Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2023

Новости за 24.10.2023

د اسلنډ صدراعظمې نن د جنسیتي نابرابرۍ خلاف د کار نه کولو اعتصاب وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ایسلنډ صدراعظمې او یوشمیرنورو ښځو نن د جنسیتي نابرابرۍ په وړاندې د اعتراض په توګه د ۲۴ ساعتونو په مخه د کارنه کولو اعتصاب کړی دی. کاترین یاکوبس داتیر وویل، په کوردننه او بهر جنسیتي مساواتو ته د رسیدو لپاره مبارزه ډېره ورو مخ ته ځي او هغه ښایي ۳۰۰ کاله وخت ونیسي. هغې ویلي چې نن سې شنبې کارته نه ځي. ډیرې نورې ښځینه کارکونکې هم نن کارته ندي تللي او په دې هیواد کې چې په یوه کوچیني ټاپوکې موقعیت لري، ښوونځي، کتابتونونه بند دي یا د محدودو ساعتونو لپاره خلاص دي. روغتونونو هم اعلان کړی چې یوازې بیړني ناروغان مني.

په اندونېزیا کې د افغان پنا غوښتونکو وضعیت؛ عقیل علي ولې ځان وواژه؟

Pa.azadiradio.com 

د عقیل علي په نوم یوه افغان پناغوښتونکي د اندونیزیا د تانجونګ پینانګ ښار د کډوالو په یوه کمپ کې ځان وژلی. د دغه ۲۸ کلن افغان پناغوښتونکي یو ملګری حسین عزیزي ادعا کوي چې عقیل علي د پناغوښتنې د پروسې د اوږدېدو له امله په وروستیو کې په ژور خپګان اخته شوی و او رواني حالت یې ښه نه و. هغه د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عقیل د یکشنبې په شپه په یوه ونه کې ځان راځړولی و. عزیزي زیاتوي: "کله چې د شپې ډوډۍ تهرانغی، موږ ورته زنګ وواهه، ټیلیفون یې ځواب نه کړ. پام مو ورته و چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې رواني حالت ښه نه و، غلی و. Читать дальше...



پاکستان نه کرکټ ګټل؛ په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو احساسات څنګه وو؟

Pa.azadiradio.com 

د کریکټ د یوورځنیو لوبو د نړیوال جام پر مهال د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبدلې د تېرې شپې بری د افغانانو لپاره له هیجان او ولولو ډکه وه. په هند کې یو شمېر افغان لوبغاړو هم دا بری په نڅا او اتڼونو ونمانځه. دوی چې د هند له بېلابېلو سیمو چنای ښار ته راغلي وو ازادي راډیو ته وویل، په مسافرت کې یې د کریکټ د لوبې له لیدو خوند واخیست. افغان زده‌کړیال  باسط چې په هند کې زده کړې کوي، ازادي راډیو ته وویل: "ډېره خوندوه او عالي لوبه وه. موږ پاکستان ته په نړیوال جام کې ماتې ورکړه، یعنې موږ ډېره وړتیا لرو. Читать дальше...

د طالبانو له بنده د خوشې شوي خبریال کیسې

Pa.azadiradio.com 

افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې له بنده خوشې شو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت سخت انتقاد کړی. نوموړي چې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و، ادعا وکړه چې په زندان کې ساتونکو واهه، د داعش ډلې غړو غوښتل چې دی زېندۍ کړي او د طالبانو د استخباراتو کسانو تحقیقات ترې کول.

کاکړ: ناقانونه کډوال باید پاکستان نه ووځي، ثبت شوي کډوال نه وباسو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ بیا ویلي چې غیرقانوني افغان کډوال باید د دوی له هېواده ووځي. هغه چې پرون یې رسنیو سره خبرې کولې وویل، له غیر قانوني افغان کډوالو سره دښمني نه‌لري، خو دوی باید خپل هېواد ته ستانه شي او د پاسپورټ او ویزې اخیستو وروسته، بېرته پاکستان ته ولاړ شي. کاکړ د دې وضاحت هم ورکړ چې له پاکستان د ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د ویستو په پرېکړه کې هغه کسان شامل نه‌دي، کوم چې غواړي بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او د دوی له ادارو سره ثبت دي. نوموړي وویل: "موږ هڅه کوو هغه غیرقانوني... Читать дальше...

مرتضی بهبودي د افغانستان د رسنیو پر وضعیت سختې نیوکې وکړې

Pa.azadiradio.com 

افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې له بنده خوشې شو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت سخت انتقاد کړی. ۲۹ کلن بهبودي د روان کال په جنوري کې افغانستان ته د سفر په دوهمه ورځ هغه مهال ونیول شو چې د کابل پوهنتون د محصلانو د یوې غونډې په اړه یې راپور برابراوه. نوموړي چې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و، پرون په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تېرې لس میاشتې یوازې د شکنجې میاشتې وې. هغه ادعا وکړه چې په زندان کې ساتونکو واهه، د داعش ډلې غړو غوښتل چې دی زېندۍ کړي او د طالبانو د استخباراتو کسانو تحقیقات ترې کول. Читать дальше...



اسراییل: د حماس لسګونه وسله وال مو وژلي، پر کلا بندې غزې د بمبار ختمولو پلان نه لرو

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وايي بېګا یې په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله وال وژلي دي او زیاتوي چې پردې کلابنده تړانګه د هوايي حملو د پای ته رسولو پلان نه لري. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اسراییل پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې تېره شپه یې د درېیو کنډکونو د مرستیال قوماندانانو په ګډون د حماس ډلې له ۴۰۰ ډېر اهداف په نښه کړي دي. په بیان کې راغلي چې په دې اهدافو کې یو ټونل چې د حماس ډلې جنګیالي به له هغې لارې اسراییل ته ننوتل او په څو جوماتونو کې د حماس ډلې د قوماندې مرکزونه هم شامل دي. له دې مخکې د اسراییل... Читать дальше...

اسراییلو ته د مکرون سفر؛ هغه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به یې اسراییل له حماس ډلې سره په جګړه کې یوازې پرې نه ږدي، خو ایمانویل مکرون نن اسراییلو ته له رسېدو سره سم د سیمې کچې ته د دې کړکېچ د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکړ. مکرون د اسراییل له ولسمشر اسحاق هېرزوک سره د لیدنې پرمهال وویل چې فرانسه له اسراییل سره اوږه په اوږه ولاړه ده. د هغه په وینا چې لومړی هدف باید په غزه کې د نیولو شویو برمته وو خوشې کېدل وي. له مکرون مخکې، د لوېدیځ نورو مشرانو هم اسراییلو ته د سفر پرمهال د حماس ډلې د برید په ځواب کې له دې هېواد سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

اسراییل: په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله‌وال مو وژلي

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وايي، تېره شپه یې په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله‌وال وژلي او زیاتوي چې په دې کلابنده تړانګه کې د هوايي حملو د پای ته رسولو پلان نه لري. واشنګټن له اسراییلو غوښتي چې د مرستو نورو کاروانونو ته اجازه ورکړي څو غزې تړانګې ته ننوځي. غزه له دوو اوونیو راهیسې د اسراییل د پرله‌پسې بمباریو له کبله په یوه بشري بحران کې ایساره ده او په نږدې راتلونکي کې د اوربند نښې نښانې نه لیدل کېږي. دا په تېرو څو لسیزو کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ د تاریخ ترټولو خونړی پړاو دی. د فلسطین د روغتیا... Читать дальше...

ټروټ: د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې بریا هڅوونکی اغېز لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وايي، د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې بریا به د افغان لوبډلې روحیه لوړه کړي او د راتلونکو لوبغاړو لپاره به د الهام سرچینه شي. جاناټان ټروټ پرون له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل دا بریا هڅوونکی اغېز لري. هغه وویل چې دی غواړي افغان لوبغاړي راتلونکو لوبغاړو ته د دې بریا اهمیت ورسوي او دا په یاد وساتي چې د پاکستان پر وړاندې یې په چینای کې یې د ۲۸۳ منډو هدف ترلاسه کړ. ملي لوبډلې پرون د پاکستان ځواکمنې لوبډلې ته په اتو ویکټو، په داسې حال کې چې لا... Читать дальше...

د پولیو پر ضد د کمپاین نړیواله ورځ؛ ډبلیو ایچ او: د پولیو مخنیوی په واکسین کېدای شي

Pa.azadiradio.com 

نن د اکټوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د کمپاین نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' نن په دې مناسبت پر ایکس شبکې په یوه بیان کې لیکلي چې پولیو علاج نه لري، خو مخنیوی یې د واکسین په وسیله کېدای شي. 'ډبلیو ایچ او' نږدې دوه میاشتې مخکې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و. په افغانستان کې په دې وروستیو کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې. دا ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په نوره نړۍ کې تقریباً له منځه تللې ده. Читать дальше...

په اندونیزیا کې یوه افغان کډوال ځانوژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې دېره یو افغان کډوال ځانوژنه کړې ده. د راپورونو له مخې، ۲۷ کلن سید نادر چې د اندونیزیا په تانجونګ پینانګ ښار کې اوسېده، د ژوند د سختیو او ذهني فشارونو له کبله ځان په خپله خونه کې وژلی دی. سیدنادر له خپلو درېیو لوڼو او یوه زوی سره په اندونیزیا کې استوګن و، او د مهاجرت له نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' څخه یې مرسته ترلاسه کوله. په اندونیزیا کې دا مهال شاوخوا اته زره کډوال دېره دي چې ډېری یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د تلو په تمه دي. افغان کډوالو څو ځلې د اعتراضیه غونډو په ترڅ کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی برخلیک روښانه کړي.

د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې په لومړي ځل د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې وکړه. په داسې حال کې چې افغانستان د بري لپاره یوې منډې ته اړتیا لرله افغان لوبډلمشر حشمت الله د لوبې د ۴۹ ام اور په وروستي توپ څلوریزه ووهله او په دې سره یې د پاکستان په وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تاريخي بری خپل کړ. دا د کرکټ په روان نړیوال پنځوس اوریزه جام کې د افغانستان پنځمه لوبه وه. افغان لوبډلې له دې وړاندې درې لوبې بایللي او یوه یې ګټلې ده. د پاکستان په وړاندې تر بریا وروسته افغان... Читать дальше...

افغان کډوالو ته د پاکستان د خبرداریو دوام؛ کاکړ: ناقانونه کډوال باید پاکستان پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړ یوځل بیا ټینګار کړی چې ټول ناقانونه کډوال باید هغه هېواد پرېږدي. کاکړ پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي، دغه کډوال کولای شي د پاکستان د ویزې له اخیستلو وروسته بېرته هغه هېواد ته ولاړ شي. د پاکستان حکومت هلته دېره څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو ته د همدې اکټوبر میاشتې تر اخره وخت ورکړی چې ووځي که‌نه په زوره به یې وباسي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي هم ویلي، که افغان کډوال ونه وځي، ملکیتونه به یې ضبط او دوی به توقیف او اخراج شي. ... Читать дальше...

د جګړه ځپلو فلسطینیانو لاسنیوي ته د مرستو درېیم کاروان هم ولېږل شو

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د جګړه ځپلو فلسطینیانو لاسنیوي ته د مرستو درېیم کاروان هم ولېږل شو. په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې به تر راتلونکو دو ورځو پورې د تېلو زېرمې تشې شي. اسوشېټېډ پرېس لیکلي، غزې ته پرون د اکټوبر په ۲۳مه د مرستو شل لارۍ ولېږل شوې چې ورسره د ټولو استول شویو لاریو شمېر ۵۴ ته ورسېد. ملګري ملتونه بیا د مرستو دغه اندازه کمه بولي او وایي، د غزې ټولو دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې هره ورځ شاوخوا سل لارۍ مواد ور ورسېږي. اسراییل وروسته تر هغه... Читать дальше...

حماس وسله‌والې ډلې دوه برمته شوې اسراییلۍ مېرمنې بېرته خوشې کړې

Pa.azadiradio.com 

حماس وسله والې ډلې دوه برمته شوې اسراییلۍ مېرمنې بېرته خوشې کړې. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغو مېرمنو خوشې کېدو ته زمینه برابره کړې ده. سره صلیب هم ویلي چې خوشې شوې مېرمنې یې چې یوه یې پنځه اتیا کلنه او بله هغه یې نهه اویا کلنه ده، له غزې بهر انتقال کړي دي. خبر کې راغلي چې د دغو مېرمنو خاوندان لا هم له حماس سره برمته دي. حماس ویلي چې دغه مېرمنې یې د بشري خواخوږۍ له کبله پرېښي دي. حماس یوه امریکایي مېرمن او د هغې لور تېره اوونۍ ازاد کړل. لوېدیځ اژانسونه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити «Выжить в Дубае. Возвращение»





Rss.plus
Полина Гагарина

Полина Гагарина заявила о победе над Ольгой Кормухиной по обвинению в плагиате песни




Младшая дочь Заворотнюк пришла на ее могилу с отцом Чернышевым

В Городце открылись виртуальный концертный зал в ДК «Северный» и Музей детства

Соратница Пригожина Кацман рассказала о работе его пула накануне мятежа

В Хакасии женщина катала подругу на крыше машины, а потом случайно ее переехала




د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ مینه‌وال لارو کوڅو ته راووتل او په نڅاوو، اورلوبو او هوايي ډزو سره یې دا بریا ونمانځله. افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام روانو سیالیو کې په لومړۍ ځل پاکستان ته ماتې ورکړه. نور په ویډیو کې:

ازادي راډيويي مجله؛ لنډه کیسه څرنګه نقد کړو؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې اورئ چې لنډه کیسه څرنګه نقد کړو؟ په دې خپرونه کې شعرونه درته وړاندې کېږي او د وزیرستان له یوه هنرمند سره اشنا کېږئ چې نن سبا په متحده عرب اماراتو کې ژوند کوي. د ازادي راډیویي مجلې دا پروګرام چې احمدشيبر چمتو کړی، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

سیګار: طالبان د درغلو موسسو په وسیله له نړیوالو مرستو ګټه اخلي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: د امریکا د څار یوه اداره وایي، طالبان د درغلو موسسو په وسیله له نړیوالو مرستو ګټه اخلي، دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی. مقاله کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي د ادارې یا سیګار په حواله راغلي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کورنیو او نړیوالو موسسو کنټرول ډېر کړی دی. مقاله کې وړاندې راغلي چې طالبانو د موسسو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړي او په تعلیمي سکتور کې یې د بهرنیو بنسټونو لاسونه لنډ کړي دي. وړاندې د سیګار په حواله لیکل... Читать дальше...

‌د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ګڼ غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ګڼ غبرګونونه پارولي دي. د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو له هغې ډلې محمد اشرف غني او حامدکرزي د پاکستان پر وړاندې بریا تاریخي بللې او د دغه لوبډلې د راتلونکو لوبو د بریا هیله یې کړې ده. د طالبانو د حکومت مشرتابه هم د ارګ په ایکسپاڼه د مبارکۍ تر څنګ لیکلي چې دې لوبې وښوده افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیاوې لري او بریا خپلولی شي. د کرکټ نړۍ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر لیکلي چې په روان جام کې د افغانستان لوبې فوق العاده دي. Читать дальше...

یونېسف ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل د هرات زلزله ځپلو ته رسوي

Pa.azadiradio.com 

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل یې ترلاسه کړي او ژر به په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو ۴۳ زره کورنیو ته ورسول شي. تر دې وړاندې هم مرستندويه ادارو او څو هېوادونو هرات ته مرستې لېږلې او متحده عربي اماراتو هلته يو ګرځنده روغتون پرانيست. په هرات کې د تېرو دوو اوونيو د زلزلو له امله د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه ١٥٠٠ تنه وژل شوي او څه دپاسه دوه زره تنه نور ټپيان شوي دي. بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د زلزلې ۹۰ سلنه... Читать дальше...

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبریالې 'آلسو کورماشییوا' د بند موده وغځوله

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبریالې آلسو کورماشییوا د توقیف موده د ډسمبر تر پنځمې وغځوله. هغه څو اوونۍ مخکې په دې تور نیول شوې وه چې ولې یې د بهرنۍ اجنټې په توګه ځان نه دی راجستر کړی. آلسو کورماشییوا چې په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو په مرکزي دفتر کې کار کوي د امریکا پاسپورټ لري او د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره د روسیې تاتارستان ته تللې وه چې په بېرته راستنېدو د جون په دویمه په هوايي ډګر کې نیول شوې وه. د آلسو مدافع وکیل ایدګر متیووسیان ویلي چې قاضي په خپله پرېکړه کې ډېر زیاتی وکړ، خو دی یې په وړاندې د استېناف غوښتنه کوي. Читать дальше...



Москва

Победитель фирменной игры «Авторадио» получил ключи от Oting Паладин


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Звездач»: рэпер Тимати приобрел мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Даниил Медведев

После поражения де Минору россиянин Медведев завершает выступление в престижном теннисном турнире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России