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د جګړې د زیاتېدو پر عواملو خبرې وشوې. وسلهوالو طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلې جګړې ته زور ورکړی دی.
زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي او د جګړو د زیاتوالي په عواملو او ځینو نورو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له ملا برادر سره تېر ماښام چهارشنبه خبرې کړې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي وېډیو پیغام کې په دې اړه ویلي: "په دې ناسته کې د لاسلیک شوې توافقنامې په ښه او پوره تطبیق،... Читать дальше...
د امریکا د عدلیې وزارت پرون (چهارشنبه) ۸ تنه د چین له حکومت سره په همکارۍ او جاسوسۍ تورن کړل. د امریکا د عدلیې وزارت او «اېف بي ای» چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې تړاو ۵ تنه په نیویارک، نیوجرسي او کالیفورنیا کې د چین د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي. ویل کېږي چې ۳ نور تورن کسان په چین کې دي.
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې په یو لړ هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد یونس صمیمي وايي، په دې عملیاتو کې چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې وشول، ۱۵ نور وسلهوال طالبان ژوبل شوي دي. دی همداراز وايي چې په دې ولسوالۍ کې ۲۵ کلي د دولت له وسلهوالو مخالفانو تصفیه شوي دي. په بغلان کې د ازادي رادیو خبریال وايي چې طالبانو څو ورځې وړاندې پر دې ولسوالۍ له څو خواوو حملې پیل کړې وې. وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
ځیني راپورونه وايي چې وسلهوالو طالبانو د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ بازار او امنیه قومانداني نیولي دي. پر دې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو حملې روانې دي. په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو یوه استازي بسمالله جان محمد او د دهراوود ځینو اوسېدونکو نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د دهراوود بازار ته داخل شوي او امنیه قومانداني یې نیولې ده. بسمالله جان محمد وايي چې اوس د ولسوالۍ په بازار کې جګړه روانه ده. پرون د ارزګان چارواکو ادعا کړې وه چې دې ولسوالۍ ته کمکي ځواک استول شوی دی.
د بلاروس د کورنیو چارو وزیر ویلي، امنیتي ځواکونه پر هغو کسانو ډزې کولای شي چې "ویجاړوونکو یا ترهګریزو" فعالیتونو کې برخه واخلي. یوري کرایف دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه اوس په هېواد شموله اعتصاب بدل شوي دي. لوکاشینکا بیا دغه اعتصاب "د پلان شویو جرمي ډلو" کار بللی دی. د بلاروس د کورنیو چارو وزیر چې د مظاهرهچیانو د ځپلو لپاره پرې اروپایي ټولنې بندیزونه لګولي په یوه مرکه کې ویلي، د سولهییزو مظاهرهچیانو پر ضد به وسله نهکارېږي، خو په خبرهیې که کوم څوک... Читать дальше...
کانبرا ټایمز کانبرا ټایمز ورځپاڼې د هغه تفصیلي راپور په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې پهکې ادعا شوې، استرالیایي ځواکونو افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي. د ورځپاڼې په باور، داسې اندېښنې شته چې ممکن دغه راپور له خپرېدو مخکې په پراخه کچه اېډېټ شي. په مطلب کې راغلي، داسې وېره هم شته چې په جنګي جرمونو د تورنو سرتېرو قضیې به په منصفانه ډول تعقیب نهشي. د ورځپاڼې په لیکنه، د استرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي پلټونکي په افغانستان کې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې د خپلو ځانګړو ځواکونو لهخوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه څېړنه کړې ده. Читать дальше...
د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر داسې سولې ټینګار وشو چې واکیې د افغانانو وي. په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه، اصلي اجنډا یې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا وه. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د مېلمه په توګه په دې غونډه کې برخه واخیسته. د هند، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې وویل چې دوی په افغانستان... Читать дальше...
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د بابرو، لاهور او چهارغولبې په سیمو کې پيل شوي او ورو ورو مخته ځي. ښاغلی بارکزی زیاتوي: "وسلهوال ترهګر هلته په ملکي کورونو کې پټ دي. زموږ امنیتي ځواکونو ډېر په احتیاط هلته عملیات روان کړي، که خدای کول ډېر ژر به سیمه له ترهګرو څخه پاکه شي." د ارغنداب د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ملي اردو لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء او... Читать дальше...
د هند د کرکټ غوره لیګ لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن چنای سوپر کېنګز لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره مسابقه وکړي. کلکته نایټ رایډرز په جدول کې پنځم ځای لري او چنای سوپر کېنګز د جدول په اخر کې دی. د هند د کرکټ غوره لیګ چې د نړۍ د کرکټ تر ټولو ګران بیه لیګ دی، د کرونا ویروس له امله سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پرانیستل شو. دا لوبې به د نومبر تر ۱۰مه په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې د سولې په روان بهیر کې د ښځو حقونو ته اندېښنه ښکاره کړه. د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز له لوري په جوړه شوې انلاین غونډه کې چې پرون د امریکا متحده ایالاتو پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش هم برخه اخیستې وه، رولا غني وویل، که چېرته د سولې د توافق په ترڅ کې طالبانو ته ډېر څه وسپارل شي هغه پرمختګونه به له خطر سره مخامخ شي چې په وروستیو کې افغان ښځو کړي دي. مېرمن غني زیاتوي: "افغان ښځې سوله غواړي، افغان نارینه هم سوله غواړي، موږ ټول سوله غواړو. څوک، په ګوټ ګوټ کې له ۴۰ کلونو ناامنۍ... Читать дальше...
جرمني او فرانسې د کرونا وبا د کنټرول لپاره بندیزونه اعلان کړل. د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، په ملي کچه د دوهم ځل لپاره ټولبند ضروري دی. مکرون زیاته کړه چې د اروپا په نورو برخو کې هم د کرونا دوهمه څپه راغلې چې ښایي تر لومړۍ یوې ډېره سخته او وژونکې وي. له تېرې شپې (اکټوبر ۲۹) بارونه، رستورانتونه او غیر ضروروي دکانونه بند شول او له خلکو غوښتل شوي چې سفر ونهکړي او چې څومره ممکنه وي په کورونو کې پاتې شي. بل لور ته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د څلور اوونیو په مخه یو لړ بندیزونه اعلان کړل. Читать дальше...
د امریکا د فدرالي ادارې چارواکو اعلان وکړ چې یو افغانیې متحده ایالاتو ته د ۲۰۰۸ کال د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو راوستی دی. حاجي نجیبالله پرون په نیویارک کې محکمې ته وړاندې شو. پر ده تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نیویارک ټایمز خبریال ډېوېډ راډ او افغان خبریال طاهر لودین له یوه موټر چلوونکي سره په افغانستان کې برمته کړي وو. د فدرالي ادارې چارواکو وویل چې ۴۲ کلن نجیبالله یې چې د افغانستان تابعیت لري له اوکراین څخه امریکا ته بیولی دی. دا دوه خبریالان وروسته له اوو میاشتو د پاکستان د قبایلو له یوې سیمې وتښتېدل. Читать дальше...
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په څلورو اوونیو کې درېیم اوربند هم مات شو. د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي. روسیې تېره اوونۍ وویل چې داسې اټکل کوي چې تر اوسه به د نږدې یوې میاشتې جګړې په ترڅ کې تر پنځه زره ډېر کسان وژل شوي وي. د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قرهباغ پر سیمه خونړۍ جګړې سخته شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي. اذربایجان او ارمنستان په ښاري سیمو کې پرون د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړل. Читать дальше...
د هرات مرکزي زندان کې د تېرې شپې شخړې له کبله اته تنه وژل شوي دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد شفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، دا هغه وژل شوي دي چې جسدونهیې حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. ښاغلی شېرزی زیاتوي: "روغتون ته د یوه زنداني مرمۍ خوړولی جسد راوړل شوی او ۷ نور زندانیان په نا معلوم دلیل مړه شوي دي، په ټوله کې له پېښې ۸ جسدونه او ۱۲ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي." شېرزی وایي، ټپيانو کې څلور امنیتي ځواکونه هم شامل دي. دغه زندان کې تېر ماښام د زندانیانو اعتراض پیل شو چې تر نیمې شپې یې دوام درلود. Читать дальше...
د افغانستان حکومت د هلمند په جګړو کې د پرمختګ خبره کوي او ادعا کوي چې د هلمند د وروستیو جګړو لپارهیې د طالبانو قوماندان وواژه. د افغانستان دفاع وزارت وایي، ملا شاه ولي چې د طالبانو د هلمند د جګړې قوماندهیې په لاس کې وه، ووژل شو. د دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې ملا شاه ولي د هوایي برید په ترڅ کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو: "د هلمند په نادعلي کې هوایي ځواک د طالبانو یو پټنځای په نښه کړ چې په ترڅ کې یې ملا شاه ولي هغه کس چې په چاه انجیر او باباجي کې یې د طالبانو د جګړې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости