په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د سیالۍ فسخ کېدل ستایل شوي
د پاکستان حکومت او اسلامپالو ګوندونو په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د سیالۍ فسخ کېدل ستایلي دي.
د پاکستان حکومت او اسلامپالو ګوندونو په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د سیالۍ فسخ کېدل ستایلي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو پنځه تنه هغه مهال ونیول چې ترکیې ته یې نشهيي مواد قاچاق کول. د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل، دې پنځو کسانو دوه کیلو او ۲۲۰ګرامه چرس د خپلو بوټونو په تليو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له بغلان ولایته یې کابل او بیا له هغه ځايه د کابل هوايي ډګر له لارې ترکیې ته قاچاق کړي چې د ارغندۍ دروازې پولیسو ونیول. د یادونې وړ ده چې دې پنځو کسانو غوښتل د کار کولو په پلمه ترکیې ته ولاړ شي.
وایلدرز ته د دې پلان له کبله د مرګ ګواښونه هم شوي. نوموړې د اګست پر ۳۰مه شپې ناوخته وویل، "د اسلامپالو له تاوتریخوالي څخه د خلکو د ژغورلو لپاره یې" د مقابلې د منسوخولو فیصله کړې.
په پکتیکا ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشهيي مواد وسوځول شول. د پکتیکا ولایت مرستیال والي شېرپاچا اُرګوني د نشهيي موادو د سوځولو پرمهال وویل، پهدې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو، په ځانګړي توګه له نشهيي موادو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹۰ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو او ۲۲۵ګرامه تریاک، څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۱۶۶ ګرامه مورفین، ۱۷لېټره الکولي مشروبات او څه اندازه خاشخاش نیولي دي. نوموړی وايي: "دا نشهيي مواد له قاچاق کوونکو او استعمالوونکو سره يو ځای نیول شوي او تاسو یې ګورئ چې سوځي. Читать дальше...
درې تنه هند ته د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ لهخوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې د فراه ولایت دوه قاچاق کوونکي چې غوښتل یې د هیرویینو ۱۷۷ کېپسولونه په خپلو خېټو کې هندوستان ته قاچاق کړي، د فراه ولایت په هوايي ډګر کې د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو نيولي دي. د یادونې وړ ده چې د دې موادو اصلي خاوند چې قاچاق کوونکي یې مخکې لا هوايي ډګر ته انتقال کړي، د هوايي ډګر د موټرو په پارکينګ نیول شوی دی.
افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په لسګونو ټنه نشهيي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشهیي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار رسنیو ته وویل، افغان ځواکونو د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې د ۲۹۴ عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشهيي مواد نیولي چې پهدې نشهيي موادو کې هیروئین، تریاک، چرس، کېمیاوي مواد او الکولي مشروبات شامل وو. ښاغلي بختيار زیاته کړه چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۵۹کسان هم نیولي دي. په نیول شوېو کسانو کې درې پولیس، د ملي پوځ درې سرتېري... Читать дальше...
د کروشیا د فوټبال مشهور لوبغاړی لوکا مودریچ د اروپا د کال فوټبالر ونومول شو. دا اعلان پرون ماښام د اروپا د فوټبال فدراسیون وکړ. ۳۲ کلن مودریچ د هسپانیا د ریال مادرېد ټیم د هسپانیا د چمپین لیګ درېیمې اتلولۍ ته ورساوه او بیا یې د کروشیا ملي ټیم د فوټبال په نړیوال جام کې فاینل ته ورسوه. کریسټیانو رونالډو چې د مودریچ سره یې یو ځای د ریال ماډرېد په ټیم کې لوبه کوله او اوس د یو وانټیس له ټیم سره یو ځای شوی د اروپا د کال دوهم فوټبالر او محمد صلاح مصري چې د انګلستان په لېورپول ټیم کې لوبه کوي درییم فوټبالر انتخاب شوی دی. Читать дальше...
تېره ورځ په امریکا کې یو ازبکستاني کډوال د یوې ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په جرم په ۱۱ کاله بند محکوم شو. د محکمې په دې حکم کې هغه شپږ کلونه هم شامل دي چې نوموړي لادمخه په توقیف کې تېر کړي دي. د محکمې منصفه پلاوي ۴۲ کلن جمشید مختاروف د جهاد اسلامي په نوم د ازبکستان د حکومت له یوې مخالفې وسله والې ډلې سره د ۳۰۰ ډالرو مرستې او نور ملاتړ مجرم وباله. دا ډله په افغانستان کې هم په بریدونو کې لاس لري. د محکمې قاضي وویل، د مختاروف جرم جدي دی، خو نوموړي په امریکا کې دننه د تاوتریخوالي کوم اقدام نه دی ترسره کړی. Читать дальше...
د هالنډ ښې اړخي افراطي سیاستوال خیرت ویلدرس ویلي، د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونو هغه سیالي چې ده یې د جوړولو پلان درلود لغوه کوي، څو خلک د ده په وینا د اسلام پالو د تاوتریخوالي قرباني نه شي. نوموړي پرون ماښام وروسته له هغې په دې اړه یو بیان خپور کړ چې د پاکستان په لاهور ښار کې تر لسو زرو زیاتو کسانو د نوموړي د دې پلان پر ضد مظاهره وکړه او همدارنګه د افغانستان په شمول د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو له هالنډي چارواکو وغوښتل چې دا افراطي سیاستوال دې له خپل پلانه راوګرځوي. ویلدرس چې یو لانجمن شخص... Читать дальше...
که پيپلز ګوند د وزيراعظم په انتخاب کې ووټ اچولی وای نو د اپوزیشن ګوندونو کاميابي يقيني وه. د شهباز شريف او د عمران خان ترمنځ د ووټ فرق ته وګورئ نو که پيپلز ګوند ووټ ورکړی وای نو شهباز شريف به ګټلې وای.
دا خبره هدایت الله د اګست پر ۳۰مه تر هغې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې سېنېټ په جبري توګه د ورکو کسانو په اړه قرارداد منظور کړ چې پکې یې پر حکومت غږ کړی دی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هیله لري چې حکومت به د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو لپاره...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي چې د تلې په ۲۸ د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ممکن کار نه دی.
سوریې تایید کړې چې په ادلیب ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاري نیسي.
روسي چارواکي وايي چې د روسیې د یوه هوايي شرکت یوه الوتکه پرون وروسته له هغه د مسکو هوايي ډګر ته ستنیدو ته اړوته چې یوه تاجکستاني وګړي د الوتنې له عملې سره شخړه وکړه او هغو ته یې ګواښ وکړ چې الوتکه به والوزوي. پولیسو د دولت قدم دولت قدموف په نوم دا کس نیولی دی. دا الوتکه چې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته روانه وه پرون د مسکو د ژوکوفسکي په هوايي ډګر کې پرځمکه کېناسته. د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې تورن کس لومړی شخړه پیل کړه او کله چې د الوتنې کوربنې خبرداری ورکړ، دی له ځایه پاڅید او دا مېرمن یې پرسر په سوک ووهله. Читать дальше...
سوریې تایید کړې چې په ادلیب ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاري نیسي. د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولیدالمعلم پرون په مسکو کې له خپل روس سیال سیرګي لاوروف سره ترکتنې وروسته وویل چې پوځ به په ادلیب کې ترپایه پرمخ ولاړ شي او زیاته یې کړه چې هلته به لومړنی هدف د النصره جبهې ځپل وي. د سوریې د بهرنیوچارو وزیر خبریالانو ته وویل چې حکومت به د ادلیب د عملیاتو په ترڅ کې تر وسې وسې هڅه وکړي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. معلم د پوځي عملیاتو پرمهال د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو... Читать дальше...
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره وايي ایران خپل اټومي پروګرام د ۲۰۱۵ کال له اټومي موافقې سره سم د ټاکلې اندازې په حد کې ساتلی دی. ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې دا موافقه لاسلیک کړې وه. دې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې تهران دا کار د ایران له اټومي موافقې د متحدایالاتو له وتلو سره سره کړی دی. وروسته له دې چې ولسمشر ډونالډټرمپ په مې میاشت کې د ایران له اټومي موافقې د امریکا وتل او پر دې هېواد د بندیزونو بیا لګول اعلان کړل دا... Читать дальше...
د برتانیا د دفاع وزیر وايي هېواد یې هڅه کوي چې د افغانستان د ملي دفاعي قواوو، په تېره د هوايي ځواک د پوځي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په چاره کې مرسته وکړي. ګوین ویلیامسن پرون په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې. د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې کتنه کې د تروریزم پرضد په مبارزه کې د افغان ځواکونو د تیاریو او توان په اړه بحث وشو. خبرپاڼه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له قوله لیکي چې نوموړی وايي، افغان حکومت له هرې ممکنې... Читать дальше...
د حکومت اجراییه رییس په هالنډ کې د ناټو د ګډې قرارګاه له قوماندان سره په کابل کې په خپله کتنه کې د تروریزم پرضد د مبارزې او د تروریستي ډلو د له مینځه وړلو په مقصد د نړیوالې او سیمه ایزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې. اجراییه ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، عبدالله عبدالله او جنرال ریکاردو مارچیو پرون په سپیدار ماڼۍ کې سره وکتل. خبرپاڼه د جنرال مارچیو له قوله لیکي چې نوموړی وايي، ناټو به د افغان ځواکونو د پوځي وړتیاوو د پیاوړي کولو او هغو افغان پوځیانو ته چې د تروریزم پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې... Читать дальше...
د افغاني كلتور د ډېرې نورو ښکلو دودونو ترڅنګ يو دود «بانډار» هم دى چې د كليوالو سيمو ترڅنګ په نيمه ښاري سيمو كې هم رواج لري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости