Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2020

Новости за 28.10.2020

په اروپا کې د کرونا نوی ریکارډ او په امریکا کې نور تلفات

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر تر ۲۲۵ زره واوښت او په اروپا کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو نوې بیسارې شمیرې ثبت شوې دي. یوشمیر هیوادونو بندیزونه سخت کړي او نړیوال روغتیایي سازمان د نورو بیړنیو هلو ځلو غوښتنه کړې ده، نور په دې ویډیو کې وګورئ او دا ویډیو له خپلو دوستانو سره شریکولی شئ

د مجاهد کاکړ یاد غونډه کې د رسنیو د مسؤلانو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر رسنیو مسؤلانو د افغانستان د پېژندل شوي خبریال مجاهد کاکړ یاد غونډه کې د لاسته راوړنو په ساتنې او د رسنیو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ. دوی د سولې په خبرو کې د محدودیت په وضع کېدو اندېښنه وښوده، خو د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر بیا وایي دغو خبرو کې د بیان پر ازادۍ محدودیت د منلو نه‌دی.

د اذربایجان او ارمنستان د شخړې د هواري لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو دوام

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د شخړې د هواري ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دواړه لوري هڅولي چې د اوربند د ماتولو له هڅو وروسته، سیاسي حل لاره پیدا کړي. د امریکا په منځګړیتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه، له ماتې سره مخامخ شوې. په همدې حال کې کرملېن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره پر ټیلیفون د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند پر ټینګښت خبرې کړې دي. په سرحدي سیمه نګورنو قره‌باغ... Читать дальше...



د ایران د پارلمان مشر په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په کرونا ویروس اخته شوی دی. قالیباف نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ځان‌یې قرنطین کړی دی. ده ویلي، د خپل قرنطین له ځای نه به کار ته دوام ورکوي. په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وبا له کبله تر ټولو بد حالت لري. د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۵۸۰ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳ زره مړه شوي دي. ویل کېږي چې په کرونا د اخته شویو او له دې کبله د مړو شویو نارسمي شمېرې به څو برابره زیاتې وي.

امرالله صالح: د ځانمرګو حملو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایت وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو د قربانیانو له کورنیو غوښتي چې د دې بریدونو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایتونه ثبت کړي. ښاغلي صالح په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي، د دې شکایتونو وروسته به د دې ډول بریدونو د طراحانو تصویرونه په عمومي لارو او ځایونو وځړول شي، څو خلک‌یې وپېژني.  د امرالله صالح دغه غوښتنه د قربانیانو د کورنیو له هرکلي سره مخ شوې ده.  مومن موسوي هغه شخص چې په کابل کې یې په یوه ځانمرګي برید کې زوی ووژل شو وايي، چمتو دی چې خپل شکایت ثبت کړي. Читать дальше...

د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري د اتمر او قریشي خبرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې وکړې. حنیف اتمر او شا محمود قریشي د دغو ټیلفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د کونسلي چارو د پياوړتیا پر امکان بحث کړی دی. د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټیلفوني خبرې تېر ماښام وشوې.  هغه زیاته کړه: "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شا محمود قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان وګړو د ویزو د مشکلاتو پر حل... Читать дальше...

په امریکا کې یوه ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې نن یوه ډېره ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي.  د دغې مجسمې ارزښت، چې یوه سویسي هنرمند البیرتو جیوکومیتي جوړه کړې، څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر ښودل شوی.  د مجسمې د اخیستلو لپاره تر پرونه (د اکتوبر تر ۲۷مې) پېرېدونکو فرصت درلود چې خپلې بیې د پلور کمېټې ته وسپاري.  د (ګرانډ فیمي ۱) مجسمه دوه متر او شپږاویا سانتي متره قد لري چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړه شوې ده.  له دې وړاندې د همدغه هنرمند جیوکومیتي له خوا جوړه شوې یوه مجسمه په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۴۱ میلیونه ډالرو خرڅه شوه.



چارواکي: په دهراود کې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې خلک او ولسي استازي وایي چې طالبانو د ولسوالۍ د بازار یو شمېر سیمې نیولي دي.  ځایي اوسېدونکو هلته د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکزي پوستو بریدونه کړي چې لا هم جګړه روانه ده.  په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی بسم الله محمدي، چې خپله د دهراود اوسېدونکی دی، وایي چې طالبان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته نږدې شوي دي.  هغه زیاته کړه: "زما په نظر دوی به له قومندانۍ او ولسوالۍ څخه دوه سوه متره لرې وي، باید پلي کمانډویان د عملیاتو... Читать дальше...

ولې ځینې کورنۍ خپل اولادونه په نیمايي کې له ښوونځي وباسي؟

Pa.azadiradio.com 

ولې ځېنې کورنۍ د بېلابېلو دلایلو له وجې خپل ماشومان په نیمايي کې له ښوونځیو وباسي؟ د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ایا داسې کسان مو لیدلي چې خپل اولادونه په نیمايي کې له ښوونځي وباسي؟ د ماشومانو د زدکړو مخنیوی کومې ټولنیزی ستونزې رامنځته کوي؟ څنګه خپل اولادونه د زدکړو دوام ته وهڅوو؟ نن همدا موضوع څېړو چې د راپور تر څنګ د عامو خلکو نظرونه او د ټولنپوه سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې او د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

راپور: اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي

Pa.azadiradio.com 

یو نوی راپور چې ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې خپور کړی ښيي چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال جنګي او بشر ضد جنایتونه کړي.   ډیلي مېل لیکلي، اسټرالیايي ځواکونو په یو شمېر سیمو کې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او ان له ځینو کسانو یې سرونه پرې کړې دي.   ورځپاڼې لیکلي، د اسټرالیا ځانګړیو ځواکونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې  ملکي وګړي او ان ځینې بندیان په مرمیو ويشتي او له ځینو یې مرۍ پرې کړي دي.   دا راپور د اسټرالیا د دفاع وزارت د چارواکو له‌خوا چمتو شوی او په کې... Читать дальше...

د کندز مسګران: لرغونی مسګري صنعت مخ په ورکېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ښار کې مسګران وايي،  په دې ولایت کې دا لرغونی صنعت مخ په ورکېدو دی. په دې ولایت کې د مسګرۍ یا مسي لوښو د جوړولو کاروبار دلته اوږده مخینه لري، خو د دې ولایت یو مسګر غلام حسین په وینا له هغې ورځې  چې ښيښه يي، پلاستیکي او فلزي لوښي عام شوي، د مسي لوښو بازار کم شوی او ورسره دلته د مسګرۍ صنعت هم په ختمېدو دی. غلام حسین وايي، د مسګرۍ په کار کې ورته پخوانۍ ګټه او خوند نه  شته، خو دا چې دا کسب ورته له پلار نېکه په میراث پاتې دی نو ځکه دوام ورکوي. خو خلک ولې مسي لوښې نه اخلي؟ د امام صاحب د... Читать дальше...

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پانګونې اسانتیا لپاره د قانوني اسانتیاوو د چمتو کولو تر څنګ د غیرقانوني استخراج د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس د مرکز په جوړولو کار روان دی. د دې وزارت ویاند ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل،چې وزارت په دې اړه د جیم سټون کمپنۍ له استازو سره خبرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي. د جیم سټون کمپنۍ یوه بلجیمي کمپني ده چې کابل ته به راځي او د قیمتي او نیمه ‌قیمتي ډبرو د پانګوونې په برخه کې به کار وکړي. Читать дальше...

په کندهار کې د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي.  د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د زعفرانو دغه لس نمایشي قطعې به په لس جریبه کرنیزه ځمکه کې جوړېږي چې په هر جریب ځمکه کې ۵۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز کرل کېږي.  نوموړی وايي، که په کندهار کې د زعفرانو کښت ښه پایله ورکړي نو دا به د دې سیمې د بزګرانو په اقتصادي پیاوړتیا کې مثبت رول ولري.  د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، سږکال په افغانستان کې د زعفرانو په کښت کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی.  دغه وزارت وړاندوینه کوي چې... Читать дальше...

فراه کې یوې پېغلې د ورونو د وژنې پر غم ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

فراه کې چارواکي وایي، یوې پېغلې د دوو ورونو د وژنې پر غم ځان وژنه کړې ده.  د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د دغې نجلۍ دوه ورونه چې د ملي اردو په لیکو کې یې فعالیت کاوه،  وروستیو کې د طالبانو له خوا ووژل شول.  محب وایي، دغه نجلۍ بې سرپرسته پاتې وه او د ښار اړوند اسحاقزیو سیمه کې یې ځان وژلی دی.   تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغې نجلۍ پر ځان وژنې تبصره نه ده کړې.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړه کچه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوامداره لوړه کچه اندېښنه ښودلې ده.  دې شورا پرون د افغانستان پر امنیتي وضعې په تېره بیا د ملکیانو په مرګژوبله باندې یوه اعلامیه خپره کړې ده.   په اعلامیه کې د یادې شورا د دوره يي مشر واسیلي نابینزیا په حواله راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید جدي هڅې وشي.  د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې د کابل په یوه ښوونیز مرکز د څو ورځې مخکې ترهګریز برید غندلی او ویلي یې دي چې په عمدي ډول د ماشومانو او تعلیمي موسسو په نښه کول د نفرت وړ عمل دی او باید وغندل شي. Читать дальше...

د پروان چارواکي: هوفیانو کې د یوه سړي مړی پيدا شوی

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دوی د یوه سړي مړی پيدا کړی دی.  د امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل معلومه نه ده چې دا کس څنګه او د چا له خوا وژل شوی خو مړی یې نن سهار د هوفیانو د سړک په سیمه کې پیدا شوی.  پروان پرون هم د یوې امنیتي پېښې شاهد و.  د جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیر ښاغلي هاشمي په خبره په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې په سر وسله واله نښته شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ګوړې اچار؛ اوس حکومت له غلو ځان ساتي

Pa.azadiradio.com 

پخوا به غله له حکومت نه پټ ګرځېدل، خو اوس حکومت له غلو ځان ساتي! د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې به لومړی، له دې خبر شئ، چې اوس ګردي مېزونه څه ډول مخ ته بیول کېږي؟ بیا مو په یوه دفتر کې، د شکایاتونو د صندوق له ایښودلو خبروو. او په پای کې مو د هغه بندي له حاله خبرو، چې له خلاصېدو وروسته هم کورته نه ځي! جوړوونکی : محمدعارف ( ننګیار ) د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

مسیر: د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.     مسیر مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ ته په اشارې پوښتنه کړې چې د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟   وړاندې راغلي، واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.   لېکوال لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره تړون کوي، نو بیا خو یې په کور دننه جګړه د توجیه وړ نه ده او د جګړې مشروعیت نه شته. Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков





Rss.plus
Владимир Потанин

«Роза Хутор» теперь тоже в метавселенной




Национальная литературная премия «Большая книга» объявила финалистов XIX сезона

Собянин: Квартира Александра Пушкина на Арбате открывается после реставрации

Курс доллара на Мосбирже упал до 88,77 рубля

Арсентий Ткаченко стал главным дирижером Филармонический камерный оркестр в Новосибирске




نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګتن پوسټ واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دوو ورونو برخلیک ته اشاره کړې ده چې یو یې دوه کاله مخکې په کابل کې په ځان وژونکي برید کې ټپي شو او د شنبې په ورځ د کوثر دانش په ښوونیز مرکز کې  د ده کشر ورور ساه ورکړه.  ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۱۸ کال پسرلی و چې محمد رضا بهادري د کابل په لویدیځ کې له یوه روزنیز مرکز څخه ووت او په یوه ځان مرګي برید ټپی شو. دی چې کله روغ شو د کانکور ازموینه یې ورکړه او کابل پوهنتون ته بریالی شو.  د دې مقالې لیکوال لیکي، وروسته بیا ده خپل ورور غلام عباس چې رمضاني تخلص کوي، وهڅاوه... Читать дальше...

افغان حکومت او یوناما د روان تاوتریخوالي پر پای ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د دیبورا لیونز او امر الله صالح په پرونۍ کتنه کې موافقه وشوه، چې په روانه شخړه کې د هر افغان وژل کېدل یا ټپي کېدل یوه بشري غمیزه ده او تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي. د یوناما په نهه میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو راغلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پر تله د ملکیانو مرګ ژوبله ۳۰ سلنه کمه شوې ده. یوناما په خپل دغه راپور کې لیکلي، چې په همدې موده کې ۲۱۱۷ افغانان وژل شوي او ۳۷۲۲ نور ټپیان شوي دي.

هند په افغانستان کې د خپل رول دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د خپل هېواد د رول دفاع وکړه. سوبرا مینیام جې شنکر پرون په نوي ډیلي کې له مایک پامپیو او مارک ایسپر سره تر کتنې وروسته، د افغانستان په ګډون یې د سیمې د څو هېوادونو پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې. هغه وویل: "د افغانستان په امن او ثبات کې د هندوستان ونډه څرګنده ده دا زموږ تمایل هم دی، چې په دې هدف په روانو نړیوالو هڅو کې ونډه ولرو." تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې... Читать дальше...

امریکا په نګورنو قره باغ کې د اوربند رعایتول غوښتي

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب له نافذ شوي اوربنده په سرغړونه تورنوي. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولې ته څېرمه پر لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ د یوې میاشتې جګړه سخته شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ارمنستان او اذربایجان له رهبرانو د اوربند د رعایتولو غوښتنه وکړه. خو پرون دوشنبه دغه اوربند تر نافذېدو لنډه شېبه وروسته مات شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود، چې معلومه شوه، په کویډ۱۹ ناروغۍ له یوه اخته کس سره له نږدې په تماس کې پاتې شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې ۷۰ کلن سرګي لاوروف که څه هم د بهترۍ احساس کوي، خو بیا یې هم احتیاطاً ځان په خپله نورو خلکو منزوي کړی دی. لاوروف د دوشنبې په ورځ له یونان څخه روسیې ته ستون شو. هغه غوښتل نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه بوسنیا هرزګوینا او سربیا ته هم لاړ شي.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ حیدراباد لوبډلې ډیلي ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې سنرایزرز حیدراباد ټیم وتوانېد ډیلي کاپیټلز ټیم ته ماتې ورکړي. لوبه سنرایزرز حیدراباد پیل کړه، چې په شلو اوورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټیم ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه. ډیلي کاپیټلز ټیم چې ټول لوبغاړي یې په نولسم اوور کې وسوځېدل یوازې د ۱۳۱ منډو په کولو بریالی شو. په دغې سیالۍ کې تر ټولو ښه توپ اچونه د افغان لوبغاړي راشد خان وبلل شوه، چې په څلورو اوورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۷ منډې یې ورکړې. نن د ممبۍ انډیانز او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ مسابقه کېږي. Читать дальше...



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити «Выжить в Дубае. Возвращение»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Педагоги школы №2065 вошли в ТОП-5 лучших туристских команд Москвы

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»


Ролан Гаррос

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Свыше 2,2 тыс. случаев коронавируса выявили в столице за неделю



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России