د کليفورنيا والي: د اعدام سزا زموږ له اساسي ارزښتونو سره ټکر کې ده
د امريکا د کليفورنيا ايالت والي ګاوين نيوسام غواړي چې هغه اجرائيوي فرمان چې په دغه ايالت کې د اعدام د مجازاتو د مخنيوي په باب دى، لاسليک کړي. هغه له مخکې په يوه اعلاميه کې ويلي: "د اعدام مجازات زموږ له اساسي ارزښتونو سره ټکر کې دي." له دې سره په کليفورنيا کې په مرګ د ٧٣٧ محکومو شويو کسانو مجازات د لنډې مودې لپاره ځنډول کېږي. خو د دغه فرمان له مخې به هېڅ څوک له بنده خوشې نه شي.