Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 11.03.2019

رستمي: په کرنیزو چارو کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنیزو چارو د اسانتیاوو په برابرولو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د روان لمریزکال په ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې کروندګرو او بڼوالو ښځو ته شنې خونې، د شاتو د مچیو فارمونه، کورنۍ باغچې، د چرګانو فارمونه او د سبزیو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې په‌دې برخه کې ښځې ښې لاسته راوړنې هم لري. د ښاغلي رستمي په خبره، راتلونکي لمریز کال کې هم دغه وزارت پلان لري چې... Читать дальше...



د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي انټونیو ګوترش پر راپور بحث وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دفتر «یوناما» په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیویارک به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي. له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی. Читать дальше...

د هند ملي انتخابات به په ۷ پړاوونو کې ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

د هند د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلي چې د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې ترسره شي. نظرپوښتنې ښيې چې د صدراعظم ناریندرا مودي په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون رئیس سونیل ارورا د یکشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل د میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹ مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو ترسره شي. په هندوستان کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي. Читать дальше...

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلی دی. د جرمني خبري اژانس وايي، د هایکو ماس دا سفر د افغانستان د سولې د پروسې څخه د ملاتړ د هڅو برخه ده. تمه کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به سبا پاکستان ته ولاړ شي. هایکو ماس ویلي، افغانستان او پاکستان ته په‌دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دوهم لوی مرسته کوونکې او داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې زیات سرتېري لري په‌دې هېواد کې له هغې مسؤلیت سره چې اخېستی یې دی پاتې کېږي. د هایکو ماس... Читать дальше...

ښاغلی روحاني نن بغداد ته خپل سفر پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد. محمد جواد ظریف عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د سفر د چمتوالي په هدف بغداد ته رسېدلی دی. ښاغلی روحاني نن بغداد ته خپل سفر پیلوي. دا عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني لومړنی رسمي سفر بلل کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ بغداد ته له رسېدو وروسته وویل، ایران او عراق دوه ګاونډیان دي او هېڅ هېواد نه‌شي کولی د دوی په اړیکو کې مداخله وکړي. جواد ظریف له خپل عراقي سیال علي الحکیم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل،... Читать дальше...

د سوداګرۍ وزارت او د چرم د صنعت کارانو ترمنځ ګډه غونډه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د چرم د صنعت کارانو تر منځ ګډه غونډه وشوه. د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه صادراتو پر مخنیوي، د سیمې هېوادونو ته د چرم لپاره د بازار موندنې، د چرم د صنعت کارانو لپاره په‌دې برخه کې د مسلکي زده‌کړو او د بوټونو جوړولو د فابریکو لپاره د برښنا پر رسولو خبرې شوي دي. د نوموړي په خبره، د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د چرم صنعت کارانو د ستونزو د هواري په هدف ژمنه... Читать дальше...



د کرکټ په مسابقو کې ايرلنډ افغانستان ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په يو ورځنيو نړيوالو مسابقو کې ايرلنډ پرون افغانستان ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه. لوبه افغانستان پيل کړله چې په ٥٠ اوورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټيم ته د ٢١٧ منډو هدف وټاکه. ايرلنډ وتوانېده دغه مسابقه په ٥ ويکټو وګټي. افغانستان د ٥٠ اووره مسابقو د دې لړۍ لومړۍ ګټلې وه، دوهمه مسابقه د باران له کبله بې نتيجې ته پاتې شوه. درېيمه مسابقه ايرلنډ، څلورمه افغانستان او پرونۍ مسابقه چې د دې لړۍ پنځمه وه، ايرلنډ وګټله. دواړه ټيمونه به راروانه جمعه په خپلو کې ټيسټ لوبه وکړي.... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړي د ننګرهار په مومندرې کې غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت وايي، نن دوشنبه د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د سولې په ملاتړ ولسي غونډه کوي. د دغه حرکت وياند بسم‌الله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: "د دوشنبې په ورځ مومندرې ولسوالۍ ته ځو، هلته له ولسونو سره ګورو، ولسونو ته د روانې جګړې په اړه معلومات ورکوو. دا ورته وايو چې دوى بايد د سولې او اوربند غږ وکړي. د يکشنبې په ورځ په کږې ولسوالۍ کې په سلګونو کسانو د جګړې له ښکېلو اړخو وغوښتل چې بايد نور جنګ پاى ته ورسوي او ژر تر ژره اوربند وکړي." د ولسي ولسي حرکت تردې مخکې په... Читать дальше...

د ميدان وردګ والي: په عملياتو د ٩ ملکيانو د وژلو راپور ناسم دی

Pa.azadiradio.com 

د ميدان وردګ والي هغه راپورونه نه مني چې په‌کې ويل شوي چې په‌دې ولايت کې د وروستيو پوځي عملياتو له کبله ٩ ملکيان وژل شوي دي. والي مظفر الدین یمین تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په‌دغو عملياتو کې چې د شنبې ناوخته شوي، ٤ وسله‌وال هم وژل شوي دي. "په يوه کور کې مخالفانو سنګر نيولى و، له هغه ځايه يې پر دولتي ځواکونو ډزې کړې وې چې هغوى يې پر وړاندې عکس‌العمل ښوولى و. په‌دغه کور کې ٤ وسله‌وال کسان له‌منځه لاړل، متأسفانه يوه ښځه او ماشوم هم ووژل شول." د ميدان وردګ والي، د جمعې په ورځ له ازادي راډيو... Читать дальше...

رحيمي: د پاکستان پر فضا د افغانستان او هندوستان الوتنې به ژر پيل شي

Pa.azadiradio.com 

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره تمه ښيې چې ډېر ژر به د پاکستان پر فضا د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بېرته پيل شي. د دې ادارې وياند محمد قاسم رحيمي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، د الوتنو د بيا پيل لپاره له نړيوالو سازمانونو سره هم بحثونه شوي دي. "موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چې ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل شي." د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې تردې مخکې... Читать дальше...

د یوې ايټوپيايي الوتکې د سقوط په پېښه کې ١۵۷ تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د ايټوپيا د هوايي شرکت د يوې الوتکې د سقوط په پېښه کې د وژل شويو په منځ کې درې روسان او يو صرب وګړى هم شامل دي. دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايټوپيا د پلازمېنې اُديسه بابا په ٥٠ کيلومترۍ کې نسکوره شوه. په پېښه کې ١٤٩ تنه سورلۍ او ٨ تنه عمله ووژل شوه. تر اوسه د دې الوتکې د سقوط علت نه‌دى په ډاګه شوى. د ايټوپيا د هوايي شرکت د خپاره شوي لېست له مخې په مړو کې د جرمني، سويډن، اتريش، اسرائيل، هسپانيا، مراکش، پولنډ، ناروې او سعودي عربستان په ګډون د ٣٥ هېوادونو وګړي شامل دي. Читать дальше...

د الجزاير ولسمشر تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته ورستون شو

Pa.azadiradio.com 

د الجزاير ولسمشر تر درملنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو. هغه الوتکه چې ٨٢ کلن عبدالعزیز بوتفلیقه په کې و، پرون يکشنبه د الجزاير د پلازمېنې په جنوب د بوفرايک پر پوځي هوايي ډګر کښېناستله. دى دوه اوونۍ د سويس په يوه روغتون کې بستر و. عبدالعزیز بوتفلیقه په‌داسې حال کې خپل هېواد ته ستون شو چې د جمهوري رياست د پنځمې دورې لپاره د ده پر کانديداتورۍ د اعتراض له کبله مظاهرې شوې دي. پرون يکشنبه هم د الجزاير په پلازمېنه او ځينو نورو ښارونو کې مظاهرې روانې وې او زيات پلورنځي تړلي وو. بوتفلیقه له... Читать дальше...

کنیسیل د پوتین له‌خوا خپل لاسلیک شوی جنجالي موټر وپلوره

Pa.azadiradio.com 

يو فولکس واګون موټر چې د اتريش د بهرنيو چارو د وزيرې کارين کنيسيل (Karin Kneissl) د واده پر مهال د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين له‌خوا ورباندې لاسليک شوى و، په يوه خيريه ليلام کې وپلورل شو. کنيسيل په هغه مرکه کې چې کمرسانت «Kommersant» ورځپاڼې پرون يکشنبه خپره کړه ويلي، دغه بيټل ډوله فولکس واګون موټر په هغه کلني ليلام کې خرڅ شو چې «رڼا او تياره» نومېږي. دغه موټر په ٢٠ زره يورو چې د ٢٢ زره ٥٠٠ امريکايي ډالرو معادل کېږي وپلورل شو. کله چې د اتريش د بهرنيو چارو وزيرې کارين کنيسيل خپل واده ته د... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган и Оксана Самойлова привели на “Премию Муз-ТВ” в Москве ту самую “диско-бабушку из Сыктывкара” – любимицу Сергея Лазарева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


WTA

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Жители столицы выбрали лучшие маршруты для бега в парках Москвы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России