Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 22.08.2021

طالبان د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر کور ته ننوتلي

Pa.azadiradio.com 

‎د انعکاس ټلوېزیون یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، ادعا وکړه چې تېره شپه یو شمېر طالبان چې ځانونه د حقاني شبکې غړي بلل، د دې ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي کورته ننوتل او درې میله وسلې او څو موټر یې ترې بوتلل. د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو انجنیر زلمی او ورور یې خوندي ځای ته انتقال کړل. د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو کورونو ته ننوتل او د هغوی موټر او سامان اخیستل د ده په خبره د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف دي او باید په کلکه یې مخنیوی وشي. د ښاغلي... Читать дальше...

د افغان سیاستوالو د ملاتړ جلبولو لپاره د طالب مشرانو هڅې

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې ډلې ځینو مشرانو هڅې روانې کړي چې د افغان سیاستوالو ملاتړ جلب کړي. د طالبانو مشران په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې د ځینو افغان سیاستوالو کورونو ته ورغلی او له هغوی یې د طالبانو لپاره "بیعت" اخیستی. تازه یکشنبه خلیل الرحمن حقاني او د طالبانو یو شمېر مشران د ګل اغا شیرزي کور ته ورغلي وو. ګل اغا شیرزی د افغانستان په کابینه کې لږ تر لږه دوه دورې وزیر پاتې شوی. وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو و. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزیر و. Читать дальше...

د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت د لاس انجلس ټایمز تبصره

Pa.azadiradio.com 

هیل هیل ورځپاڼې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د اوو افغان ملکیانو د مړه کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.   د بریتانیا دفاع وزارت پرون وویل چې دا کسان د سختې ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي.   د دې وزارت په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي شوې ده.   د هیل ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې له یوې اوونۍ راهیسي چې کابل د طالبانو لاسته لوېدلی دی، زرګونو کسان غواړي چې له افغانستانه ووځي.   د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې ۱۷ زره کسان په تېره یوه اوونۍ کې له افغانستانه ایستل شوي دي.... Читать дальше...



عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس وټاکل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا خبر تایید شوی دی. ښاغلی فضلي له دې وړاندې هم د کرکټ بورډ عمومي رییس پاتې شوی دی. فرحان یوسفزی چې د کرکټ بورډ رییس و تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. ښاغلی فضلي داسې مهال د کرکټ بورډ سرپرست رییس ټاکل کیږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله راتلونکې میلادي میاشت په سریلانکا کې له پاکستان لوبډلې سره مخ شي. خو په افغانستان کې وروستیو بې ثباتیو ته په کتو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښایي دا سیالۍ وځنډول شي.

د بریتانیا پوځ: د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې ګډوډۍ۷ افغان ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پوځ وايي، د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې د ګډوډۍ له امله ۷ ملکي افغانان وژل شوي دي. د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه کسان د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله وژل شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د دې اندېښنو ترڅنګ د کابل نړېوال هوايي ډګر ته د داعش ډلې خطر بل ګواښ دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا سفارت په کابل کې خپلو وګړو او همدا راز یو شمېر هغه افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی هوايي ډګر ته د نه ورتګ اعلان وکړ. بل خوا د امریکا په دفاع وزارت کې ځینې چارواکو... Читать дальше...

اسلام اباد کابل ته د قریشي سفر رد کړ؛ "کابل ته د‌ قریشي د سفر پلان نه‌شته"

Pa.azadiradio.com 

که څه هم ډېرو رسنیو نن د یک‌شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر خبر خپور کړی و، خو د پاکستان حکومت دا خبر رد کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه کې وليکل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوس‌مهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه‌شته. خو د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د سیمې ۴ هېوادونو تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران ته، د‌ ښاغلي قریشي سفر تایید شوی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

د افغان ملکي مامورینو شکایت: د تېرو څو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ملکي مامورین وایي چې دوی له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی له ډلې یوه هم تهمینه ده: "زه د کور سرپرستي په غاړه لرم، همدغه معاش ته ناست یو، خو هغه هم ما درې میاشتې نه دی ترلاسه کړی، اوس حیرانه یو، څه وکړو کومې خوا لاړ شو، غوښتنه دا ده چې زموږ معاش را کړل شي او د کور نفقې لپاره کار ته اجازه ورکړي." نوموړې چې شپږ بچې لري وایي، میړه یې معتاد دی او د کور یوازینۍ نفقې برابروونکې ده. د دولت دغه مامورین اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. Читать дальше...

اسراییلي پوځ غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وايي، د اسراییلو جنګي الوتکو د شنبې په ماښام د غزې په تړانګه کې د حماس پر مرکزونو او ځایونو بمباري وکړه.  د دواړو خواو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا راپورته شوی. د یکشنبې په ورځ د ډزو په تبادله کې یو اسراییلي سرتیری او ۴۱  فلسطینیان ټپیان شوي چې د دوه تنو وضعیت نازک ښودل شوی.  دا نښتې د حماس او نورو ملېشو له خوا په غزه کې د فلسطینیانو د تنظیم شویو لاریونونو پر مهال رامنځته شوي.  په سلګونو فلسطینیانو د اسراییلو پولې ته نږدې لاریون کړی او د اسراییل پوځ ادعا کړې چې له مظاهره چیانو... Читать дальше...



طالبانو ګل اغا شیرزي ته د "افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د افغانستان یوې پېژندل شوې سیاسي څېرې ګل اغا شیرزي ته له هغه سره د کتو پر مهال د "د افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ.  په خواله رسنیو د طالبانو ګڼ مشران او ګل اغا شیرزی ښکاروي چې شیرزی د طالب مشرانو په هڅونه له دې ډلې ملاتړ اعلانوي.  شیرزي ته د بلډروز لقب د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزارت په چوکاټ کې د هغه د هڅو په خاطر ورکړل شوی و.  د طالبانو مشرانو په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې ځینې افغان سیاستوال د دې ډلې ملاتړ ته ور جلب کړي.

د بریتانیا پوځ: ۷ افغان ملکي وګړي د کابل هوایي ډګر کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پوځ نن  اعلان وکړ چې اووه افغان ملکي وګړي د کابل په هوایي ډګر کې په ګډوډۍ کې وژل شوي دي.  اسوشیټېډ پرېس، د بریتانیا د پوځ د بیان په حواله لیکلي چې د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړل او په ګډوډیو کې دا اووه کسان ووژل شول.  پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته خلک له دې هېواده د تېښتې په لټه کې دي او د کابل په نړیوال هوايي ډګر یې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.  د لسګونه نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي.  تر دې مخکې د کابل هوايي ډګر ته د خلکو د ور ټولېدو په لومړیو ورځو کې د... Читать дальше...

له افغانستانه د امریکايي وګړو وتل؛ "ښايي د امریکا ملکي الوتکې وکارول شي"

Pa.azadiradio.com 

په راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد ملکي الوتکو ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي وګړو د ایستلو په برخه کې ښايي له دوی مرسته وغوښتل شي.   رویټرز خبري اژانس د اګست په ۲۱مه نېټه د امریکا د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې هوايي شرکتونو ته امر ورکړل شوی دی چې د دوی الوتکې ښايي وکارول شي خو په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.   د سرچینو په وینا، ملکي الوتکې به افغانستان ته نه ځي بلکې د جرمني او منځني ختيځ په ګډون به له نورو ځایونو خلک امریکا ته انتقال کړي.   دا راپور په... Читать дальше...

هسپانیا: د امریکا افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابروو

Pa.azadiradio.com 

هسپانیې له امریکا سره موافقه کړې چې د خپل هېواد په پوځي اډو کې به د متحده ایالاتونو افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.  د هسپانیې حکومت نن اعلان کړی چې په دې تړاو بېګا د امریکا ولسمشر جو بایډن د هسپانیې له صدراعظم پېدرو سانچز سره ټيلیفوني خبرې کړي او موافقې ته رسېدلي.  صدراعظم سانچز په خپل ټوېټر هم لیکلي چې له جو بایډن سره یې په بېلابېلو مسالو له هغې ډلې د افغانستان پر وضعیت او له دغه هېواده د خلکو د رایستلو په تړاو د امریکا او هسپانیې په همکاریو باندې رغنده خبرې وکړې.  پرون ماښام... Читать дальше...

نرېندر سنګ خالصه: د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو استازی نرېندر سنګ خالصه د طالبانو د واکمنېدو په غبرګون وايي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.  هغه دا خبره نن هند ته په رسېدو له هندي رسنیو سره په مرکه کې وکړه.  ښاغلي خالصه زیاته کړه:  "ماته ژړا راځي. بس څه وکړو. افغانستان کې له پېړیو اوسېدو داسې حالات مو نه وو لیدلي. هر څه مو ختم شول. شل کاله چې کوم حکومت جوړ شو. هر څه ختم شول. هر څه صفر شول."     هند هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر له افغانستانه خپل اتباع او یو شمېر افغانان ایستلي دي. Читать дальше...

مالیې وزارت: د کار کوونکو معاشونه به د تېر په څېر بیا ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د اسلامي امارت او نوي اسلامي حکومت له پیلېدو وروسته د کار کوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کېږي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه به ډېر ژر بېرته په کار پيل وکړي. وړاندې په اعلامیه راغلي، مالیې وزارت هغه مامورین چې تخنیکي دندې ور ترغاړې دي لکه د سېکوډا مالي سیسټم، افمېس، مطبوعات او خدماتي موظفین، کولای شي خپلو دندو ته راشي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د مالیې وزارت د نورو برخو مامورین دې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي... Читать дальше...

د کابل شهزاده سرای به د بانکونو تر پرانیستو پورې تړلی وي

Pa.azadiradio.com 

د کابل شهاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې دغه سرای به د افغانستان بانک او نور خصوصي بانکونو تر خلاصېدو پورې تړلی وي. دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پرېکه یې د  خصوصي بانکونو له استازو سره په ګډه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته د طالبان له ننوتل ورسره په کابل کې د شهزاده سرای وتړل شو. حمدالله وردګ چې په کابل کې ګرځنده صراف دی وايي چې د شهزاده سرای په تړل کېدو سره په بازارونو کې د افغانیو بیې ثابتې نه دي، نو ځکه خلک پیسې زیاتې نه بدلوي. د نوموړي په وینا نن... Читать дальше...

جرمني خپلو اتباعو ته: د خطر له امله د کابل هوایي ډګر ته مه ځئ

Pa.azadiradio.com 

له امریکا وروسته جرمني هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي خطر په خاطر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لاړ نه شي.  د امریکا سفارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د کابل د هوايي ډګر د دروازې مخته بالقوه امنیتي خطر شته او له دې کبله امریکایانو ته سپارښتنه کوي  چې هوايي ډګر ته ورنه شي مګر دا چې د امریکا حکومت ورڅخه وغواړي.  د جرمني سفارت هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ نه شي.  دغه سفارت ویلي چې طالبان هوايي ډګر ته نژدې له خلکو پوښتنې - ګروېږنې کوي.  د امریکا د پوځ یوه چارواکي... Читать дальше...

یونان ترکیې سره پر پوله ۴۰ کیلومتره  دېوال  بشپړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د یونان حکومت وايي، له ترکیې سره په پوله کې یې د ۴۰ کیلومتره دېوال جوړېدل بشپړ  کړ.  دا دېوال چې د څارنې وسایل هم په کې نصب دي،  اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.  تېره اوونۍ ترکیې هم ویلي و چې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له ایران سره په خپله پوله کې د دېوال د غځولو چارې پراخوي.  ترکیې په تېرو کلونو کې له ایران سره په خپله پوله کې ۱۵۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی خو ټاکل شوې ده چې دا دېوال ۲۴۱ کیلومتره اوږدکړل شي.

متحده عربي امارات ۵ زره  افغانانو  ته  موقتي ځای ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د متحدو ایالاتونو په غوښتنه ۵ زره افغانانو ته موقتي ځای ورکوي.  امریکا هغه افغانان چې خپلې خاورې ته یې بیايي، د هغو د مهاجرت د پروسې تر بشپړېدو پورې، په درېیم هېواد کې مېشتوي.  متحده عربي امارات وايي، له کابله به زرګونه افغانان په راتلونکو ورځو کې په امریکايي الوتکو کې دې هېواد ته ولېږدول شي.  پر متحده عربي اماراتو سربېره قطر او بحرین هم امریکا ته د تلونکو افغانانو موقتي کوربه توب منلی دی.

ترکیه پاکستان سره د افغانستان پر حالاتو وغږېده

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني ساري سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه (د زمري په ۳۰مه) وویل،  مولود چاوش اُغلو  له شاه محمود قریشي سره په خبرو کې له پاکستانه په دې مننه وکړه چې له افغانستانه  د تُرکانو په بېرته ستنولو کې یې مرسته یې کړې ده.  په وروستیو ورځو کې یو شمېر ترک اتباع د کابل له نړیوال هوايي ډګره په الوتکو کې پاکستان ته رسول شوي او له هغه ځایه ترکیې ته لېږل شوي دي.


Музыкальные новости
Виктор Цой

Песни Виктора Цоя исполнит оркестр в Хабаровске





Rss.plus
ЦСКА

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ




В Томпонском улусе расследуют циничные преступления: очистит ли огонь руки, запятнанные в крови?

В Новой Москве соседи безуспешно пытаются обезвредить пожилую биотеррористку

Жители Белогорска могут пройти «Экологическое просвещение»

Лукашенко приостановил участие Белоруссии в договоре о вооруженных силах в Европе




بایډن یو ځل بیا د افغانستان په اړه وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن یکشنبه(د زمري په ۳۱مه)  یو وار بیا د افغانستان په اړه وینا وکړي.  د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بایډن به له افغانستانه د امریکایانو او نورو د ایستلو په اړه وغېږي.  ولسمشر بایډن به د امریکا د ملي امنیت له ډلې سره له کتنې وروسته وینا وکړي.  ویل شوي چې بایډن به د خپل هېواد د ملي امنیټ له ډلې سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه امنیتي او استخباراتي معلوماتترلاسه کړي.

د کونړ اوسیدونکي: طالب چارواکي دې ټول  شموله حکومت جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ اوسېدونکي له طالب چارواکو غواړي چې په هېواد کې د ټولشموله حکومت جوړېدو  لپاره هڅې وکړي. دوی له افغان سیاسیونو او ولسونو هم غوښتنه کوي چې د طالبانو ملا ور وتړي  څو په هېواد کې د بل جنګ پیل کېدو ته بهانه پیدا نه شي. د کونړ اوسیدونکي وايي،له جنګونو، وژنو او ویرونو ستړي شوي او نه غواړي چې دا ځل په بل نوم او بله بڼه په هېواد بل پردی جنګ پیلشي. دوی له طالب مشرانو د زغم ،یو بل منلو او ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کوي. د کونړ شیګل ولسوالۍ اوسیدونکی روح الله غروال وایي: "له اسلامي امارت... Читать дальше...

پوتین: د ډله ییز امنیت د سازمان د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په پام د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی.  پوتین پرون شنبې په مسکو کې د قزاقستان له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "طبعاً په اوس وخت کې امنیت تر ټولو مهمه موضوع ده. په تېره بیا هغو پېښو ته په پام چې په افغانستان کې پېښېږي، هیله من یو چې د سې شنبې په ورځ چې د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون په انلاین غونډه کې راټولېږو، هغه کارونه سرته ورسوو چې د سېپټمبر په نیمایي کې د شانګهای د همکاری د سازمان... Читать дальше...

قریشي: پاکستان د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی. قریشي پرون شنبې په اسلام اباد کې الجزیره ټلوېزیون ته وویل چې خبره دا نه ده چې پاکستان یوازې له طالبانو سره اړیکې پالي، بلکې دا هېواد له ټولو افغان مشرانو سره په تماس کې دی او غواړي یوه روغه جوړه وشي. ښاغلي قریشي زیاته کړه چې نه غواړي بیا د نویمې لسیزې تیروتنې تکرار شي بلکې غواړي چې په افغانستان کې امن او ثبات ټینګ شي چې دا د ده په وینا د پاکستان په ګټه هم دی.  قریشي له افغان مشرانو سره... Читать дальше...

د جرمني ارزونه: کابل کې به حکومت سخت مقاومت وکړي خو داسې ونه شول

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه چې طالبان د پرمختګ په حال کې و، د دوی ارزونه دا وه چې په کابل کې به حکومت سخت مقاومت وکړي، خو داسې ونه شول او حکومت ډېر ژر ړنګ او پوځ دړې وړې شو. مېرکل پرون شنبې په برلین کې د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند په یوه غونډه کې وویل: "هغه څه چې اوس مهم دي دا دي چې د خلکو، که هغه د جرمني یا زموږ د نورو د ناټو د غړیو هېوادونو اتباع دي یا هم هغوی چې له موږ سره یې همکاري کړې، ژوند وژغورل شي." مېرکل زیاته کړه چې دوی غوښتل په افغانستان کې ډېر خلک ازاد،... Читать дальше...

"امریکا دې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې خطر کې دی وباسي"

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا وغوښتل چې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستانه وباسي.  د دغې ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر په یوه بیان کې وویل، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې یوازې د خپلو اتباعو او پخوانیو کار کوونکو ایستلو ته ډېره اندیښنه لري چې د ده په وینا دې کار د نورو کسانو چې ژوند یې په خطر کې دی او د ایستلو مستحق دي، د ایستلو پروسه له خنډ سره مخامخ کړې ده.  هغه وویل، په لسګونو کسانو ورڅخه له افغانستانه د سمدستي ایستلو غوښتنه کړې چې ستونزه د ویزو یا... Читать дальше...



Москва

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Маленький Душанбе под крылышком щедрой балерины: загородный особняк Анастасии Волочковой наводнили особенные таджики




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

Сергей Собянин. Главное за день


Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Елена Рыбакина

Елене Рыбакиной поставили неожиданный «диагноз»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России