"کابل کې بمي چاودنو ۴ کسان وژلي"
افغان چارواکي وایي، په پلازمېنه کابل کې نن د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي په یوې بمې چاودنې کې چې نن د کابل په لویدیځ کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد، دوه پولیس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شول. د کابل په جنوبي برخو کې په یوه بله چاودنه کې بیا دوه نور پولیس ټپیان شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند معصومې جعفري رسنیو ته ویلي، چې تر دغو چاودنو وروسته د څلورو کسانو مړي او څلور ټپیان روغتونونه وړل شوي دي. Читать дальше...