Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2023

Новости за 07.10.2023

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: بد چلند راسره کیږي، وهل کیږو، شکنجه کیږو

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې یوه ویډیو په دې ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي. ډېری هغه کډوال چې د طالبانو لخوا د افغانستان له سقوط وروسته او د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران په ګډون، ګاونډي هیوادونو ته پناه یووړه. په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو شمېر ایراني اتباع د افغان کډوالو پر کورونو د لرګیو او نورو وسایلو په وسیله برید کوي او له دوی څخه غواړي چې له هیواده یې ووځي. د ټولنیزو رسنیو ځينې کاروونکي چې دا ویډیو خپره کړې ادعا کوي چې دا پیښه د ایران په قزوین ښار کې شوې ده. Читать дальше...

د هرات د زلزلې د مړو شمېر له دېرشو او د ټپیانو شاوخوا ۶۰۰ تنو ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د نننۍ زلزلې له امله د مړو شمېر دېرشو تنو ته پور شوی دی.  دا خبره په هرات کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس موسی عشقري ازادي راډیو ته وکړه.  هغه وویل چې لږ تر لږه ۶۰۰ کسان ټپیان شوي او تر اوسه پورې ۱۲ کلي وران شوي دي.  عشقري اندېښنه وښوده چې ممکن تلفات تر دې هم لوړ ولاړ شي.  اخوا په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثاراحمدالیاس بیا ویلي، چې ممکن تر سلو ډېر کسان مړه شوي وي.  هغه بیا ویلي، چې پنځه سوه ټپیان تر دې دمه روغتون ته وړل شوي او ګڼ نور لا تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي. Читать дальше...

اسراییلي رسنۍ: د حماس بریدونو کې تر سلو اسراییلیان مړه او نږدې ۹۰۰ تنه ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ د طبي سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د غزې له تړانګې څخه د پراخو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اسراییلیان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.  د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې ۱۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.  د فلسطین وسله وال سازمان حماس د شنبې په ورځ په اسراییلو باندې ۲۲۰۰ توغندي توغولي دي.  د پوځ په وینا، وسله وال فلسطینیان هم د ځمکې، سمندر او هوا له لارې اسراییلو په لور ورغلي.  دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې شمیره په ډېرېدو ده.



په افغانستان کې د امریکا د لومړنیو پوځي عملیاتو ۲۳ مه کلیزه؛ پایله یې څه ده؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د القاعده شبکې او د طالبانو د حکومت د ځپلو په موخه د امریکا او د هغوی د متحدینو له عملیاتو له دوه ویشتو کلونو تر تېرېدلو وروسته، یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي پر افغانستان د دغه برید د موخو او لاسته راوړنو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د سیاسي چارو پوه داود مایار وايي، امریکا هغه موخې چې له امله يې پر افغانستان د پوځي برید اعلان کړی و، نه‌دي ترلاسه کړي او په ټکو یې په افغانستان کې یې شل کلن حضور بې‌پايلې و. نوموړی وایي: " امريکا د درې موخو لپاره پر افغانستان باندې حمله وکړه، يو... Читать дальше...

هرات : د نننۍ زلزلې د مړو احتمالي شمېر تر سلو تنو رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

د هرات لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې د نن سهار د زلزلې له امله په دغه ولایت کې د مړو احتمالي شمېر تر سلو تنو رسیدلی او تر ۵ سوو زیات نور ټپیان دي. د هرات ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو رئیس موسی عشقري وویل، چې د دغې زلزلې له امله تر اوسه ۱۲ کلي ویجاړ شوي او تر ۶۰۰ پورې کسان ټپیان دي. هغه مخکې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو زیات ښودلی و، خو اوس وایي دا شمېر په زیاتیدو دی. د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس ویلي، چې په نننۍ زلزله کې ممکن تر سلو پورې کسان مړه شوي وي. Читать дальше...

د حماس او اسراییلو تازه وسله والې ناندرۍ؛ پایلې او نړیوال غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل صدراعظم نن په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې په جګړه کې دی. بنیامین نتنیاهو وروسته تر دې دا خبره وکړه، چې حماس وسله والو پر اسراییل د توغندیو پراخ بریدونه وکړل. نتنیاهو وویل چې موږ په جګړه کې یوو، دا عملیات نه دي، د جګړې یو پړاو هم نه دی. حماس نن سهار وختي په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل چې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول. د دې په ځواب کې اسراییل په غزه کې پر هغو سیمو چې توغندي ترې ویشتل شوې دي، بمباري شروع کړه. د حماس وسله... Читать дальше...

چین کې اسیایي سیالۍ؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د سپینو زرو لومړی مډال ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې افغان لوبغاړو د سپين زرو لومړی میډال ترلاسه کړ.  دا میډال د افغان ابدالیانو د کرکټ لوبډلې ته وروسته تر دې ورکړل شو، چې په پای لوبه کې باران وشو.  نن په پایلوبه کې د سرو زرو د میډال پر سر افغان لوبډلې له هند سره لوبه کوله، چې په اتلس اعشاره دوه اووره کې افغان لوبغاړو یوسل او دولس منډې جوړې کړې، خو د باران له امله نوره لوبه ونه شوه.  په تېرو لوبو کې د هند اوسط لوړ و، نو د سروزرو میډال هندي لوبغاړو ته وسپارل شو او په اسیایي لوبو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې ته د سپین زور میډال ورکړل شو.

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په درېیمې سیالۍ کې افغانستان د ۶ ویکټو په توپیر د بنګله دېش له لوري مات شو. دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، بنګله دیش پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغان لوري ته رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پيل ورکړ، د ابراهیم تر سوځېدو وروسته د ګربز او رحمت شاه ترمنځ هم ښه ملګرتیا روانه وه. کله چې رحمت شاه وسوځید تر هغې وروسته بل هېڅ توپوهونکي ونکړای، شو چې له ګربز سره ملګرتیا جوړه کړي. په همدې سره د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ په ۳۸ اورونو کې... Читать дальше...



مثلث: په لکونو افغان کډوال د اسلام اباد له ګواښ سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان یومیلیون او څه باندې اووه لکه افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نیټې له دغه هیواده ووځي. دا ممکنه ده چې د شاوخوا درې اونیو په ترڅ کې دغه مهاجر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستانه شي؟ په دې اړه دلته بحث کتلی او اوریدلی شئ

په هسپانیا کې د افغانستان سفارت د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړ

Pa.azadiradio.com 

د هسپانيې په پلازمېنه مادرید کې، د افغانستان سفارت د جمعې په شپه په خپلو ټولنیزو پاڼو کې، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړ. دغه سفارت ویلي، چې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي. سفارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو استازیتوب کوي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

د کډوالو ۲ نړیوال سازمانونه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ویستل به د بشري حقونو د شدید نقض سبب شي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې وروسته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ"یواین‌ایچ‌سي‌آر" او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان " ای‌او‌ایم " له پاکستانه غوښتي، څو د هغو زیانمنونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې افغانستان ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اړوند دې دواړو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې نن سهار د یو این ایچ سي ار په ویب پاڼه خپره شوې د کډوالو د اجبراي اخراج په پایله کې د بشري حقونو د... Читать дальше...

د هرات روغتیایي چارواکي: نننۍ زلزلې ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د حوزوي روغتون مسوولینو ویلي، چې د نن سهار د زلزلې له امله په دغه ولایت کې لږ ترلږه ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي. په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس محمد طالب شهید ای ایف پي خبري اژانس ته دغه ارقام وړاندې کړي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ویلي، داسې معلومات لري چې یو شمېر خلک لا هم تر خاورو لاندې اېسار پاتې دي. د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا، دا زلزله نن د ورځې د یولسو بجو خواته وشوه چې شدت یې شپږ اعشاریه دوه ریښتر ته رسیده. په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ... Читать дальше...

برېتانیا کاسوو ته ۲۰۰ سرتېري واستول

Pa.azadiradio.com 

د ناټو او برېتانیا د دفاع وزارت د راپور له مخې، د برېتانیا دوه سوه سرتېري پرون ناوخته کاسوو ته ورسیدل.   دوی به له هغو څلور سوه برېتانیایي عسکرو سره یوځای شي، چې کاسوو ته د ناټو د کلني تمریناتو په هدف استول شوې دي.  برېتانیایي پوځیان په داسې وخت کې کاسوو ته رسیدلې دي، چې هلته د سربیانو او د کاسوو د پولیسو ترمنځ د کاسوو په شمال کې کړکیچ اوج ته رسیدلی دی.   د تیرې میاشتې په وروستیو کې سربیانو هلته پر پولیسو حمله وکړه.  جرمني پرون وویل، چې دوی به هم یوسل او پنځه پنځوس سرتېرې د راتلونکي کال په اپریل کې کاسوو ته ولیږي.

چین؛ د افغانستان او هند الف لوبډلو د پایلوبې منځ کې باران وشو

Pa.azadiradio.com 

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سرو زرو د میډال د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان او هند د الف لوبډلو تر منځ د پایلوبې په ترڅ کې باران وشو.  افغان لوبډلې تر باران مخکې په اتلس اعشاریه دوه اوورونو کې یوسل او دولس منډې جوړې کړې او پنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړې دي.  که چیرته افغانستان دا لوبه وګټي، دا به په نړیواله کچه د افغان لوبغاړو په تاریخ کې د سروزرو لومړی میډال وي چې ترلاسه کوي یې.

د افغانستان په لویدیځ کې زلزله شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د جیولوجي سروې ادارې اعلان وکړ، چې د افغانستان په لویدیځ کې نن د ورځې د یولسو بجو خواته د شپږ اعشاریه دوه ریښتر په کچه زلزله وشوه.  په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.  د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، دا زلزله د هرات له ښاره څلویښت کیلومتره  لرې شمال لویدیځ لور ته وشوه.  په دې ترڅ کې په هرات کې د سرې میاشتې یوه استازي عزیز احمد متین خبریالانو ته وویل، چې څلور ځله زلزله وشوه. نوموړي زیاته کړه چې د نورو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان بنګله دیش ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام په درېیمه سیالۍ کې افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې سیالي پيل کړې، چې افغانستان په ۱۵۶ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.  د دې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، افغانستان که څه هم ښه پیل درلود، خو ټول لوبغاړي یې د ۳۸ اورونو په لوبولو سره وسوځیدل.  رحمن الله ګربز مخکښ منډه جوړونکی و، هغه په ۴۷ منډو وسوځېد. دغه راز ابراهیم ځدراڼ، ۲۲، رحمت شاه ۱۸، حشمت الله ۱۸، نجیب الله ځدراڼ ۵، محمدنبي ۶، عظمت الله عمرزي ۲۲، راشدخان ۹ او مجیب الرحمن یوه منډه جوړه کړه.  نوین الحق... Читать дальше...

د اسراییلو پوځ: پر غزې مو د حماس له توغندویي بریدونو وروسته بمباري پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ نن وویل چې په غزه کې یې د حماس ډلې پرضد وروسته تر دې بمباري پیل کړه، چې دې ډلې د اسراییل په لور توغندي وویشتل.  حماس نن سهار په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل، چې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.  د اسراییل د پوځ یوه ویاند وویل، چې په تل ابیب کې پر یوه کور توغندی لګیدلی دی، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.  د اسراییل په جنوب کې د یوې اویا کلنې ښځې د وژل کیدو خبر ورکړل شوی او په دې سیمه کې چارواکو له خلکو غوښتې دي، چې د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي. Читать дальше...

یو طالب چارواکی ازادي راډیو ته؛ ۲۴ افغان ماشومان به د دوشنبې په ورځ له پاکستاني زندان څخه خوشې او هېواد ته ولېږدول شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبان حکومت تر کنترول لاندې افغان کونسلګري وايي، د دوشنبې په ورځ به ۲۴ افغان کډوال ماشومان له زندان خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شي. سرچینه زیاتوي، د دوشنبې په ورځ به ۲۴ افغان کډوال ماشومان له زندان خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شي. خو دا چې دا ماشومان به هلته چاته سپارل کېږي، په دې اړه د دغې کونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: " دا ماشومانو قانوني اسناد نه لري، دوی کې ځني کسان داسې دي چې کورنه یې دلته دي خو د ځنيو کسانو کورنه... Читать дальше...

د طالبانو لخوا د حکومتي بستونو اعلان؛ یو شمېر ځوانان: ازاده سیالي یې نمایشي ده

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په‌دې وروستيو کې د طالبانو د حکومت بېلابېل وزارتونو يو شمېر بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپارلي، يو شمېر افغان ځوانان ادعا کوي، چې ازادې سيالۍ ته د بستونو سپارل نمايشي بڼه لري. د طالبانو حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په ایکس پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو او خبرتیاوو پر بنسټ تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت درې بستونه، د کانونو او پټروليم وزارت ۶ NTA بستونه، د سټندر ملي ادارې ۱۴ بستونه او زابل او سرپل ولايتونو کې د عامې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Стас Михайлов объяснил, почему никогда не выйдет на сцену со Шнуровым





Rss.plus
БГАТОиБ

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»




Компания Knauf решила передать бизнес в России местным менеджерам

В Москве благодаря МаИП появятся новые производства и 24 тыс рабочих мест

Графеновая генерация - технология децентрализованного электроснабжения

Суд в Москве арестовал обвиняемого в нападении на Щельцина




د ایران پولیس: د افغان کډوالو پر کور د برید په تړاو مو ۱۹ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

ایراني پولیس وايي، په اقبالیه ښار کې یې د افغان کډوالو پر کور د برید په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.  ایرنا خبري اژانس د دې ښار د پولیسو د مشر سردارعلي ابراهیمي له قوله لیکي، دا کسان قضايي ارګانونو ته معرفي شوي.  پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې لیدل کېږي د ایران په اقبالیه ښار کې یو شمېر کسان د افغان کډوالو په کورونو برید کوي.  د اقبالیه د پولیسو مشر دا ډول کړنې خپل‌‌سري او د عمومي افکارو ځپل بللي او زیاته کړې یې ده، اجازه به ور نه کړي چې څوک امنیت خراب کړي.  له دې وړاندې... Читать дальше...

د کډوالو ۲ نړیوالو ادارو له پاکستان څخه د زیانمنیدونکو افغانانو د خوندیتوب د دوام غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان غوښتي، څو د هغو زیانمنیدونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي، چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي.  دې دواړو ادارو نن سهار په یوه ګډه اعلامیه کې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله ویب‌پاڼه خپره کړې لیکلي، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې له ډېرو ننګونو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري بحران سره مخ دی او دا ډول پلان به د ټولو هغو کسانو لپاره بدې پایلې ولري چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي. Читать дальше...

په ایران کې بندي نوبل ګټونکې؛ دغه جایزه به مې له ظلم سره د مبارزې هوډ پياوړی کړي

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي وایي، دا جایزه به د دې هوډ پیاوړي کړی چې له ظلم سره مبارزه وکړي. میرمن محمدي په ایران کې زنداني ده. دې په یوه بیان کې چې په نیویارک ټایمز ورځپانې کې خپور شوی ویلي دي، کله به هم د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره له مبارزې لاس وانخلي. دې د ایران ښځې زړه ورې وبللې او ویې ویل، چې له ښځو سره ظلم او زیاتی د جنسیت پر بنسټ په ایران کې روان دی. له میرمن محمدي سره د سولې د نوبل جایزې ته د افغان ښځو فعاله محبوبه سراج نومانده شوې وه، خو پرون د نوبل د سولې د جایزې کمیټې... Читать дальше...

فراه: د بخش اباد بند په چارو کې د پرمختګ خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د فراه د بخش اباد د بند د یوه تونل د سوري کولو چارې پرون بشپړې شوې او ټاکل شوې ده، چې روانه اونۍ د دې بند د دوهم تونل د سوري کولو چارې تکمیل شي. یو تونل پنځوس کیلومتره او دوهم یې دوه پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري. دا بند د شاوخوا اته شپيته زره او پنځه سوه نوي هکتاره مځکې د خړوبولو ظرفیت لري. د دې بند د جوړیدو چارې د جمهوریت په وخت کې پيل شوې، چې بیا د طالبانو له واکمنۍ سره سم ودریدې او وروسته بیرته شروع شوې. د بخش اباد د بند د تونلونو د کانکریټ کارونه لا پاتې دي.

نن د طالبانو د مخکیني رژیم او القاعدې خلاف د امریکا د عملیاتو ۲۲ مه کلیزه ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د طالبانو د رژیم او القاعده شبکې پر ضد د عملیاتو د پیلیدو ورځ ده. له ننه دوه ویشت کاله مخکې د اوږدمهاله ازادي په نوم عملیات د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو په ځواب کې پیل شول. د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسې نیټې په حمله کې، چې مشري یې القاعده کوله په امریکا کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول. هغه وخت د القاعده شبکې مشران د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې اوسیدل. د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې جګړې نژدې شل کاله دوام وکړ. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ لوبغاړي نن هند او چین کې مهمې لوبې لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نن په هند کې د یو ورځني نړیوال جام په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره کوي. په ورته وخت کې د ابدالیانو په نوم د افغانستان د کرکټ الف لوبډله، چې د چین په هانګژو کې یې پرون په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه، نن به د سرو زرو د میډال د اخیستو لپاره د هند له الف لوبډلې سره مسابقه وکړي. د نړیوال جام لوبې د پنجشنبې په ورځ په هند کې پیل شوې، چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې هره ورځ یوه- یوه لوبه ترسره شوه او نن به د افغانستان او بنګله دېش ترڅنګ جنوبي افریقا له سریلانکا سره مخامخ شي. Читать дальше...



Москва

УЗИ и КТ при диагностике урологических заболеваний: что выбрать


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о планах развития Мнёвниковской поймы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Басте пришлось идти пешком по Октябрьскому мосту после конфликта с гаишниками




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

12 июня в Оренбуржье пройдут мероприятия, посвященные Дню России

Альбина Мухаметзянова на ПМЭФ объявила о выходе сериала «Команда МАТЧ» в Казахстане

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера


Ролан Гаррос

Испанец Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России