له اندېښنو سره ګډ د صلصال دنبورې غږ
د صلصال موسيقي ډله چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه يیز موسیقۍ مینه والو ته موسیقي غږوي، وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ، دوی د خپلو هنري کارونو دوام ته اندېښمن کړي دي. نور په راپور کې:
د صلصال موسيقي ډله چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه يیز موسیقۍ مینه والو ته موسیقي غږوي، وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ، دوی د خپلو هنري کارونو دوام ته اندېښمن کړي دي. نور په راپور کې:
د ایران شمال لویدیځه برخه نن یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په اندازه ۴،۵ ښودل شوی، ولړزوله. د ایران ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د دغې زلزلې مرکز ترکیې پولې ته نږدې د اذربایجان لویدیځ د قطور سیمه کې پنځه کیلومتره ترځمکې لاندې و. تراوسه د احتمالي اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ننګرهار لسګونه کسانو په یوه اعتراضیه غونډه کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنک د یو مشر علي وزیر نیول کېدل وغندل. هغوى غوښتنه وکړه، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر علي وزیر خوشې کړي. دوی د پاکستان پر حکومت تور پورې کاوه چې د ډیورنډ کرښې اغاړه وسله وال او سخت دریځې ډلې پالي او هغه ولسي او مدني حرکتونه ځپي، چې د دې چارې پر ضد غږ پورته کوي. د دې اعتراضي غونډې یو برخه وال شریف الله ناصري وایي، د پاکستان د پارلمان د یو منتخب غړي دا ډول نیول د ډیموکراسۍ ضد کړنه ده. Читать дальше...
د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې نن بیا معترضانو په یوه لاریون کې له قدرته د الکساندر لوکاشينکا د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د ازادي راډیو د بېلاروس څانګې د راپور له مخې نن د پلازمېنې مینسک په څو سیمو کې مظاهرې وشوې خو د ګډونوالو شمېر یې کم و. تراوسه نه دي ویل شوي، چې د بلوا ضد پولیسو دې نن څوک نیولي وي. د اګست له نهمې، له کله چې لوکاشينکا د ولسمشرۍ د ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، نژدې هره ورځ په دې هېواد کې مظاهرې کېږي. اپوزیسیون دغه انتخابات له درغلۍ ډک بللي دي. د ملګروملتونو... Читать дальше...
د افغانستان د خبریالانو د دفاع او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، له رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز د اساسي قانون خلاف عمل دی. د حکومت دا پرېکړه، چې ولایتي ویاندویانو یې له رسنیو سره له خبرو منع کړي، له نیوکو سره مخ شوې ده. د افغانستان د خبریالانود دفاع او رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل بولي او وايي، چې په دې سره به معلوماتو ته لاسرسی چې لا دمخه ستونزمن دی نور هم سخت شي. د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر سبا دوشنبې تاجکستان ته ځي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې دغه سفر د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع او د همکاریو د پیاوړتیا د راجلبولو په هدف ترسره کېږي. ټاکل شوې، چې ښاغلی عبدالله به په دې سفرکې د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمن، د دې هېواد له صدراعظم، د بهرنیو چارو له وزیراو يو شمېر نورو جګپوړیو چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ اعلان کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، د لوبغاړو دغه نوملړ په تمریني کمپ کې د ګډون په هدف اعلان شوی. نوموړي وویل چې یاد ٩ ورځنی تمریني کمپ د ٢٠٢٠ کال د ډسمبر له ٢١مې تر ٣٠مې نېټې په اماراتو کې ترسره کېږي. ښاغلی مشعوف وایي، په دغه تمریني کمپ کې ٢٤ لوبغاړي ګډون کوي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام او اسیایي جام سیالیو په دوام کې په ترتیب سره د مارچ په میاشت کې بنګلهدېش او عمان ته ولاړه شي.
اېم اېس ډوني، روهېت شرما او ویرات کولي له هغو درېیو لوبغاړو دي چې د هندوستان په «IPL» کې تر نورو ډېرې پیسې ګټلې دي. اېم اېس ډوني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ای پي اېل کې لوبېږي او د چینای سوپرکېنګز لوبډلهیې رهبري کړې ده، د ای پي اېل له طریقه ۱۳۷ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي. روهېت شرما چې د ممبيي انډینز لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی، پنځه ځلې یې د ای پي اېل اتلولۍ ګټلې دي. ده د آی پي اېل له لارې ۱۳۱ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي. ویرات کولي چې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی، د کرکټ نړۍ کې مشهور لوبغاړی دی. Читать дальше...
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، له خپلې دندې لیرې کړای شوې ده. اغلې سمر نن ازادي راډیو ته وویل چې د دندې د لیرې کېدو په اړه ورسره هېڅ تماس نهدی نیول شوی او نه هم ورسره مشوره شوې ده. د هغې په وینا له تېر یو نیم کال راهیسې چې د دغه وزارت د ایجادولو اعلان شوی، پر تشکیلاتو هم کار نهدی شوی. سیما سمر شااوخوا یو نیم کال مخکې په دغه دنده ټاکل شوې او تر هغې مخکې یې شااوخوا ۱۷ کاله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړې وه.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ مشکوکي پیښې ارزول شوي چې له دې ډلې ۱۴۱ یې مثبتې دي. د دې وزارت د رسمي شمېرو له مخې په یاده موده کې په کرونا ویروس اخته ۲۰ کسان مړه او ۳۵۹ نور بیا بېرته ترې روغ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وايي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ پیښې ارزول... Читать дальше...
د سکانو ګوردواره یا عبادتځای ته په ناببره ورتګ سره صدراعظم نریندرا مودي خلک هک حیران کړل. هغه په ګوردواره کې له نورو سره یوځای د احترام مراتب پرځای کړل او بیا یې هلته له ورغلو کسانو سره عکسونه واخیستل. دا په داسې حال کې ده، چې د سکانو پراخې ډلې، د صدراعظم مودي د زراعتي اصلاحاتو پر خلاف د مظاهرو رهبري کوي. په هندوستان کې دننه او بهر سکان د کرنیزو مارکېټونو د مقرراتو د فسخه کېدو خلاف دي. دوی وايي، دا کار کروندګر په مالي لحاظ زیانمنوي او زیاته مالي ګټه خصوصي شرکتونو ته رسوي. په سپټمبر میاشت... Читать дальше...
په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو په کندز کې په لاره کې د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې په هوایي برید کې د دې ډلې د اوو غړو د وژلو خبر ورکوي. د دې قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د کوتل ارګنګ په سیمه کې د ملکي وګړو موټر درول او پیسې یې ورڅخه اخیستې. ښاغلی جمال زیاتوي: "د هېواد هوایي ځواکونو د دغې ډلې د پیسو اخیستو پر ځای برید وکړ چې په نتیجه کې یې اووه طالب ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي." د ښاغلي جمال په وینا په... Читать дальше...
د افغانستان د ولایتونو ویاندویان له رسنیو سره له خبرو کولو منع شول. د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ویاندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو له دې وروسته به د خپلو ولایتونو اړوند ټول معلومات راټولوي او هغه به والیانو ته سپاري. د دې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "د دوی (ویندویانو)... Читать дальше...
د لیندۍ/ قوس میاشتې وروستۍ شپه، د یلدا شپه چې د افغانانو په فرهنګ کې ځانګړی ځای لري، هغه شپه ده چې د لیندۍ میاشتۍ د وروستۍ نېټې د لمر پرېوتو څخه پیل او د جدي میاشې د لومړۍ ورځې تر لمر خاته پورې دوام مومي. دغه شپه د «چله» په نوم هم یادېږي چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده. فرهنګ پوهان وايي، د یلدا د کلېمې ریښه سریاني ژبې پورې رسېږي، سریاني هغه ژبه چې په مصر او شااوخوا سیمو کې پرې خبرې کېږي. لرغون پېژندونکي وايي، د سریاني ژبې ویونکي عراق، خراسان، ختیځ روم او نورو سیمو ته کډه شول او ګمان کېږي چې د یلدا ویئ (لفظ)، له همدغې ژبې پاتې شوی دی. Читать дальше...
په جلالاباد ښار کې نن د یوې چاودنې په ترڅ کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس نیمې بجې د جلالاباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند په امېد اباد سیمه کې یو ماین د پوليس په یوه رنجر موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې یو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پېښې مسؤلیت لا تر دې دمه چا نهدی منلی.
د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ له یوه انسانه بل ته انتقالېږي، په اروپا کې د خطر د زنګ د وهلو سبب شوی دی. د بریتانیا صدراعظم پرون په لندن او د انګلستان په نورو برخو کې چې شااوخوا ۱۶ ملیونه وګړي پهکې مېشت دي، د سختو محدودیتونو اعلان وکړ. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د دغه هېواد ساینسپوهان وايي د کرونا ویروس نوې بڼه د مخکېنۍ هغې پرتله ۷۰ سلنه د انتقال وړ ده. بلخوا روغتیايي متخصصان وايي داسې شواهد نهشته چې څرګنده کړي، د ویروس نوې بڼه دې د زیاتو کسانو د مړینې یا شدیدې ناروغۍ سبب شوې وي. Читать дальше...
په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې چاودنې. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د کابل د پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان مېنې سیمه کې د شوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. مسعود اندرابي چې د یکشنبې په ورځ له چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې په ټپیانو کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ هم شامل دی. ښاغلي اندرابي زیاته کړه: "په دغه چاودنه کې زموږ نهه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ارزګان د والي دفتر وايي، په دې ولایت کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، لسګونه وسلهوال طالبان په دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. ساحل په عین حال کې ومنله چې د دهراوود ولسوالۍ بازار لا هم د طالبانو په لاس کې دی، خو د ده په وینا د بازار د بېرته نیولو لپاره به عملیات ژر پیل شي. طالبانو تر اوسه پورې د مرګژوبلو په اړه د ارزګان د والي د ویاند د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نویو ښوونځیو جوړېدو ته په اشارې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او په دې لړ کې کېدونکې معاملې ته اندېښنه ښودلې لیکلي چې په دې معامله کې پاکستان لویې ګټې لري. وړاندې راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو په بدل کې به پاکستان له افغان حکومت سره داسې هوکړه وکړي چې هم خپل بندیان خوشې او هم د امریکا اعتماد خپل کړي. د لیکوال په باور د تاوتریخوالي... Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم سر له نن څخه په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه اعلان کړل. بورېس جانسون دا بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړل چې په دغه هېواد کې د کرونا یوه نوي ډول چې ډېر ژر سرایت کوي، په اروپا کې د خطر زنګونه کړنګولي دي. صدراعظم جانسون او بریتانیايي متخصصانو ویلي چې د کرونا دا نوی ډول تر لومړني هغه په سلو کې ۷۰ ډېر سرایت کوي. دا ویروس لومړی پلا د سپټمبر په نیمايي کې د انګلستان یا انګلنډ په جنوب ختیځ کې څرګند شو او اوس په لندن کې ډېر دی. د بریتانیا... Читать дальше...
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د انرژۍ او چاپېریال لپاره خپل ټیمونه څرګند کړل، ویېویل چې دا ټیمونه به د اقلیم لپاره موجود ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره د ده د حکومت د لوی پلان برخه وي. بایډن د ډیلاوېر ایالت په مرکز ویلمینګټن کې یوې غونډې ته وویل، اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسئلې به د ده په حکومت کې مرکزي ځای ولري. ده خلکو ته په خطاب کې وویل، هماغه راز چې باید د کرونا په وړاندې ځواب ته یو موټی واوسي د اقلیمي بدلون په وړاندې ځواب ته هم یووالی پهکار دی. بایډن ویلي چې د امریکا متحده ایالات به بېرته د اقلیم په اړه د پاریس تړون ته وروګرځي.
د امریکا متحده ایالات غواړي چې په روسیه کې خپلې وروستۍ دوه پاتې قونسلګرۍ بندې کړي او یوازې په مسکو کې سفارت پرېږدي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) دا پرېکړه په داسې حال کې تأیید کړه چې د امریکا او روسیې اړیکې په خرابېدو دي. دغه وزارت وویل چې د روسیې د لیرې ختیځ په ویلادي واستوک او همداراز د دغه هېواد په څلورم ستر ښار یکاتیرین بورګ کې د خپلو قونسلګریو فعالیت دروي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په مسکو کې د سفیر جان سلیفان په مشوره پرېکړه وکړه چې دواړه قونسلګرۍ بندې کړي.
د امریکا ولسمشر په متحده ایالاتو کې وروستی سایبري برید او د هغه اغېز کم اهمیته وباله، خو په دې اړهیې شکونه پیدا کړل چې روسیه د دې برید تر شا ده او که نه. ډونالد ټرمپ پرون پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل "په جعلي رسنیو کې سایبري هک کول، تر ډېره له واقعیته لیرې وي". هغه لیکلي، هره پېښه چې کېږي اول پهکې د روسیې یادونه کېږي، خو په خبرهیې دا احتمال هم شته چې د چین کار وي. د ټرمپ دا خبرې چې ګواکې چین دې د دغه سایبري برید تر شا وي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو او یو شمېر امریکایي قانون جوړوونکو له څرګندونو سره په مخالفت کې دي. Читать дальше...
بریتانیا کې د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره هممهاله صدراعظم اعلان کړی چې د کرېسمس په تړاو راټولېدنې باید دوام ونهکړي. بورېس جانسون پرون په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، په لندن ښار او د دغه هېواد په یو شمېر نورو جنوبي سیمو کې باید هغه پلورنځي وتړل شي چې پرانیستلیې اړین نهدي. ښاغلی جانسون زیاتوي: "موږ د دغې وبا پر مهال ویلي چې باید د پوهې په وسیله لارښوونه راته وشي، کله چې پوهه بدلون مومي، موږ باید خپل ځواب هم بدل کړو، کله چې ویروس د برید لاره بدلوي، موږ باید د دفاع لاره بدله کړو، زه ستاسو... Читать дальше...
د ارمنستان خلکو پرون د هغو کسانو لپاره درې ورځې ماتم اعلان کړ چې د نګورنو قرهباغ پر سر د شپږو اوونیو اوږدې جګړه کې وژل شوي دي. پرون د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان چې ماسکیې تړلی و، د هغو زرګونه کسانو په منځ کې ولیدل شو چې پلازمېنه ایروان کې راټول شوي وو. پولیسو مظاهرهچیان تیت او پرک کړل او له دې سرهیې پاشنیان ته د ګډون لاره هواره کړه. مظاهرهچیانو هڅه کوله چې پاشینیان په هګیو وولي، خو امنیتي ځواکونه د هغه سپر شوي وو. تېره ورځ ناوخته د ارمنستان د اپوزېسیون شاوخوا ۲۰ زرو پلویانو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости