پاکستان به د افغان سولې پروسې د يو غړي په حېث رول لوبوي: عمران
عمران خان ويلي اوس به د امريکا لخوا ترې د پخوا په شان د Do More يا لا نور څه کولو غوښتنه نه تکراریږي، بلکې پر ځای به یې «هیواد» د سولې د پروسې د یو «غړي» په حېث خپل رول لوبوي.
عمران خان ويلي اوس به د امريکا لخوا ترې د پخوا په شان د Do More يا لا نور څه کولو غوښتنه نه تکراریږي، بلکې پر ځای به یې «هیواد» د سولې د پروسې د یو «غړي» په حېث خپل رول لوبوي.
نن د سې شنبې په ورځ سهار مهال د خوست د ملي امنیت ریاست مسوولینو وویل چې د خوست ګمرک ۷ مامورین يې د فساد په تور نیولي چې دا مهال ورڅخه تحقیقات روان دي. دوی زیاتوي، د ملي امنیت منسوبینو د خوست په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ لوی بارداره ګاډي هم چې بې کیفیته درمل او خوراکي توکي پهکې وو او له فرعي لارو يې غوښتل د ګمرک د نیول شویو مامورینو په مرسته يې له ګمرکي محصول پرته ښار ته داخل کړي نیولي دي. مسوولینو چې نهیې غوښتل نومونه يې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې یاد ګاډي به د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره د خوست ګمرک ته وسپاري. Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار له ترک چارواکو سره پر سوریې خبرې کوي. ټاکل شوې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن سې شنبه د ترکیې د دفاع وزارت او استخباراتو له چارواکو سره په کتنه کې هڅه وکړي چې په سوریه کې د امریکا د نیتونو په اړه ځینې پوښتنې روښانه کړي. جان بولتون پهداسې حال کې انقرې ته سفر کوي چې ورسره په یو وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته ځي. بولتون وروسته له دې ترکیې ته ځي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه اوونۍ پخوا ناببره اعلان وکړ چې له سوریې څخه ۲ زره امریکايي پوځیان باسي.... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي دي.
د امریکا ولسمشر او د هند صدراعظم په سوداګرۍ کې د کسر د کمولو ترڅنګ په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم ناریندرا مودي ته ټېلیفون وکړ او له هغه سره یې د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ همدا راز وايي، د دوو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس هیلهمند دی چې پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره سیمهییزه اجماع کې زیاته همغږي رامنځته کړي.
چین د دوشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو چارواکو ته به اجازه ورکړي چې نا ارامه لویدیځ ایالت سینکیانګ ته ورشي ...
د افغانستان د برښنا شرکت وایي چې په بغلان کې د برښنا پرې شوي مزي به تر نن ماسپښینه پورې بېرته ونښلول شي. د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، د دغو مزو په نښلول کېدو سره به د کابل اوسیدونکې بېرته له برښنا څخه برخمن شي. د افغانستان د برښنا شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د برښنا مزي د پلخمري ـ دوشي د لارې په اوږدو کې د وسلهوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په جریان کې قطع شوي دي. له دې پېښې وروسته د پروان، میدان وردګو، غزني او لوګر ولایتونو برښنا قطع شوې ده.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو د پېښې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرستې پرون پر دغو کورنیو وویشل شوې: "هرې کورنۍ ته چې غړی یې له لاسه ورکړی، پنځوس زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته شل زره افغانۍ ورکړل شوې." ښاغلي سیاس زیاته کړه چې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په کان کې د یکشنبې د ورځې په پېښه کې ۳۱ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
تمه ده چې د کابل د رأیو د ۳۰۰ محلونو تفتیش نن پای ته ورسېږي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه بهیر له بشپړېدو سره به د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلانولو لپاره تیاری ونیسي. د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته پهدې اړه وویل: "نهایي کوښښ روان دی، څو د سې شنبې د ورځې تر پایه پورې دغه د درې سوه محلونو تفتیش پای ته ورسېږي او د دغو محلونو له تفتیش وروسته به موږ وتوانېږو چې د همدې اوونۍ تر پایه یا هم د راتلونکي اوونۍ په سر کې د کابل... Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې یا داعش ویلي چې ځانوژونکو یې پرون د سوریې په رقه کې څو تنه وژلي دي. د دې ښار کنټرول د هغو کُرد ملېشو په لاس کې دی چې امریکا یې ملاتړ کوي. داعش په یوې خبرپاڼه کې چې پهدې ډلې پورې تړلې د اعماق خبري اژانس خپره کړې ویلي چې پهدې حمله کې یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په خبرپاڼه کې نور جزئیات نهدي ورکړل شوي دي. د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو تر اوسه د دغې حملې په اړه څه نهدي ويلي. دغو ځواکونو پر رقه ښار چې د سورېې په شمال ختیځ کې پروت دی، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا په... Читать дальше...
شاوخوا ۳۰۰ فعالانو پرون د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د هغه څه په وړاندې چې دوې یې پهدې هېواد کې د چینایي کډوالو د شمېر زیاتوالی بولي، مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د دې هېواد له چارواکو وغوښتل چې غیرقانوني چینایي کډوال بېرته خپله هېواد ته ستانه کړي. له چارواکو د دغو معترضانو بله غوښتنه دا وه چې هغو کسانو ته د تابعیت ورکولو پروسه ودروي چې د قرغزستان له اتباعو سره ودونه کوي. مظاهره کوونکو دغه راز د قرغزستان له هغو وګړو سره هم خپل ملاتړ څرګند کړ چې ویل کېږي د چین په شینجین ایالت کې د بیا روزنې په کمپونو کې ورسره ناوړه چلند کېږي.
د ازبکستان پنځه اتباع او د قرغزستان یو تبعه پرون دوشنبې د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې یوې محاکمې ته حاضر کړای شول. دغه شپږ تنه د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته د پیسو په لېږدولو تورن دي. تورن کسان چې عمرونه یې د ۲۴ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي، په سویډن کې په قانوني توګه ژوند کوي. د دوی درې تنه هم په سویډن کې د یوې حملې په پلانولو تورن دي. خو ټولو تورنو پرځان لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو یوه جنګي بېړۍ د رومانیا بندر ته ورسېده. په تور سمندرګي کې د امریکا جنګي بېړۍ د متحده ایالاتو له لوري د قدرت ننداره ده ځکه چې روسیه دا سیمه له نږدې څاري. «یو. اېس. اېس. فورټ مک هینري» لومړنۍ امریکايي بېړۍ ده چې په نومبر میاشت کې کریمیا ټاپو وزمې ته نږدې د روسیې او اوکراین د سمندري ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته تور سمندرګي ته داخلېږي. رومانیايي او امریکايي چارواکي وايي، امریکايي بېړۍ د رومانیا کانستانتا بندر ته پرون دوشنبه ورسېده او هلته به د پنجشنبې تر ورځې «جنورۍ ۱۰» پورې پاتې شي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости