په کیف کې د امریکا سفیره: د اداري فساد پر ضد څارنوال دې ګوښه شي
په کیف کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې له اوکرایني چارواکو غوښتي دي چې د اداري فساد پر ضد ځانګړی څارنوال له کاره ګوښه کړي او په اوکراین کې د فساد مخه ونیسي. ماریا یووانویچ پرون په کیف کې وویل چې لا هم د حکومت هڅې د فساد پر ضد، د قانون د حاکمیت او اصلاحاتو لپاره چې څرنګه د اوکراین لپاره پهکار دي، هغسې نتیجه نهده ورکړې. ماریا یووانویچ زیاته کړه چې د فساد ضد مؤسسو د ښهوالي لپاره باید څارنوال نظر خولودنیتسکي برطرفه شي. د اوکراین د فساد ضد ادارې څارنوال نظر خولودنیتسکي تورن شوی دی چې د هغو چارواکو د مجازات مخه نیسي چې په فساد کې ښکېل دي.