Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2020

Новости за 06.11.2020

د امریکا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت لاریون

Pa.azadiradio.com 

دوی چې زیات شمیر یې قومي مشران وه نن د امریکا سفارت مخته راټول شوې وه چې د اوربند غوښتنه یې کوله خو د کابل امنیې قومندانۍ په دغه ځای کې د دوی له لاریون سره مخالت وکړ او په وینا یې چې په دغه سېمه کې د دوی د امنیت نیولو مسوولیت نه اخلي

په هرات کې د المونيمي توليداتو تود بازار

Pa.azadiradio.com 

دلته لسکونه ډوله المونيمي لوښي جوړېږي. د دغو لوښو تولېدونکي وايي، په دې ورستيو کې یې نورو هېوادونو ته هم د خپلو توليداتو صادرول پيل کړي دي. نور په راپور کې:

امریکا کې د رایې شمېرنې دوام؛ 'جوبایډن بریا ته نږدې شوی'

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو رایې لا هم شمېرل کېږي او د بایډن رایې په ډېرېدو دي. ایروزونا، جورجیا، پینسلوانیا، شمالي کارولینا، الاسکا، نووادا هغه ایالتونه دي چې د رایو شمېرل په کې پای ته نه دي رسېدلي. تر دې دمه بایډن په ۴ ایالتونو کې تر خپل سیال ډونالډ ترمپ ډېرې رایې لري که نتیجه په همدې ډول پر مخ لاړه شي بایډن انتخابات ګټي. تر نن سهاره پورې ټرمپ په جورجیا کې وړاندې و خو اوس په دې ایالت کې، چې ۱۶ الیکترول رایې لري، بایډن مخکې دی. جورجیا د بایډن الیکترول رایې ۲۶۹ ته رسوي. خو لا هم په دغو... Читать дальше...



'په دهراوود کې ۴۰ افغان امنیتي سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي'

Pa.azadiradio.com 

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو استازي بسم الله جان محمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دهراوود کې ۴۰ افغان امنیتي سرتېري په تېرو ورځو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي. محمدي چې خپله دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، دغه سرتېري ځکه طالبانو ته تسلیم شوي چې له یوې میاشتې راهیسې محاصره وو خو افغان دولت ورته لاس تر زنې ناست و. هغه زیاته کړه: "په دهراوود ولسوالۍ کې وضعیت خراب دی دغه تيره ورځ ۸ سرتيري طالبانو تسلیم شوي او په تيرو دوه ورځو کې تر۴۰ اویا هم پنځوس زیات تسلیم شوي، ځکه تسلیم شوي چې د دوه میاشتو... Читать дальше...

په امریکا کې د کرونا ویروس پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د دوهمې پرله پسې ورځې په مخه د کرونا پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې.  د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې دغلته د نومبر په پنځمه څه باندې یو لک او درویشت زره مثبتې پېښې ثبت شوې او په همدې ورځ ۱۲۲۰ کسان کویډ-۱۹ ناروغۍ مړه کړل.  له دې یوه ورځ وړاندې، یعنې د نومبر په څلورمه په امریکا کې ۹۹۶۶۰ پیښې ثبت شوې وې.  د امریکا د پنځوسو ایالتونو له ډلې ۱۹ هغو کې د کورونا پېښې لوړې شوي دي.  امریکا په ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ او له دې کبله د مړو شویو کسانو لوړې شمېرې لري.

د کوسوو پخوانی ولسمشر د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي تر استعفا وروسته د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی دی.  تاچي پرون وروسته تر دې استعفا وکړه چې د جنګي جرمونو محکمې له صربیا سره د ۱۹۹۰مې لسیز جګړه کې په جنګي او بشر ضد جنایتونو تورن کړ.  تاچي د کوسوو د خپلواکۍ ګټلو په دغې جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.  له تاچي سره یوځای د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ دوه نور پخواني غړي هم د هاګ یوې توقیف خونې ته انتقال شوي.  هاشم تاچي ویلي، د دې لپاره یې استعفا ورکړه چې د کوسوو جمهوریت د ولسمشرۍ، دولت او خلکو عزت خوندي کړي او د نړیوالو شریکانو ملګرتیا ته درناوی وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت پرلت وواهه

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت  یوځل بیا په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته پرلت پیل کړ.  د دغه حرکت مرستیال خلیل الله رحماني رسنیو ته ویلي، له دوی سره دا ځل د ختیځو ولایتونو یو شمېر قومي مشران او ځوانان هم ملګري شوي دي.  هغه زیاته کړه: "ټوله نړۍ متوجه شوه چې جګړه او سوله د امریکا په واک کې ده، اوس مونږ له امریکا، چې پر طالبانو او دولت نفوذ لري، غواړو چې جګړه پای ته ورسوي."  نوموړی وایي، د دوی پرلت یا اعتراض به تر هغو دوام ولري چې د اوربند په اړه ډاډ ترلاسه کړي.  د سولې ولسي حرکت چې د یوشمېر هلمندي ځوانانو... Читать дальше...

په جورجیا کې له ډونالډ ټرمپ څخه د جوبایډن رایې زیاتې دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په څو ایالتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو رایه شمېرنه دوام لري، اوس د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن په مهم ایالت جورجیا کې کې هم له ډونالد ټرمپ نه مخکې شو.  جورجیا د ټاکنیز کالج شپاړس رایې لري او سي ان ان او فاکس نیوز تلویزیونونو راپور ورکړی چې بایډن په کې مخکې دی.  له دې وړاندې د ډونالد ټرمپ کمپاینرانو د میشیګن او جورجیا په محکمو کې عدلي دعوې ثبت کړي چې بایللي یې دي.  ټرمپ خبرداری ورکړی چې په نیوادا او نورو سیمو کې به نورې دعواوې هم ثبت کړي.  ولسمشر ټرمپ ادعا کړې چې د نومبر د دریمې نېټې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي. Читать дальше...



کابل کې د وژل شوي ۲۲ مجتبی کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

مجتبی دوه میاشتې وړاندې د تایمني په سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د هغه مور وایي، چې خپل زوی یې په سختي او بېوزلۍ کې لوی کړی و. د مجتبی پلار ته د زوی له مړینې وروسته د زړه ناروغۍ پیدا شوې چې اوس یې روغتیایي حالت ښه نه دی او ان تر دې چې خبرې هم نه شي کولای. خجسته کبیري په دې اړه راپور لري:

د امریکا له نوي ټاکل کېدونکي ولسمشره د افغان سیاستوالو غوښتنې څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان سیاستوال د امریکا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې د افغاني ټولنې اوسني ارزښتونه، د ښځو او قومونو حقونه د سولې قرباني نه کړي او کړې ژمنې عملي کړي. له شک پرته د امریکا انتخابات د پایلو اعلان په نړۍ په ځانګړې ډول د افغانستان په څېر د هغو هېوادونو په سیاستونو اغېز لري، چې له امریکا سره اوږد مهالي تړونونه لري. که څه هم د افغانستان حکومت تراوسه د امریکا په انتخاباتو چوپه خوله دی، خو یو شمېر افغان سیاستوال د امریکا له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې افغان د سولې ته دې لومړیتوب ورکړي. د افغانستان... Читать дальше...

د کندهار چارواکي: په بېلابېلو سیمو کې ۸۸ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې چارواکي ادعا کوي چې ګډو ځواکونو په بیلابېلو ولسوالیو کې له ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې. د والي ویاند بهیر احمدي رسنیو ته ویلي، د هوایي ځواکونو په ملاتړ دغه عملیات تېرو څلورویشتو ساعتونو کې شوي دي. هغه زیاته کړه: "ګډو ځواکونو د کندهار په ارغنداب، میوند، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي دي، دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو ۸۸ تنه وژل شوي او ۲۲ نور زخمیان شوي دي." طالبانو تراوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. کندهار کې د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...

ارجنټاین: 'ډییګو مر اډونا' به د درملنې لپاره روغتون کې پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

په ارجنټاین کې ډاکټرانو ویلي، د فوټبال وتلی ستوری ډییګو مر اډونا به د درملنې لپاره لږ څه زیات په روغتون کې پاتې شي. شپېته کلن مر اډونا تېره دوشنبه د مغزو جراحي وکړه. د هغه په دماغ کې د وینو یوه ټوټه ټوله شوې وه او عملیاتو ته یې اړتیا درلوده. مر اډونا په ۱۹۸۶ کال کې ارجنټاین ته د فوتبال نړیواله اتلولي خپله کړه. نوموړی له دې وړاندې د نشه یي توکو او الکهولو د استفادې له امله د زړه له ستونزو سره مخ شوی دی.

په نګورنو قره باغ کې د جګړو دوام ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ سیمه کې د جګړې په دوام د ملکي مرګ ژوبلې نور خبرونه ورکړل شوي دي.  د راپورونو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ تېره شپه هم جګړې دوام وکړ.  د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي چې د ارمنستان د توغندیو په برید کې په ستیپاناکرت او شوشي ښارونو کې درې ملکیان وژل شوي دي.  په اذربایجان کې د ازادي راډیو خبریال دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې یادو شویو سیمو کې یې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.  د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه د سپتمبر په ۲۷مه پيل شوې. Читать дальше...

د کابل پولیسو په ارغندې کې د سوداګریزو بارونو باج اخیستوونکي ونیول

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس وایي، هغه وسله واله ډله یې ونیوله چې ارغندې سیمه کې یې له سوداګریزو بارونو یا محمولو باج اخیسته.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دغه یوولس کسیزه ډله ارغندې دورازې ته نږدې د پولیسو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې ونیول شوه.  وزارت نیول شوي کسان (د جنایت کارانو ډله) یاده کړې او ویلي یې دي چې له ۷ میله وسلو سره یوځای د پولیسو لاس ته ورغلل.  وزارت د دغو نیول شویو کسانو او ترې د ترلاسه شویو وسلو انځورونه هم رسنیو ته لېږلي دي.  دا کار داسې مهال کېږي چې دغه ښار کې د ولسمشر د لومړي... Читать дальше...

فراه کې ماین چاودنې ۲ ملکيان وژلي او ۳ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د فراه په لاش جوین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ملکي کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.  د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو د سپرلۍ موټر پرون ماښام د ایران له پولې فرا ښار ته روان و چې پر ماین برابر شو.  تراوسه معلومه نه ده چې ماین د چا له خوا ایښودل شوی و.  فرا هغه ولایت دی چې یو شمېر ولسوالیو او ښار ته نژدې شاوخوا سیمو نه یې کله نا کله د ناامنیو راپورونه خپرېږي.

پکتیکا چارواکي: د یوه وسله والو په برید کې ۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې یوه وسله وال کس په هغو کسانو ډزې کړي چې د ډوډۍ اخیستو لپاره د یوې نانوایي مخې ته ولاړ وو.  دغه ولایت کې د امنیه قومندانۍ د ویاند مرستیال محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل، په برید کې یو ملکي او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.  هغه زیاته کړه: " تېر ماښام مرکز ښرنه کې وسله والو مخالفانو غلچکی برید ترسره کړ، شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، دوی کې یو د ملي اردو سرتېری او یو ملکي کس په شهادت ورسېدل او څلور نور ټپیان شول."  نوموړي ونه ویل چې ټپيان ټول ملکیان دي او که د ملي ارادو سرتېري هم په کې دي. Читать дальше...

ګیزاب کې درنه جګړه؛ 'طالبانو ولسوالۍ او د ملي امنیت ودانۍ نیولي'

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ، د ملي امنیت ودانۍ او بازار تېره شپه تر درنې جګړې وروسته وسله والو طالبانو ونیول. د ګیزاب امنیه قومندان لالي نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال یوازې د افغان امنیتي ځواکونو امنیه قومندانۍ او د ملي اردو یو کنډک په لاس کې لري او هغه هم وسله والو طالبانو کلک محاصره کړي او په خبره يي که چېرې اضافي سرتېري ونه رسېږي نو د وسله والوطالبانو لاسونو ته لوېږي. نوموړی وايي، د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه معلومات نشته. هغه زیاتوي: "د... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړې په بهر کې تمریناتي کمپ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د بېلابېلو ولایتونو له څلویښت ښځینه لوبغاړو څخه په کابل کې له درې اونیو تمریناتو وروسته یو شمېر غوره کړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک پرون د دې تمریناتو له پای ته رسېدو وروسته، ازادي راډيو ته وویل: "پنځه ویشت غوره لوبغاړې مخکې پړاونو لپاره وټاکل شوې، په راتلونکې کې به د افغانستان کرکټ بورډ  هغوی ته قراردادونه ورکړي او په یوه اسلامي هېواد کې به د ښځینه روزونکې تر څارنې لاندې تمریناتي کمپونه پيل کړي." د دې لوبډلې د جوړېدو غوښتنه د کرکټ نړیوالې شورا کړې وه.

د افغانستان او کویټ چارواکو د همکاریو پر تفاهملیکونو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کویټ د بهرنیو چارو له وزیر احمد ناصر المحمد الصباح سره د دواړو هېوادو ترمنځ د همکاریو د تفاهملیکونو په اړه په ټيلیفون خبرې وکړې. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي: "دواړو لوریو د ګډ سیاسي کمېسیون د غونډې د چمتوالي لپاره چې په لنډ راتلونکې کې به جوړه شي، خبرې وکړې، همداراز د سیاسي او امنیتي تفاهملیکونو او د حصار شاهي د لمریزې انرژۍ په اړه بحث او نظر تبادله کړ." ښاغلي هېواد زیاته کړه چې دې دوو چارواکو د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وکړې. د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Андрей Макаревич

Сорвавший концерт Макаревича активист служит с позывным «Макаревич»





Rss.plus
#123ru.net

Артисты – они все особенные!




Делегация Росгвардии приняла участие в первом дне работы Петербургского международного экономического форума

Немецкий бизнесмен спрятался от суда в посольстве ФРГ в Москве

Лавров анонсировал увеличение числа военных инструкторов в Буркина-Фасо

Челябинский губернатор – о выдвижении на второй срок: «Много проектов начато интересных, надо их завершить»




د ای پي ایل سیالیو دوام؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د هند کرکټ لیګ لوبو په ترڅ کې سنرایزرز حیدراباد له رایل چلینجرز بنګلور سره سیالي وکړي. په سنرایزرز حیدراباد کې دوه افغان لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي لوبېږي. د هند غوره لیګ کرکټ لوبې د سپتمبر په نولسمه په متحد عربي اماراتو کې پيل شوې او پایلوبه به یې راتلونکې اونۍ، د سې شنبې په ورځ وي.

هرات کې د لسګونه ښوونځیو ودانۍګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د هرات په ولایت کې د اووه نوي ښوونځیو ودانۍ د پنجشنبې په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پوهنې د وزارت سرپرستې، رنګینې حمیدي هرات ته د سفر پرمهال وویل چې دا ښوونځي د دې ولایت په دولس ولسوالیو کې د څلور سوه څلورویشت میلیونه افغانیو په لګښت ودان شول. نوموړې زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې اوس د ګڼو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې روانې دي. هغې زیاته کړه: "شپږ سوه ښوونځي بشپړ شوي، د نږدې دوه زره څلور سوه ښوونځيو د جوړېدو چارې روانې دي، هڅې کوو چې د پاتې درې زره ښوونځيو د جوړیدو لپاره پيسې چمتو... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته پرلت وهي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې د ولسي حرکت یو مشر وایي، چې نن به په کابل کې د دې خوځښت غړي د امریکا د سفارت مخې ته پرلت ووهي. اقبال خیبر ازادي راډيو ته وویل: "امریکایان کولی شي چې پر پاکستان فشار راولي خو تر اوسه یې فشار نه دی راوستی، دوی کولی شي چې د افغانستان د جګړې پر دواړو لوریو هم فشار راولي." د سولې ولسي حرکت نږدې دوه کاله مخکې هم د امریکا د سفارت مخې ته پرلت وهلی و او په افغانستان کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه. دا حرکت په دوه زره اتلسم کال کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تر یوه ځان وژونکي برید وروسته... Читать дальше...

د پاکستان په بلوچستان کې د ټولنیزو رسنیو یو فعال نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان کې چارواکو د ټولنیزو رسنیو یو فعال چې په ورځپاڼو کې هم لیکنې کوي د پولیسو په چارو کې د مداخلې په تور ونیوه. بایزید خروټی د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې محکمې ته وړاندې شو. د ده مدافع وکیل عنایت کاسي ازادي راډیو ته وویل چې محکمې پرېکړه وکړه چې ښاغلی خروټی د پنځو ورځو په مخه په بند کې پاتې شي. کاسي زیاته کړه چې ده د خپل موکل د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې تمه ده د جمعې په ورځ به پر دې غوښتنه غور وشي. د پاکستان د رسنیو د ازادیو د څار ډلې د خروټي نیول د قانون خلاف بللي دي. د... Читать дальше...

د ډونالډ ټرمپ کمپاین د دوو ایالتونو په محکمو کې دعوې وبایللې

Pa.azadiradio.com 

د ډونالډ ټرمپ کمپاین په دوو کلیدي ایالتونو مشیګان او جورجیا کې په محکمو کې درج کړې حقوقي دعوې وبایللې.  د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، جمهوریپال ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې په ناویدا او نورو ځایونو کې به نورې حقوقي دعوې درج کړي.  ښاغلي ټرمپ له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا کړې، چې په دغو ځایونو کې انتخاباتي سرغړونې شوې دي.   د ټرمپ ټاکنیزې ډلې په هغو ایالتونو کې حقوقي دعواګانې درج کړي، چې د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن یا مخکښ دی، یا هم تر ولسمشر ټرمپ د مخکې کېدو په حال کې ښکاري.   د... Читать дальше...

جوبایډن خپل هېوادوال ارامۍ ته راوبلل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن له امریکایانو وغوښتل چې "ارام واوسي."  دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د ولسمشرۍ له کړکېچ د ډکو ټاکنو وروستۍ رایې په شمارل کېدو دي. جوبایډن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، له شک پرته که ټولې رایې وشمېرل شي، دی به په تدریجي ډول د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ګټونکی وي. ښاغلی بایډن د ۲۷۰ الکتورال کالج یا ټاکنیزو کالجونو د رایو خپلولو ته نږدې شوی دی. هر کاندید چې ۲۷۰ رایې پوره کړي، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بلل کېږي.  د جوبایډن... Читать дальше...



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

«Вызовет реакцию обратную»: Волочкова о введении дресс-кода для артистов




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России