هند وايي پاکستان کې د بمبارۍ په اړه هېڅ ثبوت نه شریکوي
د مارچ پر دویمه هم په کشمیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول پر کرښه ډزې وشوې. رویټرز خبري اژانس وايي، د تاوتریخوالي له وجې په سیمه کې یو شمېر اوسېدونکو
د مارچ پر دویمه هم په کشمیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول پر کرښه ډزې وشوې. رویټرز خبري اژانس وايي، د تاوتریخوالي له وجې په سیمه کې یو شمېر اوسېدونکو
په سوریه کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونه وايي، د عراق پولې ته نږدې د داعش ډلې پرضد پرېکړونې...
ټاکل شوې چې د مزار شریف د نفت او د جوزجان د صندوقلي د استخراجولو لړۍ له یوې مودې ځنډ وروسته بیا پیل شي. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي چې د استخراج کار عملاً پیل شوی او د عملیاتو او استخراج لپاره ماشینونه سیمې ته لېږدول شوي او ډېر ژر به د اکتشافي څېړنو شاهد واوسو. د معلوماتو پر بنسټ، د مزار شریف د نفت او د جوزجان د صندوقلي پروژو د کار د پیل تړون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له نفتي شرکتونو سره لاسلیک شو، خو د تړونونو په عملي کېدو او نړیوالو بازارونو کې د ستونزو له امله یې کار وځنډېد. Читать дальше...
په سوریه کې د امریکا ملاتړي ځواکونه عراق پولې ته نژدې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمې ته نږدې شوي دي. دا خبره د دغو ځواکونو یوه ویاند کړې او ویلي یې دي چې نن به جګړه ټاکونکې وې. د فرات سیند په غاړه په باغوز کلي کې داعش ډله د وروستيو وسله والو چریکي تاکتیکونو په خپلولو سره تراوسه ګواښ ګڼل کېږي. د سوریې ډموکراتیک ځواکونه وروسته له هغې چې له دې سیمې یې وروستي ملکي وګړي وایستل، د اتلسو ساعتونو لپاره د باغوز دننه د داعش له وسله والو سره نښته وکړه. د دغو ځواکونو مطبوعاتي مسؤل... Читать дальше...
هند به له پاکستان سره د هغې هوایي حملې جزیات شریک نه کړي چې تېره اوونۍ یې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې پر یوه مرکز کړې وه. دا خبره د هند د ماليې وزیر ارون جیټلې په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې. هغه وویل هېڅ یوه امنیتي اداره د عملیاتو جزیات له بل چا سره نه شریکوي او نوی ډیلی به هم په دې اړه چې په دغه برید کې د پاکستان دننه د سخت دریځې ډلې څومره غړي وژل شوي، له اسلام آباد سره شریک نه کړي. هند د فبرورۍ په ۲۶مه وروسته له هغې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې یو لوی مرکز په نښه کړ... Читать дальше...
په بلخ کې د ابو علی سینا دولتي روغتون د ولادي او نسايي څانګې مراجعین شکایت کوي چې موظف ...
په دې وروستیو کلونو کې په کندز کې د شاتو د مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان چې په دې ولایت...
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې باید...
د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، پلان لري چې د کوچنیو ودانیو په جوړولو سره د بارانونو اوبه کنټرول او د دغه ولایت د پستې ځنګلونه پراخ کړي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د بادغیس د کرنې ریاست ویلي چې دغه ودانۍ د بارانونو د اوبو د مهارولو، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړي کولو، د اوبو له ضایع کېدو د مخنیوي او د پستې د باغونونو د پياوړي کولو او پڼه کولو په هدف جوړېږي. په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې دغه ودانۍ به بېوزلو کروندوګرو ته د کار د زمینې برابرولو... Читать дальше...
د ارزګان د مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره ورغلو ناروغانو او پایوازانو ازادي راډيو ته وویل چې په ...
دنیا ورځپاڼې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې په قطر کې د خبرو په نوي دور کې چې له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د شنبې...
د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې شااوخوا ۲۰۰ سیمه ییز پولیس د طالبانو له لوري محاصره شوي دي. له سیمې د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، سیمه ییزو پولیسو نن یکشنبه وویل چې له تېر ماښامه د مسجد سبز په سیمه کې محاصره دي او مرسته ورسره نه ده شوې. خو د سرپل والي د سیمه ییزو پولیسو د محاصره کېدو ادعا ردوي. عبدالقادر اشنا ازادي راډیو ته وویل چې په سانچارک ولسوالۍ کې دېره امنیتي ځواکونو اقدام کړی او هېڅ ستونزه نشته.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې ولې پاکستان نه دی توانېدلی چې پر هندي ضد سختدریځو لاسبری...
ملګري ملتونه وايي، په کندهار ولایت کې سېلابونو لږترلږه ۲۰ تنه مړه کړي چې د هغو په منځ کې ماشومان هم شامل دي. د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون شنبه وویل، له سختو بارانونو وروسته سېلابونو په کندهار کې یو شمېر کورونه نړولي او موټرونه یې وړي دي. د دې ادارې په وینا، د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ تنه لا هم بې درکه دي. دا اداره وايي، اټکل کېږي چې ۲ زره کورونه زیانمن شوي دي. د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په وینا، په کندهار کې ډېرو عام المنفعه تاسیساتو ته تاوان اوښتی دی، ګڼ شمېر... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونه او جنوبي کوریا وايي، پرېکړه یې کړې چې له شمالي کوریا سره د ډیپلوماتیکو هلو ځلو د ملاتړ لپاره کلني پوځي تمرینونه پای ته ورسوي. د امریکا دفاع وزارت پرون شنبه وویل، امریکا او د جنوبي کوریا دفاع وزارت پتېیلې چې د کوریا د ټاپووزمې د بشپړ بې اټمي کېدو لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو د ملاتړ او د کړکېچ د کمولو لپاره د (کي ریزالف) او (فال ایګل) په نومونو پوځي مانورې پای ته ورسوي. دا پرېکړه په ویتنام کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر کتنې وروسته کېږي چې ظاهراً ناکامه وه.
اروپايي پارلمان له کوزوو وغوښتل چې د صربیا پر تجارتي مالونو سل فیصده تعرفه لېرې کړي، څو د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو له پیلېدو سره مرسته وکړي. د اروپايي پارلمان د پلاوي مشر ډیوید مک الیستر چې دواړو هېوادونو ته په سفر تللی دی، پرون شنبه وویل چې دوی د تعرفې د لغوه کولو موضوع د کوزوو له مشر سره مطرح کړه او ورته ویې ویل چې دا د بریالیتوب یوازنۍ لار ده. کوزوو ویلي چې تعرفه به یوازې هغه وخت لېرې کړي چې صربیا د کوزوو ملي حاکمیت په رسمیت وپېژني او په نړیوالو موسسو کې د دې هېواد د غړیتوب له مخنیوي لاس واخلي. Читать дальше...
د پروان امنیه قومانداني وايي چې په جبل السراج ولسوالۍ کې یې ۷۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد نیولي دي. د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده پرون شنبه د مارچ په دوهمه ازادي راډیو ته وویل: "دا مواد په ۳۰ بوریو کې ځای شوي وو او د جبل السراج ولسوالۍ د قطب الدین خېلو د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وموندل شول." ولیزاده وویل چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوی. د پروان امنیه قوماندان د یوه وسله وال غله د نیولو خبر هم ورکړی دی.
روسی ساینس پوه زوریس الفېروف چې د فزیک د نوبل جايزه یې ګټلی وه، پرون د مارچ په دوهمه مړ شو. هغه د مرګ په وخت ۸۸ کلن و. مېرمنې یې رسنیو ته ویلي چې هغه په روغتون کې ساه ورکړې ده. د خبري رسنیو په حواله، د هغه زړه او تنفسي سېستم له کاره لوېدلی و او له دې امله مړ شوی دی. زوریس الفیروف په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د فزیک د نوبل جایزه وګټله. هغه د لېزر ټکنالوژۍ د ودې لپاره ډېر مهم کارونه کړي وو. د هغه مړی به د مارچ په پنځمه ڼېټه د سنټ پيټرس بورګ په ساینسي مرکز کې د وروستي دیدن لپاره کېښودل شي او بیا... Читать дальше...
د رپوټونو پر اساس، د ډموکراتیکې سوریې ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، په هغه وروستۍ سیمه کې هم پرمختګ کړی چې د داعش د وسله والو په لاس کې وه. د کردانو په مشرۍ د ډموکراتیکې سوریې ځواک د مارچ په دوهمه نېټه وویل چې په دېرالزور ولایت کې یې پرمختګ کړی دی. د دې ځواکونو یوه قوماندان زانا حمیدي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې پلي ځواکونه یې د دېرالزور په هغو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي چې د داعش په لاس کې دي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف دوه هليکوپټرې لیدل کېدلې چې پرون یې د جګړې پر سیمه پروازونه کول. Читать дальше...
له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس پرون د مارچ په دوهمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې ...
د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شنبې په ورځ په کشمیر کې د کنټرول کرښې (LoC) ته نږدې...
په کندهار کې د سختو سېلابونو له امله ۱۲ تنه مړه او ۸ ټپیان دي. د کندهار د عامې روغتیا له رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا پرون د مارچ په دوهمه ازادي راډیو ته وویل چې په مړو کې ۶ کوچنیان وو. ښاغلي پخلا وویل چې سېلابونو د کندهار په مرکز او زیاتو ولسوالیو کې خلکو ته زیات مالي تاوان هم رسولی دی. ډاکتر پخلا وایي: "د خلکو کروندې او کورونه یې وړي، په دې کې زموږ کوچیان وروڼه ډېر زیانمن شول چې د هغوی مالونه او رمې یې وړي، ځاني تلفات یې ور رسولي، ډېر خلک په دې کې مړه شوي چې دېوالونه او کورونه ورباندې راچپه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости