Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 04.08.2021

ځینو افغان ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو شمېر افغان ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو د ملاتړ اعلان. دغه ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغان خاورې حقیقي ساتونکي دي او په دې برخه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د افغانستان د پنځه ګونو ورزشي فدراسیونونو رئیس خوشحال سروري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۳» په دې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، افغان ورزشکاران په یو غږ له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. ښاغلی سروري زیاتوي: "ټول ورزشکاران چې نن دلته... Читать дальше...

چارواکي: زابل او ننګرهار کې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي چارواکي وايي، په زابل او ننګرهار کې یې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.  دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ ۲۰ تنه مخالف وسله‌وال د زابل ولایت مرکز ته څېرمه په ترنَک او جلدک سیمو کې په نښه کړل چې ۸ یې ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.  له بلې‌خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.  په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي او یو ټپي دی. Читать дальше...

شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې حمله کې ۸ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې ۸ تنه وژل شوي دي. د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن/ چهارشنبه وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي. ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو د حملې په نتیجه کې ۸ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. اکثره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي دي. د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و چې په ۵ ساعتونو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ووژل شول."  وسله‌والو طالبانو د دې موټربم او وسله‌وال برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. Читать дальше...



بشر حقونو کمېسیون: په کور دننه بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر نږدې ۷۵ سلنه زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي. د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپل نوي راپور کې په کور دننه د بې‌ځایه شویو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي. دا کمېسیون وايي، یوازې د تېرو دوو کلونو د ناامنۍ او جګړو له امله نږدې ۵ ملیونه خلک بې‌ځایه شوي، داسې مهال چې دا شمېره په ۱۳۹۴ کال کې یو ملیون او ۲۵۰ زرو ته رسېده. د دې دوو شمېرو پرتلنه، په کور دننه د بې‌ځایه شویو په شمېرو کې ۷۴،۸ سلنه زیاتوالی ښيي. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې زیاته شوې وروستیو... Читать дальше...

د کابل د سه شنبې د شپې چاودنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سه شنبې په ورځ د کابل د لسمې حوزې په شیرپور سیمه کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست بسم الله محمدي د کور مخې ته په چاودنه کې د یوې میرمنې په ګډون اته تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډیر نور ټپیان شوي دي. د پېښې مسوولیت طالبانو منلی دی.

د ۲۰۹م شاهین قول اردو: د بامیانو لپاره د طالبانو والي وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بامیان ولایت لپاره یې د وسله والو طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې مولوي انس د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.  د ده په ادعا په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي انس وژل کېدا رد کړې ده.

امریکا: د ایران اټمي موافقې په اړه د خبرو ۷م پړاو کې ګډون ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن تیار دی چې په ویانا کې د ایران د اټمي موافقې په اړه د خبرو اترو په اووم پړاو کې ګډون وکړي.  د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، په زغرده یې ویلي چې لا هم په دې باور دی چې د تل لپاره او په حقیقي معنی د اټمي وسلې له ترلاسه کولو د ایران راګرځول یې په ګټه دي او خبرې اترې په دې برخه کې تر ټولو اغېزمنه لار ده.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران حکومت باید په خپل سیستم کې دننه پرېکړه وکړي چې کومه لار غوره کوي؟  ده دا هم وویل چې ټول په... Читать дальше...

بریتانیا: عمان خلیج کې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې په عمان خلیج کې د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نژدې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي دي.   هغوی وروسته له دې ووتل چې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د امنیت ادارې تېره شپه د بیړۍ تښتول کېدو د احتمال خبر ورکړ.  لوېډ لېست او دریاد ګلوبل شرکتونو ویلي چې تښتونکو غوښتل چې هغه بېړۍ وتښتوي چې قیر په کې بار وو او د پاناما بیرغ پرې ځوړند و.



چارواکي: کابل کې نننۍ چاودنې ۳ تنه ژوبل کړل؛ پرونی برید طالبانو کړی

Pa.azadiradio.com 

کابل کې نن بله چاودنه وشوه او د لومړنیو راپورونو له مخې، درې تنه په کې ژوبل شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز فرانس پریس اژانس ته ویلي، دا چاودنه د شهیدانو د ورثه وو او معلولانو وزارت ته نژدې شوې او په ترڅ کې یې درې تنه ژوبل شوي دي. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې. هاخوا  د کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې د ۵ بریدګرو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.  د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر پای ومومي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په دوام، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هر څه ژر د دې وضعیت د پای غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې روان تاوتریخوالی غندلی او له ښکېلو لوریو غواړي چې په بېړني ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي. د ملګرو ملتونو امنیت په روانه جګړه کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې او زیاتوي، د دوی او ملکي افغانانو پر وړاندې قصدي بریدونه ښايي جنګي جنایت وبلل شي. دې سازمان پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې پروسه کې په معنی لرونکي ډول... Читать дальше...

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره: ۳۰ سلنه عواید زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې د تېر لمریز کال د وروستو څلورو میاشتو پرتله یې عواید په سلو کې ۳۰ سلنه زیات شوي دي. د دغې ادارې د اعلامیې له مخې، د ۱۴۰۰ کال له حمل تر سرطان میاشتې پورې یې  ۲،۴ میلیاره افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې دا په ټاکلي موده کې د تېرو ۲ کالو د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده. د ملکي هوايي چلند اداره وايي، که څه هم د کرونا وبا له خپرېدو سره د پروازونو شمېر کم شوی او هم د مسافرو د تګ راتګ کچه ټيټه وه، خو بيا هم د هوايي چلند ادارې د نوي رهبرۍ او همکارانو... Читать дальше...

الکوزی: د توکو د بیو لوړوالي سره-سره د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، که څه هم په بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، خو په کافي اندازه خوراکي او نور توکي موجود دي. د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې په بازارونو کې د بیو له لوړوالي سره ــ سره  بیا هم د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته: "د افغانستان روان وضعیت په بازار منفي اغېز کړی، لس تر پنځلس سلنه په بازار کې توکي ګران شوي، خو مواد او خوراکي توکي شته او رسېږي، د لوږې هېڅ وېره نشته." نوموړی زیاتوي چې د بیو د لوړېدو لوی... Читать дальше...

امریکا بې وزله هېوادونو ته د کرونا واکسین د استولو لړۍ‎ پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو د نړۍ د کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین د ۵۰۰ میلیونه ډوزه د استولو لړۍ‎ پیل کړه.  په دې کې د فایزر او بایو این ټیک واکسینونه شامل دي چې سلو هېوادونو ته استول کېږي. دا مرسته ولسمشر جو بایډن پرون د اګسټ په درېیمه اعلان کړه، ویې ویل متحدو ایالاتونو لا مخکې ۶۵ هېوادونو ته د دې واکسین د ۱۱۰ میلیونه ستنو مرسته استولې ده.  ملګرو ملتونو ویلي چې د کرونا ضد واکسین دا کچه د هغې مرستې پرتله لوړه ده چې د روسیې او چین په ګډون ۲۴ نورو هېوادونو په ګډه کړې ده. Читать дальше...

چارواکي: جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په مرکز جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیولی دی.  د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن چهارشنبې خپور شو ویلي، تورن کس په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.  روان کال د وري یا حمل په ۱۰مه نېټه په جلال‌اباد ښار کې درې واکسیناتورانې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شوې.  د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په بیان کې راغلي دي چې نیول شوی تورن، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هدفي وژنو... Читать дальше...

د روان وضعیت په اړه له ملګرو ملتونو نه د افغانستان غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د روان حالت په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر دا غوښتنه پرون سې شنبې له خپله هندي سیال اېس جی شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه. هند اوس مهال د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.  د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې ښاغلي اتمر د هغو بریدونو په اړه چې د افغانستان د عام ولس د وژنې او بې ځایه کېدو لامل کېږي له خپل هندي سیال سره خبرې وکړې. بیان زیاتوي چې... Читать дальше...

هشت صبح: د 'الله اکبر' نارې طالبانو پر وړاندې د خلکو د نفرت غبرګون و

Pa.azadiradio.com 

له کابله چاپېدونکو ورځپاڼو تر ډېره د سولې په نامعلوم برخلیک، د جګړې په روان وضعیت او د ولس په غبرګونونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی. هشت صبح هشت صبح لیکلي، افغانانو انتخاب کړی چې د طالبانو زور، ظلم او ستم ته نه تسلیمېږي، که دغه ډله د سولې د دروازې له لارې ټولنې ته داخله شي، د خلکو له تود هرکلي سره به مخ شي. په سرمقاله کې راغلي، طالبانو اوس د جګړې لاره خپله کړې، په لویو ښارونو یې بریدونه کړي چې ورسره وینه بهېدنه زیاته شوې ده چې تر ډېره یې زیان ملکیانو ته اوړي. Читать дальше...

چارواکي: کابل کې د تېرې شپې حمله د ۴ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شیرپور کې د افغانستان د سرپرست دفاع وزیر د کور مخې ته د تېرې شپې برید د څلورو بریدګرو په مړینه پای ته ورسېد.  د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې نورو خلکو ته زیان نه دی اوښتی. خو سرپرست دفاع وزیر بسم الله محمدي تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په برید کې څو سرتېري ټپیان شوي دي. محمدي زیاته کړه: "په دې پېښه کې د خدای په مرحمت زه او زما د کورنۍ غړي نه یو زیانمن شوي. خو له بده مرغه زما یو شمېر ساتونکي ټپیان شوي دي."  فرانس پرېس... Читать дальше...

خلیلزاد: افغان دولت او طالبان دې د نوي حکومت لپاره پر یوه فورمول وغږیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دواړه لوري هم د افغانستان دولت او هم طالبان باید د یوه نوي حکومت د جوړېدو پر فورمول بحث وکړي.  خلیلزاد په دې اړه پرون سې شنبه (د زمري ۱۲مه) له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه داسې وویل: "باید د شوروي له وتلو وروسته هغه تېروتنه د بیا ځل لپاره تکرار نه شي. هغه مهال هم د یوې سترې بریا یعنې د شوروي قواوو له وتلو وروسته، یوه ستره ناکامي یعنې کورنۍ جګړه د هغه ځای ناستې شوه. اوس هغه وخت رسېدلی چې یوه سیاسي هوکړه یې ځای خپل کړي... Читать дальше...

د سید اباد ولسوال پر وژل کېدو د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې خپګان

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوال پر وژل کېدو خپګان څرګند کړ. د سید اباد ولسوال، امیر محمد ملکزی پرون سې شنبه (د زمري ۱۲مه) مازېګر د کابل په خوشال خان مېنه کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په یوه اعلامیه کې ویلي، د سید اباد ولسوالۍ لپاره د امیر محمد ملکزي خدمتونه نه هېرېدونکي دي. د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова про дочь: «В семье Вдовина она не может быть любимым ребенком. Там сложные отношения»





Rss.plus
Бизнес

Бизнес в объективе. На столичных вокзалах открылась мультимедийная выставка




PRO-тренды: точки роста внутреннего туризма

В Хакасии женщина катала подругу на крыше машины, а потом случайно ее переехала

Двух детей на самокате сбили при попытке пересечь Волгоградский проспект в Москве

Разнообразие дизайнов и размеров инженерной доски в "Планете Паркета"




کندهار والي: طالبانو سلګونه کسان نیولي او د کرښې هاخوا یې زنداني کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار والي وايي، وسله والو طالبانو د غچ­ اخیستنې د حملو په لړ کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسان نیولي او د کرښې هاخوا یې په زندانونو کې ساتي. روح اله خان زاده، پرون ناوخته ملي ټلوېزیون ته په خبرو کې وویل، تر اوسه د ۴۰ کسانو جسدونه تثبیت شوي دي: "په سلګونو کسان لادرکه دي، خو مړي د ټولو نه دي موندل شوي. یوازې د ۴۰ او ۴۵ ترمنځ مړي پیدا شوي دي. هغه معلومات چې زه لرم دغه نیول شوي کسان له پولې اړول شوي او هلته زندانیان دي. اکثریت یې د دولت سرتېري او کار کوونکي وو." په همدې اړه په کابل کې... Читать дальше...

شهرزاد اکبر او غلام محمد اسحاقزي د افغان جګړې پر شدت بحث وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي سره په افغانستان کې د بشري وضعیت په باب خبرې وکړې. شهرزاد اکبر او غلام محمد اسحاقزي پرون د جګړې د شدت پر زیاتېدو، پر ملکیانو یې پر ناوړه اغېزو هم بحث وکړ. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه ټویټ کې ویلي چې دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د حقیقت موندنې د یوه ماموریت د اړتیا پر موضوع هم په خپلو کې خبرې وکړې. د بشري حقونو پر وضعیت په داسې حال کې خبرې کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو... Читать дальше...

ناټو سږ له افغان ځواکونو سره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

ناټو وايي، په ۲۰۲۱میلادي کال کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو مرسته کړې ده. د ناټو په پرونۍ اعلامیه کې راغلي چې په دغو مرستو کې طبي وسایل، د بمونو د شنډولو وسایط او دستګاوې شاملې دي. په اعلامیه کې راغلي چې د مرستو وروستۍ بسته تېره دوشنبه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده. د ناټو یوه ویاند دایلَن وایټ د افغانستان اوسنی وضعیت له چلنجونو ډک وباله او ویې ویل چې له افغانستانه به د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره- سره له افغانستان او د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو د دوی ملاتړ دوام کوي. Читать дальше...

ولسمشر غني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا وغږېد

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا خبرې وکړې. ارګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړو مشرانو پرون په ټیلیفوني تماس کې د وسله والو طالبانو روانې حملې هم وغندلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نېډ پرایس وویل چې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکا د ملاتړ پر تعهد بیا ټینګار وکړ. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. د امنیت شورا... Читать дальше...

هلمند کې جګړه؛ افغان هوايي ځواک د امریکا په ملاتړ پر لښکرګاه درنې حملې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د جګړو دوام، دغه ښار په یوه چوپتیا کې ډوب کړی، خو هغه څه چې اورېدل کېږي، د وسلو د ډزو او بمباریو غږونه دي. د لښکرګاه اوسېدونکی بهاالدین خان وايي، په دې ښار کې د ده په څېر ګڼ کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي: "غواړم له دې ښاره مهاجر شوم. ټول مسلمانان لاړل. له هوا بمبار کېږي پر لارو  هم طالبان دي، وضعیت خراب دی. وضعیت ښه نه دی." د لښکرګاه بل اوسېدونکی حاجي میرویس وايي، روان وضعیت او وسله والو شخړو په زرګونو کسان بې کوره کړي دي. هغه د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل... Читать дальше...

افغان جګړه پوځي حل نه لري؛ وېلسن: طالبان دې د جګړې ډګر کې هم قانع شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي دي چې طالبان دې نه یوازې خبرو اترو ته د هڅونې له لارې، بلکې د جګړې په ډګر کې دې هم قانع شي، ځکه د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.   ښاغلي وېلسن ټینګار وکړ چې هیواد به یې په بهر کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، په ځانګړي ډول د افغانستان د هوایي ځواک روزنې ته دوام ورکوي. بشپړه ویډیويي مرکه دلته وګورئ:



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Земфира

Земфира Алиева из Новосибирска стала звездой шоу про главных атлетов страны




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Мирра Андреева обыграла представительницу Франции Грачеву на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России