په پاریس کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزمن ژوند
د پاریس په یوه څنډه کې نژدې دوه زره افغان پناه غوښتونکي په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د هغوی سرپناوې کوچینۍ خیمې دي چې د مرستندویه ټولنو له خوا یې ترلاسه کړې دي. اوس چې ژمی را روان دی، د هوا سړیدو یې دغه ستونزمن ژوند لاسخت کړی دی.