Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 05.03.2019

بهرنیو هېوادونو ته د کېندل شوېو کانونو د صادراتو د پراختیا هڅې!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، له دغه هېواد نه یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو ته د کېندل شوېو کانونو د صادراتو د پراختیا لپاره هڅې پیل شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته دا هم وویل چې له دې وروسته به کېندل شوې صنایع په هېواد دننه پروسس کېږي او د افغانستان په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېږي. د ښاغلي متفي په خبره، د ټولو کېندل شوېو کانونو په تېره بیا د تالکو د کان په برخه کې د حکومت هڅه دا ده چې ټول پړاونه یې په هېواد دننه ترسره او نورو هېوادونو ته صادر شي. ... Читать дальше...

په هرات کې ګڼ شمېر ښځو ته کرنیزې اسانتیاوې برابرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ګڼ شمېر ښځو ته د کرنیزو چارو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي. له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د کرنې ریاست له لوري د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې ۱۲۰ښځو ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس وسایل سپارل شوي دي. دغو کروندګرو ښځو ته د وسایلو د وېشلو هدف کرنیزو محصولاتو ته د ښځو لاس‌رسی، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او د کاري زمینو برابرول ښودل شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې په... Читать дальше...

څېړونکي: په اېډز اخته یو بریتانوی سړی ژغورل شوی

Pa.azadiradio.com 

یوه اروپايي څېړندویه ډله وايي، په اېډز اخته یو بریتانوی سړی د هجراتو تر بدلولو یا ټرانسپلنټ وروسته له دې وژونکې ناروغۍ ژغورل شوی دی. که دا قضیه چې پرون په نیچر خپرونه کې خپره شوه تصدیق شي، په تاریخ کې به دوهمه پېښه وي چې د اېډز څېړندویان داسې یوې بریا ته رسېږي. څېړونکو د ژغورل شوي کس نوم نه‌دی په ډاګه کړی، خو همدومره‌یې ویلي چې "لندنی ناروغ" په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په «اېچ. ای. وي» یا ايډز وایروس اخته شوی و. د نیچر خپرونې له مخې د دغه لندني ناروغ ډاکترانو د یوه بل داسې داوطلبه کس هجرې ده ته ورتبدیلې... Читать дальше...



چین به خپل لګښتونه روان ۲۰۱۹ کال اووه نیم فیصده زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

چین به دفاعي لګښتونه روان ۲۰۱۹ میلادي کال اووه نیم فیصده زیات کړي. د بودجې په اړه د یوه نوي راپور له مخې په‌دې سره به د چین دفاعي لګښتونه په کال کې ۱۷۷ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. د بودجې دا راپور نن د چین د پارلمان د کلنۍ ناستې تر پیل مخکې خپور شوی. د چین په دفاعي بودیجې باندې نړیوال له نېږدې څار لري، ځکه دا هېواد خپل وسله وال پوځ مډرنېزه کوي او په خفاش جنګي جټ الوتکو، تحت البحریو او سټلایټ ضد میزایلو باندې پیسې لګوي. د چین دفاعي لګښت هرکال یو یا یو نیم فیصده ښکته پورته ځی.

د خاشقجي په اړه پر سپینې ماڼۍ د امریکايي سناتوران انتقاد

Pa.azadiradio.com 

امریکايي سناتوران په سپینې ماڼۍ انتقاد کوي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه معلومات نه خپروي. سناتورانو پرون د بندو دروازو تر شاه په‌دې اړه معلومات اورېدل. جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو تر جلسې وروسته خبریالانو ته وویل چې هېڅ کومه نوې خبره یې وانه‌ورېده. هغه وویل، سناتوران به پرېکړه کوي چې د سعودي په حکومت په خپله بندیزونه ولګوي که څنګه؟ خاشقجي د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه د سعودي د اجنټانو له‌خوا ووژل شو. خاشقجي د واشنګټن... Читать дальше...

د انتخاباتو د شفافیت په اړه اروپایي ټولنې ته د ولسمشر غني ډاډ!

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د اروپایي ټولنې سفیرانو ته ډاډ ورکړ. له ارګ څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني تېر ماښام له دغو سفیرانو سره ولیدل او د انتخاباتو د شفافیت په اړه‌یې د حکومت د اقداماتو، د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث ورسره وکړ. اعلامیه زیاتوي چې د اروپایي ټولنې د هېوادونو سفیرانو د افغانستان د انتخاباتو او د سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو ډاډ ورکړ. دا څرګندونې داسې مهال... Читать дальше...



د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډله نن هند کې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د کرکټ د ۵۰ اوره لوبې درېیمه سیالۍ سره کوي. دغه لوبه نن غرمه مهال د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله دغې لوبې ته بشپړ چمتووالی لري. ښاغلي فضلي زیاته کړه: "زه ډاډه یم چې زموږ لوبغاړي به په‌دې ۵۰ اوره سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري. تر دې وروسته زموږ ټېسټ مېچ «ازمایښتي لوبه» هم د هند په دهرادون کې د راروانې میاشتې په ۱۵مه پیلېږي، د هغې لپاره... Читать дальше...

نن به انتخاباتي کمېسیونونه خپل اداري پلاوي وټاکي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان انتخاباتي کمېسیونونه نن سې شنبه خپل اداري پلاوي وټاکي. دا به د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو ګمارل شویو کمېشنرانو لومړنۍ رسمي غونډه وي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د ولسمشر د فرمان سره سم ټاکل شوې د دوی په لومړنۍ جلسه کې اداري پلاوی چې د کمېسیونونو رئیسان، مرستیالان او منشیان په‌کې شامل دي ټاکل کېږي او بیا به وروسته پر کاري لومړیتوبونو بحث وشي." دغه نوي کمېشنران د ولسمشر له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو غړو تر عزل کېدو وروسته معرفي شول. Читать дальше...

هالنډ له ایرانه خپل سفیر بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره تر وروستیو شخړو وروسته‌یې د ایران لپاره د دغه هېواد سفیر بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی دی. تر دې دمخه تهران د هالنډ د سفارت دوه تنه ډیپلوماتان له ایرانه وایستل. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې تېره میاشت‌یې په هاګ کې د ایران سفیر ته ویلي و چې د ډیپلوماتانو ایستل ورته د منلو نه‌دي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي. د هالنډ حکومت تېر کال دوه ایراني وګړي په‌دې تور له خپلې خاورې ایستلي و چې ګواکې... Читать дальше...

ګوایدو د لاتینې امریکا د هېوادونو له سفره بېرته ونزوئلا ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

په ونزوئلا کې د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو د لاتینې امریکا د هېوادونو له سفره بېرته خپل هېواد ته ولاړ. ګوایدو د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې کاراکاس په عمده هوایي ډګر کې خبریالانو او خپلو پلویانو ته وویل چې بېرته خپل هېواد ته راغی او مبارزه به پر مخ وړي. خوان ګوایدو په جنورۍ کې خپل ځان د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړ او د امریکا په ګډون‌یې د ګڼو اروپایي او نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړ. نوموړي د مارچ پر څلورمه له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ولسمشر نیکلاس مادورو پر ضد مظاهرې له سره پیل کړي. ګوایدو... Читать дальше...

جرالد ندلر: له ۸۱ ادارو او انفرادي کسانو د اسنادو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې یوه کمېټه وایي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا په احتمالي توګه د عدالت د مخنیوي او د واک څخه د ناسمې ګټه اخیستلو په اړه د نوې پلټنې هڅې یې پیل کړې دي. د دې جرګې د قضایي چارو د کمېټې مشر د دوشنبې په ورځ وویل چې ۸۱ ادارو او انفرادي کسانو څخه‌یې په همدې تړاو د اسنادو غوښتنه کړې ده. جرالد ندلر وایي، دا د کانګرس مسؤلیت دی چې د سپینې ماڼۍ له‌خوا د واک څخه د ناوړه کار اخیستلو په اړه معلومات برابر کړي. د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، دوی د دې کمېټې څخه چې مشري یې ډموکراتان کوي، لیک ترلاسه کړی دی. Читать дальше...

پاکستان وايي پر ځينو ډلو د ملګرو ملتونو بندېزونه عملي کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملګرو ملتونو له خوا تر بنديز لاندې ادارو او اشخاصو اثاثې کنګل کوي. د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې دا حکم یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يو امر په رڼا کې ورکړی دی.



Москва

травят изгоя писателя на районе даже менты тоже


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Объем закупок у малого бизнеса с 2024 года составил почти 227 миллиардов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

VK Fest

Планы на выходные 15 – 16 июня: VK Fest в Сочи и продолжение «Бриджертонов»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве выставили на продажу редкий Mercedes-Benz SLR McLaren за 100 млн рублей

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде


ATP

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Какие церковные праздники отмечаются 16 июня



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России