Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2020

Новости за 20.10.2020

د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر نن ویل، هغه کسان چې روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په غیرقانوني ډول کریمیا د خپلې خاورې برخه کړي، باید مسوول وګڼل شي.  ولادیمیر زلینسکي نن د خپل هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل: "تر هغو چې کریمیا اشغال وي له اوکراینیانو او د کریمیا له تاتارانو سره  به په منظم ډول زیاتی کېږي، نړۍ باید کریمیا هېره نه کړي." کریمیا ټاپوزمه چې د اوکراین خاوره ده په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

ټرمپ د امریکا د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس انټوني فاوچي نیوکه وکړه او ویې ویل، فاوچي او یو شمېر نور متخصصینو چې کله له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه سلامشوره ورکړې ده، تېروتنې یې کړي دي.  ولسمشر ټرمپ بیا وویل، امریکایان د فاوچي او د ده په څېر د یو شمېر نورو ساده کسانو له دې خبرو چې په دې کار کې یې تېروتنه کړې ده، ستړې شوې دي.  ښاغلي ټرمپ دا خبرې پرون وروسته تر دې وکړې چې ډاکتر فاوچي وویل، پرته له څه شکه چې ډونالډ ټرمپ تر لویو غونډو  وروسته... Читать дальше...

میدان وردګ چارواکي: جلریز کې چاودنو ۵ تنه وژلي 

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن سهار دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي.  د میدان وردک د والي ویاند محب اله شریفزوی ازادي راډیو ته وویل: "د جلریز ولسوالي په کوټه عشرو سیمه کې پر یوه تونس او یوه سراچه موتر چاودنې شوې دي چې ۵ تنه شهیدان شوي، ۹ ټپيان چې پنځه یې ښځې څلور یې ماشومان دي." ټپیان رووغتونونو ته انتقال شوې دي.  د دې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.



د قرغیزستان د ګمرک پخوانی مرستیال نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف ونیول شو.  ده د یوه تحقیقاتي راپور په استناد، په سلګونو میلیونه ډالر په پټه بهر ته انتقال کړي دي.  د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې په یوې اعلامیې کې نن د ماتریموف د نیولو خبر ورکړ.  درې ورځې مخکې د دې کمیټې نویو مشرانو ویلي و چې د ماتریموف او د هغه د همکارانو د هلوځلو په اړه تحقیقات پیل شوې دي.

د غزني چارواکي: قره باغ کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د غزني د امنیتي چارواکو په وینا د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې نن د یوه موټر بم برید مخه ونیول شوه.  د غزني د امنیه قومانداني ویاند احمد خان سیرت وایي، د سهار لسو بجو خواته ترهګرو د یو سراچه موټر په واسطه چې له چاودیدونکو موادو ډک و د قره باغ په ولسوالي کې د برید نیت درلود. هغه زیاته کړه: "مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسېږي د قره باغ ولسوالي اتلو پولیسو برید پرې وکړ او په موټر کې چاودنه وشوه، د دې چادونې له امله د قره باع ولسوالي درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي." ښاغلي سیرت برید کوونکو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دې ویلي.

په نګورنو قره باغ کې نښتې دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د دې سربېره نن بیا نښتې شوې دي چې هلته د روسیې په منځګړیتوب د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې، د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره اوربند وشو.  د ملګرو ملتو امنیت شورا له دواړو لوریو غوښتې دي چې اوربند مراعات کړي.  نګورنو قره باغ سیمه چې په رسمي ډول د اذربایجان مربوط ده، واک یې د هغو کسانو په لاس کې دی چې په خټه ارمنیان دي.  نن سهار د نګورنو قره باغ له جنوبي سیمو د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوې دي.  د اذربایجان دفاع وزارت په څو سیمو کې د جګړې خبر ورکړی دی.

د غور په موټربم چاودنه کې ګونګیانو ته زیان اوښتی

Pa.azadiradio.com 

د غور په مرکز کې د یکشنبې د ورځې په موټر بم چاودنه کې د ګونګیانو یوه ځانګړي ښوونځي ته هم زیان رسېدلی دی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې چاودنه کې د یاد ښوونځي اتلس زده کوونکي ټپیان شوي دي. په دې موټر بم چاودنه کې ۱۶ تنه ووژل شول او له سلو ډېر ټپیان شول. نور په ویډیو کې:

دانش د افغانستان د احصایيې مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه بولي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د احصایيې د مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه وبلله او له دې ادارې یې د خپلواکي غوښتنه وکړه. د احصائیې ملي ادارې له لوري د نفوس اټکلیزو شمېرو اعلان دغه اداره تر پوښتنې لاندې راوسته. د افغان ولسمشر دویم مرستیال وايي، چې حکومت او دولت باید د نفوس له کره شمېرې ونه ډار شي. ښاغلي دانش له دې ادارې وغوښتل، د خپلواکي په ساتلو د سیاسي ډلو له ګټو ځان لرې وساتي او په هر ډول شرایطو کې باید سیاسي فشار ته غاړه کېنږدي. هغه وویل: "د احصائیې ملي اداره باید... Читать дальше...



د اوزبیکي ژبې ملي ورځ؛ تر اوسه دغې ژبې ته څومره کار شوی؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د اوزبیکي ژبې ملي ورځ ده ارګ وايي، افغانان باید خپلې ژورې فرهنګي ریښې درک او ګټور اثار تالیف کړي.   له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه شان ولسمشر غني په اوسنیو شرایطو کې له ټولو ځوانو لیکوالانو څخه غوښتنه کړې چې د علي شېر نوايي او ګوهرشاد بېګم په څېر د خپلو قومونو لپاره نیک نومونه وګټي.   علي شېر نوايي، د اوزبک قوم یو وتلي او نامتو شاعر او لیکوال و همدا شان ګوهر شاد بیګم هم د فرهنګي او ادبي ګړنو سر سخت ملاتړې وه.  تېر کال په ولسمشر غني... Читать дальше...

'کابل کې غلاوو سوداګریزه راکړه ورکړه ۶۰ سلنه کمه کړې'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، په کابل ښار کې د شوکو او غلاوو له امله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.  د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، چې په کابل ښار کې وسله والو غلاوو او شوکو سوداګریزه راکړه ورکړه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.  د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، د غلو له وېرې دو کانداران او نور بېلابېل کاروباریان سهار ناوخته او د مازدیګر وختي کورونو ته ځي، چې دې چارې سوداګرۍ اغېزمنه کړې.  هغه زیاته کړه: "د وخت له لحاظه څلور پنځه ساعت وخت را کم... Читать дальше...

د ملي امنیت ځواکونو لغمان کې د طالبانو ۷ کسیزه ډله نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په لغمان کې يې د طالبانو اوه کسیزه ډله نیولې ده. د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یاده اوه کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوې ډلې د لغمان د ولایتي شورا په یوه غړي او دغه راز د امنیې قومندانۍ په یو رنجیر په چاودونو کې لاس درلود. په دواړو پېښو کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي وو. ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، یادې ډلې په مرکز مهترلام ښار کې د ولسي وګړو په... Читать дальше...

د ناامنیو پر زیاتوالي اندېښنې؛ د ملي شورا 'کاکس' ډلې اوربند وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي شورا د ښځنیه غړیو ډله یا "کاکس" په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو او سولې د مذاکراتو په اړه خپلې اندېښنې له نړیوالو سره شریکې کړې. د افغانستان ملي شورا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ښځینه غړیو ډله یا کاکس او د ښځو بشري حقونو کمېسیونونه اندېښمن دي او له طالبانو د اوربند غوښتونکي دي. دوی د امریکا متحده ایالتو ګانګرس، د اروپایي ټولنې پارلمان او د قطر حکومت ته یو لیک استولی او خپلې اندېښنې او غوښتنې یې په کې شریکې کړي دي. د ولسي جرګې د ښځو کمېسیون منشي او د دغه کاکس غړې محبوبې رحمت په دې اړه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

ولسمشر غني سبا ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي

Pa.azadiradio.com 

له میاشتو انتظار وروسته افغان حکومت ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي.  جمهور رياست وايي تمه ده چې ، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان سبا جمهور رییس د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.   جمهوري ریاست وايي، سبا د چهارشنبې په ورځ به ولسمشر غني نوماند وزیران او د یو شمېر خپلواکو ادارو رییسان ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.   د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان د چهارشنبې... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیل کړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، دا د اکاډمیو ترمنځ له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو لومړنۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ دي. په دې سیالیو کې ټولې برخه اخیستونکې اکاډمۍ د کابل ولایت پورې اړوند دي، لوبې د کابل په کرکټ لوبغالي کې پیلېږي. یادې لوبې به د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېتې دوام وکړي. د لوبې هدف د غوره لوبغاړو ټاکل په ګوته شوي دي.

د ازادي راډیو له لوري د دوو نویو کتابونو مخکتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو له لوري د دوه نویو کتابونو مخکتنه وشوه. د مخکتنې دا مراسم چې په انلاین بڼه جوړ شوي وو په کې د ازادي راډيو مسئولینو او د پښتو او دري ژبې لیکوالانو په کې برخه اخیستې وه. دا کتابونه د ازادي راډیو د دوو ښوونیزو خپرونو ژوند په شېبو کې او در امتداد لحظه ها لیکې بڼه ده چې په پښتو ژبه محبوب شاه محبوب او په دري ژبه مهریې انوري او شمیلا جاوید لیکلي دي. په دې کتاب کې د افغان فرهنګ، تاریخي سیمو، دودونو، باورونو، لرغونو ابداتو، ښکلو هنرونو او په ټوله کې د فولکلوریکو توکو په اړه معلومات شامل دي. Читать дальше...

د ازبکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر کابل ته راځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ګټور ګڼي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د هېواد له چارواکو سره د همکاریو د پراختیا او کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په هکله خبرې اترې وکړي. هغه زیاته کړه: "د دوه اړخیزو سیمه‌ییزو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د یو لوړپوړي... Читать дальше...

هشت صبح: د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د حملو او تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، "د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟" ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو حملو زیاتېدو ته په اشارې نیوکه کړې چې طالبانو له امریکا سره شوې هوکړه نه‌ده عملي کړې او په دې سره به د سولې روانې خبرې اترې هم زیانمنې شي. ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له پیله دا پوښتنه... Читать дальше...

ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

Pa.azadiradio.com 

ناټو متحدانو د دوشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تکرار کړه. د دې ائتلاف د اعلامیې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، د ائتلاف متحدانو او شریکانو په یوه غونډه کې وویل چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي. په اعلامیه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د ناټو متحدانو او شریکانو مالي ملاتړ تر ۲۰۲۰م کال ورهاخوا هم دوام وکړي. ده زیاته کړه: "له افغان ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان د امنیت په برخه کې زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. Читать дальше...

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناک دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې د خبرو پر مهال دا باور چې د امتیاز د ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی زیات شي، خطرناک دی. زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي د ده تمه دا وه چې تاوتریخوالی به کمېږي او کم به پاتې کېږي. دی زیاتوي چې ښکېل اړخونه باید هغو مسایلو ته چې خبرې او تفاهم پرې شوي، ژمن پاتې شي. خلیلزاد وايي، د سرغړونو بې‌بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې د خبرو له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي او ټینګار کوي چې باید د امریکا او طالبانو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Элвис Пресли

Дом Элвиса Пресли атаковали аферисты





Rss.plus
#123ru.net

"СВЯТОЙ ЛЕНИН" раскрыл загадку В.В. Жириновского и В.Г. Мессинга. СЕНСАЦИОННЫЕ ДАННЫЕ!




Откровение генерала на фоне коррупционных скандалов в Минобороны: "Мне стыдно перед людьми"

Более 250 детей приняли участие в масс-старте на беговелах и самокатах в Раменском

Что случилось на Сокольнической линии: Показан "виновник" переполоха в метро Москвы

Программа реновации: Что построят в Фили-Давыдково и Ярославском районе Москвы




له اذربایجان او ارمنستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوربند غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اذربایجان او ارمنستان غږ کړی چې اوربند په کلکه رعایت کړي. دې شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې د وضعیت په اړه بحث وکړ. د امنیت شورا ۱۵ غړو د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د رعایت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر غوښتنه ټینګار وکړ. فرانسپرس خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله راپور ورکړی دی چې وايي د امنیت شورا ټولو غړو دا ومنله چې په نګورنو قره‌باغ کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه باید په شا تګ وکړي او اوربند ته غاړه کېږدي. Читать дальше...

نړیوال بانک: افغانستان کې د کرونا وبا له امله د بې‌وزلۍ کچه لازیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

ډیجیټل ژورنال ډیجیټل ژورنال ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او څو نورو جګپوړو چارواکو وروستیو څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د ټرمپ اداره په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر دوه‌نیم زرو ته راکم کړي. دا د سرتېرو هغه شمېر و چې تر دې یوه اوونۍ مخکې یې هم اوبراین یادونه کړې وه. د ورځپاڼې په لیکنه اوبراین وویل، ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو... Читать дальше...

د اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته پر تاوان ورکولو د تهران او کیف خبرې

Pa.azadiradio.com 

ایران به د لوېدلې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته د تاوان ورکولو په اړه د دوهم پړاو خبرو لپاره د اوکرایني چارواکو کوربه وي. یاده الوتکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې څو شیبې وروسته په تهران کې تر الوتلو وروسته ولوېده او ټول ۱۷۶ کسان په‌کې مړه شول. ایران وروسته ومنله چې دا الوتکه‌یې په تېروتنه ویشتلې. د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یېفهین ینن او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محسن بهاروند د دوشنبې په ورځ په تهران کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه. په لومړي پړاو خبرو کې اوکرایني او ایراني چارواکو په کیف کې سره لیدلي وو. Читать дальше...

د ایران عامې روغتیا وزارت: د خلکو بې‌پروايۍ د کرونا پېښې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د روغتیا وزارت وايي، د خلکو بې‌پروايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي. د دې وزارت ویاندې سیما سادات لاري د دوشنبې په ورځ انتقاد وکړ چې خلک روغتیايي مشورو ته غوږ نه‌نیسي. ده وویل: "زموږ په هېواد کې اوس‌مهال د ناروغۍ وضعیت د روغتیايي پروتوکول پر وړاندې د بې‌پامۍ په نتيجه کې دی. په تېرو اوونیو کې له ماسکونو په استفاده کې کموالی او همداراز ټولنيز واټن نه‌مراعتولو خطر زیات کړی دی." په ایران کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۳۳۷ مړینې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوی شمېر دی. Читать дальше...

هلمند کې ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري. په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی. هغه زیاته کړه: "په وضعیت کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌وینو. جګړه دوام لري او لارې بندې دي. ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د خپلو همکارانو د ملاتړ لپاره راغلی یم." له هلمنده وېډیوګانې او عکسونه ښکاروي چې ټپيان او ناروغان د هلمند د ایمرجنسي... Читать дальше...

د سریلانکا لنکن کرکټ غوره لیګ لپاره ۲ افغان لوبغاړي واخیستل شول

Pa.azadiradio.com 

په سریلانکا کې د لنکن غوره لیګ ۲۰ اوریزو کرکټ لوبو لپاره دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي. د دوشنبې په ورځ نوین‌الحق د کنډې ټسکرز او حضرت‌الله ځاځی د ګال ګلیډیېټرز لوبډلې واخیستل. دا پروسه په انلاین بڼه ترسره شوه. دا ۲۰ اوریزې سیالۍ به د نومبر له ۲۱مې په سریلانکا کې پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۳مې دوام کوي.



Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"


Australian Open

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Более 250 детей приняли участие в масс-старте на беговелах и самокатах в Раменском



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России