Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 17.08.2021

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست. دې هېواد تر دې مخکې بل روسی ډپلومات پرته له دې چې علت یې څرګند کړي، له خپلې خاورې ایستلی و.  د شمالي مقدونیا د بهرنیو چارو وزیر بوچارعثماني پرون سې شنبې وویل چې د روسیې سفیر یې تېره اوونۍ احضار کړی او له دې هېواده یې د روسي ډپلومات د ایستلو پرېکړه ورته اعلان کړې وه.  هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې هېواد یې چمتو دی د خپل او د خپلو متحدانو د امنیت د خوندي کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.  د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر... Читать дальше...

جرمني: بلاروس له کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

Pa.azadiradio.com 

جرمني یو ځل بیا بلاروس تورن کړ چې له کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.  بلاروس په دې وروستیو کې پر دې هېواد د لویدیځ د لګول شوېو بندیزونو په غبرګون کې خپلې پولې د کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې پرانیستې پریښي دي.  په دې وروستیو کې له بلاروس څخه یو زیات شمېر عراقي کډوال او پناه غوښتونکي لیتوانیا ته اوښتي. پولنډ هم په وروستیو اونیو کې د کډوالو د یوې نوې څپې شاهد و چې اروپایي ټولنې ېې دې ته اړ کړه چې خپلې پولي کلکې او غیر قانوني کډوال ورڅخه لېرې کړي.   د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل... Читать дальше...

روسیه غواړي د افغانستان نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه هېواد غواړي د افغانستان په نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د روسیې په کالیننګراد کې خبري غونډې ته وویل: "حقیقت دا دی چې طالبانو اعلان کړی او څرګنده کړې یې ده چې دوی نورو ته هم پام کوي او دا زما په نظر مثبته نښه ده. دوی په مشخص ډول ویلي دي چې د یوه حکومت لپاره دوی خبرو ته چمتو دي چې نور افغانان هم استازیتوب په‌کې ولري او برخه‌یې وي." د طالبانو استازو هم پخوا ویلي و چې دوی به په خپل اسلامي حکومت کې د افغانستان مختلفو خلکو برخه ورکړي.



د افغانستان پر رسنیو د وروستيو سیاسي بدلونونو اغېزې

Pa.azadiradio.com 

له کابل نه له تېرې یکشنبې راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ګڼو سیاسي چارواکو له وتلو سره پر رسنیو کې هم د پام وړ بدلون راغلی. ‎په یو شمېر رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی او ځیني سریالونه هم بند شوي دي. د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له هغې ورځې چې طالبان کابل ته ننوتلي دي، موږ ګورو د ښځو حضور کم شوی دی، د ښځینه ویاندې او خبریالې حضور مخکې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات وو، د موږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته دې اجازه ورکړي چې رسنیو کې کار وکړي، هغه رژیم جوت کړي... Читать дальше...

احمد مسعود: افغانان دې پنجشېر ولایت ته راشي او د طالبانو په وړاندې دې ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني جهادي مشر احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود له افغانانو غواړي چې پنجشېر ولایت ته ورشي او د طالبانو په وړاندې ودرېږي. نوموړي ویلي، غواړي چې په افغانستان کې د زورواکۍ د بریا مخه ونیسي. نوموړي د فرانسې لارګل دوژو ورځپاڼې سره په مرکه کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې دوی سره یوځای او د طالب په وړاندې وجنګېږي. احمد مسعود اعلان کړی چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ځواکونه باید د پنجشېر په ښار کې راټول شي چې د هېواد وروستی ازاد ولایت دی چې د کابل شمال ته شااوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. ... Читать дальше...

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر وضعیت عادي شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل حامد کرزي پر هوايي ډګر د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ دوه ورځې وروسته، مسؤلان وايي د دې هوايي ډګر دننه د ملي امنیت ۰۲ قطعې او بېرون‌یې د طالبانو په واک کې دي. د حامد کرزي نړیوال هوايي د ترمینال یو مسؤل فېروز اتل د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، اوس وضعیت عادي شوی دی. ښاغلی اتل زیاتوي: "د ترمینالونو کنټرول د افغان نظامیانو په لاس کې دی او له ترمینالونو تر قراول پورې طالبان دي. اوس جګړه او ډزې نه‌شته. هر څه عادي شوي دي." دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې... Читать дальше...

د افغانستان له روان وضعیته د فرانسې اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان له روان وضعیته ترهګر استفاده ونه کړي.  ایمانوئل مکرون له پاریسه په یوه بیان کې چې د تلوېزیون له لارې پرون خپور شو، وویل: "ترورستي ډلې په افغانستان کې شته او هڅې کوي چې له دې بې ثباتۍ ګټه واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو مشترک او متحد ځواب ورکړي."  ښاغلي مکرون دې ته هم اندېښنه وښوده چې د افغانستان بې ثباتي به د اروپا په لور د کډوالو بهیر ورمات کړي.

کابل کې د امریکا سفارت د خپلو کارکوونکو د ایستلو  لارې چارې لټوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سرپرست سفیر او شارژد افیر راس وېلسن وایي، دی او د سفارت کار کوونکي یې په کابل کې د امریکایانو او هغو افغانانو لپاره چې ممکن زیان ور واوړي، د ایستلو  لارې چارې لټوي او  دې برخه کې سخت کار کوي.  ښاغلي وېلسن په ټویټر کې لیکلي دي چې د امریکا له خلکو سره یې ژمنه په ځای او تلپاتې ده.



امریکا د ایران له لوري د یورانیمو د فلز د تولید په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو د ایران له لوري د یورانیمو د فلز د تولید په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې نوی راپور یې لیدلی دی چې څرګندوي ایران یوارنیم فلز د تولید برخه کې پرمختګ کړی دی.  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه بیان کې ویلي دي، ایران د یوارنیمو د فلز تولید ته چې له اټمي وسلو سره ارتباط لري، احتیاج نه لري.  نېډ پرایس زیاتوي چې ایران باید په اټمي برخه کې له داسې هڅو لاس اخلي او د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون پلی کړي. Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه او له ښځو یې وغوښتل چې د دې ډلې له حکومت سره یوځای شي.  د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، انعام اله سمنګاني نن د افغانستان له ملي تلوېزیونه اعلان وکړ چې ښځې باید د شرعي قانون مطابق د حکومت په چوکاټ کې شاملې شي.  نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت نه غواړي چې د ښځو حقوق وخوړل شي او قرباني شي.  وروسته تردې چې طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل او نورې سیمې نیولې دي، ښځې او نجونې د خپلو حقونو له لاسه ورکولو ته ډېرې اندېښمنې شوي دي.  طالبانو پخوا هم... Читать дальше...

کارپوهان: افغانستان کې له سیاسي او امنیتي پلوه د واک تشې اندېښنې زیږولي

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو له راتګ  دوه ورځې تېریږي، خو لا یې هم د حکومت رسمي اعلان نه دی کړی. د حقوقي او سیاسي چارو کارپوهان وايي، دې غیرمترقبه حالت په افغانستان کې د واک تشه رامنځته کړې چې باید ژر تر ژره په یو ټول شموله حکومت ډکه شي. د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اوس مهال کال کې یو ځانګړی وضعیت حاکم دی: "په کابل کې اوس یو خاص وضعیت حکم فرما دی، له یو پلوه د واک انتقال نه دی ترسره شوی، له بل پلوه د طالبانو مشران تر اوسه کابل ته نه دي راغلي، حکومت یې نه دی اعلان... Читать дальше...

"امریکا دې د افغان خبریالانو د حفاظت لپاره ډېر څه وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا له متحد ایالاتونو غوښتي دي چې د افغان خبریالانو د حفاظت لپاره ډېر څه وکړي.  دې کمېټې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغانستان طالبانو نیولی دی، نو واشنګټن باید د افغان خبریالانو لپاره بېړنۍ ویزې چمتو کړي.  د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه (سي پي جي) زیاتوي چې د افغانستان دننه د سلګونو سیمه ییزو خبریالانو او رسنیو کار کوونکو ته اندېښنه لري چې د طالبانو  را روان رژیم یې په نښه نه کړي.  د ( سي پي جي) اجراییه رییس جویل سیمون وایي، د بایډن اداره باید تر خپل... Читать дальше...

د راتلونکي نظام په اړه له کابله دوحې ته د درې کسیز پلاوي سفر ځنډیدلی

Pa.azadiradio.com 

تمه وه چې نن له کابله د قطر پلازمېنې دوحې ته یو درې کسیز پلاوی ولاړ شي، خو د ستنېدا سفر ځنډیدلی دی. د ملي مصالحې ‌عالي شورا یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل چې نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته د سفر ځنډ تایید کړ، خو دلیل یې روښانه نه کړ. تېره شپه حامد کرزي او عبدالله عبدالله وویل چې د ګلبدین حکمتیار په ګډون نن دوحې ته ځي. د دې سفر موخه، د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحثونه ښودل شوي دي. داسې سفر داسې مهال ځنډېږي چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې لاهم د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولې الوتنې ځنډنۍ دي. Читать дальше...

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کار کوونکي وایستل

Pa.azadiradio.com 

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي وایستل. د راپورونو له مخې اوس په افغانستان کې یوازې د درې هېوادونو، پاکستان، روسیې او چین سفارتونه فعال دي.  د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریمدام باګچي نن په ټویټر کې لیکلي دي، اوسنیو شرایطو ته په کتو پرېکړه وشوه چې په کابل کې زموږ سفیر او هلته نور هندي کار کوونکي دستي هند ته انتقال شي.  دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې روانه اوونۍ د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته په زرګونو افغانانو  سختې هڅې پیل کړي دي چې له کابله ووځي.  وروسته تر دې... Читать дальше...

کابل ښاریان د ګازو او خوراکي توکو د لوړو بیو سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان وایي، د ګازو او خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي.  د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي حاجي جهان نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې اوونۍ بیو ته په کتو، دوو ورځو کې په کابل ښار کې د ګازو او خوراکي توکو بیې نږدې ٥٠ سلنه لوړې شوې دي.  نوموړي وویل چې د یوکیلو مایع  ګازو بیه له ٤٩ افغانیو څخه ٩٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.  د کابل ښار د ارزان قیمت یوه عمده پلورونکي رییس خان ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د یو بوجۍ اوړو په بیه کې درې سوه افغانۍ زیاتوالی راغلی.  دا... Читать дальше...

د تورخم دروازه پرانېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه پرانېستل شوه.  د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، له پرون راهیسې چې د تورخم لار پرانېستل شوې ۷۲۷ موټر اوښتي او تګ راتګ نورمال حالت ته ګرځیدلی.  نوموړي وویل چې په دې سره به تر راتلونکو څو ورځو پورې د لوړو نرخونو بیې کنټرول شي.  تر دې وړاندې خلکو په کابل او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو له لوړې بیې شکایت درلود.  تورخم دروازه څو میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوه چې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

بایډن: د کرونا واکسینونو ترلاسه کولو وروسته د تقویتي واکسین سپارښتنه کیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره غواړي اعلان وکړي چې ټول امریکایان باید د کرونا ویروس ضد بشپړ واکسینونو ترلاسه کولو اته میاشتې وروسته تقویتي واکسین وکړي.   د راپور له مخې، روغتیايي چارواکو ویلي چې تقویتي ډزونه ځکه اړین دي چې ډېلټا واریانټ ویروس ډېر ژر اخېستل کېږي او شواهد شته چې د مخکې واکسینونو اغېز ورباندې د وخت په تېرېدو کمېږي.   لومړي تقویتي ډوزونه به هغو کسانو ته ورکړل شي چې په روغتیايي برخه کې کارکوي او وروسته به د لوی عمر کسانو ته ورکړل شي.   اټکل کېږي چې دا تقویتي واکسین له سېپټمبرمیاشتې پيلېدای شي. Читать дальше...

امریکا سفارت: امریکايي اتباع دې له همغږۍ پرته کابل هوایي ډګر ته نه ځي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې دوی سره له همغږۍ پرته دې د حامد کرزي هوایي ډګر ته نه ځي.  سفارت خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې پرون د کابل هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شول.  سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هڅه کوي چې امریکا ته د خپلو اتباعو د ستنولو له بهیر سره مرسته وکړي.  پرون د کابل له هوایي ډګره د سلګونو هغو کسانو زړه بوږنونکې ویډیوګانې خپرې شوي چې غوښتل یې الوتکو ته پورته شي.  په ویډیوګانو کې لږ تر لږه دوه تنه ښکاري چې... Читать дальше...

طالبان: کابل کې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي چې په کابل کې یې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل کړي دي.  د طالبانو د فرهنګي کمېټې مشر امیرخان متقي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی.  د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د دغې راډیو د عمومي مسول مولوي ضیاالحق حقمل ویډیویي پیغام لیږلی چې هغه په کې خلکو ته د امنیت او ارامۍ ډاډ ورکوي: "اوس په ټول هېواد کې حالات د عادي کېدو په لور روان دي او تر اوسه هېڅ د ناامنۍ کومې لویې پیښې نه دي ترسره شوي. اسلامي امارت په مکرر ډول ډاډ ورکړی دی چې د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره پریکنده ګامونه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз





Rss.plus
Арцах

Здравый смысл против дезинформации официозной пропаганды




Пробки на трассах Подмосковья вечером 3 июня достигли 5 баллов

Минниханов: РТ и Саудовскую Аравию связывают узы духовного и религиозного родства

Депутат Маликов пояснил, почему необходимо отключение горячей воды летом

Подведены итоги обучения первого потока слушателей МИК




د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک لاندې کولو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک لاندې کولو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښودلي.  بریتانیا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وویل، بریتانیا به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې طالبان د افغانستان لپاره حساب ورکړي.  د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون د افغانستان د وضعیت په اړه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه د ډلې د یوې سرمشریزې د رابللو غوښتنه وکړه. جانسن چې هېواد یې په اوس وخت کې د جي اووه د ډلې مشري کوي دغه غوښتنه پرون له خپل فرانسوي ساري ولسمشر ایمانوئل مکرون سره په... Читать дальше...

بهرنیو ورځپاڼو په افغانستان د طالبانو واکمنۍ په اړه تبصرې کړې

Pa.azadiradio.com 

نوې ډموکراسۍ خپرونه دې خپرونې په افغانستان کې د امریکا له دوو لسېزو حضور وروسته د طالبانو له خوا پر دې هېواد تسلط ته پام کړی دی. په مقاله کې راغلي چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی. په دې مقاله کې راغلي چې ځیني کسان غواړي له افغانستانه ووځي. ملګرو ملتونو د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی چې خپلې پولې پرانېستي پریږدي. تردې مخکې چې طالبان کابل ته ننوځي، راپور ورکړل شو چې ولسمشر غني له افغانستانه وتلی دی. اوس پوښتنه دا ده چې بل ګام به څه وي؟ د دې پوښتنې ځواب لا هم نامعلوم دی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبان دې له تاوتریخوالي ډډه او د بشري حقونو درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې له ټولو امکاناتو په دې هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره کار واخلي. ګوتیرش پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړه شوې وه، وویل، له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي. دی وايي: "له طالبانو او ټولو اړخونو غواړم چې د بشر پالنې د نړیوال... Читать дальше...

بایډن: کله چې افغان مشران تسلیمیږي امریکا دوی لپاره جګړه مخته نه شي وړلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې صحنې دردونکې دي او پېښې له تصوره لېرې پېښې شوي، خو دی له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کوي.  بایډن زیاته کړه: "زه په کلکه د خپلې پرېکړې تر شا ولاړ یم. له شلو کلونو وروسته ما سخته لار زده کړې چې هېڅکله هم د ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب وخت نه و راغلی."  ولسمشر بایډن دغه څرګندونې په چټکۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تېره شپه له سپینې ماڼۍ ملت ته په وینا کې وکړې او ویې ویل، د طالبانو پر وړاندې... Читать дальше...

ازبېکستان د افغانستان ۴۶  الوتکې په زوره ترمز هوايي ډګر کې ښکته کړي

Pa.azadiradio.com 

ازبیکستان پرون دوشنبې وویل چې د افغانستان ۴۶  الوتکې چې ۵۸۵ پوځیان یې لېږدول او په غیر قانوني توګه د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخلې شوي په ترمز کې په زوره کښیناستو ته اړ کړي دي.  د ازبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي هلیکوپټرې د تېرې یکشنبې او شنبې په ورځو د ترمز په هوایي ډګر کې په زوره کښینول شوي.  په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې یوه الوتکې د ازبیکستان له جېټ الوتکې سره چې دغه الوتکې یې بدرګه کولې ټکر وکړ چې په نتیجه کې دواړه الوتکې د ازبیکستان په سرخان دریا ولایت کې راولوېدې. Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي ساري سره پر افغانستان غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل روسي ساري سرګي لاوروف سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې. بلېنکن تېره شپه په یوه ټویټ کې د دغو خبرو په اړه ویلي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د دغو خبرو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې له چین، پاکستان او ملګرو ملتونو سره په ګډه به د افغانستان په اړه خبرو ته دوام ورکړي.   په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې روسیه، امریکا، چین، پاکستان او ایران هغه هېوادونه... Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

В селе Тургиново Тверской области стартует Всероссийский фестиваль-марафон «Песни России»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России