د پاکستان حکومت پهدغه هېواد کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
دا د حکومت د هغې ژمنې یوه برخه ده چې وایي، د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه پورې به په پاکستان کې د پولیو ناروغي لهمنځه وړي.
د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند رانا صفدر نن ویلي چې پهدې کمپاین کې به تر ۳۹ میلیونه ډېر ماشومان چې عمرونهیې تر پنځو کلونو ښکته دي، واکسین شي او ۲۶۰ زره روغتیایي کارکوونکي به دا کمپاین پر مخ وړي.
پاکستان، افغانستان او نایجیریا د نړۍ په سطح هغه درې هېوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پېښې پهکې ثبت شوي دي.
... Читать дальше...
د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسلهوالو مخالفینو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه پهکې شامل دي، ونیول.
د کندهار د والي له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي دغه کسان چې په تروریستي او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل دي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي دغو کسانو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پر دولتي قرارګاوو، امنیتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کړي او هم یې په بېلابېلو سیمو کې د سړک غاړې ته ماینونه ښخ کړي وو چې ډېری ملکي وګړو ته هم پهکې زیانونه رسیدلي وو.
د اعلامیې له مخې یادو... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو راتلونکو انتخاباتو ته د رسمي نوماندانو د اسنادو...
د بغلان ولایت معترضې کاندیدې فرزانې فرهمند پهدغه ولایت کې د انتخاباتو کمېسیون د سیمه ییز دفتر دروازه وتړله.
په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، درې ورځې کېږي چې معترضو نوماندانو دوی ته د کوم رسمي غوښتنلیک د سپارلو پرته د کمېسیون...
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په هېواد کې یې د ازادو رسنیو نشتوالی د دې سبب شوی چې مجازي...
د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، د افغانستان د اوبو څه باندې ۱۰ بندونه او تأسیسات زاړه شوي او تخنیکي بیارغونې ته ...
په بلخ ولایت کې د ځمکني ټرانسپورټ ریاست مسؤلان وايي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په عوایدو کې کابو شل میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د دې ریاست مشر مصطفی سروش ازادي راډیو ته وويل چې په روان کال کې یې د عوایدو مجموعي شمېر څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې دا رقم په ۱۳۹۶ کال کې څه باندې ۷۲ میلیونه افغانۍ و.
مصطفی سروش وايي، که د نا امنۍ له امله د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ مزارشریف ته د ډبرو سکرو په لېږد کې کموالی نه وای راغلی، اوس مهال به د بلخ د ځمکني ټرانسپورټ ټولیز عواید په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ وای. Читать дальше...
د مومندو د پنډیالۍ او دانشکول اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د ماشي چیچلو له وجې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان په لېشمنایسېس یا لېشمېنیا ناروغۍ اخته شوي دي. چارواکي وايي، بیړنی حالت یې اعلان کړی، د ناروغانو درملنه کوي او سیمې ته واکسین هم رسوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لا هم د سولې د مخامخ خبرو لپاره...
راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو نوملېکنه د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو او خلکو له هیلو او شکونو سره مل ده.
د اسرائیلو پوځ په دې اړه وروسته له هغې اعلامیه خپره کړې چې وايي، دفاعي سېستم یې د ګولان په لوړو کې...
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ته ویلي چې له ټولو محدودیتونو سره سره پاکستان د سیمې د سولې له ټولو هڅو سره همکارې کړې او دې کار ته به دوام ورکوي.
باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای. اېس. پي. ار» په یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.
د بیان له مخې جیو ستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوعګانې وې.
په مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی دی.
دا خبره د مکسیکو د روغتیا وزیر کورښې الکوسېر تأیید کړه.
الوکسېر زیاته کړه چې ۵۸ نور کسان هم بستري شوي دي.
په مرکزي مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین دا چاودنه هغه وخت د جمعې په ورځ وشوه چې ۸۰۰ کسانو په تلاهولیپن سیمه کې له لیک شوي پایپ نه تېل وړل.
د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي.
د افغانستان د متشبثو عالي بورډ وایي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د وارداتو لپاره د لابراتوارونو نهموجودیت سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د نیمروز ولایت په ګمرک کې د کرنیزو درملو د لابراتوارونو د نهموجودیت له امله سوداګرو ته اجازه نهورکول کېږي چې دغه توکي راوارد کړي.
د متشبثو عالي بورډ د معلوماتو له مخې نیمروز ولایت ته له ایران، هند او عربي اماراتو نه کرنیز درمل راواردېږي چې له دغه ولایت نه بیا کندهار، هرات، زابل او کابل ته هم لېږل کېږي.
اسرائیل وايي، په سوریه کې یې د ایران په قدس ځواکونو هوايي برید کړی دی.
د اسرائیل پوځ نن دوشنبه سهار وختي په یوه بیان کې تأیید کړه چې په سوریه کې یې د ایراني پوځیانو اهداف ویشتي.
اسرائیلو تردې څو ساعته مخکې هم دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نېږدې هوايي بریدونه کړي وو.
اسرائیل همدا راز سوريايي ځواکونو ته ګواښ کړی چې د اسرائیل د خاورې یا پوځ پر ضد دې له غچ اخېستونکو اقداماتو ډډه وکړي.
هم اسرائیل او هم سوریې په یو بل د متقابلو هوايي او راکټي بریدونه خبرداری ورکړی و.
له دې رپوټونو سره په یوه وخت د... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې وزارت وایي، په یو کال کې د چرګانو د فارمونو په برخه کې زیات پرمختګ شوی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه د چرګانو فارمونه جوړ شوي چې په کلني ډول ۹۴ زره متریک ټنه د چرګانو غوښه تولیدوي.
د نوموړي په خبره، اوس پهدې برخه کې د کورنيو تولیداتو سره د هېواد ۵۶ سلنه اړتیاوې پوره کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په کور دننه د چرګانو د فارمونو له جوړېدو سره له پاکستانه د بېکیفیته غوښو او زړو چرګانو راواردېدل... Читать дальше...
نن سهار شااوخوا اووه بجې په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر یوې قطعې ډلهییز برید شوی.
د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال شریفالله هوتک ازادي راډیو ته پېښه تأییدوي او وايي چې یو هاموې ټانک دغې قطعې ته په ننوتلو سره چاودنه کړې او وروسته په یوه بل موټر کې څلورو سپارو حمله کوونکو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.
ښاغلی هوتک زیاتوي دغه حمله د برید کوونکو په وژلو سره پای ته رسېدلې او ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلی هوتک د مرګ ژوبلې په اړه ډېر جزئیات نهورکوي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغې... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماندانو د نوملېکنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
له انترنېټه انلاین خپریدونکې امریکایۍ سټارس اېنډ سټرایپس خپرونې هم د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو...
په خوست ولایت کې د ګوزن واکسین درې ورځنۍ کمپاین نن پیلېږي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس ګل احمد شاه لکڼوال ازادي راډیو ته وویل چې پهدې کمپاین کې به شاوخوا ۳۳۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
نوموړی وايي:
"د دلوې په لومړۍ نېټه د پولیو کمپاین په ټول ولایت کې ترسره کېږي. د دې لپاره د عامې روغتیا ریاست خپل چمتووالی لري. پهدې کمپاین کې هدف ۳۱۳،۶۵۰ ماشومان دي، خو موږ ډېرو ماشومانو یعنې ۳۳۰ زره ماشومانو ته دا واکسین تطبیقوو. هر کور او هرې دروازې ته به دا کمپاینران... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان له لوري د داسې اقداماتو یادونه کړې چې د ده په خبره کولی شي مضبوطې پایلې ولري.
ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه پهدې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې د سولې هڅې یې پر سم لور روانې دي.
نوموړي پهدې پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر یې بشپړ کړ او د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو د هرکلي او لیدنو ستاینه یې وکړه.
ښاغلي... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د خپلې دندې ترڅنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي.
د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او هلته یې دا سپارښتنه وکړه چې د کورنیو چارو د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې به ښاغلی محب د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.
د دې پریکړې هدف د دغه وزارت د کارونو د ځنډ مخنیوی ښودل شوی دی.
د اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي هغه پروسه چې د امرالله صالح د مدیریت په دوره کې پیل شوې باید دوام وکړي او وایي،... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، د افغانستان د سولې روانې هڅې یې پر سمه لور روانې دي او زیاتوي...
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России