Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2020

Новости за 01.12.2020

کابل کې د لاجوردو د فسټیوال پای

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لاجوردو په دې جشنواره یا فسټیوال کې ۱۴ اوږده او ۱۱ لنډ فلمونه نوماند شوي وو. دغه جشنواره لس ورځې دوام درلود او تېره دوشنبه د ګټونکو فلمونو پر اعلانولو پای ته ورسېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

ارزګان چارواکي: نږدې ۲۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې افغان چارواکي د نژدې شل تنه طالبانو د وژلو ادعا کوي.  د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هوایي او پلیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا طالبان په دهراود ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ تنه یې ټپیان شوې هم دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د پکتیا چارواکي: طالبان د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ګردېز زرمت سړک پروژه چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي د جوړیدو غوښتنه کوي، لا هم هم نیمګړې پاتې ده. د پکتیا ځایي چارواکي وايي، طالبان د دې سړک د جوړیدو مخه نیسي، خو دوی بیا یې د دې سړک د جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې په خپل وخت یې بشپړ کړي. د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که دا سړک بشپړ شي، سوداګري به وغوړیږي او د توکو بیې به ټیټې شي. نور حال له سیمې د احسان ارین په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:



غزني کې یوه برید د ۳ ماشومانو ژوند واخېست او ۲ نور یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې په یوه برید کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، ټپیان یې د دې ولایت ملکي روغتون ته ته راوړل شوي چې عمرونه یې اته او لس کاله ښودل کېږي.  د دغه ماشومانو پایوازان وايي، دغه ماشومان د سې شنبې(د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ د غزني خواجه عمري ولسوالۍ په 'ده حاجي' کلي کې د څرخي الوتکو په برید کې ټپیان شوي دي.  رحیم الله چې ځان د یوه ټپي ماشوم ماما یادوي، په ملکي روغتون کې ازادي راډیو ته وویل، نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې الوتکو پر یو کانټینري دوکان هوايي برید وکړ چې دغه پنځو تنو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. Читать дальше...

جوزجان کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.  په دغه ولایت کې د اکټیډ دفتر مسول امان الله امین ازادي راډیو ته وویل چې دغه میدانونه د منډې وهلو، باسکټبال، والیبال او فوتسال دي. ښاغلی امین زیاتوي چې څلور میدانونه په مرکز شبرغان، دوه په اقچې او یو یو په خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې جوړ شوي چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

کابل کې د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې 

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې.  د ملي المپیک کېمټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو سیالیو کې له ١٢ ولایتونو ١٣٢ لوبغاړو ګډون کړی وو او هدف یې د سنوکر ملي ټیم لپاره د غوره څېرو معرفي کول دي.  په اعلامیه کې راغلي چې په سټنډرډ او معیاري ډول دغه سیالۍ به ٧ ورځې دوام وکړي.

جرمني: له افغانستانه د سرتیرو په وتلو ناټو د سولې بهیر ته غلط پیغام ورکولی شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، ناټو باید تر ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخ نه کړي. هغه دا خبره نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترغونډې مخکې چې په انلاین بڼه جوړېږي، کړې ده.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ماس ویلي، د ناټو د متحدانو په توګه موږ باید دا مسئله یقیني کړو چې په افغانستان کې د نورو پوځیانو کمېدا پر مشخصو شرطونو پورې وتړو. هغه زیاته کړې چې د هغو پرمختګونو چې تراوسه... Читать дальше...

له نخسې پرته د درملو پلورل؛ د درملتونونو مسوولیت څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

عام افغانان په درملتونو کې د ډاکټر له نخسې پرته د درملو پلورل د خلکو له  ژوند سره لوبې بولي او وايي، حکومت تل دا وايي، څارنه کوي خو عملي اقدامات يې نه دي کړي. ښايي ډېری خلک د ډاکټر له نسخې پرته درملتونو ته د دوا اخېستلو لپاره مراجعه وکړي، خو یو شمېر کابل ښاریان وايي، په دې برخه کې د درملتونونو مسوولیت څه دی؟ د کابل ښار اوسېدونکی اصیل زیاتوي، درملتونونه باید له نسخې پرته چاته درمل ورنه کړي: "په درملتونونو کې پرته له نخسې د درملو پلورل سم کار نه دی، ډېرې ستونزې پېښوي ان د مرګ لامل هم کېدای شي،... Читать дальше...



کابل کې تېره میاشت خونړۍ وه؛ بریدونو او راکټي حملو ۳۲ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

تېره نومبر میاشت کې له لسو نه د زیاتو خونړی پېښو شاهد وو.یوازې په کابل پوهنتون په برید او په یوه ورځ په کابل ښار د راکټي بریدونو له امله ۳۲ کسان ووژل شول او ۹۰ تنه ټبیان شول.   که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شویو بېلابېلو حملو د شمېر او تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو په دغه وزارت کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې په تېرې یوه میاشت کې په کابل کې ۱۵ بېلابېل ډوله بریدونه او چاودنې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د دغو برېدونو په تړاو یو شمېر شبکې نیول شوي او د نورو په لټه کې هم عملیات روان دي... Читать дальше...

د نړۍ د موټر ځغاستې د فورمول اتل "همیلټون" په کرونا ویروس اخته شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د موټر د ځغاستې د فورمول یو اتل لویس همیلټون په کرونا ویروس اخته شوی دی. همیلټون به اوس د اونۍ په پای کې په بحرین کې د موټر د ځغاستې په وروستیو لوبو کې له ګډون کولو بې برخې شي. د همیلټون د کرونا ازموینه تېره اونۍ درې ځله وشوه او هرځل منفي وه، خو د دوشنبې په سهار ده له خوبه تر راویښېدو وروسته د کرونا ويروس نښې لرلې او چې کله یې معاینات وشول، ټسټ یې مثبت و. پنځه دېرش کلن همیلټون په وروستیو کې د فورمول یو موټرو اتلولي د اووم ځل لپاره خپله کړه چې دا په نړۍ کې بیسارې ده.

تېر کال ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان پر ايډز اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایډیز نړیواله ورځ نن په داسې وخت کې لمانځل کېږي، چې په نړۍ کې یو مخ متفاوته وبا خپره شوې ده. د ایچ ای وي او ایډز لپاره د ملګرو ملتو اجراییي مشره وایي، د خلکو باید د ایچ ای وي تجربه په یاد وي چې دوی د کويډ١٩ ناروغۍ د واکسین ژمنې کوي او ډاډ ورکوي چې دا یوازې د بډایه خلکو لپاره نه دی. واني بینیما په یوه بیان کې وویل، چې نړۍ باید له هغې تیروتنې زده کړه وکړي چې د ایچ ای وي په وخت په میلیونونه کسان په مخ په وده هېوادونو کې درملنې ته د انتظار لپاره مړه شول. د ملګرو ملتو د راپور له مخې چې تېره... Читать дальше...

چارواکي: د سمنګان - بغلان پر لاره ٢ مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان پولیس وایي، د سمنګان-بغلان د لارې په اوږدو دوه تنه مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوې دي.  د بغلان د امنیه قومانداني ویاند احمد جاوید بشار ازادي راډیو ته وویل، پر دې کسانو امنیتي ځواکنو پرون ناوخته هغه وخت برید وکړ چې دوی د مسافرو له موترو پیسې اخیستې.  د بغلان-سمنګان لاره په شمال کې یوه له ناامنه لارو څخه ده.

د ناټو د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کوي. دا دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې پیلېږي، چې د دغه پوځي تړون ماموریت په افغانستان کې ستونزمن شوی دی، ځکه چې د دې تړون مهم غړی د امریکا متحد ایالات غواړي چې د جنوري تر پنځلسمې له خپلو څلور نیم زره پوځیانو څخه دوه زره له افغانستانه وباسي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې وویل: "هیڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې تر اړتیا زیات پاتې شي، په راتلونکو میاشتو کې به خپل حضور حالاتو ته په کتو وارزوو، په یوه سخته دوه لارې... Читать дальше...

د پلازمېنې کابل ککړه هوا د ښاریانو لپاره تدریجي مرګ

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په را رسېدو سره په کابل کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې چې خلکو ته یې د ساه لندي ناروغۍ پیدا کړي. د ماشوم د روغتیا د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، په تیره میاشت کې شاوخوا ۶۰ ماشومان د هوا د ککړتیا له امله د ورپېښو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې:

ککړه هوا؛ کابل کې له ۶۱۴ ثبتو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

‎د ژمي په راتګ سره په پلازمېنه کې د سونګ توکو له امله د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې. ‎د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د هوا د ککړتیا ستر لامل په لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو کې د خونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو کارول بولي. ‎کاظم همایون وايي، له ۶۱۴ ثبت شویو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي دي. ‎له دې سره ماشومانو لپاره د اندراګاندي د روغتیا انسټیټیوټ روغتون مسوولین وایي، په دې وروستیو کې د کابل د ککړې هوا له امله په ماشومانو کې د سینه بغل او ساه لنډۍ ناروغۍ هم زیاتې شوې دي. ‎ناجیه صافۍ... Читать дальше...

ولسي جرګې ته ۵ نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک نوماند خپل پلانونه تشریح کړل

Pa.azadiradio.com 

د پوهنې وزارت نوماندې رنګینه حمیدي، د عامې روغتیا وزارت نوماند احمد جواد عثماني، د کلیو او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي، د اقتصاد وزارت نوماندې کریمه حامد فاریابي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت نوماند محب الله صمیم او د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۱مه) ولسي جرګې ته د باور رایې اخېستو لپاره خپل کاري پلانونونه د خلکو له استازو سره شریک کړل.   دوی تر ډېره په خپلو ادارو کې د اصلاحاتو، له فساد سره مبارزې او د روڼتیا په راوستو ټینګار درلود، خو د دوی له‌منځه د... Читать дальше...

ارزګان کې د یوې کورنۍ ۴ بې وزله نابینایان د سولې هېلې پالي

Pa.azadiradio.com 

په یوه کورنۍ کې څلور نابینایان دي چې د بې وزلۍ سربېره زړه کې د سولې هېلې پالي. د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په یوه کورنۍ کې څلور نابینایان دي خو هر نابینا يې ځان ته ځانګړې وړتیاوې او استعداد لري. دا کورنۍ چې سخته بې وزلې ده، سوله یې یوازینۍ هیله ده. دا کورنۍ که څه هم زیات غریب ده خو د هر یو پر زړه یوازینی ارمان سوله ده. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

ميدان وردګ چارواکي: طالبانو نيول شوي پاتې ١١ کسان خوشې کړل

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ چارواکي، د هغو پاتې یولسو کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې له خپلو نورو ملګرو سره وسله والو کسانو له ځانه سره بیولي وو. د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي نن سهار آزادي راډیو ته قومي مشرانو د دغو کسانو په خوشې کېدو کې رول لوبولی دی. هغه زياتوي: "تېره شپه د میدان وردګ ولایت د علماوو ، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب او ولایتي اداري په هڅو پاتې یوولس کسان هم له خپلو کورنیو سره یوځای شول."  د لیندۍ پر ۵ نېټه د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې ټول ۲۸ کسان... Читать дальше...

"مودیرنا" شرکت غواړي د کرونا ضد واکسین یې منظور او په امریکایانو پلی شي

Pa.azadiradio.com 

امریکایي مودیرنا شرکت له امریکایي تنظیمونکو غوښتي چې سمدستي ورته اجازه ورکړي چې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین تولید او خلکو ته ورکړل شي. د درمل جوړولو دې شرکت دغه غوښتنلیک پرون دوشنبې(د لیندۍ ۱۰) د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته وړاندې کړی دی. د مودیرنا اجرائیوي رئیس سټیفان بینسل وویل، که د خوړو او درملو اداره یې له غوښتنلیک سره موافقه وکړي چې د کرونا د ویروس پر وړاندې د دوی د شرکت له خوا جوړ شوی واکسین خوندي او اغېزمن دی، نو د روانې ډسمبر میاشتې تر نیمایي پورې په میلیونونو امریکایانو ته د دغه واکسین دوه دوزه ورکړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман: Путин продолжает играть в хоккей для поддержания спортивной формы





Rss.plus
Опера

Благотворительный Вечер в «Геликон-Опера»: Искусство во Имя Добра




Где можно искупаться в Москве и Подмосковье?

С. ОСЕТИЯ. Глава североосетинского села подозревается в мошенничестве

Дептранс: в метро Москвы всех пассажиров вывели из поезда на станцию

Источник назвал короткое замыкание причиной задымления в метро Москвы




د ډونالډ ټرمپ يوه سلاکار استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

هغه ډاکټر چې د کرونا ویروس د خطر د څرنګوالي په اړه یې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مشورې ورکولې، له دندې استعفی وکړه. ولسمشر ټرمپ ته د ډاکټر سکاټ اتلاس مشورې په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې ټیم له نظریو سره په ټکر کې وې. نوموړي د کرونا ویروس د خپرېدو د کنټرول لپاره د قرنطین مودې پر اوږدولو، د ښونځیو پر تړلو او د ماسک اغوستلو پر اهمیت شک ښوده.  د امریکا د ساري ناروغیو وتلي متخصص انتونیو فوچې د ډاکټر اتلاس پر هغو معلوماتو انتقاد کاوه چې ولسمشر ټرمپ ته یې ورکول.  ښاغلي فوچي، هغه معلومات ناسم او ګمراه کوونکي بلل. Читать дальше...

میندې باید له زېږون وروسته کوم ټکي باید پام کې ونیسي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د ښځو لپاره ځانګړی پروګرام "نیمه نړۍ" د خپرونې موضع د میندو لپاره له زېږون وروسته ته اړین ټکي دي که په پام کې ونه نیول شي د مور روغتیا ته ضرر رسولی شي. یو شمېر میندې د زېږون نه وروسته ځان ته پاملرنه نه کوي او دا موضوع اړینه نه بولي. د زېږون نه وروسته باید میندې کومې روغتیایې توصیې په پام کې ونیسي چې په راتلونکې کې یې له امله د احتمالي جانبي عوارضو نه خپله روغتیا په امان کې وساتي؟   هغه کوم جانبي عوارض دي چې د زېږون نه وروسته د کورنیو د بې پروایي له امله یوې مور ته پیدا کېدای... Читать дальше...

هرات کې د ګبینو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰  ټنو ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د ګبینو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېده.  د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات ولایت په کچه د ګبینو یا شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري چې له یادو فارمونو  سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه ګبین تولید شوي دي.  هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي.  د دې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي. Читать дальше...

پاکستان کُرمه کې افغانستان سره پر کرښه ګډ مارکیټونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره په ګډه کرښه کې د کُرمې ايجنسۍ په شهيدانو ډنډ سيمه کې ۱۲ ګډ سوداګريز مارکېټونه جوړ کړى. په کابل کې د دې هېواد سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دغه مارکېټونه به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې جوړ شي او دا به يوه ازمايښتي پروژه وي. اعلامیه وايي، دا کار به د دواړو خواوو ترمنځ د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د توکو د قاچاقو مخنیوي کې به هم ګټور ثابت شي. د پاکستان د سفارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې دغه هېواد د دې کار په هدف له افغانستان سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي. Читать дальше...

"د ولسمشر غني مخالفت د افغان مذاکراتي پلاوي په منځ کې درز رامنځته کړی"

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې په مسایلو په ځانګړي ډول په دې اړه د ولسمشر غني د وروستي دریځ او د کابل ښار د ککړې هوا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسير ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په اشارې سره لیکي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. په سرمقاله کې راغلي، د جینیوا غونډې وړاندې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې د خبرو په اجنډا توافق ته رسېدلي وو او په ټیټه کچه لاسلیک هم شوی و، چې یوه کاپي یې د قطر حکومت ته سپارل شوې وه. سرمقاله لیکونکی وړاندې... Читать дальше...

عبدالعزيز: د ٦ زامنو درد او ناروغۍ مې ټوله کورنۍ نارامه کړې

Pa.azadiradio.com 

مولوي عبدالعزیز هغه پلار چې شپږ زامن يې د وينې د سپينو کرویاتو د کمۍ په ناروغۍ اخته دي. مولوي عبدالعزیز وايي، د بچو د درد او ناروغۍ له امله يي ټوله کورنۍ نا ارامه ده. هغه وايي، د اولادونو چغې اورې او ستونزې يې په خپلو سترګو ګوري خو د درلمنې وس يي نه لري. دوى د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ ټنټیل کې اوسېږي. د مولوي عبدالعزيز زامن هر یو د رغېدو او د روښانه راتلونکې په هیله دي، خو کورنۍ يې د درملنې وس نه لري. شاکرالله ۲۵ کلن او د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د انګليسي څانګې د دریم کال محصل دی. Читать дальше...



Москва

Грубая фальсификация Баку: Уничтожающий собственный народ Азербайджан обвиняет армян


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 1 июня начнется фестиваль «Лето в Москве. Все на улицу!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Андрей Рублёв

Вице-президент ФТР Селиваненко: у Рублева не пошла игра с Арнальди



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Зомби-экшен Zombiehood позволяет погрузиться в эпоху 90-х



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России