د عراق بصره کې د ۳۰ نابینا مېرمنو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې
د عراق په جنوبي ښار بصره کې یوې ادارې د نابینا ښځو او ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. دې ادارې نابینا ښځې او کوچنیانو په یوه مرکز کې راټول کړي او د حرفوي زده کړو تر څنګ لیک او لوست هم ور زده کوي. د بصرې ښار په دې مرکز کې دېرش نابینا ښځې زده کړې کوي. نبعه له دغو ښځو یوه ده. نوموړې وايي: "تاسې دلته ډېر نابینا خلک لیدلای شئ. زه یوازينۍ ښځه نه یم چې دلته زده کړې کوم. داسې موارد شته چې دلته یې د کمپیوټر او کالو ګنډلو په برخه کې د لوړې کچې زده کړې کړي، دلته شاعران هم راځي چې ښه لوستي دي. Читать дальше...