Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 25.08.2021

زاخلیوال، د طالبانو تر واک لاندې راتلونکی ته خوشبین پخوانی وزیر

Pa.azadiradio.com 

حضرت عمر زاخلیوال اوس د افغانستان د نجات په نوم د حرکت مشري کوي. نوموړي د حامد کرزي او محمد اشرف غني دواړو په حکومتونو کې د مالیې د وزیر، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر او یو شمېر نورو لوړو پوسټونو کار کړی. ښاغلي زاخلیوال له یوې مودې راهېسې د سولې په هڅو کې ښکیل و. دا پخواني افغان چارواکی د طالبانو سره شریک کار ته خوشبین دی. په دې مرکه کې له نوموړي سره په وروستیو پرمختګونو غږیدلي یوو.

په کابل کې د خلکو پر ژوند د بانکونو تړل کېدو منفي اغېزې

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې طالبانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له چهارشنبې ورځې به ټول بانکونه پرانیستل شي، خو خصوصي بانکونه لاهم تړلي دي. د بانکونو او د اسعارو د لوی مارکېټ شهزاده سرای تړل کېدو ګڼې اندېښنې رامنځته کړې دي. د کابل اوسېدونکو ویلي چې د بانکونو تړل کېدو د خلکو عادي کار او ژوند ګډوډ کړی او ټینګار کوي چې د بانکونو د بېرته خلاصېدو لپاره باید عاجل اقدام وشي. د کابل یوه اوسېدونکي لعل اغا روحاني د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، هغه حتی د خپلې کورنۍ د ورځنیو چارو لپاره هم پیسې نه‌لري. Читать дальше...

له پنجشېر یو ۱۱ کسیز پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

له پنجشېر څخه یو پلاوی نن کابل ته روان شو چې له طالبانو سره د جګړې د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.  په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د دوهم مقاومت د ډلې یوه غړي شمس‌الدین حامد ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۱ کسیز پلاوی به نن په کابل کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ویلي و چې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې روانې دي. د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي چې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی، خو که طالبان پر پنجشېر حمله وکړي، مقاومت به ورسره وکړي.



روسیه له افغانستانه خپل ۴۰۰ وګړي باسي

Pa.azadiradio.com 

روسیه په څلورو پوځي الوتکو کې له افغانستانه خپل ۴۰۰ وګړي باسي.  دا خبره نن د روسیې خبري شبکو د دغه هېواد د دفاع وزارت په قول وکړه.  ویل شوي چې په روسي الوتکو کې به د ډله‌ییز امنیت د غړو هیوادونو او همداراز اوکراین اتباع هم له افغانستانه وایستل شي. د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ مالي ویلي، نه‌پوهېږي چې ایران د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته راګرځي او که نه.  ښاغلي مالي پرون د ازادي راډیو له ایراني څانګې راډیو فردا سره په مرکه کې وویل، واشنګټن... Читать дальше...

بایډن: زموږ د ماموریت بشپړېدل د اګست تر ٣١ مه، طالبانو پورې اړه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د اګسټ پر ۳۱ مه پای مومي. خو بایډن ویلي د امريکايانو او د دوی افغان همکارانو ويستل د طالبانو په همکارۍ پورې تړلې ده او کوم کسان چې غواړي له افغانستانه بهر شي دوی ته د هوايي ډګر ته د ننوتو اجازه ورکړي. که څه هم وړاندې ویل شوي وو چې ښايي د کابل په هوايي ډګر کې میشت بهرني ځواکونه خپل ماموریت له ټاکل شوې نېټې وغځوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ وویل امريکايان باید تر ټاکلې مودې دا عملیات بشپړ کړي. سپینه ماڼۍ وايي... Читать дальше...

افغان لوبغاړو ولې د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالیو کې ګډون ونه‌شو کړای؟

Pa.azadiradio.com 

د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک سیالیو کې د افغان معلولو ورزشکارانو نه‌ګډون د افغانستان د پارا المپیک کمېټه اندېښمنه کړې. د دې کمېټې رئیس عبدالحسین حصاري وايي چې د نظام بدلون او له د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له حده زیاته د خلکو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوه چې افغان معلول ورزشکان د توکیو ۲۰۲۰د پارا المپیک سیالیو په پرانیسته کې ګډون ونه‌شي کړای. ښاغلی حصاري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل: "د دغې برنامې د ګډوډۍ لامل د نظام ګډوډي، هغه ستونزې چې په هوايي ډګر کې رامنځته... Читать дальше...

پنجشېر کې د دوهم مقاومت جبهې سره د 'طالبانو خبرو' لا هم پایله نه‌ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د طالبانو ځواکونه د پنجشېر په دروازو کې دي، خو لا پر دې ولایت واکمن شوي نه‌دي. دواړه لوري د ستونزې د سوله‌ییز حل په لټه  کې دي، خو جګړه هم یو احتمال دی. طالبان وايي، لومړیتوب‌یې دا ټاکلی چې د دې ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي او په همدې موخه‌یې خبرې هم روانې دي. په کوچنۍ او لویه کچه د دې خبرو له پیل نږدې اوونۍ تېرېږي، خو پایله‌یې معلومه نه‌ده. طالبان هیله ښيي چې و به توانېږي بې له کومې جګړې پنجشېر د خپل حاکمیت لاندې راولي. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر... Читать дальше...

جو بایډن وايي د روان اګسټ تر پایه به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هماغسې چې یې ویلي و د روان اګسټ تر پایه به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.  ښاغلي بایډ‌ن، پر ټاکلي وخت د امریکايي ځواکونو پر ایستلو د ټینګار تر څنګ دا هم وویل چې دا مسئله په طالبانو پورې تړلې چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا د هلو ځلو خنډ نه‌شي.  ده چې د سې شنبې په ورځ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) له سرمشریزې وروسته خبرې کولې وویل، امریکا او ډېر نږدې متحدان به‌یې د افغانستان او طالبانو په اړه د راتلونکو اقداماتو په تړاو یو بل ته اوږه ورکړي. Читать дальше...



ناټو: د افغانانو او بهرنیانو ایستلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر مهم وباله.  ینس سټولټنبرګ پرون د ۷ سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزې ته وویل: "په هوايي ډګر کې د ناټو سلګونه کارکوونکي او قراردادیان د ترافیک د کنټرول، د سونګ موادو د برابرولو او ارتباطاتو په شان مهم خدمات وړاندې کوي."  د ناټو سرمنشي همداراز وویل: "مهمه ده هغه بریاوې چې افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د ټولې نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي، خوندي پاتې شي." سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترورېستانو... Читать дальше...

پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ له کوم لوبغاړي پرته پرېډ کې تېر شو

Pa.azadiradio.com 

د توکیو د ۲۰۲۰ په پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ په داسې حال کې په پرېډ کې تېر شو چې هېڅ افغان لوبغاړی د دغه هېواد د ملي بیرغ شا ته نه‌و.  د تکواندو لوبغاړې ذکیه خدایدادي او ځغاستونکی حسین رسولي یوازني دوه افغان لوبغاړي وو چې په جاپان کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.  ۲۳ کلنه خدایدادي به لومړنۍ ښځینه افغان لوبغاړې وي چې له ۲۰۰۴ را په دې خوا پارا المپیک کې ګډون کوي.

دوه افغان ماشومان جرمني کې د امریکا د پوځي الوتکې تر کېناستو وروسته وزېږېدل

Pa.azadiradio.com 

د پنټاګون ویاند جان کربي وايي دوه افغان ماشومان په جرمني کې د امریکا د پوځي الوتکې تر کېناستو وروسته وزېږېدل. د جان کربي په وینا له دوو افغان مېرمنو سره د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د هوايي اډې په پوځي روغتون کې طبي مرسته وشوه.  تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ یوې افغان مېرمنې چې د امریکا په پوځي الوتکه کې د کابل له هوايي ډګره ایستل شوې وه، جرمني ته له رسېدو سره سم، ماشوم وزېږاوه.

د امریکا کانګرس دوه غړي په ناڅاپي سفر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راغلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس دوه غړي پرون ناڅاپه داسې مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدل چې هلته له څو ورځو راهیسې لویه ګډوډي روانه ده.  امریکايي چارواکي وايي، د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي سیت مولتون او پیتر میجېر په یوه چارتر الوتکه کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دننه او بهر وګرځېدل او څو ساعته هلته پاتې شول. د امریکايي چارواکو په وینا دې کار د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه چې له افغانستانه د بهرنیانو او افغان وګړو د ایستلو په چاره کې مصروف دي، سخت حیران کړي دي.  د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور... Читать дальше...

جرمني له افغانانو سره ۵۰۰ ملیون یورو بشري مرسته ځانګړې کړه

Pa.azadiradio.com 

جرمني له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره نور ۵۰۰ ملیون یورو ځانګړي کړل. د جرمني د خبري اژانس (DPA) د راپور له مخې صدراعظمې انګلا مېرکل دا اعلان د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له پرونۍ انلاین غونډې وروسته وکړ.  پر دې ۵۰۰ ملیون یورو سربېره جرمني څو ورځې مخکې هم په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کډوالو لپاره د سل ملیون یورو بېړنۍ مرسته اعلان کړې وه.  د جرمني دفاع وزیرې وړاندیز کړی چې له طالبانو سره دې داسې یوه موافقه وشي چې له مخې یې د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو... Читать дальше...

د افغانستان روباتیک ټیم پنځه غړې مکسیکو ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د روباتیک ټیم پنځه غړې له افغانستانه د خلکو د وتلو په لړۍ کې تېر ماښام مکسیکو ته ورسېدې. د مکسیکو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د مکسیکو سیټي په نړیوال هوايي ډګر کې د دې نجونو هرکلی وکړ.  د افغانستان په روباتیک ټیم کې چې خپل فعالیت‌یې په هرات ولایت کې پیل کړ، یوه ۱۴ کلنه پېغله هم شامله ده. دا نجونې په تېرو څو کلونو کې د هېواد او نړۍ په کچه ښې وځلېدلې او د روبات جوړولو په څو نړیوالو سیالیو کې یې ښې بریاوې ترلاسه کړې.

افغان روبات جوړونکو انجونو خپل هیواد پرېښود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انجونو د روباتیک ټیم یو شمېر غړو خپل هیواد پرېښی. د دې ډلې پنځه تنه یې پرون سه شنبه مکسیکو ته ورسېدې، او د مکسیکو چارواکو یې تود هرکلی وکړ. هغوی د افغانستان د زرګونو کسانو له ډلې دي چې کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته له هیواده ووتل.

د ۷۷ افغان سېکهانو په ګډون ۶۲۴ کسان هند ته انتقال شول

Pa.azadiradio.com 

د هند د اتحادیو وزیر هارډیپ سېنګ پوري له افغانستانه د لسګونو افغان سېکهانو د وتلو خبر ورکوي. ښاغلي پوري پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) هندي رسنیو ته د ټولو هغو افغان سېکهانو په اړه معلومات ورکړل چې د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند ته انتقال شوي دي. نوموړی زیاتوي: "ټول هغه شمېر چې وتلی ۶۲۶ او د ټولو افغان سېکهانو شمېر ۷۷ ته رسېدلی." د ښاغلي پوري په وینا په دې ډله کې هغه کارګر شامل نه‌دي چې په کابل کې یې د هند په سفارت کې کار کړی دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته نږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان افغانستانه وتلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له وروستیو پرمختګونو او د کابل له نیولو وروسته نږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان له افغانستانه په الوتکو کې وتلي دي. د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیز د سیمه‌ییزو عملیاتو مرستیال تورن جنرال هانک ټایلر په ویرجنیا کې خبري غونډې ته پرون ناوخته په دې اړه معلومات ورکړل. ټایلر زیاته کړه: "تر اوسه ۶۳،۹۰۰ امریکایان، د ناټو او نورو شریکانو، همداراز هغه افغانان چې ځانګړې ویزې یې ترلاسه کړې دي او هغه افغانان چې زیان ورواوښت خوندي شوي او د ښه ژوند په لور درومي." د تورن جنرال ټایلر په وینا له دې... Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې د بانکونو د پرانیستو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د خپلې واکمنۍ ۱۰ ورځې وروسته په افغانستان کې د بانکونو د پرانیستو ژمنه وکړه. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل له مرکزي بانک وروسته ټول بانکونه خپل فعالیت پیلوي. ښاغلی مجاهد وایي: "مرکزي بانک ته اجازه ورکړل شوه چې باید خپل فعالیت پيل کړي او سر له نن او سبا به ټول بانکونه پرانیستل شي او راکړه ورکړه به ازادانه پيل شي." د اګسټ له ۱۵مې چې د طالبانو ځواکونه پلازمېنې کابل ته ننوتې دي، د دغه ښار د ګڼو خلکو یو شکایت همدا و چې بانکونه بند دي او دوی له ستونزو سره مخامخ دي.

روسیه: مسکو په منځنۍ اسیا کې د امریکايي ځواکونو حضور نه‌غواړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو نه‌غواړي چې امریکایي ځواکونه په منځنۍ اسیا کې ځای پر ځای شي. د ده په وینا کېدای شي چې د دې ځواکونو له حضور سره په سیمه کې بریدونه پیل شي. لاوروف دا خبره پرون په هنګري کې وکړه او زیاته‌یې کړه چې د واشنګټن دا وړاندیز چې په موقتي ډول دې افغان کډوالو ته په منځنۍ اسیا کې ځای ورکړي د سیمې ثبات ټکنی کولای شي. ده ټینګار وکړ چې هېواد یې له چین، امریکا او پاکستان سره په ګډه د افغانستان د اوسني کړکېچ هواري ته چمتو دی. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Певец Стас Михайлов признался, что не споет со Шнуровым из-за предубеждения





Rss.plus
Metallica

Apocalyptica выложили кавер на Metallica «The Call Of Ktulu» на виолончелях




"Святой Ленин": сенсационная истина о прогнозах способна направить США и Европу творить добро?!

Житель Москвы зацементировал себе половой орган, когда делал скульптуру

Глава МИД Греции заявил, что Европу ждут изменения после выборов в Европарламент

Дочь Заворотнюк заявила, что получила от матери сигнал с того света




«جي۷» له افغانانو سره پر ژمنو ټینګار او د طالبانو واکمنۍ ته اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یو ځل بیا له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ټېنګار وکړ او د طالبانو واکمنۍ ته‌یې اندېښنه وښوده. د اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکا، بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) د افغانستان په اړه انلاین بېړنۍ غونډه وکړه، تر دې غونډې وروسته دې مشرانو په ګډه اعلامیه کې وویل چې افغانان د سوله‌ییز ژوند حق لري. په دې اعلامیه کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پرمختګونو ته اشاره... Читать дальше...

سویس: زموږ اتباع او افغان کارکوونکي له افغانستانه وتلي یا خوندي شوي

Pa.azadiradio.com 

د سویس ټول اتباع او هغه افغانان چې له سویسیانو سره‌یې کار کړی وو یا له افغانستانه وتلي یا خوندي شوي دي. د سویس د بهرنیو چارو وزیر اګنازیو کاسیوس پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) وویل، ۲۹۲ کسان ایستل شوي دي چې ۱۴۱ یې افغانان دي او ۶۰ تنه د کابل په هوایي ډګر کې انتظار دي چې ازبکستان ته به‌یې لېږدوو. وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د بهرنیو او هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه چې له بهرنیو سره‌یې په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی دی.

ایران کې ۲۴ ساعتونو کې ۴۱ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۷۰۹ نور مړه دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي اژانس، ایسنا د ایران د روغتیا وزارت په وینا پرون خبر ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۴۱ زره کسان په کرونا اخته شوي دي او ۷۰۹ تنه دې وبا وژلي دي. په ایران کې د کرونا دا وروستي تلفات په ۲۴ ساعتونو کې تر بل هر وخت زیات دي. د ایران په څه باندې ۸۳ ملیونه نفوس کې تر اوسه تر ۱۰ فیصده لږ کسانو د کرونا دوهم ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. ایراني چارواکو د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ بندیزونه لګولي دي چې په دې لړ کې د اګسټ تر ۲۷مې پورې د ښارونو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

د خوړو نړیوال سازمان: د خوړو کمښت به افغانان له بشري ناورین سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وایي، د ژمي له رانږدې کېدو سره د خوراکي موادو کمښت کولای شي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ کړي. دې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته په ژمي کې د خوراکي موادو د چمتو کېدو لپاره وخت کم دی، باید بېړنۍ هڅې وشي. د سیمې لپاره د خوړو نړیوال سازمان مرستیالې انتیا ویب په جنوا کې پرون خبریالانو ته وویل، له هغه وخته چې طالبانو کابل نیولی دی، توانېدلي دي چې ۶۰۰ ټنه خوراکي مواد په ۱۶ موټرو کې افغانستان ته داخل کړي څو په ژمي کې یې خلکو ته ورکړي. Читать дальше...

پوتین: د افغانستان کورنیو چارو کې د مداخلې یا پوځي شخړو کې د ګډون نیت نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې یا د دې هېواد په پوځي شخړو کې د ګډون نیت نه‌لري. ولادیمیر پوتین دا خبره پرن د روسیې د واکمن ګوند د چارواکو غونډې ته وکړه. ده وویل: "په ځانګړي ډول، موږ د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نیت نه‌لرو او حتی نه‌غواړو چې خپل وسله‌وال ځواکونه هلته یوې شخړې ته چې ټول له یوه بل سره په جګړه وي، داخل کړو. دا هغه څه دي چې هلته له لسیزو راهیسې روان دي. پخواني شوروي اتحاد هلته د خپل حضور تجربې لرلې او موږ له هغو د پام... Читать дальше...

«جي۷» له افغانستانه د وتلو د نېټې د ځنډولو په اړه د بایډن په قانع کولو سلا نه‌شوه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران د افغانستان په اړه په خپله بېړنۍ غونډه کې پر دې سلا نه‌شول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر قانع کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو نېټه وځنډوي، خو دا مشران پر دې سلا شول چې په کومو شرطونو د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي اووه» اکثر مشران شک لري چې د اګسټ تر ۳۱مې به په لسګونه زره امریکایان، اروپایان، د نورو هېوادونو یو شمېر اتباع او هغه افغانان له افغانستانه وباسي چې ژوند یې په خطر کې دی. د «جي... Читать дальше...



Москва

Можно ли прожить без музыки? Дискуссия протагонистов музыкального бизнеса


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати, Сергей Жуков, Артемий Лебедев, Александр Мостовой: какие звезды и известные личности посетили ПМЭФ-2024




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Зампредседателя Совета министров РСФСР Валерий Сайкин умер на 87-м году жизни

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской


Ролан Гаррос

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Big 12 commissioner Brett Yormark addresses Arizona Board of Regents, asks for continued investment in athletics



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России