د ځوانانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له '۶۷ سلنه زیات' وګړي له ۲۴ کلونو کم عمر لري
په افغانستان کې وروستۍ شمېرې ښیي چې دغه هېواد د نفوسو د ترکیب له مخې له ځوان نفوس لرونکي هېوادونو څخه دی. هغه هېواد چې له ۶۷ سلنه زیات وګړي یې له ۲۴ کلونو کم عمر لري. له څلورو لسیزو زیاتو جګړو د افغانستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد ځوانانو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي. یو شمر افغان ځوانان وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط سره په ۲۰۰۱ کال کې دا انګېرنې موجودې وې چې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره یو طلایي فرصت رامنځته شوی او په اکاډمیکو بنسټونو کې له زدهکړو وروسته ځوانان کولای... Читать дальше...