په ډېرى ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو له امله د سېلابونو خبردارى
د هوا پېژندنې ملي ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې له شلو تر دیرش ملي مترو پورې باران او تر شلو ملي مترو واورې وړاندوېنه شوې ده.
د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابیلو ښارونو کې بیا عامو افغانانو د لومړنۍ واورې ورښت ته خوښي ښودلې او په نیک پال یې نیولې ده.
د سږني ژمي لومړنۍ واوره د تېر ژمي پرتله څه باندې میاشت مخکې ورېدلې ده.