له کابله چین او ځينو اروپايي هېوادونو ته د جلغوزیو له صادرولو وروسته په هېواد کې دننه د دغې ارزښتناکې میوې د پروسس...
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کمېدو لامل دا دی چې پاکستان د ټرانزېټ سوداګرۍ په موافقه کې داسې مشکلات پیدا کړي ول چې ورسره افغانستان ته د مالونو وړلو بهیر کم شو. زاهد الله شینواری وايي، افغانستان اوس د سوداګرۍ نورې لارې پیدا کړې دي. له نوموړي څخه مو په مرکه کې پوښتلي چې د پاکستان او افغانستان سوداګري څومره کمه شوې؟
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په برخه کې د امریکا هڅې د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې دی.
افغان کمانډو ځواکونو په کندهار کې د بېلا بېلو وسلو مشقونه کړي دي. په دې پوځي تمرینونو کې افغان ځمکني او هوايي ځواکونو برخه اخیستې. چارواکي وايي، د دې تمرینونو موخه د ملي امنیتي سرتېرو د ځواک ښودنه وه. په اړه یې د صادق ریښتیني ویډیو وګورئ چې لېمې هادي اېډېټ کړې.
افغان کمانډو ځواکونو د ځواک ښودنې په موخه کندهار کې د درنو وسلو تمرينونه ترسره کړل. په دغو پوځي تمرينونو کې افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو برخه اخېستې وه.
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، روان لمریز کال د ټول هېواد په کچه په ۱۶ولایتونو کې د ۴۰۰ ممیز خونو د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغو ممیز خونو کې هره یوه یې د لس مټریک ټنو ممیزو د تولید ظرفیت لري چې پهدې سره به د ممیزو تولیدات زیات او د بازار تقاضا پوره شي. د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې د ټول افغانستان په کچه ۲۱۰۰ممیز خونې جوړې شوي چې خلکو ته د کاروبار ښه زمینه یې برابره کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه هېواد د مرمرو د ډبرو د کانونو د کیندنې او صادراتو لپاره یې له سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په ګډه یوه سټراټيژي جوړه کړې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دغې سټراټیژۍ له مخې به د مرمرو د ډبرو له سکټوره د مؤثرې استفادې، پراختیا او پهدې برخه کې کورنۍ او بهرنۍ مستقیمې پانګونې ته زمینه برابره شي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول افغانستان په کچه ۱ عشاریه ۳ میلیارده ټنه د مرمرو د ډبرو... Читать дальше...
د چين په شمال کې يوه محکمه وايي، د بشري حقونو يو فعال وانګ قوانژانګ په څه باندې څلورکلن بند محکوم شو. محکمې نن په يوه اعلاميه کې وويل چې وانګ د حکومت د قدرت په کمزوري کولو مجرم ګڼل شوى، چې له کبله يې په څلورو کلونو او شپږو مياشتو بند محکوم شوى دى. محکمې ويلي چې ښاغلى وانګ د پنځو کلونو لپاره د سياسي فعاليت له حقه هم محروم کړاى شوى دى. دا لا معلومه نهده هغه موده چې دغه فعال په زندان کې تېره کړې، د بند په دې اعلان شوې سزا کې حساب ده که نه. ٤٢ کلن وانګ په هغو څه باندې ٢٠٠ وکيلانو او حقوقي... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له ...
د لوګر ولایت د ازرې اوسېدونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ټاکنو په ولایتي دفتر تور پورې کړ چې په یاده ولسوالۍ کې يې ...
د اسلامي دولت ډلې يا داعش په فیلیپین او نايجريا کې د وروستيو بمي حملو مسووليت ومانه چې په نتيجه کې يې په لسګونو کسان وژل شوي دي. يوه بمي حمله د فیلیپین په جنوبي ټاپو جولو کې پر يوه کليسا وشوه، بله په نايجريا کې د پوځ پر يوه اډه. داعش پرون په يوه اعلاميه کې ادعا وکړه چې دوو ځان وژونکو په جولو کې پر يوه کليسا چې عبادت په کې روان و، په ځان پورې تړلي منفجره توکي وچوول. جولو ټاپو چې د فیلیپین د پلازمېنې مانيلا د جنوب په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى او اکثريت اوسېدونکي يې کاتوليک عيسويان دي چې د افراطي وسلهوالو اصلي مرکز ګڼل کېږي. Читать дальше...
غزني ښار ته څېرمه د مغلان کلي اوسېدونکي وايي، د نجونو د ښوونې په برخه کې له مشکلاتو سره مخ دي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د سولې د خبرو په اړه لیکلي دي.
اکثرو نړیوالو ورځپاڼو په قطر کې د امریکایانو او طالبانو د وروستیو خبرو او د هغو په نتیجه کې د افغانستان سولې ته د هیلو پر زیاتېدو لیکنې خپرې کړي دي.
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدلو له امله دوه ملکي کسان وژل شوي دي. د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه هاوان د وسلهوالو طالبانو لهخوا توغول شوى او په وژل شويو کې يوه ښځه او بل نارينه دى. پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې شوې ده چې د راپورونو پر اساس د افغان ځواکونو لهخوا په کې پوځي عمليات روان دي. تر اوسه وسلهوالو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ویلي. پهدې وروستیو کې په هلمند کې د جګړې د دواړو غاړو له خوا په بریدونو او جګړو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني امر کړی چې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت دې له کورنیو چارو وزارت سره یوځای شي. د جمهوري ریاست د چارو ادارې ویلي، دا کار یې د ښې حکومتوالۍ، اداري اصلاحاتو، له مخدره موادو سره د مبارزې د ستراتیژیو د ښه اثر، په قاچاق وړونکو د قانون د تطبیق، د لګښت د کموالي او په حکومتي ادارو کې د لاسوهنو د لهمنځه تلو په هدف کړی. ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د ټولو مراحلو تر بشپړېدو دې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مسوولیتونه په غاړه واخلي.
د پاکستان پوځ ویلي په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به افغان حکومت "غیر افغاني طالب ډلې" هدف وګرځولی شي. دا خبره د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور پرون شمالي وزیرستان ته په سفر کې ژورنالیستانو ته کړې: "که د سیاسي پخلاینې له لارې سوله راځي دا به اول د افغانستان لپاره ښه وي او بیا پاکستان ته. که په افغانستان کې سوله وي هغوی به په خپلو اجتماعي - اقتصادي پرمختګونو باندې تمرکز ولري او غیر افغاني طالب ډلې چې دننه په افغانستان کې دي هدف وګرځوي. نو دا به له پاکستان سره مرسته وکړي." د پاکستان د پوځ... Читать дальше...
د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، له هغې ښځې تحقيقات روان دي چې غوښتل يې پرون په مزار شريف کې په خپل دستکول کې يو لاسي بمب د پاکستان قونسلګرۍ ته يوسي. د بلخ امنيه قوماندان جنرال اکرم سامع ازادي راډيو ته وويل، دغې ښځې دا بم په دستکول کې ځاى پر ځاى کړى و. په بلخ کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز احمد ازادي راډیو ته وویل چې قونسلګرۍ به يې تر نامعلومې مودې تړلې وي. ويل شوي په بلخ کې د پاکستان قونسلګرۍ ته د ورځې ۶۰۰ کسان د ویزې د اخېستلو لپاره ورتلل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه... Читать дальше...
ارزګان کې په لومړي ځل د نظامي زدهکړو څخه وروسته سيمهييزه اردو د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې په فعاليت پیل ...
د ونزوئلا جمهور رئیس نیکلاس مادورو د اروپايي ټولنې ضرب الاجل چې باید په اتو ورځو کې په ونزوئلا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي رد کړه.
تمه ښودل شوې چې د امریکا متحده ایالتونو استازي او طالبان به د فبروري په ۲۵ بیا سره کښیني.
د فیلیپین په جنوبي ټاپو جولو کې د دوو بمي چاودنو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان دي. چاودنې پرون په یوه کلیسا کې د مذهبي مراسمو پر مهال شوي. د پولیسو یوه چارواکو ګراسیانو میجاریس پرون ناوخته وویل چې په وژل شویو کې ۱۴ ملکیان او شپږ پوځیان شامل دي. چاودنې یو په بل پسې داسې وخت شوي چې د لومړۍ چاودنې په سیمه پوځیان ور ټول شوي و. جولو ټاپو چې پرونۍ چاودنې پهکې شوي د فیلیپین د پلازمېنې مانیلا په زر کیلومترۍ کې پرته ده. تر اوسه چا د دې بمي چاودنو مسوولیت په غاړه نهدی اخېستی. Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د خپل پوځ له وژونکي قدرته د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ته خبرداری ورکړ. نتانیاهو دا ګواښ وروسته له هغه وکړ چې حسن نصرالله د اسرائیل دولت ته په سوریه کې د بریدونو د دوام په اړه ګواښونه وکړل. حسن نصرالله د شنبې په ورځ د لبنان له یوه ټلوېزیون سره غږېده او ویې ویل سوریه او حزب الله هره شېبه چې وغواړي چې د اسرائیل له پاروونکي عمل سره مقابله کولای شي: "غواړم د اسرائیل صدراعظم ته دا پیغام ورکړم، هغه څه چې په سوریه کې یې ترسره کوئ پهکې احتیاط وکړئ. تېروتنه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости