نړیوال ژورنالېستان: داعي جنګ ځپلي هلمند کې ډېره اغېزناکه خبریالي کوله
لسګونو نړیوالو ژورنالېستانو د الیاس داعي وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې هغه په جنګ ځپلي هلمند کې ډېره مؤثره خبریالي کوله. د وال سټریټ ژورنال خبریال سون اینګل راسموسن لیکلي چې د ځینو سختو راپورونو په برخه کې د داعي د همکارۍ پوروړی یم. فوټوژورنالېست اندریو کېلټي لیکلي چې د الیاس داعي له همکارۍ پرته به له هلمنده د ۹۵ فیصده راپورونو خپراوی ناممکنه و. د وسله والو ډلو د مطالعاتو د مرکز څېړونکې اشلي جکسون ازادي راډیو ته وویل چې الیاس داعي ډېر زړور او تکړه خبریال و: "ما لومړی ځل داعي هغه وخت چې هلمند ته د څېړنو لپاره تللې وم ولید. Читать дальше...