103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2020

Новости за 09.11.2020

د افغان فلم مشرې د پارک سیمنا د ورانولو په غبرګون اعتصاب پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان فلم مشره صحرا کریمي وایي، د پارک سیمنا د ورانولو پر وړاندې سره له ننه د دې سینما په دننه کې اعتصاب پیلوي.  اغلې کریمي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې نه ډوډۍ خوري، نه اوبه څکي او که څوک دغه سینما ورانوي له دې سره دې یوځای ورانه کړي.  د دې سینما چې له جوړېدو یې څه باندې شپږ لسیزې تېرېږي، د ورانولو لپاره د ښاروالۍ او د ولسمشر د لومړي مرستیال د پرېکړې پر وړاندې د افغانستان د سینما او د هنر د  نورو برخو ډېرو نورو وتلو څېرو هم اعتراضونه کړي دي.

د جوبایډن بریا او پر افغانستان یې اغېزې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډون له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان په تړاو هیله مندۍ او اندېښنې راپورته شوي. هیلۍ اسد له یو شمېر شنوونکو سره په دې تړاو غږېدلې:

'روسیه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو اعلان ته په تمه ده'

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د نړۍ د مشرانو شمېر چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته د بریا مبارکي ورکوي، په زیاتېدو دی، کریملین وایي، مخکې له دې چې په دې اړه څرګندونې وکړي، د ټاکنو وروستۍ او رسمي پایلې ته منتظر دي. د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف نن په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۶ کال چې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایله نه وه اعلان شوې، ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه وویل، تاسو وینئ چې د اوسني ولسمشر له خوا د ځینو مشخصو قانوني پروسو اعلان شوی دی. هغه زیاته کړه... Читать дальше...



صالح: پر 'یما سیاوش' چاودنه کې له پېچلو چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال ویلي د طلوع نیوز په پخواني خبریال چاودنه کې له پېچلو چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی چې معمولاً نظامي اړخ لري. یما سیاوش او دوه همکاران یې د شنبې په ورځ د کابل په څلورمو مکروریانو کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د یما سیاوش او همکارانو پر موټر چاودنه کې له (ار ډي ایس) چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی. (ار ډي اکس) هغه پیچلي چاودېدونکي توکي دي چې په نظامي برخه کې ترې استفاده کېږي. ښاغلي صالح په خپل فیسبوک... Читать дальше...

د پاکستان سترې محکمې د جنګ په نوم د رسنیو د سترې شبکې  مشر خوشې کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د جنګ په نوم د دې هېواد د رسنیو د سترې شبکې  مشر ایډیټور او مالک چې د دېرش کاله مخکې یوې قضیې په تور نیول شوی و، په ضمانت خوشې کړی. میرشکیل رحمن په توقیف کې له اتو میاشتو وروسته نن د لس میلیون روپیو چې ۶۳ زره ډالره کېږي، په ضمانت خوشې شوی دی.  د لاهور محکمې مخکې په جولای میاشت کې په ضمانت د رحمان د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې وه.  د ورځپاڼو او ټلویزیوني چینلونو په ګډون د هغه د رسنیو شبکې د حکومت پر وړاندې سخت انتقادي دریځ درلود.  نوموړی تورن شوی چې په ۱۹۸۶ کال کې په لاهور... Читать дальше...

په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د پانګونې د ملاتړ کنفرانس پیل شوی 

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د پانګونې د ملاتړ دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.  د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د کنفرانس له جوړېدو یې موخه د کرنیز سکټور په برخه کې د پانګه والو ستونزو ته د حل لارو موندل او په دې برخه کې پانګونې ته هڅول دي.  د ننګرهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د کنفرانس له جوړېدو یې موخه د کرنیز سکټور په برخه کې د پانګه والو د ستونزو حل، د بهرنیو صادراتو مخنیوی او په زراعتي برخه کې پانګونې ته هڅول دي.  د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپي وویل چې د یاد کنفرانس په ترڅ کې... Читать дальше...

کابل کې د 'پارک سینما' د ړنګولو په تړاو غبرګونونه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پارک سینما ړنګولو غبرګونونه راپورته کړي دي. ۶۲ کلن عظیم الله د نورو کسانو ترڅنګ د پارک سینما ړنګولو ته ګمارل شوی. د دې سینما ړنګول ښايي د ده لپاره له نورو ډېره دردونکې ځکه وي چې ډېرې ښې خاطرې ترې لري. هغه وايي: "ډېرې ښې خاطرې ترې لرم، هغه مهال له سینما غیر بل څه نه وو، کله به چې له کاره وزګارېدم دلته به راتلم، زموږ په وخت کې يې د ټیکټ بیه ۵ افغانۍ وه، زه يې په ړنګولو خوښ نه یم خو اوس يې مسئولیت راکول شوی دی." تازه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر له کابل... Читать дальше...

ارزګان کې روغتون جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانيو په ارزښت ۱۲ بستریز روغتون او تشنابونه جوړېږي. د ارزګان د ولایتي روغتون مسئولین وايي، دغه روغتون په ساري ناروغیو د اخته ناروغانو د درملنې لپاره جوړېږي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:



مېرمنو لپاره د مېرمنو بازار

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د سوداګرو مېرمنو لومړنی ځانګړی بازار جوړ شو. د دغه بازار پلورونکي او هم پېرودونکي مېرمنې دي. نور جزییات په راپور کې:

د افغانستان زندانونو کې د ناروغو بندیانو برخلیک څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت په زندانونو کې د هغو بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره یو روغتیایي پلاوی ګمارلی چې ناروغ دي او علاج نه لري.  د زندانیانو د چارو د ادارې ویاند فرهاد بایاني ازادي راډیو ته وویل په دغه روغتیایي پلاوي که به چې د کابینې په عدلي او قضایي کمېټه کې پرې هوکړه وشوه، شل ډاکټران وي.   هغه زیاته کړه: "دغه روغتیایي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په یوه اونۍ کې د بندیانو روغتیایي وضعیت وڅېړي او عالي کمېسیون ته یې ور وپېژني چې د برخلیک په اړه یې پرېکړه وشي." د بایاني په وینا د افغانستان په زندانونو کې په اوس وخت کې له ۲۷ زروزیات کسان بندیان دي.

جوبایډن، د یوه موټر پلورونکي زوی چې د امریکا ټاکنې یې وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی جوبایډن د یوه داسې چا زوی دی چې د دویم لاس موټرونو کاروبار یې کاوه. بایډن د نومبر دریمې ولسمشرۍ ټاکنو کې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړه. په دې ویډیويي راپور کې د جوبایډن ژوند ته کتنه شوې ده.

دانش: مونږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون په اړه مسئولیت نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغان دولت د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوي تړون پر وړاندې هیڅ ډول مسئولیت نه لري.  ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې په یوه غونډه کې وکړې.  هغه زیاته کړه: " موږ د افغانستان د حکومت په حیث دغه موافقه نه ده لاسلیک کړې، نه یې یو اړخ و او نه مو هغه تایید کړې او له حقوقي پلوه د دغې موافقې د هغو جزییاتو په اړه چې په محتوا کې یې دي، موږ هیڅ مسئولیت نه لرو." ښاغلي دانش دغه راز وویل، چې د افغان دولت مذاکره... Читать дальше...

دانش: د امریکا-طالبانو د هوکړې مسؤلیت نه‌لرو، واشنګټن دې د سولې بهیر بیا وارزوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د پیل او تر خوا یې په دې بهیر کې د شته ستونزو په اړه نوي مسایل راپورته کړي دي. تازه د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» په یوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د امریکا نوي رهبري باید د سولې روان بهیر ته له سره کتنه وکړي او دا بهیر بیا وارزوي، څو په خبره‌یې دې برخه کې شته ستونزې حل شي.   د جمهور رئیس دوهم مرستیال وویل، طالبان د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د دوحې هوکړه یو بنسټ بولي، هغه څه چې د افغان دولت مذاکره کوونکی... Читать дальше...

عربستان او اسراییل له امریکا سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په هغو مشرانو کې چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته یې مبارکي ورکړې د سعودي عربستان او اسراییل مشران هم ورزیات شول. د اسرایل صدراعظم  نتانیاهو له بایډن سره په نژدې څلویښتو کلونو کې د خپلو   اوږدو او ښو اړیکو یادونه کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي: "زه تاسو د اسراییلو د یو ښه ملګري په توګه پیژنم." نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې د اسراییلو او امریکا ایتلاف به نور هم پیاوړی شي. د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د ولسمشر ټرمپ یو وفادار ملګری دی، هغه تر دې مخکې  ټرمپ په سپینه ماڼۍ  کې تر دې مهاله د اسراییلو تر ټولو پیاوړی متحد بللی دی. Читать дальше...

اتل قول اردو: د ارزګان څو سیمو کې د طالبانو د حملو پلانونه شنډ شول

Pa.azadiradio.com 

۲۰۵ اتل قول اردو وایي، د طالبانو د حملو پلانونه‌یې د ارزګان ولایت په څو سیمو کې شنډ کړي دي. دې قول اردو نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌والو طالبانو پرون یکشنبه پلان درلود چې په ګېزاب او د ترینکوټ په نچین سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې چې د دې قوماندانۍ د څلورمې پلې لوا ځواکونو یې د هوایي ملاتړ په مرسته د حملو مخه ونیوله. د خبرپاڼې له مخې د نښتو په نتیجه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور یې ژوبل شوي او د دښمن څو میلې وسلې او یو شمېر مهمات هم ویجاړ شوي دي. ... Читать дальше...

ټوله نړۍ کې پر 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته تر دې چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۵۰ میلیونه وګړو واوښت، په متحده ایالاتو کې نن نږدې ده چې پر دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو واوړي. په متحده ایالاتو کې د اکټوبر له ۳۰مې راهیسې د کرونا شاوخوا یو میلیون مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د روان کال له پیل راهیسې چې په دې هېواد کې د کرونا وبا نوې خپره شوې وه، په دې موده پر دغه ویروس د خلکو د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا له کبله... Читать дальше...

اسراییل او عربستان د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په مشرانو کې چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته مبارکي ورکوي، د اسراییل او سعودي عربستان مشران هم ورزیات شول.  د بایډن بریا که څه هم د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو لپاره چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ښې اړیکې درلودې، خو نوموړي بایډن او مرستیالې کاماله هیریس ته پر ټویټ مبارکي ورکړې.  نتانیاهو له بایډن سره په نژدې څلویښتو کلونو کې د اوږدواو ښواړیکو د لرلو یادونه کړې ده.   بایډن او مرستیالې هیریس ته یې د سعودي عربستان له خوا د دې هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان... Читать дальше...

نن په هاګ کې د کاسوو د پخوانی ولسمشر محاکمه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کاسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي به چې د کاسوو د خپلواکۍ لپاره جګړه کې په جنګي او د بشریت ضد جرمونو تورن دی، نن د هاګ په ابتدایي محکمه کې راڅرګند شي. تاچي چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د جګړې په دوران کې د کاسوو د ازادي بخښونکي پوځ قومندان و، د نومبرپه پنځمه وروسته له هغې د جمهوري ریاست له څوکۍ استعفا ورکړه چې په هاګ کې د کاسوو لپاره ځانګړې محکمې پر نوموړي رسماً دغه تورونه ولګول.  په هاګ کې میشتې د کاسوو لپاره ځانګړې محکمې په یوه بیان کې وویل چې دا به یوه ابتدایي محاکمه وي څو د تورن کس د حقونو... Читать дальше...

د تخار د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکي: خپل‌سري وسله‌وال مو ځوروي او شکنجه کوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له نورو سیمو ورغلو خپل‌سرو وسله‌والو یې په کلیو او کورونو کې اړولي او دوی په بېلابېلو نومونو ځوروي او شکنجه کوي. د تخار له بنګي ولسوالۍ کندز ته یو شمېر راکډه شويو کسانو پر خپل وجود له ټپونو پرته له ځان سره له خپلو کورونو بل څه نه‌دي راوړي. امیر محمد چې ادعا کوي په بنګي ولسوالۍ کې د دوی کلي ته ورغلو خپل‌سرو وسله‌والو وهلی ډبولی دی، پر خپل وجود د شکنجې هغه نښې لري چې لا هم تازه دي. له امیر محمد سره ملګری عبدالجلیل چې شااوخوا ۵۰ کاله عمر لري، یو لاس تړلی... Читать дальше...


Музыкальные новости
Александр Градский

Международный масштаб и возвращение Александра Градского: чем удивит «Арт-футбол» в 2024 году





Rss.plus
Арина Соболенко

Теннисистки Соболенко и Рыбакина сыграют в одной группе на Итоговом турнире




В Можайске проверили качество отопления в многоквартирных домах

В России стартовали онлайн-продажи автомобилей JAC

Общество «Знание» снимает фильм о творчестве Андрея Тарковского

Блогер Аяз Шабутдинов пробудет в СИЗО до 3 февраля 2025 года




د کندز ښځینه فعالانې: په زوره د وړو نجونو ودول اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دې ولایت په لریو پرتو سیمو کې په زوره د نجونو د ودولو په اړه اندېښنه ښيي.  په کندز کې د ښځو د حقونو ځينې فعالانې د کم عمره نجونو پر ودولو د اندېښنې په ښودلو سره وايي، چې دې مسئلې د نجونو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي دي.  دوی زیاتوي، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو د کم عمره نجونو د ودولو د مخنیوی په برخه کې یو سلسله کارونه کړي دي خو لیدل کېږي چې لاهم دغه ستونزه له منځه نه ده تللې.   د ښځو د حقونو فعالې ملالۍ سعد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

افغانستان کې د روان کال تر پایه ۴،۷۷۱ هکټار باغونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د روان کال تر پایه به په ټول هېواد کې ۴ زره ۷۷۱ هکټاره باغونه جوړ شي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې باغونو د جوړولو چارې د روان مالي کال له پیل سره شروع شوي او تر دې دمه ۴ زره ۶۳۰ هکټاره‌یې بشپړ شوي دي. د ښاغلي رستمي به خبره، له دې ډلې ۱۹۵ هکټاره‌یې متراکم او نیمه متراکم باغونه او ۱ زرو ۳۱۸ هکټاره‌یې د پخوانیو باغونو بیا رغونه ده. رستمي زیاتوي، دا باغونه د بېلابېلو مېوو لرونکو ونو دي او په ۳۴ ولایتونو کې به جوړ شي.

ماليې وزارت: ګمرکونو کې د فساد له امله ۴۰ سلنه عواید ضایع کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ماليې وزارت وايي، ګمرکونو کې د قاچاق او فساد له امله ۴۰ سلنه عواید ضایع کېږي. د دې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډیو ته وویل، په ګمرکونو کې د یادو لاملونو ترڅنګ په جنس کې بدلون او د غلطو تعرفو لږول هغه څه دي چې له امله‌یې په لوړه کچه عواید له لاسه وځي. ښاغلی مسجدي زیاتوي، اوس دوی د دې وضعیت کنټرول لپاره ځانګړې تګلاره په پام کې نیولې چې پر بنسټ به‌یې په ګمرکونو کې د ازادو سیالیو له لارې د وړ کسانو ګمارنه، د ډیجیټلي تلو او سکنرونو نسبول او دغه‌شان د قاچاق څخه مخنیوي په خاطر د امنیتي ځواکونو سره همغږي شامل دي. Читать дальше...

هشت صبح: د امریکا نوي رهبري باید د افغان سولې ټینګښت برخه کې نوی باب پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایله او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د اغېز په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي چې د امریکا نوي رهبري باید د افغان سولې ټینګښت برخه کې نوی باب پرانیزي. د سرمقالې لیکونکي لیکلي، پرته له شکه افغانانو لپاره د سولې روانې خبرې اړینې او برخلیک ټاکونکې دي، نو باید د امریکا نوي رهبرۍ چې جوبایډن‌یې سرلاری دی د دې خبرو پرمختګ او بریالیتوب لپاره کار وکړي. د لیکوال... Читать дальше...

کابل کې نن سهار یوې چاودنې ۲ ملکیان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې نن سهار یوې چاودنې ۲ ولسي وګړي ټپیان کړل. د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې دغه چاودنه ۷ نیمې بجې پلچرخي سیمه کې د خښ شوي ماین له کبله وشوه. فرامرز دغه کار د ده په ټکو د "ترهګرو" کار بللی او ویلي یې دي چې تل یې قربانیان ملکي وګړي وي. د ټپيانو د روغتیایي وضعیت او هویت په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي. وړمه ورځ یوې بلې چاودنې په کابل کې د افغانستان بانک درې کارکوونکي ووژل.

د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د څارنې پر برج برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې امنیتي او روغتیایي چارواکي وایي، د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د څارنې پر یوه برج برید کې ۱۱ تنه ووژل شول. چارواکي وایي، د تېر ماښام دغه برید داعش ډلې پورې تړلو وسله‌والو کړی دی. امنیتي سرچینو ویلي، وسله‌والو کسانو له لاسي بمونو او وسلو نه په استفادې دغه برید کړی دی. یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دغه برید کې د قبایلي ځواکونو پنځه غړي او شپږ ځایي اوسېدونکي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، برید کې لږترلږه ۸ تنه ټپیان شوي هم دي. د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.



Москва

“Фанагория” получила специальный приз «Золотой Дионис» на Top100Wines 2024 за “ценность и достоинство вне времени”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Строительство флагманского центра ГКБ им. Буянова завершится в декабре



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Совместный сон с питомцем: токсиколог Кутушов разобрался в преимуществах и недостатках такого соседства




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Серпуховские гимнастки завоевали 30 медалей на соревнованиях в Москве

Прогулочные маршруты и спортивные площадки: Четырём зелёным зонам на юге Москвы подарили новую жизнь

Мультсериал «Команда МАТЧ» взял награду на XXII Международном фестивале спортивного кино


WTA

Рыбакина узнала первую сопернику на Итоговом турнире WTA-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

На рынке новостроек Московской области наблюдается снижение спроса на жилье



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России