کولن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو مظاهره وکړه
د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو او غړو د جنورۍ پر پینځمه، د جرمني په کولن ښار کې د مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د نقیب الله مسود وژونکي ته دې سزا ورکړي. دوی ځینې نورې غوښتنې هم لرلې.