په جګړه کې د وژل شويو کونړي ځوانانو کورنۍ څه غواړي؟
په کونړ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو کسانو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي. د دوي په خبره چې د پردیو جنګونو له امله ورونه د یو بل وژلو لپاره په سنګرونو کې ناست دي او د جګړې هرې خوا کې تنکې ځوانان وژل کېږي او ترې بې سرپرسته کورنۍ پاتې کېږي. دوي په جنګ کې له ښکېلو خواو داوربند او جګړې پای ته رسول غواړي. د دېرش کلنې پلوشې خوا کې څلور کوچني بچې ناست دي. په باران او یخه هوا کې د ژمي جامې او نور شيان نه لري، نرۍ جامې يي په تن دي. د کور نغری يي سوړ او د هر ماشوم زنې يې له یخنۍ لړزېږي. Читать дальше...