چارواکي: د پکتیکا په جاني خېلو کې چاودنې ۶ ملکیان وژلي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې نن د دوشنبې په ورځ سهار مهال د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په چامبران کلي کې د یو ماین د چاودنې له کبله ۶ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمود ارین ازادي راډیو ته وویل چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و، کلیوالو پرته له دې چې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي، غوښتل يې چې ماین لېرې کړي او یا يې شنډ کړي چې په دې حالت کې چاودنه رامنځته شوې او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده. د نوموړي په خبره چې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. Читать дальше...