Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2023

Новости за 23.10.2023

له پاکستان څخه تر لوبې ګټلووروسته د افغان کرکټ لوبغاړو خوښي

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان د کریکټ ملي ټیم د نړیوال جام په لوبو کې پاکستان ته په یوه تاریخی لوبه کې د اتو ویکټونو په توپیر ماته ورکړه . دا د پاکستان په وړاندې په یوې ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د ټیم لومړنۍ بریا ګڼل کیږي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام پر مهال له پاکستانه لوبه وګټله. افغانستان تر دې مخکې په اوو یو ورځنیو لوبو کې له پاکستان ماته خوړلې وه، خو د دوشنبې ناوخته یعنې اتمې لوبې هر څه بدل کړل. افغان لوبغاړي بلاخره وتوانېدل چې د کرکټ په یو ورځنیو لوبو کې پاکستان مات کړي. د هند په کوربه توب په روان نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان لوبه د چینای په سټډیوم کې وشوه چې پاکستان په لومړي بېټېنګ یا توپ اچونې سره ۲۸۳ منډې هدف وټاکه. پاکستاني ټیم دا هدف د اوه لوبغاړو په سوځېدو جوړ کړی و. د پاکستان... Читать дальше...

د نجونو د زده کړو لپاره پر ټولنیزو شبکو کمپاین؛ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې سمبولیک تصویرونه جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

له یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو شبکو کې هغه تصویرونه خپرېږي چې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي. په ځینو دې تصویرونو کې نجونې له کتابونو سره ښکاري، په ښوونځيو کې ناستې دي یا یې هم سپینې چپنې پر تن دي او د نورو ښځو په درملنه کې مصروفي دي، خو ترڅنګ یې ځینې داسې تصویرونه هم شته چې تر یوې ناروغې ښځې ټول نارینه ډاکتران راټول دي او دا پیغام ورکوي چې د ښځینه ډاکتر د نه موجودیت له امله ښځې مجبورېږي چې نارینه ډاکترانو ته ورشي. د دې تصویرونو له خپرېدو سره د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو غوښتنه هم مله ده. Читать дальше...



هرات کې د زلزلو دوام؛ ډېر خلک بیا تېره شپه له کورونو وتو ته مجبور شول

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په هرات کې د تېرو اوونیو له سختو زلزلو وروسته، ډیری خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، خو د تېرې شپې او نن ورځې زلزلو بیا مجبور کړل چې خېمو ته ولاړ شي. د راپورونو پر بنسټ، تېره شپه او نن ورځ د ریښتر په کچه ۴،۴ درجې د افغانستان شمال غرب لړزولی دی. د هرات د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس احمد‌الله متقي ازادي راډیو ته وویل، له دې چې وروستیو کې د زلزلې ټکانونه کم شوي وو، نږدې ۵۰ سلنه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو. خو د متقي په خبره، اوس بیا ډېر خلک خېمو او واټونو ته راوتلي دي. بېګا هم... Читать дальше...

۶ میاشتې او ۸ زره جنایي جرمونه؛ د طالبانو کورنیو چارو وزارت: څه باندې ۱۱ زره تورن کسان مو نیولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له اتو زرو څخه د زیاتو جنايي جرمونو په تور له ۱۱۶۳۱ ډېر کسان نیولي دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د نشه‌يي توکو د قاچاق، خرڅلاو او تولید په تور یې ۳۶۶۵ کسان نیولي دي. نوموړي خبریالانو ته وویل، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کابل تر ټولو ډېرې جنايي پېښې لري> ښاغلي قانع زیاته کړه: "د روان کال په شپږو مياشتو کې د جنايي جرمونو په وړاندې... Читать дальше...

د یوناما نوی راپور او د بشري سرغړونو په دوام د طالبانو تورنیدل؛ مهم ټکي یې کوم دي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د بشري حقونو څانګې په جولای، اګست او سپتمبر مياشتو کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو قضیې څېړلې او په يوه راپور کې يې وړاندې کړي دي. په دې راپور کې ځينې موضوعات لکه: د عدالت پلي کول، هغه پالېسۍ چې خلک له خپلو بشري حقونو بې برخې کوي، او د ژوند کولو، ازادۍ او شخصي امنیت له حق څخه سرغړونې شامل دي. په دغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې د دغو حقونو ساتنه وکړي. Читать дальше...

نړیوال جام؛ پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ورکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د کرکټ نړیوال جام ۲۲مه سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پیل شوې ده. د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپ وهنه یې وکړه. پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې وکړې. د یادې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم ۷۴، عبدالله شفیق ۵۴ او افتخار احمد او شاداب خان دواړو چټکې ۴۰ ـ ۴۰ منډې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې نوراحمد۳، نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي او محمدنبي یوه یوه ویکټ واخیسته. افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

پر غزې د اسراییلو د بمبار دوام؛ د ځمکنیو عملیاتو نښې نښانې هم لیدل شوي

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې اسراییل پر غزې پراخ ځمکني عملیات پيلوي او دغو عملیاتو ته د چمتووالي نښې نښانې له ورایه تر سترګو کیږي. اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې اسراییل ګڼ شمېر ټانکونه او سرتېري د غزې پولې ته نژدې سیمو کې ځای پر ځای کړي دي او خپلې خواته سرحدي سیمې یې تخلیه کړي دي. اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله وایي چې دوی هوایي بریدونه د دې لپاره ډېر کړي چې د ځمکنیو عملیاتو په راتلونکو پړاونو کې د خپلو عسکرو لپاره د خطر کچه راکمه کړي. له دې سره همهاله، د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پراخېدو اندېښنې هم زیاتې شوي. Читать дальше...



پر افغان کډوالو د پاکستان د فشارونو دوام؛ بورډ بازار کې یې لسګونه کارځایونه ویجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار اړوند بورډ بازار کې د افغان کډوالو نږدې ۴۰۰ دوکانونه او څپرې د ځايي چارواکو او د پېښود پراختیايي ادارې له‌خوا ویجاړې شوي دي. بېلابېلو پاکستاني رسنیو د ځايي چارواکو له قوله لیکلي، دا دوکانونه او چوپړې په پاخه سړک او دولتي ځایونو کې جوړې شوې وې او له هر ډول قوانینو یې سرغړونه کوله. پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی لیکلي: "دا عملیات به په همدې شکل په ټوله ښار کې روان وي او د ټولو غیرقانوني ودانیو مخه ونیسي. " رسنیو دا... Читать дальше...

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو درنه مرګ ژوبله؛ څوک پکې پړه دي؟

Pa.azadiradio.com 

"موږ له تورخم څخه د کابل پر لور روان وو چې د سړک یوه برخه خرابه شوې او په منځ کې یې ډبرې ایښودل شوې وې، دا پېښه ډېره خطرناکه وه، سر مې په کې ټپي شو او اوس تر درملنې لاندې یم."  جواد چې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، ازادي راډيو ته وويل، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د كابل - جلال اباد پر لويه لاره په يوه ترافيكي پېښه كې ټپي شو او اوس یې هم درملنه روانه ده. د کابل ښار اوسېدونکې زرافشان وايي چې څه موده وړاندې يې مور د کابل ښار په شهيد اهنګرا څلورلارې کې موټر ووهله او لاسونه يې مات شول. هغه زیاتوي:... Читать дальше...

یوناما د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې د بشري سرغړونه یادونه کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو څانګې د دغه هېواد د بشري وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی او بېلابېلو برخو کې یې د بشري سرغړونو یادونه کړې ده. په دغه راپور کې چې نن خپور شوی د روان ۲۰۲۳م کال د جولای، اګست او سپتمبر میاشتو پر مهال بشري سرغړونې مستندې شوي او د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې دا حقونه خوندي کړي. په راپور کې د ښځو د کار د بندیز برخه په سر کې رااخیستل شوې او ویل شوي چې په جولای میاشته کې د طالبانو امنیتي پرسونل پر هغو یو شمېر سینګارتونونو چاپه وهلې چې په پټه یې فعالیت کاوه. ... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې توپوهنه کوي

Pa.azadiradio.com 

نن د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې ۲۲مه سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړې ده. دواړو لوبډلو نن په خپل یولس کسیز نوملړ کې یو یو بدلون راوستی دی. په افغان لوبډله کې د چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي پر ځای نوراحمد راوستل شوی دی. پاکستان بیا د محمدنواز پر ځای شاداب خان ته په خپله لوبډله کې موقع ورکړې ده. لوبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د هندوستان په چنای ښار کې پیلېږي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د پټو اسنادو په افشا کېدو تورن شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یوې محکمې پخوانی صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شا محمود قریشي د پټو اسنادو په افشا کېدو تورن کړل. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغو پخوانیو چارواکو ته دغه دوسیه د هغه سند له مخې جوړه شوې چې تېر کال په واشنګټن کې د پاکستان له سفیره ترلاسه شوی دی. عمران خان او شا محمود قریشي دواړو پر ځان لګول شوي تورونه بې اساسه بللي دي. عمران خان ادعا کړې چې دغه سند د دې ثبوت دی چې دی تېر کال د پاکستان د پیاوړي پوځ او متحده ایالتونو له‌خوا له واکه لرې کړای شو. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو یوه استازي د افغانستان د ستونزو حل لپاره ځینې وړاندیزونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یوه استازي د دغه هېواد د ستونزو حل د نجونو پر تعلیم د لګول شویو محدودیتونو لرې کول او د افغانستان له خاورې د نورو په ضد د نه استفادې ډاډ رامنځته کول یاد کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې کړي دي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن د لړم په لومړۍ نېټه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سینیرلي اوغلو او مل پلاوي یې ویلي چې یوناما د نړۍ او طالبانو د اړیکو پر نږدې کېدو کار کوي. Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ لوبډله نن دوشنبه له پاکستان سره لوبه کوي. دا د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د افغانستان پنځمه لوبه ده. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي. له دې مخکې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګله‌دېش، هند او نیوزیلنډ ته بایللي دي. د افغانستان بله لوبه به د اکټوبر په دېرشمه له سریلانکا سره وي.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې په غونډه کې په منځني ختیځ کې د روان بحران او له اوکراینه د ملاتړ د دوام په اړه خبرې کوي. د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې د منځني ختیځ په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره اروپایي ټولنه څه کولای شي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل له اوکراین سره، په تېره په پوځې برخه کې د اوږد مهاله مرستو وړاندیز وکړي، خو د راپور له مخې تمه نه کېږي چې په نننۍ غونډه کې به په دې برخه کې مهمې پرېکړې وشي ځکه... Читать дальше...

'آی او ایم' د هرات یو شمېر زلزله ځپلو سره مشورتي غونډې کړي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، د دوی سلاکارانو د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې له یو شمېر نارینه وو، ښځو او ماشومانو سره له زلزلې وروسته وضعیت په اړه مشورتي غونډې جوړې کړي دي. په هغه ویډیو کې چې یاد سازمان پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، د دې ادارې یو سلاکار عبدالولي وايي، زلزلې، سېلابونه، جګړې او اوراخیستنې په هر ځای کې خلک له ذهني او روحي پریشانیو سره مخامخ کوي. ده زیاته کړه: "له کومې ورځې چې دلته راغلي یوو، هڅه مو کړې چې له یو شمېر نجونو، هلکانو، او لویانو سره ناستې ولرو.... Читать дальше...

په هرات کې له څه باندې ۳۲ زره ۵۰۰ زلزله ځپلو سره روغتیايي مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي چې د هرات په ۶ ولسوالیو کې یې له څه باندې ۳۲ زره ۵۰۰ زلزله ځپلیو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې په دغو مرستو کې لومړنۍ طبي څارنې او روحي ملاتړ شاملېږي. دې ادارې ویلي چې د زلزلې له کبله تر ۴۳ زره ډېر کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ سلنه تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې تېره شپه یوه بله زلزله هم احساس شوې. په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Олег Лундстрем

«Борис Фрумкин – 80!»: Государственный камерный оркестр джазовой музыки имени Олега Лундстрема отпраздновал юбилей своего худрука большим концертом





Rss.plus
Сергей Лазарев

Сергей Лазарев рекомендовал Казань для отпуска выходного дня




Незаконно получить водительские права массово предлагают россиянам мошенники

Горожанам подготовили особое меню на фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

29 мая в истории Асбеста

Новую рентген-операционную для сложных случаев открыли в Люберецкой больнице




په هرات کې یوه بله زلزله احساس شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې تېره شپه یوه بله زلزله احساس شوه. په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احمدالله متقي وویل چې دا زلزله وروسته له دې وشوه چې په وروستیو څو ورځو کې زلزلې کمې شوې وې او شاوخوا نیمايي خلک بېرته خپلو کورونو ته تللي وو. تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. د راپورونو له مخې، په لومړۍ زلزله کې چې د اکټوبر په اوومه وشوه او دغه راز په ورپسې زلزلو کې چې ځینې یې شدیدې وې، نږدې یو نیم زر تنه مړه شوي او تر ۲ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان په ۱۴ ولایتوو کې د پولیو ضد کمپاین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نوی کمپاین له نن دوشنبې څخه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې پیلېږي. له پولیو خلاص افغانستان بنسټ پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین کړي څو پولیو په افغانستان کې ختمه شي. پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې یې په واکسین مخه نیول کېدای شي. د روغتیا نړیوال سازمان کابو دوې میاشتې پخوا په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو او د هغو د چاپېریالي نمونو د زیاتېدو په وړاندې خبرداری ورکړی و. دې سازمان... Читать дальше...

فلسطیني سرچینې: پر غزې د هوايي برید له کبله لږترلږه ۸۰ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

فلسطیني سرچینو پرون یکشنبې په غزه کې د اسراییل د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره د په لسګونو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د روغتیا وزارت وویل چې د غزې په مرکزي برخه کې د شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه اتیا کسان وژل شوي. د دې وزارت په وینا دغو بریدونو څه باندې دېرش کورونه ویجاړ کړي دي. په عین حال کې غزې ته چې د اړتیا وړ لومړنیو موادو له پلوه له یوه بحراني حالت سره مخامخ ده، پرون پر مرستو باراولس نورې لارې داخلې شوې. په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ په پراخېدو... Читать дальше...

اسټن: په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي احتمال شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر وايي، احتمال شته چې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه خورا ډېر شي. لویډ اسټن د امریکا اې بي سي تلوېزیون ته وویل، په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په صورت کې به امریکا له پوځي اقدامه ډډه ونه کړي. جنرال اسټن، چې په وروستیو ورخو کې اسراییل ته سفر کړی و، زیاته کړه، د ځان دفاع خپل حق بولي او په دې کې به زړه نازړه نه شي چې مناسب اقدام وکړي. اسټن دا څرګندونې پرون څو ساعته وروسته له دې وکړې چې پنټاګون وویل چې په سیمه کې به یو شمېر نور پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړي.

د هرات زلزله ځپلو کې ۷۵۰۰ اومینداورې مېرمنې له سخت روحي فشار سره مخامخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د لسګونو زره زلزله ځپلیو په منځ کې اووه نیم زره اومیندوارې ښځې هم شاملې دي چې خپل نږدې عزیزان یې په زلزله کې مړه شوي او له سخت روحي فشار سره مخامخ دي. د هوا پېژندنې د ادارو وړاندوینې ښيي چې د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په ګډون په ډېرو برخو کې هوا سړه شوې او ورښتونه پیل شوي دي. د ملګرو ملتونو پر اساس د هرات ولایت وروستیو زلزلو تر ۲۱ زره ۵۰۰ ډېر کورونه نړولي او تر ۱۷ زره ډېر نور یې شدید زیانمن کړي دي. د دغو کورونو اوسېدونکي سړې شپې په خیمو کې تېروي. د ملګرو ملتونو په وینا، د هرات ښار د خیمو په ښار بدل شوی دی. Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان کرکټ سیالي؛ ټروټ: د دواړو سیالي د احساساتو د پارېدو سبب کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په چینای لوبغالي کې مخامخ کېږي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي اړیکو کې د ډېرو کلونو ترینګلتیا د دوو خواوو د کرکټ پر سیالیو هم سیوری غوړوي. په وروستیو کې پاکستان اعلان وکړ چې د روان اکټوبر تر پایه باید ټول بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له خاورې ووځي چې دا پر افغانستان سخت فشار راوړي. پاکستان همداراز تور پورې کوي چې د 'ټي ټي پي' وسله وال د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي. Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: трасса из Солнцева до Варшавского шоссе откроется в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Мариинка

Мариинка представит в Большом две версии постановки оперы Глинки «Жизнь за царя»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

Сергей Собянин. Главное за день

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России