Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 02.01.2019

په ترکمنستان کې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ترکمنستان کې هغه نوى قانون نافذ شو چې پر اساس‌یې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي. د دغه قانون پر اساس له پرون سې شنبې «د جنورۍ له لومړۍ» په رېل‌ګاډو، الوتکو، کښتيو او ورزشي مرکزونو کې الکول منع شوى دى. ترکمنستان، د اقتدار غوښتونکي ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف له‌خوا اداره کېږي. محمدوف، د خپل هېواد وګړي هڅولي چې سپورټ ته مخه کړي. د ترکمنستان ولسمشر ويلي چې خپل هېواد به تر ٢٠٢٥ میلادي کاله پورې له تنباکو پاک اعلان کړي. د ترکمنستان د وګړو شمېر ٥ میليونه او ٦ لکو ته رسېږي چې اکثريت‌يې مسلمانان دي.

ډونالد ټرمپ د کانګرس د دواړو جرګو رهبران سپينې مانۍ ته وربللي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس د دواړو جرګو رهبران د سرحدي امن په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره سپينې مانۍ ته وربللي دي.  دا په‌داسې حال کې ده چې د بودجې پر سر درېدلي حالت د امريکا د حکومت د ځينو برخو د چارو د ځنډ سبب شوى دى.  چارواکو پرون وويل، د کورني امنيت وزارت به نن د کانګرس اتو رهبرانو ته د سرحدي امنيت په اړه معلومات وړاندې کړي. لا څرګنده نه‌ده چې د کانګرس او حکومت رهبران به د بودجې پر سر د درېدلي حالت په اړه هم مذاکره وکړي که نه؟ په پام کې ده چې د امريکا کانګرس چې... Читать дальше...

د کندهار چارواکي: د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره مرستې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنيه قومانداني وايي، د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره لازمې مالي مرستې کېږي. تر دې مخکې په کندهار کې د وژل شویو پوليسو کورنيو شکايت کړى و چې ولايتي چارواکو هېڅ ډول مرسته نه‌ده ورسره کړې.  د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُراني له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "هغوى ته د شهادت د اکراميې پيسې ورکول کېږي. د تدفين پيسې هم ورکول کېږي. خير او خيرات او مياشتنى معاش هم ورکوو." د وژل شويو پوليسو د کورنيو غړو ويلي چې سختې مالي ستونزې ګالي. دوى شکايت کړى چې يوې او بلې ادارې ته‌يې مراجعه کړې، خو چا يې غږ نه‌دى اورېدلى.



چارواکي: په فاریاب کې د ۲ ایرانيانو په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، افغان امنیتي ځواکونو پرون په فاریاب ولایت کې د دوه ایراني وګړو په ګډون ۲۹ وسله‌وال طالبان وژلي دي. شاهین قول اردو رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دا هوايي او ځمکني بریدونه د فاریاب د شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو ترمنځ سیمو کې کړي دي. په بیان کې ویل شوي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه قوماندان هم شامل دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په‌دې عملیاتو کې ۴ افغان سرتېري ژوبل شوي او ملکیانو ته د سر او مال زیان نه‌دی رسېدلی. ... Читать дальше...

په جرمني کې یوه موټر چلوونکي لږ تر لږه پنځه کسان ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت ټپيان شول چې يوه تن خپل موټر د خلکو پر څو ډلو وربرابر کړ.  چارواکي وايي، دغه کس نارې وهلې "بهرنيان ووژنئ".  دغه پېښه پرون د جنورۍ اوله د نوي ميلادي کال د جشنونو پر مهال په نوردراین-وسټفالن کې شوې ده. په نوردراین-وسټفالن ايالت کې د کورنيو چارو ايالتي وزير هربيرت ريول وويل، حمله کوونکي ښکاره نيت درلود چې بهرنيان ووژني.  راپورونه وايي، حمله کوونکى چې ٥٠ کلن و، په څلورو موقعيتونو کې هغه خلک په نښه کړي چې بهرنيان ښکارېدل.  ځيني ټپي شوي کسان د سوريې او افغانستان دي. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: بنګله‌دېش دې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې له بنګله‌دېشي چارواکو غوښتي دي چې په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو او ستونزو ادعاوې وڅېړي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې د بنګله‌دېش په وروستیو انتخاباتو کې تاوتریخوالی او د پام وړ خنډونه ثبت شوي چې له امله‌يې دا پروسه زیانمنه شوې ده. د بنګله‌دېش د صدراعظمې شیخ حسینه په مشرۍ ائتلاف د ډسمبر د ۳۰مې په انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت او بري اعلان کړی دی. صدراعظمې شیخ حسینه د انتخاباتو د بیا ترسره کولو په اړه د حکومت د سیاسي مخالفانو غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان په بلوچستان کې د وسله‌والو برید ۴ سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ د روزنې پر یوه مرکز د وسله‌والو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. پولیسو ویلي دي چې دا برید تېره ورځ د بلوچستان په لورالائي سیمه کې شوی او امنیتي ځواکونو له ۱۰ ساعته جګړې وروسته ټول بریدګر وژلي دي. د لورالائي د پولیسو مشر عطا الرحمن ویلي دي چې په برید کوونکو کې دوه ځانمرګي وو. تحریک طالبان پاکستان پر پوځ د پروني برید مسؤلیت منلی دی او د ورته بریدونو خبرداری يې ورکړی دی.

په روسيه کې د نیول شوي امریکايي وګړي کورنۍ وايي نوموړی بې‌ګناه دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي وګړي پاول ویلان چې روسيې د جاسوسۍ په تور نیولی، کورنۍ وايي، هغه بې‌ګناه دی او په یوه واده کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و. پاول ویلان چې د امریکا د سمندري ځواک پخوانی پوځي دی د ډسمبر میاشت په ۲۸مه نېټه لادرکه شو. روسيې ویلي دي چې دا امریکايي په دې هېواد کې د جاسوسۍ پر فعالیتونو په تور توقیف شوی دی. د پاول ویلان کورنۍ په یوه لیک کې چې ازادې اروپا/ ازادي راډیو يې یوه نسخه ترلاسه کړې ویلي چې دوی د ویلان د سلامتۍ په اړه اندېښمن دي. په همدې حال کې د بورګ وارنر په نوم یوې کمپنۍ چې د امریکا... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Разин

В безобразном состоянии: Андрей Разин забросил могилу своего 16-летнего сына




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Людмила Самсонова

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России