Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2020

Новости за 14.11.2020

په بېلابېلو ولایتونو کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د تېرې په پنجنشبې په ورځ په د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په موټر پسې د نښلول شوي یا چسپکي ماین به چاودنه کې ووژل شو، چې په نړیواله کچه یې بېساري ګڼ غبرګونونه راوپارول. هیلۍ اسد پرې رپوټ لري:

د بې پولې خبریالانو ټولنې په رڼه توګه د "داعي" د وژنې پېښې څېړل وغوښتل

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې غوښتنه کړې چې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې پېښه دې په رڼه توګه وڅېړل شي. د دغې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني ویلي: "دغه زړه بوږنونکی عمل باید بې سزا پاته نه شي او د تکرار مخه یې ونیول شي." د ښاغلي معیني له خوا نن په خپاره شوي بیان کې دغه راز راغلي، یوې بشپړې رڼې څېړنې ته اړتیا ده چې د پېښې عاملین په ګوته او سزا وویني. داعي چې له ۱۲ کلونو راهیسې یې ازادي راډیو سره کار کاوه، وړمه ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل... Читать дальше...

د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون ۱۸ کارکوونکي ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د ایمرجنسي روغتون د ډاکټرانو کاسټر موټر چپه شوی او اتلس کسان په کې ټپیان شوي دي. د والي ویاند منصور عنابي ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو دغه موټر سهار له کابله پنجشېر ته په لاره و چې دالان سنګ سیمه کې سیند ته ولوېده. د پېښې لامل نه دی څرګند او د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه هم لا معلومات نه دي خپاره شوي. دا پیښه داسې مهال کېږي چې سبا د ترافیکي پېښو د قربانیانو نړیواله ورځ ده. افغانستان کې له جګړې وروسته ترافیکي پېښې د ډېرو کسانو ژوند اخلي.



په ډېرى ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو له امله د سېلابونو خبردارى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د واورې او باران له کبله د احتمالي سملاسي سېلونو خبرداری ورکړ شوى دی. د هوا پېژندنې ملي ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې له شلو تر دیرش ملي مترو پورې باران او تر شلو ملي مترو واورې وړاندوېنه شوې ده. د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابیلو ښارونو کې بیا عامو افغانانو د لومړنۍ واورې ورښت ته خوښي ښودلې او په نیک پال یې نیولې ده. د سږني ژمي لومړنۍ واوره د تېر ژمي پرتله څه باندې میاشت مخکې ورېدلې ده.

په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند کې د "الیاس داعي" فاتحه واخیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په کابل، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې نن د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي فاتحه واخیستل شوه. د شنبې په ورځ په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو د الیاس داعي د فاتحې په مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون کړی و. د فاتحې ګډونوال ځوانيمرګ داعي ته د دعا تر څنګ د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي. په کابل کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار جمعه خان اڅکزي او په کابل کې د میشتو هلمندیانو له لوري د کابل د څلورمې کارتې په شېر شاه سوري جومات کې واخیستل شوه. Читать дальше...

د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ ۹ سلنه افغانان شکر ناروغي لري

Pa.azadiradio.com 

نن د نومبر ۱۴ مه د شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې ۹ سلنه خلک د شکرې پر ناروغۍ اخته دي چې ډیری یې ښځې دي. حلیمه ۶۷ کلنه ده. هغه وایي، اوو کاله کېږي چې د شکرې ناروغۍ لري او دې وروستیو کې د همدې ناروغۍ لا امله یې د پښې ټپ ورځ تر بلې خرابېږي. حلیمه له خپل زوې سره له غزني نه تر کابله د درملنې لپاره راغلې ده. هغه زیاتوي: "پښه مې پړسېدلې او یو اړخ یې هم زخم شوی دی، نور څه نه خو درد لري. شپه تر سهاره ویښه وم له غزني د جګړې په حالت کې په مشکلاتو دلته... Читать дальше...

نړیوال خبریالان: "الیاس داعي" د هلمندیانو غږ و

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د افغان همکارانو تر څنګ د هغه نړیوال همکاران هم د ده کار فوق العاده ځانګړی بولي او الیاس داعي یو نه تکرارېدونکی خبریال ګڼي. الیاس داعي د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په دوولسمه نېټه) په لښکرګاه کې د ده په موټر پوري د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د وسله والو ډلو د مطالعې څېړنیز مرکز څېړونکې اشلي جیکسن وايي، لومړی ځل یې په ۲۰۱۸م کال کې د ازادي راډيو له خبریال الیاس داعي سره په هلمند کې هغه مهال ولیدل چې دا دغه ولایت ته د یوې څېړنې په خاطر تللې وه. ... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: خصوصي پوهنتونونونه دې ۴۸ ساعتونو کې له ملي تصدۍ ساتونکي وګماري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د دوی په خبره د لوړ امنیتي ګواښ له امله خصوصي پوهنتونونو ته د عامه ساتنې "محافظت عامه" له ملي تصدۍ نه د ساتونکو د ګمارنې لپاره وروستی وخت ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن د شنبې (د لړم ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی ټولو خصوصي پوهنتونو ته په اجباري ډول ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د خپل امنیت ساتلو لپاره دې دولتي ځواکونو وګماري. ښاغلی ارین وايي، دا وخت له نننه پیل شوی، خو دقیق ساعت یې نه دی ښودل شوی، د ده په خبره، که خصوصي پوهنتونونه دغه پرېکړه عملي نه کړي وبه تړل شي. Читать дальше...



د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله سویلي افریقا ته خپل سفر ځنډوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله سویلي افریقا ته خپل سفر وځنډوي. نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس ګواښ زیات دی او کېدای شي د انګلستان حکومت زړه ښه نه کړي، چې لوبډله افریقا ته واستوي. د مخکيني جوړ شوي پلان له مخې انګلستان کرکټ لوبډله باید د نومبر له ۲۷ مې وړاندې سویلي افریقا ته ولاړه شي او هلته تمرینات ترسره کړي . تمه ده چې د انګلستان کرکټ لوبډله هلته  درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي. د انګلستان کرکټ لوبډله، په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې له سویلي افریقا مخکې ده. Читать дальше...

اسرائیلي استخباراتو په تهران کې د القاعده شبکې یو مشر وژلی

Pa.azadiradio.com 

د القاعده شبکې دویم نمبر مشر په تهران کې د اسرائیل د استخباراتي کسانو له خوا وژل شوی دی.  د القاعده دغه مشر عبدالله احمد عبدالله یاد شوی او نوموړی په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو د خونړیو بریدونو په طرحه کولو تورن دی.  نیویارک ټایمز پرون( جمعه د لړم ۲۳مه) راپور ورکړ، عبدالله احمد چې د ابو محمد المصري په نوم هم مشهور و، د تېرې اګسټ میاشتې په ۷مه نیټه ایران کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا وژل شوی دی.  المصري د القاعده شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري د ځای ناستي په توګه یاد شوی دی. Читать дальше...

د هرات د بدني ښکلا او فټنس ۲ لوبډلې مشخصې شوې

Pa.azadiradio.com 

د هرات د بدني ښکلا او فټنس دوه لوبډلې مشخصې شوې. د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ریاست سرپرست احمد جاوېد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل،چې د بدن ښکلا فدراسیون دغه سیالۍ په ۵ کټګوریو کې ترسره شوې. په یادو سیالیو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی. د سیالیو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او ملي سیاليو ته چمتووالی په ګوته شوی. یادې سیالۍ د جمعې په ورځ پیل او نن پای ته ورسېدې.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. د والیبال د ملي لوبډلې روزونکي محمد یوسف صادق نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې لوبو پرانېسته تېره ورځ وشوه خو کومه لوبه ونه شوه. د ده په خبره، نن به په لومړنۍ لوبه کې د سپین غر او نګین لوبډلې سره مخ شي. یادې سیالۍ یوه اونۍ دوام کوي چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی. د ښاغلي صادق په خبره د والیبال په یادو سیالیو کې له مرکزي زون څخه ام البلاد له شمال زون څخه سپین غر له ختیځ زون څخه چنار له جنوب څخه بست او له جنوب لوېديخ څخه هریوا ګډون کوي.

افغان حکومت پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت وایي، پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی یې نیولی دی. دغه خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فیسبوک پاڼه کې کړې ده. ښاغلي صالح ویلي، د برید طراح داسې یو کس دی چې درې کاله یې شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته د حقاني شبکې د یوه غړي 'ثناالله' له خوا جذب شوی دی. نوموړي زیاته کړې، کومو کسانو چې دا برید کړی، څو هویتونه درلودل لکه داعش، حزب التحریر، طالب او داسې نور. وړاندې راغلي، د برید طراح د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې د کابل پل چرخي سیمه کې اوسېږي. Читать дальше...

دفاع وزارت: کندهار کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، کندهار کې یې ۶۰ وسله وال مخالفان وژلي او ۲۲ نور یې ټپيان کړي دي.  وزارت نن شنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه وسله وال په ژیړۍ، پنجوایي، میوند، میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو کې وژل شوي دي.  په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملیاتو پر مهال ۳۰ میله وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.  طالبانو د دولتي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.  کندهار هغه ولایت دی چې وروستیو شپو ورځو کې ترې د تودې جګړې راپورونه ورکول کیږي.

"سږکال به هرات کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران په هرات ولايت کې تولیدېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال به په دغه ولایت کې پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه د کرل شویو زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي. تېرکال په هرات کې ۷۵۰ زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو. هغه وویل، چې په هرات کې شل زره کورنۍ د زعفرانو پر کښت بوختې دي او ښه ګټه هم ترلاسه کوي. د افغانستان سره زر (زعفران) په کور دننه او دباندې له خورا شهرت څخه برخمن دي. د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...

چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل ته د پاکستانيو سوداګرو پلاوی سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل به روانه اونۍ د پاکستان د سوداګرۍ د یوه پلاوي کوربه وي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف ترسره کېږي. د نوموړي په خبره، د دې لړۍ لومړۍ ناسته تېر اکتوبر میاشت په پاکستان کې ترسره شوې وه او پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري ژمنه کړې وه. افغانستان دا مهال له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. وخت ناوخته د پاکستان له لوري لارو بندېدل، د اخاذيو اخیستل، لوړه تعرفه او... Читать дальше...

ټرمپ:کرونا واکسین به تر اپریله په پراخه کچه چمتو شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې کرونا واکسین به تر اپریل پورې په پراخه کچه چمتو شي. ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) په داسې وخت کې وکړ چې په متحد ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرنا مثبتې پېښې تر یولک او پنځوس زره واوښتې. د امریکا په ځنیو ایالتونو کې د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه لګیدلې دي. د امریکا د دوا لوی مشهور شرکت فایزر وویل چې د جرمني له بایو نیچ شرکت سره یې د کرونا واکسین د درېیمې مرحلې ازموینې ترسره کړې دي او دا ازموینې نوي په سلو کې اغېزمنې دي. Читать дальше...

مایک پومپیو د اروپا او منځني ختیځ  د ۷ هېوادونو سفر پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اروپا او منځني ختیځ  د اوو هېوادونو سفر پیل کړ. دی به د دې سفر په ترڅ کې فرانسې، ترکیې، ګورجستان، اسرائیل، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. د فارس خلیج د درېیو هېوادو د سفر پر مهال داسې اټکل کېږي چې د پومپیو د خبرو د اجنډا په سر کې به د ایران مسئله وي.

امریکا کې ولسمشریز انتخابات؛ ډونالډ ټرمپ ماتې ونه منله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې ونه منله خو په سپینه ماڼۍ کې یې پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) د خبرو پرمهال وویل چې ښایي دی د سپینې ماڼۍ څوکۍ ترلاسه نه کړي. امریکایي رسنیو جوبایډن په دې ټاکنو کې بریالی بللی دی، خو جمهوري غوښتونکي وایي چې رایي دې بیا وګڼل شي. د جمهوري غوښتونکو د رایو د بیا شمېرلو قضایي دعوه د ارېزونا، میشیګن او پنسلوانیا په مهمو ایالتونو کې رد شوې ده.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Джазмен Бутман: культуру нужно обсуждать на экономическом форуме, так как культурные составляющие завязаны на финансах





Rss.plus
Подмосковье

Стал известен список мест для празднования Курбан-байрама в Подмосковье




Специалисты назвали средний чек трат на выпускной в 2024 году

Подростки искупались в огромной луже после ливня в Люберцах

Генетические заболевания нашли у 19 младенцев в Нижегородской области

«Притирка к новой власти»: почему приостановили договор о сотрудничестве между Россией и Ираном




د پاکستان صدراعظم کابل ته راځي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان پلازمېنې کابل ته ځي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي چې عمران خان به د دې اوونۍ تر پایه کابل ته راشي. دی زیاتوي: "د دې سفر په ترڅ کې به د سولې په اړه خبرې وشي، د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او تجارتي همکاریو په پراختیا باندې به مفصل بحثونه وشي." د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سېپټمبر په ۲۵مه له عمران خان سره په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو په اهمیت غږیدلی و او هغه ته یې بلنه ورکړې وه چې کابل ته راشي. عمران خان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان صدراعظم وټاکل شو. Читать дальше...

پکتیا کې یو واټ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم شو

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا او خوست کې لا هم په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې غم نه دی سوړ شوی او دلته د ځایي، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالان د ده په ویر راټول شوي و. په پکتیا کې یو واټ هم د الیاس داعي په نوم نومول شوی او هدف ترې د بیان د ازادۍ د قربانیانو د یاد دایمي ساتل بلل شوي. دا واټ د مرکز ګردېز اړوند د لوړ پوړیزو ودانیو په سیمه کې تازه جوړ شوی. د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، له دې کاره یې موخه هغو ډلو ته چې عام خلک او خبریالان په نښه کوي، د دې پیغام ورکول دي چې دوی به تل د خلکو په... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: امریکايي پوځیان په وتلو دي خو افغانان لا هم بایډن ته هیله لري 

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې امریکايي پوځیان په وتلو دي خو افغانان لا هم بایډن ته هیله لري.  د لیکنې لیکوال توماس ګیبنس وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان جګړه درېيو ولسمشرانو جوبایډن ته په میراث پرېښوده.  دا جګړه د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې پیل شوه، ورپسې اوباما او ټرمپ ولسمشران شول.  د لیکوال په باور دا د افغانستان او افغانانو لپاره سخت وختونه دي ځکه چې بایډن هم ویلي چې له افغانستانه پوځیان باسي.  بایډن د سږکال په لومړیو کې په فارن... Читать дальше...

هشت صبح: د بایډن تر بریا وروسته د افغان سولې په تړاو مخالفتونو زور اخېستی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې مذاکراتو او د خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د حملو د زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې  سره لیکلي، د بایډن تر بریا وروسته د افغان سولې په تړاو مخالفتونو هم زور اخېستی. وړاندې د افغان چارواکو څرګندونو ته اشاره شوې راغلي، طالبانو ته نور له حساب او کتاب پرته د امتیاز ورکولو موده پای ته رسېدلې او دغې ډلې د افغانستان د دولت او ملت ښه نیت نه دی درک کړی. Читать дальше...

سر له نن شنبې په هند کې د 'دیوالي' جشن پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

سر له نن شنبې چې د نوومبر ۱۴مه ده په هند کې دیوالي پیلیږي. که څه هم دغه جشن د هندوانو قمري جنتري کې شامل دی، خو دا د ټولو ټولنو له خوا په هندوستان کې نمانځل کیږي. هندوان دا جشن د نړۍ په نورو برخو کې هم لمانځي. دیوالي د هندوانو تر ټولو مهم جشن دی چې د سولې او خوښۍ سمبول او په بدیو د ښادیو د غلبې په معنی یادیږي. په دې ورځو کې هندوان خپل کورونه په څراغونو، شمعو او رڼاګانو روښانه ساتي. د هندوانو په لرغونو افسانو کې راغلي چې د دیوالي په ورځ، شهزاده ایودیا، د رام رب النوع، د خپلې مېرمن سیتا او د... Читать дальше...

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د داعي وژنه تراژيدي یاده کړه

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې این ماري اریکسن سورید د الیاس داعي وژنه یوه تراژيدي یاده کړې ده. د اغلې سورید په حواله د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر راغلي چې په خپلواکو او ازادو رسنیو او خبریالانو باندې بریدونه غندي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش له اندېښنې سره ملتیا ښودلې. ګوتیریش د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي د خبریالانو وژنه د جدي اندېښنې وړ بللې. ښاغلي ګوتیریش ویلي چې د دغسې جرمونو عاملینو ته د سزا ورکولو د معافیت پر وړاندې باید ټول په ګډه هڅه وکړي. Читать дальше...



Москва

Инго Экосистема стала победителем национальной премии FinTech Awards Russia


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл приемное отделение Морозовской детской городской больницы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

Фестиваль «Денис Мацуев представляет» стартовал в Екатеринбурге




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

6-летняя девочка сломала позвоночник, прыгая на батутах в Москве

Подмосковные атлеты выиграли 7 медалей на Мемориале братьев Знаменских

Открытый чемпионат по мажореткам «Парад Московии» прошел в Истре


Ролан Гаррос

Испанец Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Депутат Дениско: защита интересов Родины — главная мотивация контрактников



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России