Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2020

Новости за 18.10.2020

د ارمنستان او اذربایجان په جګړو کې د افغانانو رول

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په روانه جګړه کې کوم رول نه لري خو د نویمې لسیزې په جګړو کې افغانان عملاً د اذربایجان په ګټه جنګېدل. په دغه راپور کې ګورئ چې په اذربایجان کې د افغان جنګیالیو هدیرو ته ورغلي یو او هم مو له هغو افغانانو سره خبرې کړي چې د ارمنستان په وړاندې جنګېدل.

ان بي سي: آيا غني او عبدالله به د سولې راوستلو لپاره يو موټى شي؟

Pa.azadiradio.com 

نيويارک ټايمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي د جرمونو پر نړیواله محکمه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بشري جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي د ولسمشر ډونالډټرمپ بندیزونه به پرته له دې چې امریکا په خپلو متحدانو کې منزوي کړي، بله ګټه ونه لري. ورځپاڼه د امریکا د خزانې په وزارت کې د بندیزونو د برخې د یوې پخوانۍ چارواکې جولیافریدالندر له قوله لیکي چې وايي پر ICC د ټرمپ ادارې له خوا یو اړخیزه بندیزونو د امریکا متحدان چې فکر کوي په دې برخه کې د دوی غوښتنې له پامه غورځول شوي، خواشیني کړي دي. Читать дальше...

د جمهوریت روغتون یوه برمته شوی ډاکتر د تښتونکو له منګلولو خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی يې د تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.  په دې اړه د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې  د کابل د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند سیمې نه راخوشې شو.  په اعلامیه کې راغلي دي چې له دې پېښې سره د تړاو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.



ظریف: ایران د افغانستان سولې بریا خپله بریا ګڼي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د کابل د روانو هڅو ملاتړ کوي.  محمد جواد ظریف دا خبره نن په تهران کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.   د دې شورا مطبوعاتي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي عبداله څرګنده کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.   عبدالله عبدالله نن ایران ته لاړ، هغه تر دې مخکې پاکستان او هندوستان ته هم سفر کړی و.

ننګرهار چارواکي: وسله والو مخالفینو په سره رود کې یو پل په بمونو الوځولی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په بمونو الوځول شوی پل د وسله والو مخالفینو کار بولي.  د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته د سره رود په فتح اباد سیمه کې د لویې لارې یو پل په بمونو الوځولی دی.  خوګیاڼي په مشخص ډول نه دي ویلي چې د پل الوځوونکي څوک یا د کومې ډلې وسله وال دي.  ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی خو لاره یې د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو او مسافرو د تګ راتګ پروړاندې تړل شوې وه.  دغه پل... Читать дальше...

ارزګان کې ماین چاودنې یوه ښځه وژلې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دهراود ولسوالۍ کې نن سهار د ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې ده.  د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډیو ته وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ کړای شوی و. هغه زیاته کړه: "په کښته زنداني سیمه کې پر یوې ښځې ماین چاودلې، چې شهیده کړې یې ده، ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و." د والي ویاند وايي په بله پېښه کې پر یوه کور د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو بل ملکي کس وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.  تېره شپه هم په دې... Читать дальше...

طالبان: امریکايي ځواکونو د دوحې له تړونه سرغړونه کړې

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو تور لګولی، چې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د بمباریو په کولو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.    طالب ویندویانو رسنیو ته د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوحې تړون له مخې امریکايي سرتېري نه شي کولای له جنګي ساحو پرته په نورو ځایونو کې بمباري وکړي.     په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو ویاند سني لګېت تېره اوونۍ ویلي وو، دوی په هلمند ولایت کې وروسته له هغې  هوايي بریدونه وکړل چې طالبانو پر افغان ځواکونو  پراخ بریدونه پیل کړل.   لګېت پر خپله ټویټرپاڼه... Читать дальше...



د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالي؛ نن دوه لوبې ترسره کېږي 

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې نن د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره شي.  سنرایزر حیدر اباد له کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز له ګنکز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ دي.  د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا ډیلي او بنګلور لوبډلو بریاوې خپلې کړې.  ډیلې چنای سوپر کینګز او رایل چلنجرز بنګلور راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.  اوسمهال ممبي لوبدله د دې سیالیو د نومرو د جدول په سر کې ځای لري.

په هرات کې د موتای سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د موتای سیالۍ ترسره شوې.  د هرات د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیا الحق ضیا نن ازادي راډيو ته وویل، چې یادې سیالۍ د سولې جام تر نامه لاندې د ۶ کلپونو ترمنځ وشوې.  په یادو لوبو کې ۷۰ لوبغاړو له ۱۲ زونونو په درېیو کټګوریو ګډون کړی و.  د ښاغلي ضیا په خبره یادې لوبې یو ورځنۍ سیالۍ د ۱۶ لوبغاړو په بري پای ته ورسېدې.

افغان چارواکي: له ۲۳ کلنو کم عمره کرکټ لوبډله جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې به په نږدې راتلونکې کې د ایمرجېنګ (له ۲۳کلنو کم عمره) لوبغاړو لوبډله جوړه شي.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې د دې لوبډلې له جوړېدو سره سم به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوبډلو سره لوبې ترسره شي.  نوموړي وویل، چې په یاده لوبډله کې به د تېر نړیوال جام د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې پیاوړي او دغه راز هغه لوبغاړي شامل وي چې د داخلي کرکټ په کچه ښه ځليدلې وي.  کرکټ بورډ وايي، دغه کار په راتلونکي کې د یوې ځوانې ملي لوبډلې د رامنځته کولو په موخه... Читать дальше...

کوفي: پر هلمند او بدخشان د طالبانو بریدونه بې ځایه قدرت ښودنه ده

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي یو شمېر غړي وايي، طالبانو په هلمند او بدخشان ولایتونو وروستي بریدونه د خپل قدرت ښکارولو او د سولې خبرو اغېزمن کېدو په هدف ترسره کړي دي.  د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو د بریدونو نن لسمه ورځ ده، په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي.  د افغان پلاوي یو شمېر غړي وايي د هلمند او بدخشان ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو او د تاوتریخوالي لوړې کچې په قطر کې د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی دی.  د افغان... Читать дальше...

بلاروس کې د ډزو له ګواښ سره سره لاریون پلان شوی

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې اعتراض کوونکو د چارواکو له ګواښ سره سره نن یو لاریون پلان کړی. اعتراض د الکساندر لوکاشینکا د اقتدار پر ضد دی، خو حکومت پر لاریون کوونکو د ډزو ګواښ کړی دی. بلاروس له تېرو څه باندې دوو میاشتو  راهیسې د الکساندر لوکاشینکا د واک پر ضد د اعتراضونو او لاریونونو ډګر ګرځېدلی. لاریونونه د اګست د نهمې نیټې له ټاکنو وروسته پیل شوې، هغه ټاکنې چې پایله کې یې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان شو، خو مخالفین یې وایي، دی په درغلیو بریالی شوی دی. ، چې لېتوانیا ته تښتېدلې، د بریا ادعا کوي... Читать дальше...

ایران: د وسلو پېرلو برخه کې د ملګروملتونو د بندیز مهلت پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پېرلو په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز مهلت نن پای ته ورسېد.  د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې، د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې پر دې هېواد د متعارفو وسلو د پلور او پېر په برخه کې د ملګروملتونو د بندیز د مهلت د ختمېدو خبر ورکړ او ویې ویل له ایران څخه او ایران ته د وسلو پر لېږد او په دې برخه کې پر ټولو اړوندو فعالیتونو او مالي خدماتو محدودیتونه نن چې د اکتوبر اتلسمه نېټه ده په اتومات ډول پای ته رسېدلي دي.  ... Читать дальше...

غور کې موټربم چاودنه

Pa.azadiradio.com 

د غور چارواکي وايي، په مرکز فېروزکوه کې په یوه چاودنه کې تر لسو زیات کسان وژل شوي دي. د غور د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکتر محمد نصرت ازادۍ راډیو ته وویل، په روغتون کې ۱۱ شهیدان او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شته دي. نور په ویډیو کې:

د سټنډرډ نړیواله ورځ؛ سرور دانش د سټنډرډ ادارې له کړنو ناخوښه دی

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې په کړنو سختې نیوکې وکړې. هغه په کابل کې د نورم او سټنډرډ د نړېوالو ورځې د نمانځنې په یوه غونډه کې وویل چې اداري فساد، د کاري ظرفیت نه موجودیت او د بودجې کمښت هغه مهمې ستونزې دي چې لاهم په دې اداره کې نه دی حل شوي. ښاغلي دنش وویل، سره له دې چې په وروستیو کې دغې ادارې رهبري نوې شوي خو په دې برخه کې لا هم جدي ستونزې شته. هغه زیاته کړه: "ستاسو په اجازه غواړم ووایم چې تر اوسه چې کوم فعالیتونه د دې ادارې لخوا ترسره... Читать дальше...

کندهار کې د کورنیو تولیداتو پرمخ خنډونه کوم دي؟

Pa.azadiradio.com 

د برېښنا نشتوالی، ناامني او اداري فساد کندهار کې د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي. د کندهار صنعتکاران او سوداګر وايي، دغه ستونزې د دې لامل شوې چې له شااوخوا ۲۷۳ فابریکو څخه یې ۴۳ فابریکې وتړل شي او دغه راز د کورنيو تولیداتو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو تولیدات وده وکړي. ګل نواز شیواني افغان سوداګر دی چې د کندهار په صنعتي پارک کې د پایپونو فابریکه لري. هغه وايي، کله چې برېښنا وي ۱۳۰ کارکوونکي او چې برېښنا نه‌وي یوازې ۳۰ کارکوونکي ورسره کار کوي. ښاغلی شینواني پنځه کاله... Читать дальше...

پاکستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې یو موټر تر خټو او خاورو لاندې شوی او لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.   په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.  د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.

په ملبورن کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله لګول شوي محدویتونه راکمېږي

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا په دویم لوی ښار ملبورن کې چارواکو نن د محدودیتونو د کمولو اعلان وروسته تر دې وکړ، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په کمېدو شوې.   په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و، خو اوس خلک کولای شي د مجازو فعالیتونو لپاره دوه ساعته دباندې تېر کړي.  چارواکو هغو کسانو ته له نورو د جسمي فاصلې سپارښتنه کړې، چې له خپلو کورونو ۲۵ کیلومتره لیرې فعالیتونه کوي.   په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږدېرش میلیونو ته نږدې شوی او په دې ویروس تر یو ملیون او یو لکو ډېر کسان مړه شوي دي.


Музыкальные новости
Леонид Агутин

Леонид Агутин посвятил ушедшей Анастасии Заворотнюк песню и клип





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.




Сотрудники Росгвардии вместе с благотворителем Курбановой Светланой Владимировной посетили центр помощи семье и детям "Клинский"

РЕН ТВ: в Москве мужчина выстрелил в живот посетителю стриптиз-клуба и скрылся

ЛЕЧЕНИЕ ПО ШАРИАТУ: РУССКИХ ВРАЧЕЙ УЧАТ ПРАВИЛЬНО ИСЦЕЛЯТЬ МИГРАНТОВ

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве




ارزګان چارواکي: په دهراود کې طالبانو ۱۱ سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ یو چارواکی وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي. د دغه مقام په خبره اوس هم دغه ولسوالي محاصره ده او لارې یې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا تړل شوي دي. د دهراود د ولسوال مرستیال جلال‌الدین ودان ازادۍ راډیو ته وویل، په ولسوالۍ کې یې ځینې پوستې د وسله‌والو له‌خوا نیول شوي هغه زیاته کړه: "یوه پوسته په اونجانې ساحه کې وه، چې طالبانو ۵ شهیدان له ځانونو سره وړي او ۳ تنه شهیدان په پوسته کې پاتې وو، وروسته بیا په قلعه مورچه ساحه کې د... Читать дальше...

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د اوربند پر ماتولو تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان او اذربایجان یو پر بل د تازه اعلان شوي اوربند د ماتولو تور پورې کوي. دغه اوربند د لنډ وخت لپاره تېره شپه دولس بجې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو  له خوا اعلان شو. د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، نن سهار وختي د دوی په ټکو د دښمن له خوا ورباندې د توغندیونو او توپونو ګزارونه شوي دي. له دې ادعا لږ وروسته د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې توپونه او هاوانونه توغولي دي. دا ادعاوې یوازې څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې دغو دواړو هېوادونو... Читать дальше...

'طالبان په سویل ختیځ کې د جلغوزو له یوه موټره سلګونه زره افغانۍ اخلي'

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د جلغوزیو راټولونکي او سوداګر وایي، په ډېرو سختو شرایطو او ستونزو کې د جلغوزیو حاصل راټولوي، خو په لارو کې ترې وسله وال طالبان د یوه موټر پر سر د عشر په نوم سلګونه زره افغانۍ اخلي. په خوست کې د جلغوزیو مارکېټ چېرته چې د پکتیا، پکتیکا او د خوست له مختلفو ولسوالیو خلک د خرڅلاو لپاره جلغوزي راوړي. ظاهراً د جلغوزي راټولول او تر دې مارکېټ یې را رسول اسانه برېښي، خو له سوداګرو او کاروباریانو سره له خبرو څرګندېږي ، چې تر دې ځایه په راسېدو کې ګڼې ستونزې ګالي. د دوی له منځه... Читать дальше...

غور کې موټر بم چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت چارواکي وايي، په مرکز فېروزکوه کې په یوه چاودنه کې تر لسو زیات کسان وژل شوي دي.   د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش ازادۍ راډیو ته وویل، دا موټربم چاودنه وه، چې امنیې قوماندانۍ ته څېرمه شوې ده.  د غور د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکتر محمد نصرت ازادۍ راډیو ته وویل، د ټپیانو شمېر په زیاتېدو دی. هغه زیاته کړه: "په روغتون کې ۱۱ شهیدان  او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شته، د ډېرو ټپیانو وضعیت خراب دی، د روغتون پرسونل هڅه کوي دوی ته خدمات وړاندې کوي، نور ټپیان هم راوړل کېږي او شمېر یې په زیاتېدو... Читать дальше...

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان او اذربایجان یو او بل په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د جګړو د درېدو په هدف له لګول شوي تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړ.  د بشري چارو په خاطر دغه اوربند له تېرې شپې راهیسې نافذ شوی و.  د ارمنستان دفاع وزارت یوې ویاندې وویل، چې نن سهار وختي د دوی «د دښمن له اړخه» د توغندیو او توپونو ډزې شوې دي.  بلخوا د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان ځواکونه تورن کړي، د تماس پر هغه کرښه چې دواړه سیال لوري سره جلا کوي، د هاوان ډزې کړې دي.  دا تورونه په داسې حال کې پورې کېږي، چې تر دې څو ساعته مخکې... Читать дальше...

'د ګڼې ګوڼې په ځایونو او دولتي دفترونو کې به د ماسک کارول جبري شي'

Pa.azadiradio.com 

ډاکتران وايي، افغان چارواکي او په تېره د عامې روغتیا وزارت هغه دې، د کرونا ویروس د مخینوي په خاطر تر نورو ډېر روغتیايي سپارښتنې عملي کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تازه شپو ورځو کې ویلي چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو او دولتي دفترونو کې به د ماسک کارول جبري شي. خو تېره شپه یو شمېر دولتي چارواکو، د فوتبال د غوره لیګ د وروستۍ لوبې په مراسمو کې ماسکونه نه‌و کارولي. د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر یو له دغو چارواکو څخه و چې ماسک یې نه‌و، کارولی. ډاکتران وايي، دولتي چارواکي باید دغه سپارښتنې په لومړي سر کې پخپلو ځانونو پلي کړی. Читать дальше...



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Надежда Бабкина

Фестиваль-марафон под руководством Надежды Бабкиной пройдет на Псковщине




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Елена Рыбакина

Елена Рыбакина привела в восторг зарубежного журналиста



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России