Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 12.01.2019

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۱ تنه مجازات کړل

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۱ کسان مجازات کړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۲۱ کسان چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو په غونډو کې له يوه نيم کال څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل. د یادونې وړه ده چې تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۹ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۸ پېښو په تړاو له یوه نيم کال څخه نيولې بيا تر اوولسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي وو.

په لوګر کې د نشه يي موادو ۲ کارخانې او ۳ زېرمې ویجاړې شوي

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولایت کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او زېرمې ویجاړې شوي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت له خوا خپره شوې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او درې زېرمې ویجاړې کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې له دې کارخانو او زېرمو څخه څلور نیم زره کیلو ګرامه چرس او کېمیاوي مواد ترلاسه شوي دي.



له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول شول

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول. د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو ادارې یوه کار کوونکي احمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، دا ځل مو د کابل د سرای شمالي په غونډۍ کې د معتادينو را ټولولو کمپاين وکړ چې په نتيجه کې يې (۱۵۰) بې سرپنا معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته د درملنې لپاره يووړل شول. ښاغلی سلطاني دا مني چې د ځینو عواملو له امله ځیني معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي. ده وویل: "د معتادینو بېرته... Читать дальше...



سږ کال د کروندګرو او مالدارو مېرمنو د فعالیتو د پراختیا هڅې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریز کال کې یې د ټول هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د افغان مېرمنو د فعالیتو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د ټول هېواد په کچه افغان کروندګرو او مالدارو ښځو ته۲۲۰۰۰ باغچې، ۶۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه، ۱۰۰۰ د شیدو وزې او غواګانې او ۲۱۵۰۰ د چرګانو فارفونه جوړکړي دي. د ښاغلي رستمي په خبره، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه په همدې څلورو برخو کې شااوخوا ۵۰ زره ښځې په کار بوختې دي. Читать дальше...

مسؤلین: د هرات صادرات د تېرو ۹ میاشتو په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سږ کال د دغه ولایت صادرات د تېرو نهو میاشتو په پرتله پنځلس سلنه زیات شوي دي. د دغې خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند نن ازادي راډیو ته وویل، له هراته نورو ولایتونو او یو شمېر هېوادونو ته غالۍ، وچې او تازه مېوې، د مرمر ډبرې، زعفران او یو شمېر نور محصولات صادر شوي چې له درکه یې ۷۵ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوي دي. د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ګڼ خلک په کرنې او سوداګرۍ بوخت دي او له همدې درکه خپل اقتصاد جوړوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له خپل چینايي سیال سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې چین د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره موثر رول ولوبوي. د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محب پرون او وړمه ورځ په بیجینګ کې و. د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین په دې اړه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې لا زیات جزییات ورکړي او ویلي یې دي: " د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ د چین د سیاسي چارو او ملي امنیت له سلاکار سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د افغانانو په... Читать дальше...

په پاکستان کې افغان سفیر د دغه هېواد له لوی درستیز سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل. په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي مشعل ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په روانې پروسې، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ خبرې وشوې. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې (ای. اس. پي. ار) هم د دې لیدنې لنډ خبر خپور کړی. په بیان کې راغلي چې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د دې لیدنې پر مهال جنرال باجوه سفیر مشعل ته وویل چې خدمتونه به یې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مسایلو په ښه کولو کې مرسته وکړي. Читать дальше...

چارواکي: د فراه په پشت رود کې پنځه سیمې له مخالفینو پاکې شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت چارواکي وايي چې په پشت رود ولسوالۍ کې پنځه سیمې د افغان پوځيانو د عملیاتو په خاطر له مخالفینو تصفیه شوې دي. په عملیاتو کې افغان او بهرنیو هوايي پوځیانو هم مرسته کړې. د پشت رود ولسوالۍ ولسوال غوث الدین پرون ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې ګڼې سیمې ونیول شوې او پکې نوې پوستې ځای پر ځای شوې. پشت رود ولسوالي چې فراه ښار ته نېږدې پرته ده، د دغه ولایت له نا ارامو ولسوالیو شمېرل کېږي.

د کاناډا صدراعظم د یوې عربستانۍ پېغلې د پناه غوښتنه ومنله

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د یوې عربستانۍ پېغلې د پناه غوښتنه ومنله. رهف محمد ال کنون ادعا کړې چې کورنۍ یې ورسره بد چلند کړی او دا اړه شوې چې له سعودي عربستانه وتښتي. د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو وویل، کاناډا واضح کړې چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره درېدلي یوو.ده وویل: "د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې له موږ وغوښتل چې رهف ال کنون د کډوالې په توګه ومنو، موږ د ملګرو ملتونو دا غوښتنه ومنله او هغې ته مو پناه منظوره کړه." رهف د ټایلنډ د بنکاک ښار له هوايي ډګره په ټولنیزو شبکو... Читать дальше...

د مقدونیا پارلمان په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره مثبته رأیه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د مقدونیا پارلمان په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره مثبته رأیه ورکړه چې له مخې به یې د دغه هېواد نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت بدل شي. د پارلمان په پرونۍ رأیګیرۍ کې له ۱۲۰ کسانو اتیاوو د دغه بدلون لپاره مثبته رأیه ورکړه. ځیني مخالف استازي له جرګې ووتل، د مقدونیا په پارلمان کې دا رأیګیري د مقدونیا د صدراعظم او د مخالفینو د استازو تر درې ورځنیو خبرو وروسته وشوه. د مقدونیا د نوم بدلون به مرسته وکړي چې له یونان سره د دغه هېواد د یوې لسیزې ستونزې هوارې شي او د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړیتوب اخیستلو کې به هم دغه هېواد ته زمینه برابره شي.



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Рахманинов

Концерт “Рахманинов под небом”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 Москвичей и гостей столицы

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


WTA

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Академическом районе Москвы построят ФОК с бассейном



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России