Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2020

Новости за 25.10.2020

د کابل دشت برچي کې د وروستي ځانمرګي برید قربانیان او کورنۍ

Pa.azadiradio.com 

تېره ورځ د کابل په دشتي برچي سېمه کې د کوثر دانش په نوم د یو ښوونیز مرکز ته څېرمه هغه مهال چې زده کوونکي له زده کړو رخصت شول د یوه ځانمرګي برید ګر په وسیله چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې ګڼ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته. هیلۍ اسد د یو وژل شوې زده کوونکي کورنۍ ته ورغلې ده:

کابل کې د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د لیندۍ یا قوس له ۲۷مې پولیس د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلوي.  د دغه دفتر د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د دغو موټرو د ثبت او محصول پروسه له راروانې شنبې پیل او د لیندۍ تر ۲۷مې دوام کوي. هغه زیاته کړه: "که چېرې له دې نېټې وروسته بې اسناده موټر د کابل پر سړکونو یا ولایتونو کې لیدل کېږي، نو د پولیسو له خوا نیول کېږي او ستاسو موټر به پولیسو ته د ګزمو لپاره ورکول کېږي یا به په لیرې پرتو سیمو کې ترې پولیس استفاده... Читать дальше...

د سولې او اوربند په اړه د ننګرهار مېشتو ښځو غږ

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې یو شمېر مېرمنو د روانې جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې وینه تویدنه او ورور وژنه بس کړي. دوی د یوه مدني حرکت په ترڅ کې وویل، تر هغې چې اوربند ونه شي نو سولې ته رسېدل ناممکن دي. سهارګل امیرزی پرې راپور لري:



حکمتیار: قطر کې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د قطر په مذاکراتو کې یوازې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای.  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې په دوحه کې روان مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي.  ښاغلي حکمتیار د پاکستان له سفر وروسته د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی او نور سیاسي ګوندونه چمتو دي چې قطر ته د مذاکراتو جلا پلاوی ولېږي.  هغه زیاته کړه: "موږ او ډېر نور ګوندونه چې د حکومت په پالیسو او سیاستونو اعتراض لري، سوله غواړي او د جګړې مخالف دي، هغوی هم... Читать дальше...

د پکتیا چارواکي: د ترور د یوې  ډلې ۲ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي، د ترور د یوې  ډلې ۲ غړي ووژل شول او یو یې ژوندی نیول شوی دی.   لطف اله کامران رسنیو ته وویل، چې دغه کسان نن ماسپښين په مرکز ګردېز کې د یوه پولیس تر وژنې وروسته د تېښتې په حال کې وو، چې پولیسو په نښه کړل. هغه زیاته کړه: "د برخورد په نتیجه کې دوه نفره ووژل شول او یو نفر مو ژوندی ونیوه، له خپلو ټولو اسبابو او وسلو سره، چې یو میله بې غږه تفنګچه هم ورسره وه." د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان ادعا کوي، چې دغو کسانو په ګڼو بریدونو او جنايي پېښو کې لاس درلود.

د پکتیکا پولیس: ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د پولیسو ویاند وايي، په مرکز ښرنه کې نن د یوه کور مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ ماشومان ووژل شول.  شاه محمد ارین رسنیو ته وویل، په وژل شویو کې یوه نجلۍ او درې هلکان دي. هغه زیاته کړه: "له بده مرغه پر وړو ماشومانو یې چاودنه کړې او څلور واړه ماشومان یې ځای پر ځای شهیدان کړي دي." د پکتیکا د پولیسو ویاند وایي وسلوالو طالبانو درې ورځې مخکې دغې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې له دې کلي کډه وکړي.  چارواکو نه دي ویلي چې د دې خبرداري علت څه و.   وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر غني: له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي په غزني کې د القاعده شبکې د مهم مشر وژل کېدو ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي. دا خبرې نن یکشنبه د ولسمشر په حواله د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي دي. د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې مرستیال ابومحسن المصري چې د امریکایانو د وژلو لپاره په پلان جوړونې تورن و وژل شوی دی. د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اف بي ای د معلوماتو له مخې د المصري اصلي نوم حسام عبدالرووف و او په مصر کې زېږېدلی و. Читать дальше...

افغان حکومت: د پروژو د بشپړېدا لپاره د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغان حکومت د لویو او ملي پروژو د بشپړېدا لپاره دهیچا او د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځي.    د ایران د اوبو د تخنیکي کمېټې غړو په خپلو تازه څرګندونو کې د کمال خان بند د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د دې کمېټې یو غړي تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال د دې هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ته په خپلو خبرو کې وايي، د کمال خان بند په جوړېدو دی او که دغه بند جوړ شي هغه اوبه چې ایران ته بهیږي له دې وروسته به دغه اوبه هم بندې شي. Читать дальше...



ارزګان کې ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي 

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي. د دغه روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره چې نن کېښودول شوه چارواکي وايي، د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره به ورڅخه استفاد کېږي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

ښايي نن په مینسک کې د لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد بیا لاریونونه وشي

Pa.azadiradio.com 

اټکل کېږي چې نن به بیا د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد لاریونونه وشي.   نن هغه مهلت پای ته رسېږي، چې اپوزیسیون له واک څخه د لیرې کېدو لپاره لوکاشینکا ته ټاکلی و او ویلي وو که له واکه لیرې نه شي په ملي سطحه به له اعتصابونو سره مخامخ شي.  د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی، په هغو مظاهرو کې چې له مخکې یې اجازه نه وي اخیستل شوې، برخه وانخلي.  وروسته له هغې چې د اګست میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا، چې له ۱۹۹۴م کال راهیسې... Читать дальше...

نږدې ۲۵۰۰ افغان علماوو د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر علما وايي، هېواد کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه ده.  کابل کې د لویې جرګې تالار کې نږدې دوه نیم زرو راټول شویو علماوو، پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې دواړه لورې باید په اسلامي حکومت او بهرني ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړي او له نورو بې ځایه مواردو تېر شي.  نږدې دونیم زره افغان علما راټول شوي ترڅو د افغان سولې بهېر څخه ملاتړ وکړي او جګړې ښکېلو لوریو ته خپل وړاندیزونه وکړي.  دا دیني علما وايي، په افغانستان کې روانه جګړه چې د قدرت ترلاسه کولو په موخه ده، حرامه... Читать дальше...

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف لوبې پرېښودې

Pa.azadiradio.com 

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.  ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.  محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.    نوموړي د تېرې ورځې د سیالۍ له ګټلو وروسته خپلې دستکشې پر ځمکه کېښودې او ویې ویل له خپلې مور سره د کړې ژمنې په اساس د رزمي سیالیو سره خدای پا اماني کوي.  حبیب نور محمدوف د روان کال د جولای په میاشت کې د خپل پلار د مړینې پر مهال... Читать дальше...

د اټومي وسلو د بندیز لپاره نوی نړیوال تړون عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي وسلو د بندیز لپاره د یوه نوي نړیوال تړون عملي کول به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې لازمي شي. ملګري ملتونه وایي، د اټومي وسلو د بندیز نړیوال تړون عملي کول به درې میاشتې وروسته د راتلونکې جنورۍ میاشتې له ۲۲مې لازمي شي.   دغه خبره ویاند په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده. د دغه تړون هوکړه د اکتوبر په ۲۴مه هوندوراس هم تصویب کړه او دا په دې معنا چې نوي ورځې وروسته به لازم الاجرا کیږي.  د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر پیټر ماورر دا کار د ( بشریت بریا) یاده کړې ده. د تړون د لازمي کېدو... Читать дальше...

کابل کې د کرکټ میلیون لیګ نه ترسره کېدو په غبرګون لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ځوانانو د کرکټ میلیون لیګ د نه ترسره کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.   دوي نن د کرکټ بورډ په وړاندې مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه لیګ ترسره کېدو ته باید اجازه ورکړل شي.   مظاهره کوونکو کرکټ بورډ ته ګواښ وکړ که چېري غوښتنې ونه مني نو بیا ځلې به مظاهره وکړي.   له دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د کرکټ یو شمېر مینه‌والو د میلیون لیګ په ملاتړ مظاهره کړې وه او له کرکټ بورډه يې غوښتنه کړې وه چې باید دې لیګ ته اجازه ورکړې  د دغه لیګ مشر شاپور ځډراڼ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغه لیګ مخه نیول غیر قانوني کار دی. Читать дальше...

د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل د فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه. د پچې اچونې دا مراسم د لوبډلو د استازو په حضور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې ترسره شول. د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسؤل دین محمد صافی وايي، د پچې اچونې په پایله کې شمس مېرازيي، شریفي سپورټ، جوانان میهن، طوفان وزیرآباد، رسنۍ، فیصل شریف، ظاهر اسد، او صداقت په لومړي ګروپ، او دغه شان استقلال، سنايي، دنیا پوهنتون، هما رحمت، ستاره ګان، طاها، امیرخېل او صدیقي دویم ګروپ کې راغلي دي. په دې سالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې... Читать дальше...

اندرابي: د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د القاعده د یوه مهم غړي وژل کېدل، له القاعده تروریستي ډلې سره د طالبانو اړیکې ښيي. مسعود اندرابي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته، خو طالبان په دې اړه بېلابېلو اړخونو ته درواغ وايي. د ملي امنیت عمومي ریاست پرون په غزني کې د ابو محسن المصري د وژلو خبر ورکړ. المصري جې په القاعده شبکه کې دویم ځای لري او د امریکايي اتباعو د وژلو لپاره د دسیسو په جوړولو کې د لاس لرلو په خاطر د امریکا د فدرالي... Читать дальше...

'غور کې تر۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي سوځول شوي'

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې تر ۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول.  د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي دغه مواد له ۱۳۹۷لمریز کال راهیسې د غور په بېلابېلو ساحو کې نیول شوي وو.   د غور ولایت امنیه قوماندان وحید اله نظامي نن رسنیو ته وویل: "له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۹ لمریز کاله پورې تر زرو کیلوګرامو زیات مخدره مواد نیول شوي وو، چې نن مو وسوځول او عاملان یې په زندان کې دي." امنیه قوماندان ونه ویل چې د دغو نشه یي توکو په تړاو دقیقاً څو کسان نیول شوي دي.

مسافر: د کندز–تخار لویه لاره د جګړو له امله تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندز–تخار په لویه لاره تلونکې مسافر وايي، دا لاره له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. د کندز د خان اباد ولسوالۍ اړوند د نو آباد په سیمې کې له درې ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري او له امله یې د کندز-تخار لویه لاره د خلکو د تګ را تګ پرمخ تړل شوي ده. د خان اباد اوسېدونکی میرویس احمدزی وايي، د دغې لويي لارې تړل کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړه: "کندز-تخار لاره د طالبانو د جګړو... Читать дальше...

کندهار کې په نشو د روږدې مېرمن ستونزمن ژوند

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په نشو روږده یوه مېرمن له کړاوونو ډک ژوند تېروي. دا مېرمن درملنې ته اړتیا لري چې خپل عادي ژوند ته بېرته ستنه شي. خو په کندهار کې اوسمهال په نشه د روږدو مېرمنو لپاره د درملنې هېڅ مرکز نشته. صادق رښتینی له کندهاره په دې اړه دا ویډیويي راپور برابر کړی:


Музыкальные новости
VK Fest

ГК «Садовое кольцо» приглашает уфимцев посетить первый VK Fest в Башкортостане





Rss.plus
РусГидро

Ctrl2GO Solutions и РусГидро подписали соглашение о сотрудничестве




"Может пойти кровь": Врач озвучил признаки теплового удара у детей

В дептрансе Москвы сообщили об отсутствии пострадавших в результате инцидента в метро

Откровение генерала на фоне коррупционных скандалов в Минобороны: "Мне стыдно перед людьми"

KARIN В МОСКВЕ!




د کابل په پروني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته زیات شو.   د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل، په دې برید کې اووه پنځوس نور ټپیان شوي. ارین زیاتوي: "له بده مرغه د تېر ماښام په تروریستي پېښه کې چې د کابل د دیارلسمې حوزې یوه ښوونیز مرکز ته نږدې وشوه، زموږ تر ۲۴ زیات ملکي هېوادوال شهیدان شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي، دا یو جنایت دی." پرون مازیګر د کابل په پل خشک سیمه کې د (کوثر دانش) په نوم د یوه ښوونیز مرکز مخې ته هغه مهال انتحاري... Читать дальше...

'د ارزګان په دهراود کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت د والي ویاند وايي، په دهراود ولسوالۍ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.   احمد شاه ساحل نن ازادۍ را‌ډيوته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هوايي بریدونو او مخامخ جګړو کې ۱۹ نور طالبان  ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه: "د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي، دغه راز تېره شپه پر درېیو بجو جګړه شوې چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۶ نور وسله وال طالبان د دوی د یوه قوماندان په ګډون وژل شوي دي." د ارزګان د والي ویاند وايي په دې موده... Читать дальше...

کندهار چارواکي: د وژل شوې ښځینه پولیسې د وژونکو د نیولو هڅې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار پولیس وايي، د هغو کسانو د موندلو هڅې یې پیل کړي، چې د یوې ښځینه پولیسې په وژنه کې لاس لري.   د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو  ته وویل پر دغې ښځینه پولیسې نن سهار د کندهار په نهمه حوزه کې ډزې شوي. هغه زیاته کړه: "زموږ یوه سرتېره پولیسه چې په محبس کې یې دنده درلوده، د وسله والو ترهګرو له خوا ویشتل شوې او شهیده کړای شوې ده، زموږ هڅې روانې دي، چې وسله وال ترهګر ژر تر ژره ونیسو او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړو." که څه هم تر اوسه د پېښې مسوولیت تر اوسه چا... Читать дальше...

امریکا او اروپا کې د کرونا ویروس پېښې بیا مخ پر لوړېدو روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا ویروس د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر د تېر اوړي د ورځنیو شمېرو پرتله زیات شوی دی. نن د اکتوبر په پنځه ویشتمه په امریکا او اروپا کې کرونا وبا خپل ځپونکي بهیر ته دوام ورکړ. د روغتیا نړیوال سازمان په همدې اونۍ کې وویل چې ورځنۍ پېښې به نورې هم زیاتې او خبرداری یې ورکړ چې په ملي او محلي کچو به روغتیایي سیستمونه تر فشار لاندې راشي. د کرونا زیاتېدونکې پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې ځینو حکومتونه یې د مخنیوي لپاره نوي اقدامات او هڅې هم عملي کړي دي.  په امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په... Читать дальше...

د اکټوبر ۲۵مه؛ ۲۴ کاله وړاندې طالبانو د افغانستان دولت په اسلامي امارت بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کابل د نیولو په لومړۍ میاشت کې د ۱۹۹۶ د اکټوبر په ۲۵مه، افغانستان دولت په رسمي ډول «اسلامي امارت» ونوماوه.   له دې بدلون پوره ۲۴ کاله اوړي، خو طالبان لا هم د قطر په مذاکراتو کې اسلامي امارت کلمه د بحث وړ بولي. افغان دولت د امارت اصطلاح د یوې وړې ډلې مفکوره ګڼي او ټینګار کوي چې امارت کلمه هېڅکله هم د سولې په خبرو کې د بحث وړ ټکی نه‌دی. خو هغه مهال کیسه څه وه؟   د کندهار دوه اوسېدونکي وايي، طالبانو په ۱۹۹۴ میلادي کال کې هغه وخت چې افغانستان کې کورنیو جګړو زور اخیستی و، په سوېل لودیځ... Читать дальше...

د رزمي لوبو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره خدای پاماني وکړه. ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه. محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.



Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Песни Виктора Цоя исполнит оркестр в Хабаровске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Ролан Гаррос

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Певица Пелагея разделила имущество с бывшим мужем



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России