Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 05.01.2019

روغتیاپالان: په ارزګان کې د سینه بغل ناروغي ۹۰ سلنه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په ولایت کې روغتیايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغي د نورو وختونو په پرتله په ماشومانو کې ۹۰ سنله زیاته شوې ده. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: لېمه هادي

پېښور کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي دي

Mashaalradio.com 

نن سهار د پېښور په صدر بازار کې يوې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړل. د ژوبل کسانو علاج د پېښور په لېډي ريډڼګ روغتون کې روان دی. د پېښې په ځای کې د پېښور پوليسو مشر قاضي جميل الرحمان او د بم شنډولو د څانګې مشر شفقت ملک له رسنيو سره د پېښې په اړه خبرې کړې چې تفصيل يې د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې وګورئ.



صوبايي اسمبلۍ کې دې د قبايلو څوکۍ زياتې کړل شي: قبايلي ځوانان

Mashaalradio.com 

د پاکستان انتخاباتي کميسيون د جنوري پر درېيمه په يوه اعلاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ ۱۶ څوکۍ اعلان کړې. ځينې قبايلي ځوانان پر دې خپه دي او وايي ټولې قانوني او جمهوري لارې به کاروي تر څو حکومت دغه څوکۍ ورله زياتې کړي. دا ځوانان وايي چې لومړی دې په قبايلي سيمو کې سمه سرشمېرنه وشي او بيا دې ټاکنې وشي. خو حکومت او ځينې ځوانان بيا پر دې عقيده دي چې داسې کار بايد ونشي چې له وجې يې په قبايلي سيمو کې دغه انتخابات وځنډېږي. د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې د قبايلي ځوانانو... Читать дальше...



حمدالله محب له هندي چارواکو سره خپل کړي بحثونه اغېزمن بللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې له هندي لوري سره ېې پر مهمو مسئلو اغېزمن بحث کړی دی. محب پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه پر ټوېټر لیکلي چې د هند د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال سره د افغانانو په مشرۍ د سولې پر هڅو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره د هند پر همکاریو غږېدلی دی. حمدالله محب تېره اونۍ د هند په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ. د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي چې محب د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده. Читать дальше...

په جلال اباد ښار کې اورلګېدنې ميلیونونه افغانۍ زیان رسولای

Pa.azadiradio.com 

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په یوه مارکېټ کې د اورلګېدو له امله دوکاندارانو ته د ميلیونونو افغانیو مالي تاوان رسېدلی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې اور د مارکېټ د برښنا په لاینونو کې د شارټۍ له امله لګېدلی و. عطالله خوګیاڼی وایي: "اورلګېدنې شااوخوا لس ساعته دوام وکړ، ځکه هلته داسې یوه سیمه نه وه چې د اور وژنې موټر ورغلي وای او هلته یې اور له منځه وړی وای." د ننګرهار د والي ویاند وویل چې په پرونۍ پېښه کې دوه تنه زخمیان شوي دي. هغه وویل چې دوکاندارانو ته د رسېدلي مالي تاوان په اړه به څېړنې وشي.

اماني: سرپل ته اضافي امنیتي ځواکونه لا نه دي رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې چارواکي وايي، حکومت ژمنه کړې، خو اضافي امنیتي ځواکونه ېې لا نه دي ور استولي.  د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو حملو ته شدت ورکړی دی. ذبیح الله اماني وویل: "تهدیدونه او حملې روانې دي، موږ ته وعده راکړل شوې وه چې پلي ځواکونه سرپل ته روان شوي، خو موږ لاهم انتظار کوو او هغوی نه دي را رسېدلي." د رپوټونو پر اساس، تېره اوونۍ په صیاد ولسوالۍ او د سرپل او شبرغان پر لار د وسله والو طالبانو په حمله کې ۴۰ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مخدره موادو قاچاق وړونکو د تاجکستان یو سرحدي ساتونکی وژلی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان یو سرحدي ساتونکی د مخدره موادو له افغان قاچاق وړونکو سره په نښته کې وژل شوی دی. د تاجکستان د امنیتي ادارې یوه چارواکي پرون جمعه د جنورۍ په ۴مه ویلي چې سرحدي ساتونکو یې له افغانستان سره پولې ته نېږدې د بې درکه شوي شپانه د موندلو لپاره عملیات کول. دې چارواکي د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یو ۴۲ کلن شپون درې ورځې مخکې په دې سيمه کې لا درکه شوی دی. د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې ته نېږدې تل د تاجکستان د امنیتي ځواکونو او قاچاق وړونکو ترمنځ وسله والې نښتې کېږي. Читать дальше...

په روسیه کې د نړېدلې ودانۍ د قربانیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په مګنیتوګورسک ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شویو کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول. په دې ښار کې د نوي کال په شپه یوه لس پوړیزه ودانۍ ونړېده چې ۳۹ تنه په کې مړه شول. په پېښه کې ډېر خلک  زخمیان شوي هم دي. د چارواکو په وینا، په نړېدلې ودانۍ کې نېږدې زر تنه اوسېدل. په دې سیمه کې د ژغورنې عملیات د پنجشنبې په ورځ رسماً پای ته ورسېدل. روسي چارواکو وویل چې ودانۍ د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وه، خو یو شمېر خبري رسنیو ویلي چې د پېښې په ځای کې چاودېدونکي مواد موندل شوي او ښايي ترورېستي حمله وه. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

СК заинтересовался Макаревичем* после разговора с "Зеленским" и слов о концерте в Киеве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб


Новак Джокович

Джокович совершил суперкамбэк на Ролан Гаррос и установил абсолютный рекорд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России