د هلمند والي:په کجکي ولسوالۍ کې ځينې ايراني او پاکستاني وګړي ليدل شوي
د هلمند والي وايي، په کجکي ولسوالۍ کې ځينې ايراني او پاکستاني وګړي ليدل شوي، چې هڅه کوي د کجکي د برېښنا بند ته زيان ورسوي. محمد ياسين پرون له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، امنيتي ځواکونه نه پرېږدي، چې دغه کسان خپل هدف ته ورسېږي: ”داسې اطلاعات هم موږ ته رسېدلي، چې د ايراني او پاکستاني طالبانو په نامه ځينې کسان د کجکي شا و خوا ته رسېدلي دي. کشفي ارګانونو خپل کار پيل کړى، چې د دوى دقيق ځاى تثبيت کړي او په وړاندې يې عمليات وکړي. په کجکي کې زموږ امنيتي ارګانونه ډېر قوي مورال لري او بند ته به... Читать дальше...