103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2020

Новости за 22.11.2020

ویرجن یوو، خو کره او بې پرې راپور ورکولو ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

ویرجن یوو، خو کره او بې پرې راپور ورکولو ته دوام ورکوو د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي لس ورځې مخکې دده موټر کې د ايښودل شوي بم چاودنې وواژه. د هغه یاد به دده د دوستانو او همکارانو په زړونو کې تل ژوندی وي.

داعی له قتل لس ورځې تېرې شوې؛ خبریالان د څېړنو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژل کیدو تر لس ورځو زیات وخت وواښت، خو لا هم په دې برخه کې د حکومتي ادارو څیړنې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. په هلمند کې د الیاس داعي هم مسلکي خبریالان اندیښمن دي او د داعي د وژنکو موندل او محاکمه غواړي. نور په دې ویډیو کې وګورئ

بېلاروس کې لاریون کوونکو بيا د لوکاشینکا پر استعفا ټينګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د بېلاروس د پلازمېنې مینسک په څو برخو کې د حکومت ضد معترضانو په لاریونو کې د الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د ولسمشرۍ د بیا ټاکنو د کېدو غوښتنه وکړه. دا پرله پسې څومه یکشنبې ده چې معترضان له قدرته د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کوي خو لیدل کېږي، چې نه لوکاشینکا او نه هم معترضان له خپل دریځه په شاه کېږي.  د بشري حقونو ډلو په نننيو اعتراضیه لاریونونو کې د په لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. ویل کېږي، چې د اګست له میاشتې راهیسې چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو پر سر اعتراضونه... Читать дальше...



امریکا نن د خلاص آسمان له اتلس کلن تړونه وځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې وچې د امریکا متحده ایالات نن رسماً د خلاص آسمان له اتلس کلن تړون څخه ووځي. واشنګټن مسکو په کراتو کراتو له دغه تړون څخه چې پر وسلو د کنټرول او تایید یو تړون دی، په سرغړونه تورن کړی. دا به د امریکا د د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسله له نړیوالو تړونونو څخه د هغه ووتلو وروستي یوه بېلګه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبې اعلان وکړي چې متحده ایالات غواړي له دغه تړونه ووځي او د هغه د مقرراتو له مخې یې شپږمیاشتې له مخکې د دې تړون نورو ۳۴ لاسلیک کونکو ته په دې اړه خبر ورکړی دی. Читать дальше...

څېړنه: په افغانستان کې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې د ژنیو کنفراس په درشل کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود. د افغانستان مدني ټولنو مجتمعې ( مجما) د څېړنې موندنې ښیې، چې افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پام وړ اغېزمنتیا نه درلوده. دې بنسټ خپلې موندنې د یکشنبې په ورځ کابل کې اعلان کړې او ويې ويل، چې دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی. د مدني ټولنو مجتمعې د پروګرامونو مسوول ایوب شهریار ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو مرستو د بې ګټې تمامېدو... Читать дальше...

د شقایق او مشعل مور: که زوی او لور مې ښه نه دي نو زما درملنه هم مه کوئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د تېرې ورځې په توغندیزو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي. د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په پرونيو توغول شویو توغنديو کې 10 کسه مړه او 50 نور ټپیان دي. توغول شوي توغندي 24 دانې وو، چې د کابل له شمالي سیمو څخه د دې ښار په بېلابېلو سيمو وتوغول شول.  په دغو توغندیو کې یوې هم د کابل په خیرخانې سیمه کې په یو کور لګېدلی چې د یوې مور دوه اولادونه یې وژلي او خپله سخته ټپي ده.  د خیر خانې مينې په دویمه حصه کې د يو کور خونه تېره ورځ د یو توغندي د لګېدلو له امله ويجاړه شوه. Читать дальше...

سبا په جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا د سویس په جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ستر مرستندویه کنفرانس جوړ شي. په دغه کنفرانس کې به د نړی د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو شاوخوا اویا وزیران او استازي د کرونا د خپرې شوې وبا له امله تر ډېره په انلاین بڼه ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو او ماليې وزیرانو حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره پرون له کابله حرکت کړی. د رویترز آژانس د راپورله مخې تمه کېږي، چې نړیوال به د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو... Читать дальше...

افغان چارواکي: کرونا ویروس تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۱۲ کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرې یوې شپې او ورځې کې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د هوا په سړېدو سره به هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه خپره شي. د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "کله هوا ډېره سړه شي د هوا ککړتیا، د انفلونزا ویروس راتګ او په یوې خونه کې د ډېرو کسانو په تراکم سره د کرونا ویروس د مثبتېو پېښو د ډېرېدو امکان شته." د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې، چې په تېرې یوې شپې او ورځې... Читать дальше...



د کاپیسا چارواکي: وسله والو پر ښځينه پوليسو بريد کړى

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا چارواکي وایي، دوه ښځینه پولیسې نن د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ټپیانې شوې. د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د دوی د امنیې قومندانۍ دغه پولیسې چې په یوه ریکشاکې کې سپرې وې، نن سهار د کوهستان د دومې حصې په ولسوالۍ کې پرې ناپېژاندو  وسله والو ډزې وکړې. چارواکو د دواړو پولیسوروغتیایي روغتیایي  وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.

تمه ده چین یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي

Pa.azadiradio.com 

چین په پام کې لري روانه اوونۍ یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي. دا به له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په نړۍ کې د یوه هېواد په توګه د چین لومړنۍ هڅه وي چې غواړي دغه بیړۍ یې د سپوږمۍ د سیارې د خاورو او ډبرو نمونې د بیا ازموینې لپاره بېرته له ځان سره راوړي.  د رویټرز د راپور له مخې د چانګې پنځه په نوم دغه بیړۍ به له سپوږمۍ هغه مواد له ځان سره راوړي چې له ساینس پوهانو سره به د دغې سیارې د جوړښت د څرنګوالي په اړه په لا پوهاوي کې مرسته وکړي.  تر دې مخکې د امریکا د اپولو بیړۍ لومړنی انسان سپوږمې ته په... Читать дальше...

د ازادي را‌ډیو یو راپور ارزګان کې د ۷ کلنې امنې ژوند وژغوره

Pa.azadiradio.com 

د ازادي را‌ډیو یو راپور په ارزګان کې د اووه کلنې امنې ژوند وژغوره، د امنې زړه کې سوری و، خور یې تر دې مخکې په همدې ناروغۍ مړه شوې وه. د امنې پلار ۳۲ کلن محمد قاسم د خپلې لور د درملنې وس نه درلود، نوموړي د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "امنه زما هغه لوره ده چې ما غوښتل له مجبورې ورځې یې نورو خلکو ته په لورولۍ ورکړم. په دې خاطر چې زما د بلې لور په څېر مړه نه شي، ځکه د درملنې توان مې نه درلود." خو اوس امنه روغه او درملنه یې شوې او د خپل پلار او مور له غیږې هم نه ده جلا شوې، دا هر څه د ازادي راډیو یو راپور ممکن کړل. Читать дальше...

ارګ: له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړیو د لوړې مراسم ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو نن په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل. د ارګ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دې کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دریو کلونو لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه. ولسمشر اشرف غني د کمېسیون غړیو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ځینو ټکو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د قانون تطبیق کلیدي دی او هیڅوک تر قانون پورته نه دي او زیاته یې کړه چې تاسو له... Читать дальше...

"تخار کې د اینجې حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي"

Pa.azadiradio.com 

روان کال په تخار ولایت کې د 'اینجې' حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي. د افغانستان د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل: "روان کال په دغه ولایت کې په ١٢٢٠هکتار ځمکه کې اينجه کرل شوې چې له هر جریب ځمکې له درې لکو تر پنځه لکو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي." د نوموړي په وينا په دغه ولایت کې د اينجې ٤٠٠ هکتاره تخریب ځمکه اباده او بیا رغول شوې ده. اينجه یو طبي بوټی دی چې کم پيدا کېږي خو ځانګړی اقتصادي او محیطي اهمیت لري.

د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سلګونه کسانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې په سلګونو کسانو د قرغزستان په اساسي قانون کې د وړاندیز شویو تعدیلاتو پر وړاندې چې د حکومت مخالفان وایي، په دې هېواد کې د قدرت د انتقال په بحراني حالت کې به ازادي او ډیموکراسي له منځه یوسي، د اعتراض لپاره لاریون وکړ.   په قرغزستان کې له هغې وروسته چې د اکتوبر په ۴ مه لانجمن پارلماني انتخابات شوي او په نتیجه کې یې صدیر جعپروف د یو لړ مانورونو له لارې، د صدراعظم او سرپرست ولسمشر په توګه راڅرګند شوی، نننۍ مظاهرې په دې هېواد کې د راپورته شوي سیاسي بحران یوه بله بېلګه ده. Читать дальше...

چارواکي: سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې اجراییوي مسول سمیع الله ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لویه لاره د درنو واورو او سختو طوفانونو له امله له نن سهار څخه د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوي خو د نورو مسافروړونکو موټرو چې پر چاینونو او نورو ژمنیو تجهیزاتو سمبال وي، پرمخه خلاصه ده. د ولیزاده په وینا، د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې ترراتلونکو ۴۸ پورې به په سیمه کې واوره اورېږي.

پکتیا چارواکي:د جلغوزيو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت د کرنې رئیس محمد دین مومند نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې  روان کال ١٣٥٠٠ تڼه جلغوزي تر لاسه شوي دي. د نوموړي په خبره تېر کال د جلغوزيو حاصلات ۱۲۱۵ ټڼه  وو. ښاغلی مومند زیاتوي چې د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د طبي افاتو کموالی، د عامه پوهای لوړېدل، لازمې لارښونې عملي کېدل او په نوي ټکنالوژۍ د حاصلاتو راټولو دي.

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي دي. په کابل کې د تېرې ورځې په توغنديزو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر لسو او د ټپيانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ د وژل شويو شمېر ۸ او د ټپيانو ۳۱ ښودلی و. د دغه وزارت وياند طارق ارين د يکشنبې په ورځ د دې شمېر د تاييد تر څنګ وويل، چې وژل شوي ټول ملکيان دي. هغه زیاته کړه: "د کابل پرونۍ تروریستي برید یو بشري جنایت دی او له بده مرغه په دغو برېدونو کې 10 تنه ملکیان په کې ووژل شول او 50 تنه نور ټپیان شوي... Читать дальше...

ارزګان کې د 'سولې' په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال دوه میاشتنی سیالۍ پای ته ورسېده. د ارزګان د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي، په دې لوبو کې لسو لوبډلو برخه اخېستې وه چې لومړی مقام 'وحدت ښاروالۍ' لوبډلې خپل کړ. لوبغاړي خوښ دي او له سوداګرو او دولت څخه د دغه ډول نورو سیالو غوښتنه هم کوي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې غږیزه بڼه یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

کابل کې غبرګو چاودنو دوه تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) سهار په دوو چاودنو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.  د پولیسو په وینا دا چاودنې د مقناطیسي بمونو وې. لومړۍ پېښه د خیرخانې مېنې په لومړۍ حصه کې د سهار په څه باندې شپږ بجې په یوه ټکسي پورې د نښلول شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه چې دوه تنه یې ټپیان کړل.  دوهمه چاودنه د هوايي ډګر پر واټ شوې چې په لړ کې یې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.  پرون په کابل کې راکټي بریدونو ۸ تنه ووژل او له ۳۰ زیات نور یې ژوبل کړل.


Музыкальные новости
Певица

Певица Кэти Перри высмеяла слухи о своем похудении подарками с Оземпиком гостям





Rss.plus
Арина Соболенко

Теннисистки Соболенко и Рыбакина сыграют в одной группе на Итоговом турнире




Участниками выставки о реставрации станут эксперты из России, Китая, Индии и Сербии

В центре Москвы девушка вырвалась из рук похитителей, которые вымогали деньги

На рынке новостроек Московской области наблюдается снижение спроса на жилье

Прокурор просит дать 8 лет обвиняемому в выселении детей из отеля в Турции




صبح کابل: کابل له راکټي بریدونو وروسته ولسي جرګې امنیتي سکتور ته د باور رای ورکړه

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په کابل د تېرې ورځې د راکټي بریدونو او کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رای د ورکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. مسیر مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د تېرې ورځې په راکټونو کې ملکیان په نښه شول، یو ظالمانه کار و او خلکو ته یې د نجیب د حکومت د وروستیو کلونو یاد ور تازه کړ. په سرمقاله کې راغلي، له هغه وخت راکټي بریدونو سره د اوسنیو راکټي بریدونو توپیر په دې کې دی چې هغه وخت کې به ډلو د دا ډول بریدونو مسؤلیت مانه، خو اوس یې په ښکاره څوک نه مني. په سرمقاله کې یادونه شوې، حکومت... Читать дальше...

فیضي: د نورستان یو تښتول شوی رئیس لا هم نه دی خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

د نورستان چارواکي وايي، د کونړ په چپه دره کې د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو تښتول شوی رئيس له خپلو ملګرو سره لا هم نه دی راخوشې شوی. د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وايي ددې پېښې د پلټولو لپاره پلاوی ګمارل شوی څو له طالبانو او قومي مشرانو سره وګوري خو په ټکو یې لا یې هم دقیق ځای نه دی معلوم شوی. د کونړ چپې درې ولسوالۍ د نوستان مرکز پارون ته په غځېدلې لاره کې پرته ده چې څو ځلي په کې د یاد ولایت د والیانو په موټرېزو کاروانو هم بریدونه شوي دي، چې په کې مرګ ژوبله هم موجوده وه. ... Читать дальше...

د امریکا مرکزي قوماندانۍ منځني ختیځ کې 'بي-۵۲' الوتکې ځای کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون (شنبه) وویل چې په منځني ختیځ کې یې بي ۵۲ الوتکې ځای پر ځای کړي دي.  سینټکام د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې ویلي چې په سیمه کې د ثبات او امنیت ساتنې ته ژمن دی.  د سینټکام عمومي قوماندان جنرال ګریګ ګیلوټ په دې اړه ویلي چې داسې ماموریتونه د ګډو ځواکونو د چمتووالي د زیاتېدو سبب کېږي.  راپورونه وايي چې دوه بي ۵۲ الوتکې له شمالي ډاکوټا څخه په مستقیم ډول منځني ختیځ ته روانې شوي دي.

کرونا ويروس؛ اروپا کې یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه نرموي

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د کرونا ويروس له دوهمې څپې څو اوونۍ وروسته یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه بېرته نرموي.  دا هېوادونه په داسې حال کې په قیوداتو کې نرمښت راولي چې د کرسمیس رخصتیو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او له بلې خوا د بندیزونو له کبله د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو اندېښنه شته.  د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به راتلونکې اوونۍ د کرونا وبا د وضعیت په اړه ملت ته وینا وکړي او ممکن په خپل هېواد کې یو شمېر بندیزونه چې د اکتوبر له دېرشمې څخه پیل شوي، لېرې کړي.  په جرمني کې په دې بحثونه روان دي چې بندیزونه... Читать дальше...

د ګورجستان پارلماني ټاکنې؛ د خوب ګوند اکثریت ترلاسه کړی

Pa.azadiradio.com 

د ګورجستان خوب ګوند د دغه هېواد د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې د لومړنیو پایلو پر اساس اکثریت ترلاسه کړی دی.  مخالفانو انتخابات بایکاټ کړی ځکه هغوی ادعا لري چې د اکتوبر په ۳۱ مه د انتخاباتو لومړی پړاو غیرقانوني او غیرعادلانه و.  د ګورجستان خوب ګوند په لومړي پړاو کې څه باندې ۴۸ سلنه څوکۍ ګټلې وې.  د ګورجستان پارلمان ۱۵۰ څوکۍ لري چې ۱۲۰ یې ګوندونو ته ځانګړې دي او نورې خپلواکو سیمه ییزو کاندیدانو ته.  په لومړي پړاو کې ۱۳ خپلواک کاندیدان بریالي اعلان شول.

یوه قاضي د ټرمپ انتخاباتي ډلې له لوري اقامه شوې دعوه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د یوې محکمې قاضي په پنسلوانیا ایالت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي ډلې له لوري اقامه شوې دعوه رد کړه.  د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ډلې غوښتنه کړې وه چې هغه ميلیونونه رایې دې بې اعتباره اعلان شي چې د پوستې له لارې استول شوي دي.  خو د ایالتي محکمې قاضي متیو بران ویلي چې د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي ډلې بې سنده او د ګومان پر اساس حقوقي دعوه اقامه کړې ده.  د ښاغلي بران په وینا د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یوې رایې بې اعتباره کول هم د منلو نه دي.  په پنسلوانیا ایالت کې د جوبایډن رایې تر خپل سیال ډونالډ ټرمپ ۸۰ زره ډېرې دي.



Москва

Защитите свой автомобиль от зимнего гнева! Экспертный уход Aqua Complex – это просто


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин вручил государственные и городские награды заслуженным москвичам



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Нюша

«Мир собирала обратно»: Нюша столкнулась с депрессией из-за проблем в личной жизни




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Серпуховские гимнастки завоевали 30 медалей на соревнованиях в Москве

Назначены арбитры на матчи 14-ого тура МИР РПЛ

Мультсериал «Команда МАТЧ» взял награду на XXII Международном фестивале спортивного кино


Надежда Петрова

Теннисная школа экс третьей ракетки мира Петровой открылась в Татарстане



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Прекрасный праздник в честь Дня рождения комсомола прошел в Московском Дворце пионеров



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России