یو افغان فوټبالر جبار شرزه د ډنمارک له کورنیو سیالیو لېرې شو
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی جبار شرزه د ډنمارک په کورنیو سیالیو کې د ټپي کېدو له امله د یوې میاشتې لپاره له سیالیو لېرې شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه افغان لوبغاړی چې د ډنمارګ د کورنیو سیالیو په "پريمات امیګړ" لوبډله کې لوبېږي د خپلې لوبډلې لپاره يې تردې دمه په نهه سیالیو کې شپږ ګولونه وهلي دي. دغه افغان لوبغاړی د یادې لوبډلې لپاره کليدي لوبغاړی بلل کېږي خو اوس د یوې میاشتې لپاره له لوبو محروم شو.