متحدایالات: ایران په خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړي
د امریکا متحدایالات وايي، باور لري چې ایران په خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړي او د معلوماتو له مخې کلني پوځي تمرینات یې هم زیات کړي. امریکايي چارواکو په دې اړه معلومات پرون رویټرز خبري آژانس ته ورکړل. یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي ویلي دي چې د ایران په تمریناتو کې له سلو زیاتو سمندري پوځي وسایطو او له هغې ډلې کوچنیو کشتیو ګډون کړی و. یوه بل امریکايي چارواکي هم ویلي چې دا پوځي تمرینات په روانه اونۍ کې پای ته رسېږي. تهران د امریکا د هغې پرېکړې له کبله سخت په غوسه شوی... Читать дальше...