Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2023

Новости за 31.10.2023

په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه ویجاړ کړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې، په اسلام آباد کې چارواکو په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو په اړه د ورستي مهلت له پوره کیدو سره سم، د دې ښارپه یوه برخه کې د افغان کډوالو د خټین کورونو ورانول پیل کړي دي. د افغان بستي په نوم د اسلام آباد په دې سیمه کې په زرګونو افغان مهاجر اوسي. چارواکو دغه اقدام په پلازمېنه کې د غیرقانوني تیري کوونکو پرضد عملیات بللي دي. چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دغه کلي د بشپړورانولو لپاره به اساسي عملیات سبا چهارشنبې د نومبرپه لومړۍ نیټه پیل شي. د پاکستان... Читать дальше...

کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، نن پاکستان بنګله دېش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. بنګله دېش پچه ګټلې او لومړۍ یې توپوهنه وکړه او د ۲۰۴ منډو په کیدو یې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ټاکلی و. پاکستان د درې لوبغاړو په سوځیدو په ۳۳ اورکې دغه هدف پوره کړ. پاکستان په دې بریا سره په جدول کې له افغانستانه مخ ته شو او پنځم ځای یې خپل کړ. سبا چهارشنبې جنوبي افریقا او نیوزیلنډ د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه د سیالۍ ډګرته ووځي.

روغتیا نړیوال سازمان: روغتیایي ناورین غزه ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د روغتیا په برخه کې یو بحران راروان دی. WHO نن وویل دا بحران په ګڼ شمېر د خلکو د بېځایه کېدلو، له حده زیاتې ګڼې ګوڼې او د اوبو رسولو او د فاضلابونو د شبکو د ویجاړېدلو له کبله رامنځ ته شوی دی. د WHOویاندې کریستین لیندمایر د هغو ملکي وګړو د وژل کېدو خبرداری هم ورکړ چې د اسراییلو له بمباریو پرته په نورو دلایلو مړه کېږي. مېرمن لیند-مایر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسراییل له هوايي حملو پرته خلک په نورو دلایلو هم مري کنه په ځواب کې وویل چې هو، خلک په رښتیا مري. Читать дальше...



د طالبانو ترانسپورت وزارت: هېواد ته ستنیدونکي کډوال به وړیا ترانسپورت نه برخمن شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي افغانستان ته ور ستنېدونکي کډوال به " په وړيا او خوندي ډول اړوند ولایتونو، ولسواليو او کليو ته لېږدول کيږي". د طالبانو د حکومت دا وزارت د هغه کمیسون مشري کوي چې د طالبانو د مشر له خوا له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره جوړ شوی دی. په دې کمیسیون کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت سربېره د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو ریاست هم شامل دي. د طالبانو... Читать дальше...

د کډوالو ماشومانو ښوونځي په بندېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لخوا د هغو افغان کډوالو د ایستو لپاره د مهلت لپاره چې موجودیت یې په دغه هېواد کې " غیر قانوني" ګڼل شوی، د افغانستان په ملي ژبو تدریس کوونکي ښوونځي هم په تړل کیدو دي.

زرګونه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي، د پاکستان د حکومت وروستي مهلت پای ته ورسید

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې په دې وروستیو کې د زرګونو هغو افغانانو شاهدې دي چې اړ شوي خپل هېواد ته ستانه شي. د بی اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت ضرب الاجل نن پای ته ورسېد. د پاکستان حکومت ویلي چې ټول یو میلیون او اوه سوه زره بی اسناده کډوال چې لویه برخه یی افغانان دي، له دې هیواده شړي

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ غزه روغتیایي ناورین سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیايي ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان نن وویل، له حده زیاته ګڼه ګوڼه، ډله ایزه بې ځایه کیدنه، او د اوبو او فاضلاتو د شبکو ویجاړیدل ددې ناورین سبب کیږي. د دې سازمان ویاند کریسټین لینډمایر په داسې لاملونو د ملکیانو د مړینې د امکان خبرداری ورکړ چې په مستقیمه توګه پر غزه د اسرایلو له بمباریو سره تړاو نه لري. اخوا په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهېسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 8300 تنو ته رسیدلی دی. دا جګړه... Читать дальше...

افغانستان ته راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له "بد چلند"څخه شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو ضرب الاجل پای سره سم، سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دغه کډوال د سرپناه له نشتون او کاروبار کمښت شکایت کوي. د پاکستان حکومت "ناقانونه کډوالو" لپاره د اکتوبر میاشتې تر پایه ضرب الاجل ټاکلی ترڅو دغه هېواد پرېږدي.



له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ناورین؛ د پنا غوښتونکو خبریالانو برخلیک به څنګه شي؟

Pa.azadiradio.com 

په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون د پاکستاني حکومت له‌خوا د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو په اړه د یو میاشتني مهلت پای ته په نږدې کېدو، په دې هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي. د دې فدراسیون مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان خبریالانو د ویستو په اړه اندېښمن دي او په ټوله نړۍ کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په احتمالي توګه د افغان خبریالانو د ویستو مخه ونیسي. دې فدراسیون همدا ډول په هغو هېوادونو چې افغان خبریالان په کې د کډوالۍ کیسونه لري... Читать дальше...

د پاکستان د ضرب الاجل له پای ته رسیدو مخکې هېواد ته د یو شمېر افغان کډوالو د تګ هڅې

Pa.azadiradio.com 

سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.

د هرات د زلزلو یو شمېر ټپیان: روغتونونه مو له درملنې مخکې رخصتوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، که څه هم دوی اوس هم طبي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د اسانتیاو د نشتوالي له امله د هرات له حوزوي روغتون څخه رخصت شوي دي. زرمینه چې د څلورو ماشومانو مور او د هرات د کرني د کلي اوسېدونکې ده، یوه له دغو ټپیانو څخه ده. هغه چې په لومړۍ زلزله کې يې خپل يوولس کلن زوى له لاسه ورکړى او خپله يې هم سخت زيان ليدلی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې که څه هم ملا يې ماته شوې، خو په روغتون کې بستري نه‌شوه. نوموړې وایي: "زما ملا او د خاصرې لګن... Читать дальше...

د ملا هبت الله ځانګړی ځواک؛ دنده او جوړښت یې څرنګه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هلمند کې د طالبانو مخکېنی والي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د ځانګړي ځواک مشر ټاکل شوی. د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې ځواک په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، دا ځواک د نورو طالب مشرانو په وړاندیز جوړ شوی چې د ملا هبت الله ساتنه وکړي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اکثره وزیرانو او خلکو امیرالمومنین (د طالبانو... Читать дальше...

پاکستان کې د "بې اسنادو افغان کډوالو" یوه موقت کمپ ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، موقتو کمپونو ته یې لېږي او وروسته یې له دغه هېواده شړي. د ازادي راډیو د پاکستان برخه، د مشال راډیو خبریال، وسیم سجاد یو له دغو کمپونو ته تللی او دغه راپور یې چمتو کړی دی.

هند کې د افغان سفارت تړل کیدل؛ هند مېشتي یې ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته په هند کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخ دي. یو شمېر یې ادعا کوي چې د پاسپورټونو په نوي کولو، د تحصیلي اسنادو په تایید، د واده او  زېږون کارتونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي او سفارت هم قونسلي خدمتونه بند کړي دي. په هند کې د دوکتورا محصل ظهور صحبتي ازادي راډیو ته وویل، سفارت ته د پاسپورټ د نوي کولو او د خپلې لور د زېږون کارت اخیستو لپاره تللی و، خو د سفارت دروازه تړل شوې وه. هغه زیاتوي: "پرون سفارت ته لاړم، د سفارت دروازه تړل شوې وه. Читать дальше...

یو شمېر افغان دیني عالمانو او قومي مشرانو له پاکستانه د کډوالو ایستل وغندل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د پاکستان له‌خوا په بېړه د افغان کډوالو ستنول وغندل او ترې ویې غوښتل،چې د افغانانو له جبري اخراج او د هغوی له ځورولو لاس واخلي. دوی چې نن په کابل کې راټول شوي وو، یوې خبري غونډې ته یې وویل، په بېړه د میلیونونو افغان کډوالو ایستل او د سوداګریزو او نورو مسایلو د حل و فصل کولو فرصت نه ورکول به د دواړو گاونډیو هېوادونو پر اړیکو خورا منفي اغېز وکړي. دغو دیني عالمانو او قومي مشرانو دا هم وویل چې د پاکستان له‌خوا په جبري توګه د لکونو افغانانو ایستل د جدي... Читать дальше...

ایچ آر ډبلیو: پاکستان د افغان کډوالو ستنولو لپاره ګواښل، نیول او ځورول کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هغوی ځوروي، ګواښي یې او په خپلسري ډول یې زنداني کوي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د ضرب‌الاجل د رانږدې کېدو په درشل کې، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د ګواښلو، خپلسري نیونو او ځورولو څخه کار اخلي. د دې سازمان په اعلامیه کې چې نن خپره شوې د افغانستان لپاره د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله لیکل شوي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو لپاره د ایستلو مهلت د دوی د توقیف، وهلو... Читать дальше...

د میدان وردکو د تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردکو ولایت د تخنیکي او مسلکي لېسې یو شمېر زده کوونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي. دوی وايي، د حکومت له لوري یې ملاتړ نه کېږي. د دوی په وینا، نوښتونه او اختراګانې یې کړي چې د خلکو په ورځني ژوند کې ګټور تمامېدای شي او که ملاتړ یې وشي له دې ډېر څه کولای شي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس پر مرکزونو برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو نن د غزې په شمال کې د حماس د وسله‌والو پر مرکزونو برید وکړ. په داسې حال کې چې د غزې پر تړانګه د اسراییلو بمبارۍ له نږدې درېیو اونیو راهیسې روانې دي اسراییلي پوځ ویلي چې د جګړې له پیل وروسته شاوخوا اته لکه فلسطینیان له خپلو مېنو وتلي دي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د حماس ډلې له منګولو د یوه اسراییلي برمته د ژغورلو له بریالیو عملیاتو وروسته یې روحیه لوړه ښکارېده، د اوربند لپاره غوښتنې رد کړې او یوځل بیا یې ژمنه وکړه چې پر غزې د واکمنۍ او د اسراییل د ګواښلو لپاره د حماس ځواک به وځپي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей





Rss.plus
РПЛ

Топ-клуб РПЛ из Москвы заинтересован в трансфере Зайнутдинова




Свыше 70 знаков ГТО торжественно вручили жителям в Химках

Подведены итоги электронного предварительного голосования «Единой России»

Голландиские ВВС получили способные наносить ядерные удары истребители F-35

БРИКС: женское предпринимательство




ایچ آر ډبلیو: پاکستان افغانان ګواښي، ناوړه چلند ورسره کوي او افغانستان ته یې لېږي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت افغان کډوال ګواښي، ناوړه چلند ورسره کوي، توقیفوي یې او پرته له دې چې د ستنولو لپاره قانوني شرایط ورته چمتو کړي افغانستان ته یې لېږي که نه په جبري ډول یې باسي. هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ ویلي چې په دې افغانانو کې ډېر داسې کسان هم شته چې په امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د ځای پرځای کېدو قانوني مراحلو ته سترګې په لاره دي. د هیومن رایټس واچ بیان زیاتوي چې د پاکستاني چارواکو پرله‌پسې څرګندونو له افغان کډوالو سره د ځورونو، حملو... Читать дальше...

افغانستان ته د اوښتو لپاره زرګونه افغانان د تورخم او چمن دروازو ته راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د ډیورنډ پر کرښه د تورخم او چمن په دروازو کې لسګونه زره افغانان راټول شوي څو افغانستان ته واوړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اکټوبر په درېیمه د ۱،۷ میلیون افغانانو په ګډون په دې هېواد کې دېره ټولو غیرقانوني کډوالو ته ۲۸ ورځې مهلت ورکړ چې ووځي که نه په جبري ډول به وایستل شي. فرانس‌پرېس خبري آژانس د تورخم په دروازه کې د یوه مسوول پاکستاني چارواکي ارشاد مومند له قوله خبر ورکوي چې وايي، له ۱۰ زرو زیات افغان کډوال نن سهار په لاریو او نورو موټرو کې هلته ورسېدل او افغانستان ته د اوښتو لپاره خپل وار ته انتظار کوي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: اسراییل فلسطینیانو ته په ډله ییزه توګه سزا ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر وایي، په غزه کې سملاسي اوربند د میلیونونه کسانو د مرګ او ژوند خبره ده. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې فیلیپ لازاریني دغه څرګندونې پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو یوې بېړنۍ غونډې ته وکړې. د ملګرو ملتونو دغه استازي اسراییل تورن کړ چې فلسطینیانو ته 'په ډله ییزه توګه سزا ورکوي' او کډه کولو ته یې مجبوروي. رویټرز خبري اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي چې پر غزې د اسراییلو د برید له پيله تراوسه ۸۳۰۶ کسان وژل شوي چې نږدې نیمایي یې تر اتلس کلنو کم عمره کسان دي. Читать дальше...

لیونل مسي د اتم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د ارجنټاین د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر لیونل مسي د اتم ځل لپاره د سرو زرو توپ وګاټه. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ۳۶ کلن مسي وروسته له هغه دغه جایزه وګټله چې لوبډله یې ۲۰۲۲ کال په قطر کې د نړیوال جام اتلولۍ ته ورسوله. د ښځینه فوټبالرانو په برخه کې د سرو زرو توپ جایزه د اسپانیې د ټیم لوبغاړې ایتانا بونماتي ته ورکړل شوه. دوی ته دغه جایزې تېره شپه په پاریس کې ورکړل شوې. له مسي پرته تراوسه هېڅ یوه لوبغاړي له پنځو ځلونو زیات د سرو زرو توپ نه دی ګټلی. کریستیانو رونالډو دغه جایزه پنځه ځله ګټلې ده.

کندهار ته ستانه شوي ځینې افغان کډوال د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلنده شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه د کندهار د سپین بولدک له لارې ورغلي افغان کډوال د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، د کډوالو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او پیسې ترې اخیستل کېږي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست د معلوماتو په اساس، هره ورځ د سپین بولدک له لارې ۲۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنېږي چې په روانه میاشت کې د راغلو کډوالو شمېر ۴۶۰۰ کورنیو ته رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبې د اکټوبر ۳۱مه د پاکستان د حکومت لخوا افغان کډوالو ته ورکول شوي مهلت پای ته رسېږي. Читать дальше...

مارک مېلر: کاناډا ته د ۴۰زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږلو لړۍ بشپړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا حکومت وایي چې دغه هېواد ته د څلویښت زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږلو لړۍ بشپړه شوه. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک مېلر پرون په دې اړه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي. هغه ویلي: "د کاناډا حکومت خوښ دی چې وې کولای شوای له ټاکل شوي مهلت نه مخکې کاناډا ته د څلویښت زره افغان پنا غوښتونکو د لېږد لړۍ بشپړه کړي." ټاکل شوې وه چې د پنا غوښتونکو د لېږد دغه عملیات چې "د افغانانو د بیا مېشتېدو" په نوم پروګرام له مخې ترسره کېږي، د روان میلادي کال په پای کې بشپړ شي، خو دغه لړۍ څو ورځې وړاندۍ د پناه... Читать дальше...



Москва

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Даниил Медведев

Медведев высказался об игре Свёнтек



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Летняя оздоровительная кампания: в фокусе внимания – безопасность детского отдыха



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России