تر لوی اختر مخکې د متقاعدینو پاتې تنخواګانې ورکول کېږي
د متقاعدینو د خزانې د ریاست مشر وايي هڅه کوي چې تر لوی اختر مخکې د متقاعدینو پاتې تنخواګانې هم ورکړي. ګل محمد منتظر پرون ازادي راډیو ته وویل ماليې وزارت د متقاعدینو د تنخواګانو لپاره د غوښتل شویو پیسو یوه برخه منظوره کړې ده. ښاغلي منتظر وویل: "که خدای ته منظوره وه هڅه کوو چې تر اختر مخکې دوه میلیارده ځانګړې شوې افغانۍ مصرف کړو. هڅه کوو چې تر راتلونکې یکشنبې یا دوشنبې د متقاعدینو بانکي حسابونو ته پیسې ورسېږي." نوموړي وویل د ولسمشر د سپارښتنې له مخې به ډېر ژر د متقاعدینو خزانه په یوه ځانګړي... Читать дальше...