Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2023

Новости за 22.10.2023

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی: د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټراټ وايي د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي او د پوره چمتووالي ډاډ یې وښود. تمه ده چې افغانستان او پاکستان به د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې سره د هندوستان د چنای په ښار کې سیالي وکړي. ښاغلي ټراټ زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ته ډېر لېواله دی او په باور یې« د دواړو لوبډلو ترمنځ شته رقابت به سیالي ډېره جالبه کړي» په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لپاره پینځمه سیالي ده، افغانستان تر... Читать дальше...

نړیوال جام؛ هندوستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په روان نړیوال جام کې هندوستان په پرله پسې توګه خپله ۵مه سیالي هم وګټله او د نومرو په جدول کې یې اول مقام ونیو. د یاد نړیوال جام په ترڅ کې ۲۱مه سیالي د کوربه هند او نیوزیلینډ ترمنځ په درمشالا کې ترسره شوه چې هند د ۴ ویکټو په توپیر وګټله. نیوزیلینډ ته د هند له لوري د توپوهنې بلنه ورکړل شوې وه چې یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو اورونو کې د ۲۷۴ منډو هدف ټاکلی و. مخکښ منډه جوړونکی یې ډیرل میچل و چې ۱۳۰ منډې یې کړې وې. هندوستان ته بیا محمد شامي ۵ لوبغاړي وسوځول او د نن سیالۍ غوره لوبغاړي هم وټاکل شو. Читать дальше...

د غزې ملکیانو ته د اسراییلو خبرداری او په اروپا کې د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وایي، د پلان شویو علمیاتو له پيل څخه مخکې به غزه کې د حماس ډلې خلاف هوایي عملیاتو ته زور ورکړي. د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دا بریدونه د عملیاتو پر مهال خپلو ځواکونو ته د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره کوي.



د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، UNDP وایي د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري. دې پروګرام نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ژمی را روان دی او هغه هم یو سوړ ژمی. سرچینه زیاتوي زلزله ځپلي اوبو، خوړو او د معیشیت په برخو کې نورو مرستوته اړتیا لري. د دې پروګرام په وینا، دوی سړکونو او همداراز ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري. د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام د هرات زلزله ځپلوته د سرپناه پر اړتیا ټینګار داسې مهال کوي چې په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ په یوه... Читать дальше...

خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات د خپل ژوند سمولو لاسنیوي ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، په هرات کې زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات، د خپل ژوند د سمولو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري. دې پروګرام نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې بیا خبرداری ورکړی چې بودیجه یې په چټکۍ په خلاصیدو ده. سرچینې د شهزاده په نوم د یوې مېرمنې څرګندونې خپرې کړي چې وایي، هرڅه یې له لاسه ورکړي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، نوموړې د هغو ۹۵ زره کسانو له ډلې یوه ده چې د هرات له زلزلې ژوندۍ پاتې شوې او د دې پروګرام مرستې یې ترلاسه کړي دي. په عین حال کې د ملګروملتونو... Читать дальше...

د جرمني صدراعظم په خپل هېواد او نورو سیمو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتیدو غوسه څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د حماس او اسراییل ترمنځ د روانې میاشتې په لومړیو کې د جګړې له پیلیدو راهیسې په جرمني او د نړۍ په نورو برخو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتوالي غوسه څرګنده کړه. ښاغلي شولز په ختیځ دیساو Dessau ښارکې د یوې نوې کنیسې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و. د دې ښار وروستۍ کنیسه یا د یهودانو عبادت ځای ۸۵ کاله مخکې د نازیانو له خوا ویجاړ شوی و. د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د اسراییل بیرغونه څېرې شوي او تېره اوونۍ هم ناڅرګنده کسانو د برلین یوې کنیسې ته اور اچوونکي دوه بمونه  ګوزارکړي وو.



د بار وړونکو موټرو په اړه د طالبانو د حکومت نوې پریکړه؛ د خلکو غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له دې پرېکړې، چې مسافر وړونکي موټرې نور بارونه نه‌شي لېږدولی او دغه شان لوړ ماډل مسافر وړونکو بسونو څخه به اضافه چوکۍ هم ليرې کړي د هرکلي په ترڅ کې وايي، په دې سره به په سورلیو کرایه لوړه شي. د مزار شريف اوسېدونکی شمس الله الهام چې کابل ته په ۵۸۰ډوله موټر کې تګ راتګ کوي، ازادي راډیو ته یې وویل: "که چېرې دغه اقدام عملي شي، پر بار بنديز ولګي، دوی به دغه جريمه له عام ولس څخه پرې کړي." دغه شان د يو شمېر نورو ولايتونو... Читать дальше...

پاکستان نه د افغان کډوالو ستنیدل؛ له ستونزو شکایت او د مرستو غوښتنه لري

Pa.azadiradio.com 

ظاهراً په دې وروستیو کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی. د هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه خپاره کړل، یوازې د شنبې په ورځ ٣ زره او ١٤٩ افغان کډوال د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د جمعې او پنجشنبې په ورځو له پاکستانه څه باندې شپږ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه شوي... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: ترافیکي پېښو ۶ میاشتو کې تر زرو زیات کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو شپږو میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۲۹ تنه مړه شوي او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په کابل کې رسنیو ته وویل، دا شمېر مرګ‌ ژوبله په ۲۲۸۸ ترافیکو پېښو کې اوښتې ده. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د ترافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې‌پراويي ښودلې ده. عبدالمتین قانع همدا ډول په تېرو شپږ میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ۸۲۱۰ جنايي پېښو د ثبت خبر ورکړی او زیاتوي، له دې... Читать дальше...

د غزې ملکیانو ته د اسراییلي پوځ خبرداری؛ له شمال څخه جنوبي سیمو ته کډه شئ

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي. د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ. د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړل شوی دی. اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د هرات زلزلې تر نېمایي زیاتې قربانیان ښځې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ښځینه قربانیانو او اغېزمنو نوې شمېرې خپرې کړي. دا راپور چې پرون "un women" په خپله وېب‌پاڼه خپور کړی په کې لیکل شوي، د دوی ارزونې ښيي چې د اکتوبر تر ۱۷مې په هرات کې د زلزلو په پایله کې د مړو شویو بالغو کسانو ۵۸ سلنه یې ښځې وې. همدا ډول د ټپیانو ۶۰ سلنه ښځې جوړوي او هغوی چې لا درکه دي، ۶۱ سلنه یې ښځې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټوله کې د هرات په زلزله ځپلو کې د اغېزمنو ۵۳ سلنه ښځې یادې کړي او لامل یې هم دا ښودلی چې د زلزلې پر مهال ډېرې ښځې په کورونو کې وې. Читать дальше...

د هرات کارګران: له زلزلې وروسته بې کاري زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې یو شمېر هغه کسان چې په ورځنیو مزدوریو بوخت دي وایي، په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو امله وزګاره شوي. احمد بهزاد چې د ساختماني چارو کارکوونکی دی وايي،د هرات له زلزلې مخکې به يې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ عاید درلود، خو اوس وزګار دی. هغه ازادي راډيو ته وويل، په زلزلو کې یې کور وران شوی او کار و بار هم نه لري. نوموړی ادعا کوي او وایي: "د زلزلې له پیل راهیسې موږ بې‌کاره یو، کار ته نه یو تللي، د وېرې او اندېښنې له امله اوس کاروبار بند دی، لګښتونه هم تاسو پوهېږئ کله چې کار نه وي، لګښتونه... Читать дальше...

لندن کې نژدې سل زرو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د لندن پولیس وایي، نژدې سل زره کسانو د برېتانیا په پلازمېنه کې په هغه لاریون کې ګډون کړی چې د فلسطینیانو ملاتړو ډلو له خوا تنظیم شوی او یو له هغو لاریونونو دی چې په اروپا کې ترسره کیږي. لاریون کوونکو، د فلسطین لپاره ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لیږدول. د لاریون ډیری ګډونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې د پنځو، شپږو، اوو اواتو په ویلو سره اسراییل یو ترهګر دولت دی او فلسطین آزاد کړئ، شعارونه ورکول. د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا پو... Читать дальше...

اسراییلو د غزې له شماله فلسطینیانو ته د وتو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي. د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اوکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ. د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړی دی. اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي.

هلمند مېشتي: ښځینه ډاکټرانې کمې او هغه هم اکثره غیرې مسلکي دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وايي، له یوې خوا په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی او بلې خوا اکثره دغه ډاکټرانې غیرې مسلکي دي. دوي وايي، دا ښځینه ډاکټرانې څو چنده فیس ترې اخلي، خو د ناروغانو سمه درملنه نه شي کولای. دا ډله خلک غوښتنه کوي چې روغتیایي چارواکي دې د یادو ډاکټرانو کتنځایونه وتړي او مسلکي ډاکټرانې دې ورته پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واروئ... Читать дальше...

سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پيلیږي

Pa.azadiradio.com 

سبا دوشنبې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پيلیږي. د پولیو فري افغانستان وېبپاڼې ویلي چې دغه کمپاین په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې پیلیږي. په ورته وخت کې، له میندو او پلرونو غوښتل شوي چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي. په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې سږ میلادي کال په دې هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ... Читать дальше...

بایډن: د اسراییل او اوکراین د روانو جګړو بری زموږ د ملي امنیت لپاره ډېر مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د اسراییل او اوکراین لپاره په روانو جګړو کې بریا زموږ د ملي امنیت لپاره ډیره مهمه ده. ښاغلي بایډن بیګا ناوخته په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي،تاریخ موږ ته دا درس راکړی چې کله ترهګر او دیکتاتورانو قیمت نه دې پرې کړی، دوی د لازیاتو مرګونو او ویجاړیو لامل شوي دي. هغه امریکایانو ته محتاطانه خبرداری ورکړی چې دغو شخړو ته د لیرې شخړو په توګه ونه ګوري. نوموړي د اوکتوبرپه نولسمه په یوه وینا کې له دواړو هېوادونو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه او یوه ورځ وروسته یې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт "Отражения" к 225-летию А.С. Пушкина томичи смогут увидеть в прямой трансляции





Rss.plus
#123ru.net

В Москве прошла премьера документального фильма "Мамы и дети"




У Музея Победы встретят бегуна-марафонца

Планета Паркета: Лучший выбор инженерной доски Greenline

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты

Разнообразие дизайнов и размеров инженерной доски в "Планете Паркета"




اسراییلو پر غزې د هوایي بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وایي، د حماس ترکنټرول لاندې پرغزې د پلان شویو ځمکنیو عملیاتو د پیلیدو د مخه یې پردې سیمې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی. د اسراییل د پوځ ویانډ ډانیل هګري وویل، اسراییل اوس خپلې بمبارۍ د دې لپاره زیاتې کړي چې خپلو پوځیانو ته د ځمکني برید په صورت کې خطرونه کم کړي. اسراییل د هوایي بریدونو د زیاتوالي خبره داسې مهال کوي چې پنټاګون نن اعلان وکړ چې په منځني ختيځ کې د ايران او د هغه د متحدينو له خوا د کړکېچ د زياتېدو په وړاندې دفاع پياوړې کوي. په عین حال کې پرون شنبې د غزې تړانګې ته د... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغانستان وروستۍ زلزلې ښځې ډېرې اغېزمنې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې د افغانستان په لویدیځ کې وروستۍ زلزلې ښځې ډیرې اغېزمنې کړي او دا مسله د دې سبب شوې چې په افغانستان کې د بشري اقدام د کاري ډلې په چوکاټ کې جنسیتي خبرداري یا جنډرالرټ ته وده ورکړل شي. په هغه راپورکې چې پرون شنبې په ریلییف وېبپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې جنسیتي خبرداری د هرات د زلزلې له غبرګون سره تړلی چې د اوکتوبرپه اوومه وشوه او شدت یې یې د ریښترپه کچه ۶،۳ ثبت شوی. ویل شوي چې دغې لومړی زلزلې د دې ولایت په یوشمیرولسوالیو کې یوشمیرکلي بشپړویجاړکړل چې وروسته نورو... Читать дальше...

جرمني له اوکراین سره ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بیارغونې د چارو لپاره د جرمني د حکومت کمیشنر یوخن فلاسبارت اوکراین ته د خپل وروستي سفر پرمهال ژمنه وکړه چې جرمني به په اوکراین کې د پوهنې، روغتیایي چارو، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د بیارغونې د چارو لپاره له دې هېواد سره د ۲۰۰ میلیون یورو بله مرسته وکړي. د جرمني خبري اژانس DPA د جرمني د مرستو او اقتصادي پرمختګ د وزارت په حواله راپور ورکوي چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل له پیله جرمني له اوکراین سره په بېلابېلو برخو کې شاوخوا یو میلیارد یورو مرسته کړې ده.  د روان کال په... Читать дальше...

د هرات زلزله ځپلي او سوړ شوی موسم؛ ډبلیو. ایچ . او: وضعیت یې د انسان زړه ماتوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې تېره شپه د تودوخې ټیټه درجه د سانتيګراډ لس درجې وه او اټکل کېږي چې نن بېګا به اتو درجو ته راولوېږي. پرون په داسې حال کې چې د هرات پر زلزلې دوه اونۍ واوښتې، د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHOد افغانستان څانګې پر اېکس شبکې ولیکل چې د زلزله ځپلو سیمو خلک تراوسه هم په دوامداره وېره او نارامۍ کې ژوند کوي. WHO په یوه ویډیویي راپور کې ویلي چې د دې سیمې د خلکو د زیانونو لیدل زړه ماتوي. په راپور کې د انجیل ولسوالۍ د چاهک کلي یادونه شوې چې د چم ګاونډ له څو نورو کلیو سره په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. Читать дальше...

د انګلستان د فوټبال ستوری بابي چارلتون ومړ

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فوټبال ستوري بابي چارلټون چې په ۱۹۶۶ کال کې له یوې هوايي سانحې څخه ژوندی پاتې شو، پرون د ۸۶ کلونو په عمر ساه ورکړه.  په ۱۹۶۶ کال کې یوه الوتکه په هغو غرونو کې چې په واورو پوښلې وه نسکوره شوه او د مانچسټر یونایټید لوبډلې د اتو غړو په ګډون ۲۳ کسان پکې مړه شول، خو چارلټون له هغو کسانو څخه و چې له دې پېښې ژوندی ووت.  چارلټون یو بااستعداده فوټبالر و، چې دېر قوي شوټ یې کاوه. هغه د مانچسټر یونایټیډ لپاره ۲۴۹ او د انګلستان لپاره ګولونه ۴۹ ووهل. چارلټن د ۴۰ کلونو لپاره د انګلستان د ګولونو... Читать дальше...

ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د رفح له سرحدي لارې څخه غرې ته د مرستو د شلو لاریو له رسېدو وروسته، ملګروملتونو د غزې په تړانګه کې د سمدستي اوربند او بشري مرستو ته د نا-محدوده لاسرسي غوښتنه وکړه. د ملګروملتونو پرمختیايي ادارې UNDP، د وګړو ادارې UNFPA، د ماشومانو د مرستې صندوق یونیسیف، د خوړو نړیوال پروګرام WFP او د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه ګډه اعلامیه کې د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د سمدستي اوربند او د نامحدودو بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې. دغو ادارو ویلي چې د بشري مرستو کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې اړو خلکو... Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал об итогах чемпионата «Абилимпикс»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

«Я жертва, пострадавшая». Полина Гагарина выступила с громким заявлением. Фигурируют Цой и Кормухина




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Варвара Грачёва

Осталась в одиночестве: Андреева победила Грачёву и вышла в четвертьфинал «Ролан Гаррос», Медведева остановил де Минор



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России