په کاپیسا کې د وسلهوالو طالبانو ۲۴ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه. د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسانو له څه باندې لسو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسلهوالو فعالیتونو بوخت وو. د ښاغلي یوسفزي په خبره دغې ډلې له ځانه سره وسلې هم راوړي دي. د طالبانو دغه ډله وایي، د دولت په وړاندې د څو کلنې جګړې څخه پښیمانه دي او پر نورو وسلهوالو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي. دغه ډله داسې مهال... Читать дальше...
د سالنګ لویه لاره د سختې واوري او توپان له کبله د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه. د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې د اتو بجو راهیسې په سالنګ کې سختې واورې اوري. د ښاغلي حبیبي په خبره د سختو ورښتونو له کبله د واورې د پاکېدو چارې هم دریدلي دي. د سالنګ د حفظ او مراقبت رئیس په خبره پر دې لویه لاره د واورې ضخامت تر ۲۵ سانټي متره ډېره ده او لا هم ورښت دوام لري. سالنګ د افغانستان له لویو ټرانزیټي لارو څخه ده چې هرکال د سختو ورښتونو او د واورې د ښوئېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.
ایراني چارواکي وایي، د سې شنبې په ورځ په زاهدان ښار کې د پولیس مرکز ته څېرمه په دوو چاودنو کې درې پولیس سطحې ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جېش العدل په نوم سُنې ډلې د دې چاودنو مسولیت منلی دی. جېش العدل ډلې ویلي چې دوی په دوو قوي بمونو د پولیسو دغه مرکز په نښه کړ او په نتیجه کې یې د پولیسو یو موټر او موټر سایکل له منځه تللي دي. ایرنا دولتي خبري اژانس د سیستان او بلوچستان ایالت د پولیسو د مشر محمد قنبري له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنې په لاسي بمونو شوي دي. زاهدان د ایران... Читать дальше...
د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون وايي، د دولت لوړ رتبه مأمورین چې د ولسمشر په فرمان له دندې لیرې کېږي او بیا ...
د وېنزوېلا سپریم کورټ د اپوزیشن پر مشر خوان ګواډو سفري بندیزونه لګولي او د هغه د بانک اکاونټونه يې کنګل کړي دي.
د وینزوئلا سترې محکمې د نیکلاس مادورو د دولت د مخالفانو او د اسامبلۍ په مشر خوان ګوایدو د سفر بندیز لګولی او د هغه مالي حسابونه یې کنګل کړي. امریکا متحده ایالتونو مخکې د وینزوئلا حکومت ته ګواښ کړی و چې د خوان ګوایدو پر ضد هر ډول عمل به جدي عواقب ولري. له دې ټولو سره سره د وینزوئلا لوی څارنوال خوان ګوایدو تورن کړی چې له بهرنیو هېوادونو سره مرسته کوي څو د وینزوئلا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او باید ستره محکمه ترې وپوښتي. خوان ګوایدو د پارلمان د رئیس په توګه سیاسي مصوونیت لري خو بیا هم سترې... Читать дальше...
امریکا متحده ایالتونو له چین او روسیې غوښتي چې د خپلو اټمي پروګرامونو په اړه زیات شفافیت ورکړي. امریکا داسې وخت دا غوښتنه کړې چې د نړۍ د پنځو لویو اټمي قدرتونو ډپلوماټان په بیجینګ کې وګوري. د دوی له نن پیل شوې دوه ورځنۍ ناستې هدف د اټمي وسلو د زیاتې پراختیا مخنیوی دی. امریکا متحده ایالتونو روسیه د یوه منځني واټن ویشتونکي راکټ په ځای پر ځای کولو تورنه کړې او مسکو ته یې د فبروري تر دوهمې وخت ورکړی چې د واشنګټن غوښتنې پر ځای کړي.
د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني ویلي چې هېواد یې د میزائیلو د سیسټم د اندازې د زیاتولو نیت نه لري. شمخاني پرون وروسته له هغه دا خبره وکړه چې ایراني چارواکو د فرانسې او نورو لویدیځو قدرتونو له خوا هغه فشارونه چې د بالسټیک میزائیلو د پروګرام پر سر خبرې ورسره وکړي رد کړل. له دې مخکې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو رئیس محمد علي جعفري تېر کال ویلي و چې ایران د بالسټیکي راکټونو انداخت یې په دوه زره کیلومترو محدود کړی دی. شمخاني دولتي ټلوېزیون ته په خبرو کې وویل چې ایران کوم ساینسي یا... Читать дальше...
پهداسې حال کې چې د پاکستان د پارلمان ځینو غړیو ادعا کړې چې پاکستان خوښ نهدی، د ډیورند له کرښې اخواه د پښتنو قبایلو ...
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب د سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده.
د کوسوو مشر هاشم تاچي وايي، یو داسې جوجاړی چې کوسوو او صربیا ترمنځ اړیکې نورمالوي «اوس نژدې شوی.» د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د کوسوو مشر ویلي: "د یو داسې جامع او متوزان توافق لپاره د هر ضروري اقدام کولو ته چمتو دی چې ټولې پاتې مسئلې په کې شاملې وي او د صربیا سره د دې هېواد پخوانی کړکېچ پای ته رسوي." د هاشم تاچي په وینا دا به ټولې سیمې ته ثبات راولي. دا لیک چې د جنورۍ په اتمه لیکل شوی، یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې د کوسوو صدراعظم... Читать дальше...
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډان کوټس وايي، د روسیې او چین لهخوا د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ او سایبري یا انلاین بریدونو تر ټولو جدي ګواښونه متوجې دي. په نړۍ کې د شتو ګواښونو په اړه د امریکا سنا ته په څرګندونو کې کوټس وویل، له پیکینګ سره د کرملین اړیکې«تر هغې ډېرې نژدې شوي چې په تېرو لسیزو کې وې.» او لا ستر ګواښ یې رامنځته کړی دی. د نوموړي په وینا د امریکا لهخوا د امنیت او سوداګرۍ د پالیسیو د بدلون په عکسالعمل کې یو شمېر متحدان له واشنګټن لېرې کړی شوي دي. کوټس د امریکا... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې ترورېزم سیمهییز ملاتړي لري او ځینې ګاونډي هېوادونه ترې د ابزارو په توګه استفاده کوي.
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د ارزګان-کندهار ترمنځ د لويې لارې د خلاصون په هدفيې عملیات پیل کړي ...
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼې بیا هم د افغانستان د سولې په اړه روانو هلو ځلو ته تم شوي دي او پهدې اړه يې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو اعلان کړی چې د دې هېواد د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به بیا ځان کاندید کړي او په اروپايي ټولنه او ناټو کې به د اوکراین د شمولیت لپاره هڅه وکړي. ټاکل شوې په اوکراین کې په مارچ میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. پروشینکو د سې شنبې په ورځ خپلو زرګونو پلویانو ته وویل: "د خپل هېواد په وړاندې او د پخوانیو او راتلونکو نسلونو په وړاندې د درانه مسؤلیت احساسول" لامل شوي چې د مارچ د ۳۱ مې نېټې په انتخاباتو کې د دوهمې پنځې کلنې دورې لپاره ځان کاندید کړي. ... Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو یا «سي.ای.اې» مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي. جینا هاسپیل چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا سنا په یوه غونډه کې د نورو استخباراتي ادارو له مشرانو سره یو ځای خبرې کولې، وویل: "دا ډېره مهمه ده چې موږ دغلته په ترهګرو ډلو فشار وساتو. که بالاخره د سولې توفق رامنځته شو، د څارنې یو ډېر قوي مېکانېزم به مهم وي او موږ به بیا هم اړتیا ولرو، څو دا وړتیا وساتو چې د ضرورت په وخت کې د خپلو ملي ګټو لپاره لاس په کار شو." د امریکا د... Читать дальше...
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د افغانستان د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دوحه هڅه کوي، څو طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو کړي. دسولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، دې قطري ډیپلوماټ په کابل کې له محمد کریم خلیلي سره کتلي دي او د هغه څه په اړه یې چې په دوحه کې تېر شوي معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې طالبان به بینالافغاني خبرو ته چمتو کړي. طالبان په قطر کې دفتر لري، چېرې... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبې د شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتایج اعلان شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي ازادي راډیو ته وویل: " تېره اوونۍ کې موږ ته د شپږ ولایتونو وروستي نتایج رسیدلي چې د دواړو کمېسیونونو لهخوا څېړل شوي او ټاکل شوې چې نن چهارشنبه) به یو خبري کنفرانس کې اعلان شي." ښاغلي هاشمي زیاته کړه، پهدې شپږو ولایتونو کې فراه، فاریاب، خوست، کونړ، نورستان او بدخشان شامل دي. تراوسه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتایج اعلان کړي دي.
د پروان پولیس وايي، د سې شنبې په ورځ یې یو تن له چاودیدونکو موادو سره او دوه تنه یې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي. د پروان امنیه قوماندان جنرال عبدالمحفوظ وليزاده، ازادي راډیو ته وویل، یو وسلهوال یې د سید خېلو ولسوالۍ په انچوي کلي کې له لس بورۍ چاودیدونکو موادو سره نیولی دی. د وليزاده په وینا دوه تنه نور یې سالنګ ولسوالۍ کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي. د پروان د امنیه قوماندان په وینا نیول شوي کسان د بلخ ولایت اوسیدونکي چې غوښتل یې ۲۵ کیلوګرام چرس کابل ته انتقال کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دې باور دی چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په برخه کې یوه ملي اجماع لا هم نه شته.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډان کوټس وايي، د روسیې او چین له خوا د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ او سایبري یا انلاین بریدونو تر ټولو جدي ګواښونه متوجې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости