Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 23.01.2019

په سوات کې د باچاخان او ولي خان تلین ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په سيدو شريف کې د باچاخان او ولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې په کې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه ویناګانې وکړې.په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

بلغاریا بهرنیو ته د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکول ختموي

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکول ختم کړي. د بلغاریا د عدلیې وزارت تېره ورځ وویل چې دغه سیستم ونه‌توانېد چې دې هېواد ته د پام وړ اقتصادي ګټه ورسوي. بلغاریا، قبرس او مالتا له هغو اروپایي هېوادونو دي چې اوس‌مهال د بهرنیو پانګه‌والو له‌خوا د پانګې اچونې په بدل کې هغوی ته پاسپورټ ورکوي. د اروپایي اتحادیې ۲۰ هېوادونه چې دغه درې هېوادونه هم په‌کې شامل دي، دغه‌راز په خپلو هېوادونو کې د اوسېدو جواز پلوري. په بلغاریا کې یو بهرنی کولای شي چې د څه باندې ۵۸۰... Читать дальше...



د باچا خان تګلاره څنګه عملي کېږي؟

Mashaalradio.com 

د عدم تشدد ستر مبارز خان عبدالغفار خان (باچاخان ) د اوونۍ په مناسبت د کرښې پر غاړه کې په دې موضوع بحث کوو چې په پاکستان کې د بنیادي بشري حقونو د دفاع لپاره کومه مبارزه پیل شوې وه، هغه اوس په کوم حال کې دی او د خپل مرام په لور څنګه روانه ده؟

'د ترهګرۍ مخنیوي اداره د ساهیوال پېښې زمه وار ه ده'

Mashaalradio.com 

د پنجاب د ساهيوال پېښې په اړه ګډې تحقيقاتي ډلې په خپل ابتدايي راپور کې ويلي دي چې د خالي ورځې په دغه پېښه کې د وژل شوي محمد خليل او د هغه د کورنۍ له ترهګرۍ سره د تړاو درلودو هېڅ ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي.

شاهین قول اردو: فاریاب کې ۱۳ وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون د وسله‌والو مخالفنیو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په سهراب قلعه کلي کې شوي دي. د اعلامیې له مخې د قاري ظهیرالدین په نوم چې په جندالله مشهور دی او د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو مشهور قوماندان دی په‌دې بریدونو کې وژل شوی دی. د وژل شویو او ټپیانو په اړه ډېر جزئیات نه‌دي وړاندې شوي. خبرپاڼه زیاتوي،... Читать дальше...

په دایکنډي کې د یوې کورنۍ ۴ تنه تر واورو لاندې ورک شوي

Pa.azadiradio.com 

په دایکنډي ولایت کې د یوې کورنۍ څلور تنه تر واورو لاندې ورک شوي دي. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر اسد الله سروري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پرون مازدیګر راهیسې په حصار رباط سیمه کې لادرکه دي. نوموړی وایي، تر اوسه د سیمې شاوخوا ۶۰ کسان د دې څلورو ورکو په لټه کې دي خو لا یې څرک نه‌دی لګیدلی. د ښاغلي سروري په خبره په‌دې سیمه کې تر اتو مترو پورې واوره ورېدلې ده.

په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر قطعې د برید طراح ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د برید طراح ووژل شو. د ملي امنیت ریاست له‌خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په میدان ښار کې د قوماندان نعمان ځای تثبیت او هوایي برید یې ورباندې وکړ. اعلامیه زیاتوي، له قوماندان نعمان سره اووه تنه نور وسله‌وال مخالفین هم وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ډله‌ییز برید وشو چې ۳۶ تنه امنیتي ځواکونه په‌کې ووژل شول. د ملي امنیت د عمومي ریاست د یوې اعلامیې له مخې په هغه پېښه کې ۵۸ تنه نور ټپیان شول.



واشنګټن تأیید کړه چې په قطر کې له طالب استازو سره خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن تأیید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا پلاوي روانه اوونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه د جنورۍ پر ۲۲مه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي. تردې وړاندې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په قطر کې به د طالبانو او د امریکایي پلاوي خبرې نن چهارشنبه هم دوام وکړي. دغې سرچینې وویل چې د دې پړاو خبرو وروسته به د دوی د مذاکراتو نتایج اعلان شي. Читать дальше...

د پولیو د محوې مسؤلیت د چا دی؟

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې چې د پولیو پېښې په‌کې ورځ تر بلې ډېرېږي، لاهم د طالبانو او روغتیاپالانو ترمنځ ستونزه چې واکسین دې کور په ...

کابل کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس مرکز جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مرکز د ۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د ۴۰ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د پروسس وړتیا لري. نوموړي همدا شان وویل چې یاد مرکز په یوه اوونۍ کې د ۶۰۰ کېلو ګرامه تازه مېوو د وچولو وړتیا هم لري.

مرتضوي: ولسمشر به له هېوادونو وغواړي چې افغانستان کې پانګونه وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د سویس په نړیواله اقتصادي غونډه کې د سيمې په نښلولو، سوداګرۍ او ټرانزیت خبرې وکړي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر به د دغه سفر پر مهال له هېوادونو هم وغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ولسمشر غني نن د یوه جګ‌پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو. د سویس په داووس ښار کې د نړۍ تر دوه نیم زره ډېر مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي دي، دا غونډه پرون رسماً پیل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان ولسمشر سویس ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر نن د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو. تمه ده چې اشرف غني به د سویس په داووس ښارګوټي کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر به په‌دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمې په اقتصاد کې د افغانستان د ونډې په اړه خبرې وکړي. د سویس په داووس ښار کې د نړۍ تر دوه نیم زره ډېر مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي دي، دا غونډه پرون رسماً پیل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي. Читать дальше...

ولادیمیر پوتین به په مسکو کې له خپل ترکي سیال سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري. په‌دې لیدنه کتنه کې به د انقرې پر دې وړاندیز خبرې وشي چې په سوریه کې یو امنیتي زون رامنځته شي. روسیه په سوریه کې د حکومت پلوي کوي او ترکیه له دولت مخالفه وسله‌والو سره ولاړه ده. د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې اعلان وروسته چې په ډسمبر کې یې وویل، له سوریې څخه به خپل ځواکونه وباسي، انقرې او مسکو موافقه وکړه چې په سوریه کې به خپل پلي عملیات همغږه کړي.

پامپیو: امریکا او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ سیالي نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، متحده ایالات او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ سیالي نه‌کوي، خو دا هلې ځلې روانې دي چې له روسیې سره د مخامخېدو خطر راکم کړو. مایک پامپیو پرون له امریکا څخه د وېډیو له لارې د داووس نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، کرملېن دې ته اړتیا لري چې خپل لید لوری او چلند بدل کړي او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره له مسکو سره خبرې په‌کار دي. په داووس کې نړیواله اقتصادي غونډه پرون پرانیستل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.


Музыкальные новости
Оркестр

Оркестр Центрального округа Росгвардии выступил на площади у Большого театра в честь Дня защиты детей





Rss.plus
Арцах

Здравый смысл против дезинформации официозной пропаганды




Глава Бурятии рассказал о рабочей поездке в Москву

У нижегородца, который сбил искусствоведа из Москвы, нашли опухоль в мозге: ему вынесли приговор

Судебная система России нацелилась на самоочищение

Курс доллара на снизился до 89 рублей




غزني ښار په واورین موسم کې

Pa.azadiradio.com 

غزني چې د ولایت ډېری سیمې یې د اوبو له کمښت سره مخ دي او موسمي بارانونه هم په کې نه‌وو شوي، دا ځل په کې یوه اندازه واوره شوې ده، تر دې وړاندې هم دوه ځله لږه واوره شوې وه، خو دا ځل یې خلک خوشحال کړي دي.  د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر د دغه ښار د بېلابېلو سیمو عکسونه اخیستي او  دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی.

ناټو: په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ناټو په افغانستان کې د یو امریکايي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا سرتېری د سې شنبې په ورځ د حکومت د مخالفو وسله‌والو له‌خوا د سپکې وسلې د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې د پېښې د دقیق ځای په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال د دې ولایت د یوې حکومتي سرچینې په حواله وايي، د سې شنبې په ورځ په‌دې ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یو افغان سرتیری او دوه بهرني ټپيان شوي دي. دې سرچیني د نوم نه ښودلو په... Читать дальше...

اشرف غني: پر ملي امنیت شوې هر اړخیزه پانګونه به دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر ملي امنیت شوې هر اړخیزه پانګونه به دوام وکړي. ولسمشر غني دا خبره د سې شنبې په ماښام د کابل په شش درک کې د ملي امنیت په قرارګاه کې وکړه. د ارګ د خبرپاڼې په وینا ولسمشر دغلته د ملي امنیت مشرتابه او منسوبینو سره لیدنه کې د میدان ښار د ترورېستي پېښې په غم‌شریکۍ سربېره په تېرو لسو میاشتو کې د ملي امنیت د ریاست پرمختګونه وستایل. د ولسمشر غني په وینا په‌دې موده کې د ملي امنیت د راپورونو پر بنسټ شوي عملیات او نیونې ښې لاسته راوړنې دي او خلک‌یې ډاډه کړي چې د ترورېستي پېښو عاملان به خپله سزا ویني. Читать дальше...

طالبانو تأیید کړې چې د امریکايي پلاوي سره به‌یې خبرې دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو تأیید کړې ده چې په قطر کې به‌یې د امریکايي پلاوي سره نن  چهارشنبه هم خبرې اترې دوام وکړي. د طالبانو یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي، د دې خبر په تأیید ازادي راډیو ته وویل، د امریکا سره د دې پړاو خبرو اترو نتایج به د مذاکراتو په پای کې اعلان شي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ دا پړاو خبرې د دوشنبې له ورځې پیل شوي او تر اوسه معلومه نه‌ده چې نن چهارشنبه به پای ته ورسېږي او که به نور هم دوام وکړي. تر اوسه دواړو... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Коммерсантъ

Крымские кредиты оформили в Москве // По делу о растрате заочно арестован бывший председатель правления Тальменка-банка




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России