فرانسه: ژمنه کوو چې عراق سره به کلک ولاړ یو
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د منځني ختیځ د امنیت په اړه د بغداد په سرمشریزه کې چې تر ډېره د افغانستان وضعیت پرې سیورۍ غوړولی و، ژمنه وکړه چې هېواد به یې له عراق سره کلک ولاړ وي. مکرون وویل، د اسلامي دولت ډله یا داعش چې یو وخت یې د عراق او سوریې د خاورې ډېره برخه لاندې کړې وه او په کابل هوایي ډګر یې د افغانستان لپاره د خراسان څانګې د وروستي خونړي برید اخیستي، تر اوسه یو ګواښ دی او باید پر وړاندې یې د څارنې هڅې کمزورې نه شي. مکرون وویل، که امریکا خپل ځواکونه له عراقه وباسي، فرانسه چمتو ده چې... Читать дальше...