Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2020

Новости за 26.10.2020

په کرونا اخته ډاکټران د جګړې د ټپيانو درملنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ازربایجان او ارمنستان ترمينځ جګړې په دواړو هېوادونو کې کويډ-۱۹ ناروغۍ ته پاملرنه کمه کړې. خو دا ناروغي لا هم له خلکو قرباني اخلي. په ځينو مواردو کې ان په کرونا اخته ډاکټران اړ شوي چې د جګړې د ټپيانو درملنه وکړي. نور په دې راپور کې وګورئ

پوتین: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د امنیت او ثبات په ګټه دی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د دې هېواد د امنیت او ثبات په ګټه دی.  د تاس خبرې اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د روسیې له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو وتل ښايي د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي خو ویلي دي پخپله په دې باور دی چې دغه وتل به خطرونه ولري. ښاغلي پوتین ټینګار کړی چې هېواد یې باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت و نه کړي.  د روسیې ولسمشر ویلي چې په افغانستان... Читать дальше...

په خوست کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په خوست ښار کې نن مازیګر یوه چاودنه شوې ده.  د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.  چاودنه په خوست ښار کې د بې پولې ډاکترانو زیږنتون ته څېرمه شوې.   چا د دې بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.



چارواکي: د هرات ښاروال او ۷ همکاران یې د بډې اخیستلو په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق او د هغه ۷ همکاران د اداري فساد او بډې اخیستلو په تور ونیول شول.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د دغو کسانو د نیولو خبره اعلان کړه.  د هرات ولایت یوه سیمه ییز چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې مشفق او د هغه ملګري باالفعل د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د پلاوي له خوا ونیول شول.  تر دې دمخه د هرات په ښاروالۍ کې د فساد راپورونه ورکړل شوي وو.  ښاغلي مشفق ته نږدې کسانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.  پرون بیا د افغانستان د لویې... Читать дальше...

سروې: د عامه خدماتو له اړخه د پکتیا او کابل ښاروالیانې بد وضعیت کې دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل او پکتیا ښاروالۍ د افغانستان په ۱۱ ښارونو کې د عامه خدماتو له اړخه بدترین ادارې ونومول شوې. د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپل یوې تازه ټولپوښتنه کې د کندهار ښاروالۍ بیا عامه خدماتو له اړخه د خلکو له ۶۱ فیصده رضایت سره تر ټولو ښه اداره نومولې. د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په خپلې یوې تازه ټولپوښتنه کې د دغه هېواد د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو خدمات په ۱۶ شاخصونو کې تر څېړنې لاندې نیولي. دوی په دې ټولپوښتنه کې د ۱۱ ښارونو د ښاروالیو شکایاتونو ته رسېدنه، خلکو ته حساب ورکول، په عامه پرېکړو... Читать дальше...

عمران خان: هند به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي هېواد یې اندېښمن دی چې هندوستان به د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.   هغه دا خبرې نن په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ د فوروم (مجمع) په پرانیست غونډه کې وکړې.   هغه زیاته کړه: "په پاکستان کې یوه اندېښنه شته چې هندوستان به په زموږ په هېواد کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او د بې ثباتۍ لپاره افغانستان وکاروي، خو موږ دلته پرېکړه کړې څه چې د افغانستان خلک غواړي موږ یې ملاتړ کوو، ښې اړیکې ورسره جوړوو، ځکه د دې سیمې... Читать дальше...

د ای پي ایل سیالیو دوام؛ نن کلکته او پنجاب لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د هند د ای پي ایل سیالیو په دوام نن شپه شپږ نیمې بجې د کلکتې نایټ رایډرز او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبه کېږي.  د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.  چنای سوپر کېنګز د ۶ لوبغاړو په له لاسه ورکولو  ۱۴۶ منډې وکړې او مقابله لوبډله بیا د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې ۱۵۰ منډې وکړې.  همدارنګه ممبيي انډينز د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې او راجستان رایلز بیا ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې پوره کړ.  د لومړي پړاو لوبې  به د نوومبر تر درېیمې دوام وکړي.

په کابل کې د رګبي سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د رګبي د ۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.  د افغانستان د رګبي فدراسیون رئیس حارث رحماني نن ازادي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې دوه لوبډلې له کابل او پاتې نورې له لغمان، غزني، پنجشیر، کاپیسا، پروان او بامیانو دي.  ښاغلی رحماني وايي، یادې سیالۍ د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د پېژندلو په هدف ترسره کېږې.  د نوموړي په وینا چې دغه سیالۍ د ۴ ورځو لپاره روانې وې چې له منځه يې ۳۰ لوبغاړي د رګبي ملي لوبډلې لپاره غوره شول.



په هرات کې د فوټسال جام سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د سولې بهیر په ملاتړ د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.  د دغه ولایت د بدني روزنې ریاست فني او مسلکي مدیر ضیا الحق ضیا نن ازاي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې ده. د ښاغلي ضیا په خبره یادې سیالۍ د ۴۰ ورځو لپاره دوام کوي چې هره ورځ به دوه لوبډلې سره مخ شي.  د نوموړي په خبره، یادې سیالۍ د سولې له بهیر د ملاتړ او د لوبغاړو د پیاوړتیا په هدف ترسره کېږي.

په نګورونو قره باغ کې د درېیم ځل لپاره اوربند مات شو

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له نوي ټینګ شوي بشردوستانه اوربند څخه په سرغړاوي تورن کړي دي. د نګورونو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دې اوربند عملي کېدل د اکتوبر د ۲۵ مې او ۲۶ مې نېټې ترمنځ له نیمې شپې راهېسې پیل شوي دي. د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، اذربایجان د توغندیو پر ور ویشتلو لږ تر لږه دوه ځلې له نوي ټینګ شوي اوربند څخه سرغړاوی شوی دی. د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندې شوشان سټیپانین پر خپل ټویټر لیکلي: "له اوربند څخه دا سرغړاوی په ځايي وخت ۹ بجې او لس دقیقې ثبت... Читать дальше...

سولې وزارت: له قطره د سولې مرکچي پلاوي ۴ غړي بېرته هېواد ته راغلي

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د سولې مرکچي پلاوي ۴ غړي بېرته هېواد ته راغلي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي څلور غړي سید سادات منصور نادري، فوزیه کوفي، حکیم الله نقیبي او متین بیګ د شخصي ستونزو له امله  د لنډې مودې لپاره افغانستان ته راغلي. د دې وزارت سلاکار ازادي راډیو ته وویل، دسولې د مرکچي پلاوي راغلي غړي د خپلو شخصي او کاري ستونزو له امله افغانستان ته راغلي او ممکن د څو ورځو په تېریدو سره بېرته قطر ته ستانه شي. عزیز الله فضلي وویل: "څلور کسه،... Читать дальше...

فاریاب کې لومړنۍ ښځینه موټر چلوونکې

Pa.azadiradio.com 

دغې ښځې د فاریاب د ترافیکو او د ښځو چارو د ملاتړ ادارو په مرسته د موټر چلوونې په روزنیز مرکز کې روزنه ترلاسه کړې. نورو په ویډیويي راپور کې:

لسګونه پخواني طالب وسله وال د ماین پاکۍ برخه کې په دنده ګمارل شوي

Pa.azadiradio.com 

یوې بریټانوي خیریه موسسې لسګونه پخواني طالب وسله وال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي دي. ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه ښودلی چې د هلوټرسټ موسسې له‌خوا په دې خاطر دنده ورکړل شوې، څو بېرته جګړې ته ستانه نه شي. هغه وسله‌وال چې یو مهال یې جګړې کوله، اوس په ماین پاکولو بوخت دي. د ماین پاکۍ یوه بریټانیوي خیریه موسسې هلوټرسټ یو شمېر پخواني طالب وسله‌وال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي. ډیلي میل بریټانوۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه دی او... Читать дальше...

'د دشت برچي پېښې په اړه امنیتي چارواکي بې غوره وبلل شول'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د کوثر دانش په نوم په ښوونیز مرکز د برید په اړه امنیتي چارواکي په بې غورۍ تورنوي. د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي ناستې بحث په هېواد کې د وروستیو امنیتي حالاتو او پېښو متمرکز و. د دغې جرګې یو شمېر غړیو د شنبې په ورځ په کابل دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په یو روزنیز مرکز برید وغانده او د دغې پېښې په اړه یې امنیتي چارواکي بې غوره وبلل. له دې ډلې مهدي راسخ په دغه ناسته کې وویل: "د دغو پېښو تکرار وښودله چې زموږ... Читать дальше...

تیخانوفسکایا نن په بېلاروس کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا نن په دغه هېواد کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې ده. د سویتلانا دا غوښتنه په الکساندر لوکاشینکا باندې د فشار راوړلو لپاره ده څو له جمهوري ریاسته لاس واخلي. د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې وروسته له هغه د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه چې لوکاشینکا د واک د پرېښودو لپاره د اکتوبر پنځه ویشتمې ضرب الاجل ته پام ونه کړ او پر ځای یې امنیتي ځواکونه د مظاهره چیانو پر ضد مارش کړل. لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شوی خو سیاسي مخالفین بیا سویتلانا... Читать дальше...

ملي امنیت په هلمند کې د اتلانو په نوم ۱۰۰۰ کسیزه ډله رامنځته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت ریاست په هلمند کې د اتلانو په نوم یوه زر کسیزه ډله رامنځته کړې ده. د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره په دې زر کسیزه ډله کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکي شامل دي څو د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو په وړاندې وجنګېږي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډله د ملي امنیت په چوکاټ کې رامنځته شوې او ټول امکانات همدا اداره ورکوي څو امنیتي چارې مخته یوسي او وکولای شي چې په منظمه توګه په سیمه کې امنیت ټینګ کړي." له دې مخکې هم په هلمند او ځینو نورو سیمو کې ورته ډلې رامنځته شوې وې. Читать дальше...

د ارزګان والي د استعفا خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد یو ځل بیا د ارزګان امنیتي مسئولین په فساد تورن کړل او ویې ویل چې د ناامنیو لامل خیالي پولیس دي.  هغه خبرداری ورکړ که دغه فساد له منځه لاړ نه شي نو له دندې به استعفا وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ طالبانو له تېرو څلور کلنو راهیسې محاصره کړي.  په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

میدان وردګ چارواکي: نرخ او سیداباد کې ۲۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي. د دغه ولایت د والي محیب‌الله شریف زوی نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه وسله‌وال د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پرمهال هغه مهال وژل شوي کله چې غوښتل پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړی. نوموړی وايي، تېره شپه لسګونه وسله‌والو طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په عبدالمحی الدین سیمه کې غوښتل چې پر د امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان امینتي ځواکونو د غبرګون په پایله کې ۱۶ وسله‌وال مخالفین وژل شوي. شریف زوی زیاتوي د دې تر څنګ د نرخ... Читать дальше...

د امریکا سنا د سترې محکمې غړیتوب لپاره 'امي کاني بریټ' ته رایه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګه به نن د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاندیدې امي کاني بریټ ته رایه ورکړي.  تمه یې ده چې بریټ د سنا جرګې باور خپل کړي ځکه د دې جرګې اکثریت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.  ډیموکراټان اوس وخت چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کاني بریټ له نوماندۍ سره مخالفت کوي او وايي چې د نومبر درېیمې تر ټاکنو وروسته باید د سترې محکمې غړې معرفي شي.  امي کاني بریټ د سترې محکمې د یوې وتلې غړې روت بادر ګینسبورګ  پر ځای معرفي کیږي. مېرمن ګینسبورګ د سپټمبر په اتلسمه وفات شوې ده. Читать дальше...


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Василий Анохин, Герман Греф и Валерий Гергиев приняли участие в открытии мультимедийного фонтана в Смоленске





Rss.plus
Владимир Потанин

«Роза Хутор» теперь тоже в метавселенной




ИТ-специалист Ермолаев назвал ОЗУ и еще два компонента слабейшими местами в ПК

На фестивале «Москва — на волне» можно было попробовать морские деликатесы

Молодая семья из Шаховской переедет в Одинцово по жилищной программе

Картины из коллекции Арама Абрамяна покажут в Третьяковке




د بنګله دیش دیني عالمانو د افغانستان روانه جګړه حرامه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د بنګله دیش دیني عالمانو او مفتیانو د افغانستان روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده. دا خبره یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې بنګله دیشي عالمان او مفتیان جمعه په ډاکه کې د افغانستان د سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و. د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بنګله دیش دیني عالمانو په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ په دننه هېواد کې د وژنو په سمدستي درېدو ټینګار کړی دی. تر دې مخکې په ۲۰۱۸... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې اوربند له کویډ۱۹ سره مبارزه کې مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند ټینګښت به ټول په دې برلاسي کړي چې د ګډ (دښمن ) یعنې کویډ۱۹ پر ضد مبارزه وکړي. په کابل کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یوناما نن په ټویټر باندې لیکلي چې بشردوستانه اوربند به له ژمي مخکې ټولو اړمنو افغانانو ته د مهمو بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي. ملګرو ملتونو له دې مخکې هم په وار وار په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو په تېره بیا طالبانو غوښتي چې بشردوستانه اوربند ته غاړه کیږدي. سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او... Читать дальше...

'د تېر کال په پرتله د عوایدو راټولولو کې ۱۲ سلنه کمښت راغلی'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت له لوري د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۳۵ میلیارده ۵۶۸ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي چې دا د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه کمښت ښیي.  د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې جملې ۵۹ میلیارده ۲۱۴ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو، ۱۰ میلیارده ۴۴۱ میلیونه  له مستوفیتونو، ۲۰ میلیارده او ۴۵۹ میلیونه غیر مالیاتي عوایدو ، ۱۸ میلیارده ۱۱ له لویو مالیه  ورکوونکو له برخې ۱۱ میلیارده ۳۸۱میلیونه له منځنیو مالیه ورکوونکو، ۲۴۵۷ میلیونه له کوچنیو مالیه ورکوونکو... Читать дальше...

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پاکستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ سرپرست وزیر نثار احمد غوریاني پاکستان ته د سفر پرمهال له پاکستاني سوداګرو او پانګوالو سره وګوري.   ښاغلی غوریاني د افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۰ م کال د پانګونې او سوداګرۍ په ناسته کې ګډون لپاره نن اسلام اباد ته ورسېد.   د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی غوریاني به پاکستان ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۰م کال د پانګونې او سوداګرۍ په ناسته کې وینا هم کوي او د افغان سوداګرو د ستونزو په هوارولو به ټينګار وکړي. Читать дальше...

د ننګرهار ډاکتران او روغتیاپالان: له امنیتي ستونزو او باج غوښتنو ځورېږو

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې مېشت ډاکتران او روغتیاپالان په دغه ولایت کې له امنیتي ستونزو ځورېږي. تېر کال په همدې ورځو کې په جلال اباد کې ناڅرګندو باجګیرو د اورتوپیدي څانګې متخصص نوروز شینواری وواژه. د ډاکتر نوروز شینواري کورنۍ وایي، ۶ میاشتې هره ورځ ورته ټیلیفونونه کېدل او ترې په یو او بل نوم د پیسو او باج غوښتنه کېده. د نوروز شینواري ورور زمرک شینواري ازادي راډيو ته وویل چې هره ورځ له یوې شمېرې زنګونه راتلل، او امنیتي مسئولینو ته یې راپور ورکول کېده، خو هېڅ ګټه یې نه لرله. د زمرک په خبره، نوروز مقاومت... Читать дальше...

دفاع وزارت: ارزګان کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې یې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژلي او ۱۴ تنه یې ژوبل کړي دي.  د وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، طالبانو دغلته د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې ځوابي ډزو کې دا مرګ‌ژوبله ور واوښته.  وزارت ادعا کوي چې له طالبانو نه د جګړې په ډګر کې ۱۱ میله وسلې هم پاته دي.  طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.  د ارزګان له مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ شااوخوا سیمو نه وروستیو کې د ناامنیو راپورونه ډېر خپریږي.



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Собчак призвала власти прокомментировать "стриптиз" Бузовой перед школьниками в Уфе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве


Даниил Медведев

После поражения де Минору россиянин Медведев завершает выступление в престижном теннисном турнире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Интернет

Новый цвет и знакомый звук: игровая гарнитура GR270 от Bloody



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России