طالبان وايي له اوسنيو افغان ادارو سره به ګډ کار کوي
په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۳۰مه بیان ښايي د افغان مشرانو اندېښنې د ارامه کولو په خاطر ورکړل شوی دی.
په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۳۰مه بیان ښايي د افغان مشرانو اندېښنې د ارامه کولو په خاطر ورکړل شوی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزارت مسوولین وايي، توانیدلي چې پهدې وروستیو کې د څه کم ۶۰۰ کانونو د غیر قانوني کیندنو مخه ونیسي.
د کابل د منډوي سراسري شورا او یو شمېر دکانداران وایي، په سوداګریزو مارکېټونو کې اورلګېدنو سوداګرو ته په میلیونونه ډالره ...
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو له وروستي دریځه هرکلی کوي او وايي، طالبان باید دا ...
د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان نن د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو د وروستۍ وینا هرکلی کړی دی. اسوشیټېډ پرېس پرون د وسلهوالو طالبانو د یوه ویاند، سهیل شاهین له خولې وویل چې دوی په افغانستان کې په یوازې سر د ټول واک چلولو غوښتنه نهلري. د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته ویلي چې پرمختګونه د خوشبینۍ وړ دي، خو طالبان باید خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي. د افغانستان حکومت بیا هم ټینګار کړی چې دوی باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. ټاکل... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا پهدغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د جګړې ښکېلو اړخونو ته د سولې ادبیات ډېر مهم بولي...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کندهارـ هرات پر لار ګڼې نا مسووله اخاذې جوړې شوي چې له سوداګرو پیسې اخلي او سوداګریزې چارې یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې له تېرې یوې اوونۍ راپهدېخوا د دغو دوه ولایتونو په لار کې له سوداګرو د دولتي پوستو او سیمهییزو پولیسو په نوم پیسې اخېستل کېږي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي. ښاغلی حاجي اغا له مسوولو چارواکو او امنیتي ارګانونو د دغو ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي، د راتلونکي لمریزې میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې به له دغه ولایته په پراخه کچه د سبزیو صادرات وشي. د دغه ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، د دلوې میاشتې تر نیمایي پورې به د هلمند ولایت نه زابل، کندهار، نیمروز، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته په سلګونه ټنه سبزۍ صادرې شي. د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ شنې خونې او پلاسټیکي تونلونه جوړ شوي چې د سبزیو د حاصلات په زیاتوالي کې یې د پام وړ مرسته کړې ده. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې په... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، په کندز کې یې د طالب وسلهوالو پر اهدافو هدفي عملیاتو کې د دې ډلې د درې قوماندانانو په شمول ۱۱ وسلهوال وژلي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست د پنجشنبې د ورځې په سهار په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د کندز په خاناباد ولسوالۍ کې پهدې ځانګړو عملیاتو کې د وسلهوالو درې تنه ټپیان شوي او د وسلو او مهماتو درې زېرمې یې هم له منځه وړل شوي. خبرپاڼې په عملیاتو کې حکومتي لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د خاناباد ولسوالۍ څو کلي هم له وسلهوالو پاک شوي دي. Читать дальше...
د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه کې مو یو شمېر هنري او فرهنګي مسایل رانغښتي:
ټاکل شوې ده چې جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته د مالي بهیر یو داسې مکانېزم رامنځته کړي چې پر ایران د امریکا لګېدلي بندیزونه څخه سرغړاوي نهوي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د پولیو لومړې پېښه ثبت شوې ده. د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا ازادي راډیو ته وویل، فلج شوی ماشوم نجلۍ ده چې اسیه نومېږي او ۲۲ مياشتې عمر لري. د ډاکټر پخلا په خبره فلج شوې ماشومې ته ۷ ځله واکسین هم ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړه: "د ۲۲ میاشتو نجلۍ اسیه نومېږي، د عبدالواسع لور ده، د بولدک ولسوالۍ د توبې د کلي اوسېدونکې ده. همالته د کمپاینونو پر مهال واکسین ورکول شوی دی." چارواکي... Читать дальше...
د پکتیا او بغلان چارواکي وايي، په زیاته اندازه نشهيي مواد او د قاچاق په تور یې څو کسان نیولي دي. بغلان په بغلان کې پولیس وايي، څلورتنه یې د ۵۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي. د بغلان د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرامالدین سریع رسنیو ته ویلي، دا نشهيي مواد یې د چهارشنبې په ورځ په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو. پکتیا د پکتیا امنیه قوماندانۍ هم وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت يې ۱۷۰۰کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګدانې کشف او ضبط کړي دي. Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته د مالي بهیر یو داسې مکانېزم رامنځته کړي چې پر ایران د امریکا لګېدلي بندیزونه څخه سرغړاوي نهوي. دا هڅه د دې لپاره ده چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون وساتلی شي. تمه کېږي چې دا مکانېزم به نن پنجشنبه نافذ شي او هغو اروپايي شرکتونو سره به چې ایران کې قانوني کاروباري ګټې لري، مرسته وکړي چې په ایران د خپل کاروبارکولو لپاره د راکړې ورکړې تکتیکونه وکاروي. پر دې پلان له اوږدې مودې راهېسې کار کېده، خو اوس جرمني خبري اژانس ویلي، دا مکانېزم چمتو... Читать дальше...
د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې پهدې موضوع بحث کوو چې:
د سالنګ لویه لار د درنې واورې سربېره د ټرافیکو پر مخ پرانېستې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د ټولو مسافر وړونکو او باري موټرو لپاره دا لویه لار پرانېستې ده، پرته له ټېلرونو چې هغه به هم په نوبت تېر شي، خو هوا، ژمي او یخني ته به ګورو چې تخنیکي شرایط سم وي بیا بهیې په نوبت پورې باسو او هڅې به ورسره کوو." ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې د اوس لپاره د سالنګ پر لویه لار ۲۵ سانتي متره واوره پرته ده.
د افغانستان د ولسي جرګې د شپږو ولایتونو نهایي نتیجې اعلان شوې. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له ارزونې وروسته د فراه، فاریاب، نورستان، کونړ، خوست او بدخشان وروستۍ نتیجې اعلان شوې دي. له غزني پرته چې د ولسي جرګې انتخابات پهکې نهدي شوي د نورو ټولو ولایتونو ابتدایي نتیجې مخکې اعلان شوې وې.
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او خوان ګواېدو چې ځان یې د وینزوئلا ولسمشر معرفي کړی دی، پر ټیلیفون خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې په منظم شکل به دا ارتباط ټینګ ساتي. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پرون وویل چې ولسمشر ټرمپ د دې سخت ملاتړی دی چې په وینزوئلا کې بېرته ډیموکراسي ټینګه شي. متحد ایالتونو خوان ګواېدو چې په پارلمان کې د اپوزسیون مشر و او تېره اوونۍ یې ځان د وینزوئلا ولسمشر معرفي کړ، د دغه هېواد د جمهور رئیس په توګه په رسمیت پیژندلی دی، ځینې هېوادونه لکه روسیه بیا نیکلاس مادورو د وینزوئلا د ولسمشر په توګه پېژني.
د امریکا او چین مرکچیانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږ میاشتني تجارتي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره خپلو کې بیا خبرې پیل کړي دي. دې تجارتي کړکېچ د دواړو هېوادونو اقتصادونه او ورسره تړلي مارکیټونه لړزولي دي. د دواړو لورو پلاوو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې سره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي. دا خبرې اترې د امریکا د تجارتي استازي رابرټ لایتیزر «Robert Lighthizer» او د چین د پلاوي چې مشري یې لیو هي «Liu He» کوي ترمنځ د بحثونو تازه دور دی. دواړه لوري په خپلو کې د سوداګریزې جګړې د نوې ورځنۍ متارکې څخه چې... Читать дальше...
په ننګرهار کې ۱۹ طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول. په دغه ولایت کې د ملي امنیت په وینا دې کسانو په څو ولسوالیو کې فعالیت کاوه او د چهارشنبې په ورځ یې خپلې سپکې او درنې وسلې وسپارلې. په ننګرهار کې چارواکو پهدې برخه کې توضحیات نهدي ورکړي چې دا کسان په انفرادي ډول تسلیم شوي دي که یوځای راغلي دي او وسلې یې پر ځمکه ایښي دي. طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان حکومت پهدې برخه کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر زلمي خلیلزاد له نظر سره همغږه دی چې د سولې خبرې دې د کابل او طالبانو ترمنځ وشي.
د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وروسته تردې چې د استخباراتو مشرانو کانګرس ته د ایران په اړه راپور وړاندې کړ، سخت انتقاد وکړ.
ټاکل شوې ده چې سبا جاپان له قطر سره د اسیا د فوټبال په پای لوبه کې مخامخ شي. دا لوبه به په دُبۍ کې په شیخ زاهد سټډیم کې وشي. جاپاني ټیم د دوشنبې په ورځ په نیمه پای لوبه کې ایران ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه. په بل سیمي فاینل کې قطر کوربه هېواد متحد عربي امارات څلور د صفر په مقابل کې مات کړ او فاینل ته ووت. د اسیا د فوټبال جام لوبې له ۱۹۵۶ څخه پیل شوې دي او هر څلور کاله وروسته کېږي، قطر تر اوسه دا جام نهدی خپل کړی او جاپان څلور ځله د اسیا د فوټبال لوبو اتل شوی دی.
په بلخ ولایت کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مسوولان وايي چې په شمال زون کې تولیدېدونکي غالۍ په قاچاقي ډول بهر ته صادریږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости